نېرو، چې بشپړ نوم یې نېرو کلادیوس سیزار اګوستوس جرمنیکوس دی، د ۳۷ کال د دسمبر له ۱۵ نه  د ۶۸ کال د جون تر ۹ مې پورې یې ژوند کړی دی او د روم پنځم سترواک و. نوموړی د دیارلس کلنۍ په عمر د رومي سترواک کلاډیوس له خوا د زوی په توګه ومنل شو چې وروسته د هغه ځای ناستی شو. ویل کېږي چې، نېرو د خپل پرایتورین ګارد له غړو او د روم د ټیټې طبقې له عامه وګړو او ولایتونو سره یې غوره اړیکې درلودې، خو د روم له اشرافو نه سخت ناراضه و. ډېری اوسنۍ سرچینې، نوموړی د ظالم، افراطي او عیاش شخص په توګه ګني. نوموړی د سنا له خوا له واکه لرې شو او د ۳۰ کلنۍ په عمر یې ځان وژنه وکړه، چې د جولیو کلادین کورنۍ وروستي سترواک شمېرل کېږي.

نېرو
(لاطینی: Nero Claudius Cæsar Augustus Germanicus) (۰۰۵۴–)
(لاطینی: Nero Claudius Drusus Germanicus) (۰۰۵۰–)  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نېرو
نېرو

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Lucius Domitius Ahenobarbus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ ډيسمبر ۰۰۳۷[۱][۲]
مړینه 9 جون 68 (31 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار کلودیوس   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نېرو په ۳۷ کال کې په انتیم سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ګینایوس دومیتیوس اهنوباربوس او د ځوانې اګریپانا، چې د سترواک اګوستوس کړوسۍ وه، زوی و. د دوه کلنۍ په عمر یې پلار له نړۍ سترګې پټې کړې. مور یې د سترواک کلادیوس سره واده وکړ، چې په پای کې یې نېرو د خپل وارث په توګه غوره کړ. کله چې په ۵۴ کال کې کلادیوس مړ شو، نېرو لومړی د پراتورین ګارد او بیا د سنا په ملاتړ د سترواک په توګه د هغه ځای ناستی شو. د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې نوموړی د خپلې مور اګریپانا، د خپل ښوونکي، ځوان سینیکا او د هغه د ګارد مشر سیکستوس افرانیوس بوروس له خوا نوموړي ته مشوره او لارښوونه کېده، خو هغه په دې هڅه کې و چې ژر تر ژره په خپلواکه توګه حکومت وکړي او د مخه نیوکو اغېزو نه ځان خلاص کړي. له خپلې مور سره د نوموړې د واک ستونزه د هغې په وژلو سره حل شوه. د خپلې مېرمنې کلاډیا اوکتاویا په مړینې کې د روم سرچینې نېرو ښکېل بولي، ځکه چې داسې انګېرل کېدل چې هغه غواړي له پاپیا سبینا یا بریتانیکوس سره، چې د هغه رضاعي وروڼه وو، واده وکړي. ډېری رومي سرچینې نېرو د جنسي بد اخلاق په توګه ګڼي. ویل کېږي چې، هغه له آزاد شوي غلام پیتاګورس سره "واده" کړی و، چې د واده په مراسمو کې د ناوې په بڼه برخه اخیستې وه. د پاپیا له ناڅرګندې مړینې وروسته، نېرو ژر د یوې اشرافې مېرمنې ستیلیا میسالینا او یو بل آزاد شوي غلام سپورس سره چې هغه یې خصی (عقیم) کړی و، واده وکړ.  

د روم په واکمنۍ کې د نېرو عملي ونډه په ډیپلوماسۍ، سوداګرۍ او دود را څرخېده. هغه د امفي تیاترونو د جوړولو لارښوونه وکړه، ورزشي لوبو او سیالیو ته یې وده ورکړه او د یوه لوبغاړی، شاعر، سندرغاړي او د ګاډۍ ځغلوونکي په توګه د عامه وګړو تر منځ را څرګند شو. دې کار د هغه اشرافي معاصر وګړي بدنام کړل، ځکه چې دا کړنې په دودیزه بڼه د غلامانو، عامو تفریح کوونکو او عادي وګړو برخه وه. د دې ډول تفریح ګانو وړاندې کولو، نېرو د ټیټې طبقې د وګړو تر منځ شهرت ته ورساوه، خو د هغه ګړنو د سترواک مقام ته زیان ورساوه. د دې کړنو لګښتونه، د سیمه ییزو اشرافو له خوا په مستقیم ډول یا د مالیې له لارې اخیستل شوي وو او ډېر نا خوښوونکي وو.

د نېرو د واکمنۍ په اوږدو کې، جنرال کوربولو د ۵۸ – ۶۳ د روم – پارس جګړه پر مخ یووړه او له پارسي دښمنې سترواکۍ سره یې سوله وکړه. رومي جنرال سویتونیوس پاولینوس په انګلستان کې د آیسني ملکې بوډیکا تر مشرۍ لاندې لوی پاڅون وځاپه. د باسپوران سلطنت په لنډ وخت کې له سترواکۍ سره یو ځای شو، د رومیانو او یهودانو لومړۍ جګړه پیل شوه. کله چې د روم سناتور وینډیکس د روم د راتلونکي سترواک ګالبا په ملاتړ بغاوت وکړ، نېرو د عامه دښمن په توګه اعلان شو او په غیاب کې په مرګ محکوم شو. هغه له روم نه وتښتید او د ۶۸ کال د جون په ۹ مه نېټه یې ځان وژنه وکړه. د هغه مړینې لنډه کورنۍ جګړه را منځ ته کړه، چې دا دوره د  څلورو سترواکانو د کال په نامه یادېږي.

د نوموړي د شخصیت او واکمنۍ په اړه ډېری رومي سرچینې خورا منفي ارزونه وړاندې کوي. تاریخ لیکونکی تاسیتوس ادعا کوي چې، هغه د روم د خلکو له خوا جابر او فاسد ګڼل کېده. سوتونیوس وايي چې: ډېری رومیان په دې باور دي، چې د روم لوی اور د نېرو له خوا را منځ ته شوی و، ترڅو د خپل پلان شوي "طلایی کور" لپاره ځمکه پراخه کړي. تاسیتوس ادعا کوي چې، نېرو د اور لپاره عیسویان د قربانۍ په توګه نیول او ژوندي یې سوځول، چې دا د عامه عدالت په بڼه نه، بلکې د هغه د شخصي ظلم له امله وو. د روم د عامو خلکو ترمنځ د شهرت په پام کې نیولو سره، ځینې عصري تاریخ پوهان د نېرو د ظالمانه کړنو په اړه د لرغونو سرچینو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. یوه مشهوره افسانه د سترواکۍ په ختیځو ولایتونو کې رامنځ ته شوه چې ګواکي نېرو مړ شوی نه دی او بېرته به راستون شي. لږترلږه د درېیو لنډمهاله ناکامو بغاوتونو مشرانو، د هغه له مړینې وروسته د خلکو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ځانونه "د نېرو بیاراتګ" په توګه وړاندې کړل. [۳][۴][۵][۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://www.avoindata.fi/data/fi/dataset/yle-arkiston-historiallinen-tapahtumakalenteri
  2. https://www.avoindata.fi/data/fi/dataset/yle-arkiston-historiallinen-tapahtumakalenteri — سرليک: Nero — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru
  3. Barrett, Anthony A. 2010. "Nero." In The Oxford Encyclopedia of Ancient Greece and Rome, edited by M. Gagarin Oxford University Press. doi:10.1093/acref/9780195170726.001.0001. کينډۍ:ISBN.
  4. Dando-Collins, Stephen (2010). The great fire of Rome: the fall of the emperor Nero and his city. Cambridge, MA: Da Capo Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-81890-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Barrett, Anthony A.; Fantham, Elaine; Yardley, John C. (12 July 2016). The Emperor Nero: A Guide to the Ancient Sources. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-8110-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Malitz, Jürgen (2005). Nero. Malden, MA: Blackwell Pub. د کتاب پاڼي 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-4475-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)