کلودیوس
(لاطینی: Tiberius Claudius Caesar Augustus Germanicus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کلودیوس
کلودیوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Tiberius Claudius Drusus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱ اگسټ ۰۰۱۰ ق.م
مړینه 13 اکتوبر 54  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم[۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد نېرو  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د روم سترواک (4 )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲۵ جنوري ۰۰۴۱  – ۱۳ اکتوبر ۰۰۵۴ 
کالیګولا 
نېرو 
عملي ژوند
دنده سياستوال
ليکوال[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۳]
يوناني لهجه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کلودیوس (/ˈklɔːdiəs/ KLAW-dee-əs): تبیریوس کلودیوس قیصر اګوستوس جېرمنیکوس (Tiberius Claudius Caesar Augustus Germanicus)، له میلاد نه مخکې ۱۰ کاله له اګېست نه د میلاد نه وروسته د ۵۴ کال د اکتوبر تر ۱۳ پورې د روم څلورم سترواک و، چې د میلاد نه وروسته له ۴۱ نه تر ۵۴ کال پورې يې واکمني وکړه. کلودیوس د جولیو کلودین د قبیلې یو غړی و، چې د دروسوس او انتونیا مینور په کورنۍ کې د ګول روم په  لوګدونوم کې چېرې يې  چې پلار د پوځ استازی و، نړۍ ته راغی، هغه د روم لومړی سترواک و چې له ایټالیا نه بهر زېږېدلی. په دې اساس کلودیوس یو سابینې الاصله ايټالوی و. دا چې د ځوانۍ په عمر کې د ناروغی له امله له خفیف کوڼ‌والي او ګوډوالي سره مخامخ و، د کورنۍ له خوا ګوښه او د خپلې قونصلګرۍ تر مهاله، چې په ۳۷ کال کې يې له وراره کالیکولا سره مشترکه وه، له نظامي دندو نه محروم شو.   [۴]

د کلودیوس کمزورتیا په احتمالي ډول هغه د تبیریوس د واکمنۍ د پاکولو پر مهال د ګڼو نورو اشرافو له برخلیک نه وژغوره، ځکه پټو دښمنانو هغه ته د جدي ګواښ په سترګه نه کتل. د هغه ژغورنه د پراتورین د یوه ساتونکي له خوا د ګالیګولا تر ترور وروسته د سترواک په توګه د نوموړي د معرفي کېدو لامل شوه، په دې پړاو کې هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ بالغ نارینه و. کلودیوس د تجربې له نشتوالي سره سره ځان یو وړ مدیر او د کار سړی ثابت کړ. هغه د خپلې امپراتورۍ بیوروکراسي پراخه کړه ،تر څو ازادان په کې شامل کړي او د کالیګولا د واکمنۍ له زیاتېدو وروسته یې د سترواکي د مالي چارو په بیارغولو کې مرسته وکړه. هغه یو حرصناک ابادوونکی و او ډېری سړکونه، د اوبو نلونه او نوي کانالونه يې په ټول روم کې جوړ کړل. د هغه د سلطنت په بهیر کې، سترواکي خپله بریالی سوبه  له بریتانیا نه پيل کړه.

هغه له قانون سره شخصي علاقه لرله، د عمومي محکمو ریاست یې پر غاړه و او په ورځني ډول يې شاوخوا شل حکمونه صادرول. هغه په خپل ټول سلطنت کې زیان‌مننوکی و، کلودیوس په ځانګړي ډول د اشرافو د عناصرو په واسطه تل مجبور و خپل درېځ پیاوړی کړي چې په پایله کې يې  ډېری سناتوران ووژل شول. یادو پېښو د لرغونو لیکوالانو تر منځ د هغه شهرت زیانمن کړ، که څه هم نویو تاریخ پوهانو دا باور سم کړی. ډېری لیکوالان ادعا کوي چې هغه په ۶۳ کلنۍ کې د خپلې مېرمنې کوچنۍ اګریپا له خوا ووژل شو. د هغه تر مرګ وروسته، د هغه ناسکه وراره نرون چې په قانوني ډول يې په زوی ولۍ نیولی و ،د هغه د ځای ناستي په توګه سترواک وټاکل شو.  

بنسټ سمول

کلودیوس له میلاد نه مخکې د لسم میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه په لودګونم/ Lugdunum  (د نننۍ فرانسې لیون) کې زېږېدلی. هغه دوه مشران خویندې او وروڼه د ژرمنیکوس او لیویلا په نوم لرل. مور یې انتونیا مینور ښايي دوه نور ماشومان هم لرل چې په کم عمر کې مړه شوي دي.

د کلودیوس مورنی نیکه او انا مارک انتوني او اکتاویا مینور د اګوستوس خور وه، له همدې امله هغه د ګیوس جولیوس قیصرلوی ـ لوی لمسی و. پلرنی نیکه یې تیبریوس کلودیوس نېرو او انا یې لیویا د اګوستوس درېیمه مېرمن وه. کلودیوس د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې دا انګازه ژوندۍ  کړه چې پلار یې  نېرو کلودیوس دروسوس په حقیقت کې د اګوستوس نامشروع زوی دی، تر څو داسې وبرېښي چې اګوستوس د کلودیوس پلرنی نیکه دی.  

له میلاد څخه مخکې په ۹ کال کې د کلودیوس پلار، دورسوس په ناڅاپي ډول پر المان د برید په مهال له اس څخه تر راغورځېدو وروسته مړ شو. وروسته یې هغه پرېښود چې د مور په واسطه هغه چا چې هېڅکله هم بیاځلي واده ونه کړ لوی شي. کله چې د هغه ناتواني څرګده شوه له کورنۍ سره یې اړیکې سړې شوې. انتونیا هغه ته د لویې بلا په توګه اشاره وکړه او د حماقت د معیار لپاره یې وکاروه. داسې ښکارې چې هغې خپل زوی د څو کلونو لپاره خپلې انا لیویا ته ورلېږلی و.  [۵]

لیویا یو څه مهربانه وه، خو له دې سره یې کلودیوس ته زیاتره لنډ او غوصه ناک لیکونه د دې منطق پر بنسټ چې ګواکي د هغه حالت د سستۍ او د ارادې د نشتوالي له امله دی، د هغه نمیګړتیا په پار لېږل. هغه د پخواني خچر چلوونکي تر څار لاندې و، تر څو یې منظم وساتي. په هرحال کله چې هغه ځوانۍ ته ورسېد، د ناروغۍ نښې نښانې په ښکاره ډول کمې شوې او کورنۍ يې د هغه د علمي ګټو په اړه یو څه پام کول پيل کړل.   [۶][۷]

له میلاد نه وروسته په اووم کال کې د سلپیسیس فلاووس په مرسته لیوي په تاریخ کې د کلودیوس د تاریخ د ښوونکې په توګه وګمارل شو. هغه خپل ډېر وخت له اخري او همداراز له فلیسوف اتنودوروس سره تېر کړ. اګوستوس د یوه لیک له مخې د کلودیوس د کلام له وضاحت نه حیران شو او د هغه د راتلونکي په اړه هیلې زیاتې شوې. [۷]

عام ژوند سمول

د کلودیوس کار د یوه نوي تاریخ لیکونکي په توګه په عام ژوند کې د هغه د پرمختګ هیله له منځه یوړه. 

د وینسنت اسکراموزا (Vincent Scramuzza) او نورو په وینا :هغه د داخلي جګړې د پیل لپاره کار پیل کړ چې یا د اوکتاین لپاره ډېر صادقانه و یا ډېر له نیوکې سره مل وروسته اګوستوس قیصر په توګه راپورته شو. په هر حالت کې د دا ډول راپور لپاره لا ژر وه او ښايي یوازې اګوستوس ته دا ورپه یاد کړي چې، کلودیوس د انتوني له لمسیانو نه دی. مور او انا یې په چټکی سره د هغه مخه ونیوه او دې ښايی دوی په دې باوري کړي وي چې ،کلودیوس د دولتي منصبونو لپاره مناسب نه دی، ځکه په هغه باور نه شي کېدی چې د ګوند اوسنۍ کرښه وساتي.  [۸][۹]

کله چې کلودیوس د ژوند په وروستیو کې روایت لیکنو ته وګرځېده، هغه له دویمو درې ګونو جنګونو نه په ټولیز ډول تېر شو، خو زیان پېښ شو او کورنۍ یې هغه شالید ته اړ کړ. کله چې له میلاد نه مخکې په اتم کال کې د پاویا انحنا د سترواکي د خاندان په ویاړ جوړه شوه، د مړو شویو شهزادګانو، ګایوس او لوسیوس او د ژرمنیکوس تر زامنو وروسته، د کلودیوس (چې دخپل ورور له خوا په زوی‌ولۍ نیولو، د کلودي نېرو پلرنۍ کورنۍ ته تر ارتقا وروسته، اوس‌مهال د تیبریوس کلودیوس نېرو ژرمنیکوس په نوم ياديږي) نوم يې پر څنډه حک شو. داسې انګېرل کېږي چې دا لینکه له لسیزو څخه وروسته کلادیوس په خپله ورزیاته کړې او په اصل کې هغه هېڅ څرګند نه شو.    [۹]

له میلاد نه وروسته په ۱۴ کال کې، کله چې اګوستوس مړ شو، کلودیوس ۲۳ کلن و. له خپل تره تیبریوس نه یې وغوښتل چې د افتخاري مراسمو د پیل اجازه ورکړي. نوي سترواک تیبریوس د قونصلي سینګارتوکو په ورکولو سره هغه ته ځواب ورکړ. کلودیوس بیا ځلي د دفتر غوښتنه وکړه، خو غلی کړای شو. دا چې نوي سترواک تر پخواني سخاوتمند نه و، کلودیوس له دولتي منصب نه خپله هيله پرې کړه او یو علمي او خصوصي ژوند ته تقاعد شو.

د سترواکي کورنۍ له سپکاوي سره سره، داسې ښکاري چې عامو خلکو له پیل نه کلودیوس ته درناوی درلود. د اګوستوس د مړینې پر مهال اشرافو یا د اېکوېتس/equites (په لرغوني روم کې دویمه پانګواله  طبقه) قبیلې هغه د خپل پلاوي مشر په توګه وټاکه. کله چې د هغه کور وسوځېد، سنا غوښتنه وکړه چې له عمومي لګښت نه بیا ورغول شي. هغوی غوښتنه وکړه چې د سنا په مجلس کې دې کلودیوس ته د مناظرې اجازه ورکړل شی. تیبریوس دواړه وړاندیزونه رد کړل، خو دا احساس ژوندی پاتې شو.  

د تیبریوس د زوی دروسوس له مړینې وروسته دوره کې، کلودیوس سملاسي د ځینو شاوخوا کسانو له خوا د بالقوه وارث په توګه تر فشار لاندې راغی. چې دا بیا هم له عمومي ژوند نه د هغه د محرومیت سیاسي ماهیت ښيي. پردې سربېره، له هغه ځایه چې په دې دوره کې د واکمن د پراتوین ګارد سېجانوس(Praetorian Guard, Sejanus) ځواک او وحشت اوج ته رسېدلی و، کلودیوس پریکړه وکړه، دا احتمال کم‌ارزښته وښيي.  [۱۰]

سرچینې سمول

  1. http://www.britannica.com/topic-browse/History/Ancient-World/Rome-Ancient/2
  2. http://www.poesialatina.it/_ns/Greek/tt2/Tacito/Hist00.html
  3. https://archive.org/details/SvetonioVitaDeiCesari
  4. Tacitus, Annales, xi. 24.
  5. Dio Hist. LX 2
  6. Suetonius, Lives of the Caesars: Claudius. 2. Suet Claud. 4 indicates the reasons for choosing this tutor, as outlined in Leon (1948).
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Suet. Claud. 4.
  8. Scramuzza (1940) p. 39.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Stuart (1936).
  10. Dio Rom. Hist. LX 2. Suhr (1955) suggests that this must refer to before Claudius came to power.