د روم سترواک، د روم سترواکي د دورې پر مهال (چې له میلاد نه ۲۷ کاله مخکې پیل شوې وه) د سترواکي واکمن و. سترواکانو د تاریخ په اوږدو کې د القابو بېلابېل ډولونه کارول. غالباً کله چې په انګلیسي کې یو معین رومي د سترواک په توګه تشرېح کېږي، د اګوست يا قیصر لقب منعکسوي. بل لقب چې ډېر کارول کېږي سترواک دی چې په حقیقت کې یو نظامي ویاړ و. لومړنیو سترواکانو به د پرنسیپ سیویتاتېس (Princeps Civitatis ) له لقب نه چې د لومړي تبعه/ښاریځ په معنا دی کار اخیست. سترواکانو به تر ډېره جمهوري القاب په ځانګړي ډول پرنسیپ سیویتاتېس (Princeps Civitatis )، قونصل (consul) او پونتي فېکس مکزیموس (pontifex maximus) را ټولول.  

د سترواک د واکمنۍ مشروعیت، د هغه د پوځ په کنترول او د سنا له خوا په رسمیت پېژندلو پورې تړلی و، یو سترواک به معمولاً د سرتېرو له خوا اعلامېده یا د سنا له خوا د سترواکي پر لقب د پانګونې له لارې یا هم په دواړو طریقو ټاکل کېده. لومړنیو سترواکانو په یوازې ځان واکمني کړې. وروستیو سترواکانو ځینې وختونه له مشترکو سترواکانو سره واکمني کوله او د سترواکي اداره به یې د دوی تر منځ وېشله. 

رومیانو به د سترواکي منصب له پاچهۍ نه بېل باله. لومړني سترواک اګوستوس په پرېکنده ډول د پاچا په توګه له رسمیت پېژندلو نه انکار وکړ. د لومړیو ۳۰۰ کلونو لپاره له اګوستوس (Augustus) نه تر دیوکلتاین (Diocletian) پورې د روم سترواکانو د جمهوري مشرانو په توګه د سترواکانو د انځورولو لپاره خورا هڅې وکړې، ځکه تر جمهوريت مخکې د روم له پاچایانو سره له هر ډول اړیکو نه وېرېدل.  [۱]

له ډيوکلېټن (Diocletian) نه چې څلورکسیزه (tetrarchic ) سمونونو اواصلاحاتو یې د سترواکي تر پایه د سترواک درېځ ووېشه، چې یو سترواک په ختيځ کې او بل په لویدیځ کې و. سترواکیو په څرګند ډول په سلطنتي سبک واکمني وکړه او د جمهوریت د نوم اصل او پرنسیپ یې خوندي نه کړ، خو له پاچایاانو سره توپیر وساتل شو. که څه هم د سترواک ځای ناستي میراثي و، خو یوازې په هغه حالت کې چې د اردو او بېروکراسۍ لپاره د منلو وړ نوماند شته و، په دې اساس د میراث اصل د یو اتوماتیک اصل په توګه ونه منل شو. د جمهوریت د ادارې عناصر (سنا، قونصل او قاضي) ان د لویديځ سترواکي تر پای ته رسېدو وروسته هم ساتل شوي وو.  [۲][۳]

د لوی کنستانتین (Constantine the Great) واکمني له روم نه قسطنطنیې ته چې پخوا له میلاد نه وروسته په ۳۳۰ز کال کې د بیزانس په نوم یادېده، د کاپوت موندي/ Caput Mundi (یوه لاتیني اصطلاح ده - روم د نړۍ پلازمېنه په معنا ده) د لېږد شاهد و. د پنځمې پېړۍ په وروستیو کې د سترواکي پر خاوره د الماني وحشي قبیلو تر ډېرو بریدونو وروسته د لویدیځ سترواکي سقوط وکړ. معمولاً رومولوس اګوستولوس (Romulus Augustulus )  په ۴۷۶ کې د هغه تر جبري ګوښه کېدو پورې د لویدیځې سترواکي وروستی سترواک ګڼي، که څه هم ژولیوس نپوس (Julius Nepos) د هغه د مړینې تر نېټې (۴۸۰) د شرقي سترواکي د رسمي ادعا له مخې د دې لقب لرونکی و. د نپوس تر مړینې وروسته د ختیځې سترواکي سترواک زینو(Zeno ) د دې موقف وېش لغوه کړ او ځان یې د نوي متحد روم د سترواکي د یوازیني سترواک په توګه معرفي کړ. ورپسې ختیځو سترواکانو چې له قسطنطنیې نه يې واکمني کوله، د رومیانو د سترواک په توګه خپل سبک ته دوام ورکړ (چې په یوناني کې د بزوليس فرام‌ین βασιλεύς Ῥωμαίων وروسته) په نوم یادېده، خو په مډرنو څېړنو کې تر ډېره د بیزانسي سترواکي په نوم یاديږي. یوولسم کنستانتین پلایو لوګوس (Palaiologos) په قسطنطنیه کې د روم وروستی سترواک و، چې په ۱۴۵۳ ز رکال د عثماني سترواکي له خوا د قسطنطنیې تر سقوط وروسته مړ شو.

په ۶۲۹ کې له هراکلیوس (Heraclius ) نه او وروسته د بیزانس سترواکانو د باسیلېوس (βασιλεύς) لقب چې په اصل کې یوناني کلیمه او د پاچا په معنا وه وټاکه، خو یاد لقب یوازې د روم سترواک او ساساني سترواکي د واکمن لپاره منحصر شو. نور پاچایان بیا د ریګاس (rēgas) په نوم یادېدل. [۴]

ځینې سترواکانو د خپل روحاني مقام تر څنګ، تر مړینې وروسته هم د څښتن مقام درلود. د مسیحیت د وروستۍ لوړتیا‌پالنې له مخې سترواک د څښتن له خوا غوره شوي واکمن او همداراز د ځمکې پر مخ د مسیحي کلیسا ساتونکي او ځانګړي مشر په توګه پېژندل کېده. که څه هم په عمل کې د کلیسا په چارو کې د یوه سترواک واک له ګواښ سره مخامخ و.  

ډېری لویدیځ تاریخ لیکونکي< د ترکیې د فتحې د کلتوري شلېدنې له امله، یوولسم کنستانتین د معنالرونکي مدعي په توګه د روم وروستی سترواک بولي. له ۱۴۵۳ کال نه وروسته، د عثماني واکمنانو لپاره یو له کارېدنکو القابو نه د روم قیصر و چې په ترکي کیسرې روم (Kayser-i Rum) ورته ویل کېږي، چې په ۱۹۲۲ ز کې د عثماني سترواکي تر پایه پورې د دوی د القابو برخه وه. یوه بیزانسي ډله چې د روم د سترواکي ادعا یې کوله، د ترابیزون په سترواکي (Empire of Trebizond ) کې تر هغه مهال شته وه چې په ۱۴۶۱ ز کې د عثمانیانو له خوا فتحه شوه. که څه هم دوی د ۱۲۸۲ ز کال راهیسې بدل شوی لقب کاراوه.   [۵]

په قسطنطنیه کې ختیځو سترواکیو هم په ختیځ کې واکمنې وې چې د شپږم کنستانتین تر ګوښه کېدو او په ۷۹۷ ز کال کې د روم د سترواک په توګه د اتېن د اېرن (Irene of Athens) تر واکمنېدو پورې د لویدیځ د پاچایانو او پاپانو له خوا منل شوې او پېژندل شوې وې. د روم پر سترواکي پر واکمنې ښځې تر نيوکې وروسته چې یوازې يې واکمني کوله او له ختیځو روحانیانو سره یې ستونزه لرله، دپاپانو ډلې د اروپا په لویدیځ کې د روم د سترواکانو په سیالۍ د روم د سپېڅلې سترواکي ټبر رامنځته کړ،چې د ۸۰۰ او ۱۸۰۶ز تر منځ د روم پر سپېڅلې سترواکي واکمن وو. دا سترواکان هېڅکله د قسطنطنیې د دربار له خوا د روم د سترواکانو په توګه نه وو پېژندل شوي او د تاج اېښودلو مراسم یې د دوو سترواکانو ترمنځ د منځنیو پېړیو د ستونزې لامل شول.  

مخینه او پيلسمول

معاصرتاریخ پوهان معمولاً اګوستوس لومړی سترواک بولي، په داسې حال کې چې ژولیوس قیصر (Julius Caesar) د روم د جمهوریت د وروستي دیکتاتور په توګه پېژندل کېږي. دا نظر د رومي لیکوالونو پلوتارک (Plutarch)، تاسیتوس (Tacitus ) او کاسیتوس ډایو (Cassius Dio) له لیکنو نه سرچینه اخلي. په هر حال د جوزفس (Josephus)، ځوان پليني (Pliny)، سیوتونس (Suetonius )، او اپپين (Appian) په ګډون ډېری رومي لیکوالانو او د سترواکي ډېری عامو خلکو فکر کاوه چې ژولیوس قیصر (Julius Caesar) د روم لومړی سترواک و. [۶][۷]

د روم جمهوریت پای هېڅ نوی او په یقیني ډول هېڅ یوازینی لقب نه ښود، چې یو کس دې د عالي مقام لرونکی وي. تر هغه ځایه چې اېمپېرور (emperor ) د سترواک (imperator) انګلیسي ژباړه ښکاري، نو ژولیوس قیصر (Julius Caesar) د روم لومړی سترواک و، لکه له ده نه مخکې چې څو رومي جنرالان وو. په بدل کې د کورنیو جګړو له پای ته رسېدو سره چې په هغه کې ژولیوس قیصرد خپلې اردو مشري کوله، دا څرګندوي چې په پخواني سبک واکمنۍ کولو ته د ورګرځېدو لپاره په ډاډ سره هېڅ کوم توافق نشته، خو هغه دوره چې د سنا له خوا د ورکړل شوي برابر واک لرونکي څو چارواکي له یو بل سره جګړې کړلو ته رسېدلې وو.

ژولیوس قیصر (Julius Caesar) او له هغه وروسته اګوستوس په جمهوریت کې د لوړ اهمیت دفترونه او القاب راټول کړل، له دغو دفترونو سره یې دایمي ځواک وصل کړ او د ځواک د ساتلو او خوندي کولو لپاره یې د هر هغه چا مخه ونیوه ، چې ورته هیلې یې لرلې. په هر حال ژیلیوس قیصر د هغو کسانو برعکس، چې له ده وروسته وو، د سنا له رایو او تصویب پرته دا کار وکړ.

سرچينهسمول

  1. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  2. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  3. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  4. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  5. İlber Ortaylı, "Büyük Constantin ve İstanbul", Milliyet, 28 May 2011.
  6. کينډۍ:Harvard citation no brackets
  7. کينډۍ:Harvard citation no brackets