دوهم مانویل پالایولوګوس
دوهم مانویل پالایولوګوس (په یوناني: Μανουὴλ Παλαιολόγος، رومي بڼه یې: Manouēl Palaiológos؛ د ۱۳۵۰ کال د جون له ۲۷ – د ۱۴۲۵ کال د جولای تر ۲۱)، له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۴۲۵ کال پورې د بیزانس سترواک و. له خپل مرګ لږ وړاندې د یو راهب له لورې یې سر وخریل شو او د متیو نوم یې ترلاسه کړ. مېرمن هیلینا ډراګاس وړاند وینه وکړه چې د دوی زامن، آتم جان پالایولوګوس او یولسم قسطنطین پالایولوګوس سترواکان کېږي. د جولای په ۲۱ نېټه د نوموړي یادبود د یونان د ارتودوکس کلیسا له خوا لمانځل کېږي. [۲]
دوهم مانویل پالایولوګوس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۷ جون ۱۳۵۰ قسطنطنیه |
مړینه | 21 جولای 1425 (75 کاله) قسطنطنیه |
تابعیت | د بیزانس سترواکي |
اولاد | یولسم قسطنطین پالایولوګوس [۱] |
کورنۍ | پالایولوګوس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، ليکوال |
سمول |
ژوند
سمولدوهم مانویل پالایولوګوس د سترواک پنځم جان پالایولوګوس او د هغه مېرمنې هیلینا کانتاکوزین دوهم زوی و. هغه ته چې د خپل پلار له خوا د حاکم لقب ورکړل شوی و، راتلونکی دوهم مانویل په ۱۳۶۵ او ۱۳۷۰ کلونو کې د بیزانس سترواکۍ د ملاتړ لپاره لوېدیځ ته سفر وکړ او په ۱۳۶۹ کال کې یې د تیسالونیکا د حاکم په توګه دنده پر مخ یوړه. په غیر قانوني توګه د واک په ترلاسه کولو کې د هغه د مشر ورور، څلورم اندرونیکوس پالایولوګوس له لورې ناکامه هڅه د دې لامل شو چې مانویل د خپل پلار وارث او مرستیال سترواک اعلان شي. په ۱۳۷۶ – ۱۳۷۹ کلونو او بیا په ۱۳۹۰ کال کې، څلورم اندرونیکوس او بیا د هغه د زوی اوم جان د دوی ځای ونیو، خو مانویل په ۱۳۹۰ کال کې د وینس جمهوریت په مرسته خپل وراره ته ماتې ورکړه. که څه هم پنځم جان بېرته واک ته راستون شو، خو مانویل اړ شو چې په پروسا (برسا) کې د عثماني سلطان اول بایزید دربار ته د افتخاري یرغمل په توګه لاړ شي. مانویل هلته د خپل استوګنې په اوږدو کې اړ شو چې په عثماني خوځښت کې برخه واخلي چې فلاډیلفیا یې را وپرځوله، چې په اناتولیا کې د بیزانس وروستی کلا ګڼل کېده. [۳]
د قسطنطنیې کلابندي او د اروپا دربارونو ته لیکونه
سمولدوهم مانویل د ۱۳۹۱ کال د فبروري په میاشت کې د خپل پلار د مړینې په اورېدو د عثماني درباره وتښتېد او د هغه د وراره اوم جان له لوري د احتمالي ادعا په وړاندې یې پلازمینه خوندي کړه. که څه هم د اوم جان سره اړیکې ښې شوې، سلطان اول بایزید د ۱۳۹۴ کال څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې قسطنطنیه کلابنده کړه. په ورته وخت کې د عثمانیانو پر وړاندې صلیبي جګړه چې د هنګري د پاچا، د لوګزامبرګ سیګسموند تر مشرۍ لاندې وه، د ۱۳۹۶ کال د سپټمبر په ۲۵ د نیکوپولس په جګړه کې له ماتې سره مخ شوه. دوهم مانویل په دې صلیبي جګړه کې د مرستې لپاره ۱۰ کښتۍ لېږلې وې. د ۱۳۹۷ کال د اکټوبر په میاشت کې، د مانویل تره تیوډور کانتاکوزینوس، د ناتالا له جان سره یوځای د فرانسې د شپږم چارلز دربار ته د سترواک لیکونه (چې د ۱۳۹۷ کال د جولای له لومړۍ نېټې سره یې سمون درلود) راوړل او د فرانسې له پاچا څخه یې د پوځي مرستې غوښتنه وکړه. د دې ترڅنګ، چارلس د ۱۳۹۸ کال د اپریل په میاشت کې د انګلستان د پاچا دوم ریچارډ سره د خبرو لپاره د دوو اشرافو لپاره، د نورو مرستو د غوښتلو په موخه بسپنه هم چمتو کړه. خو انګلستان په دې وخت کې د هر ډول مرستې د چمتو کولو لپاره د کورنیو ستونزو سره مخ شو. [۴][۵]
خو دواړه مشران د فرانسې د مارشال دوهم ژان لی مینګر سره ټاټوبې ته راستانه شول چې له اګیس مورتس څخه له شپږو کښتیو او ۱۲۰۰ سرتېرو سره د دوهم مانویل مرستې ته را لېږل شوی و. مارشال د ناتالا جان وهڅو چې په خپله د لوېدیځې اروپا دربارونو ته لاړشي او د عثماني سترواکۍ په وړاندې مرسته وغواړي. له نږدې پنځه کلنې کلابندۍ وروسته، دوهم مانویل ښار خپل وراره ته وسپاره، چې د ښاغلي ژان دي شاتیموراند تر مشرۍ لاندې د ۳۰۰ کسیز فرانسوي ګارنیزیون له لوري یې مرسته کېده او (له ۴۰ کسانو سره یوځای) یې د مارشال سره بهر ته یو اوږد سفر پیل کړ.[۶][۷]
سرچينې
سمول- ↑ ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ Great Synaxaristes: (په يوناني) Ὁ Ὅσιος Μανουὴλ Αὐτοκράτωρ Κωνσταντινουπόλεως. 21 Ιουλίου. ΜΕΓΑΣ ΣΥΝΑΞΑΡΙΣΤΗΣ.
- ↑ Barker 1969، م. xix.
- ↑ Hinterberger او Schabel 2011، م. 397.
- ↑ Barker 1969، م. xxiv.
- ↑ Hinterberger او Schabel 2011، م. 398–399.
- ↑ Hinterberger او Schabel 2011، م. 398.