کالیګولا (د ۱۲کال د اګست له ۳۱ نېتې نه د ۴۱ کال د جنوري تر ۲۴ نېټې پورې) چې په رسمي توګه د ګایوس (ګایوس سیزار اګوستوس جرمنیکوس) په نامه یادېده، د روم درېيم سترواک و چې له ۳۷ کال نه تر ۴۱ کال پورې په واک کې پاتې شو. کالیګولا چې د نامتو رومي جنرال جرمنیکوس او د اګوستوس د مشرې لمسۍ اګریپینا زوی و، د روم سترواکۍ په لومړۍ واکمنه کورنۍ کې چې په دودیز ډول د جولیو کلاډین کورنۍ په نامه یادېږي، وزېږېد.

د جرمنيکس تره او منلي پلار تیبیریوس، په ۱۴ کال کې اګوستوس د روم سترواک په توګه بریا ته و رساوه. که څه هم ګایوس، د ګایوس جولیوس سیزار د نامه له امله نومول شوی و، هغه د خپل پلار له سرتېرو نه د جرمنیا په جګړه کې د "کالیګولا" لقب ترلاسه کړ (چې د ستېرې د کوچني بوټ په معنا دی). کله چې په ۱۹ کال کې جرمنيکوس په انتاکیا کې مړ شو، اگریپینا له خپلو شپږو ماشومانو سره روم ته راستنه شوه، چې په دې ځای کې له تریبیوس سره په سخته شخړه کې ښکیل شوه. په پایله کې دا شخړه، د هغې د کورنۍ د له منځه تلو لامل شوه، چې تر منځ یې کالیګولا د یوازیني نارینه په توګه ژوندی پاتې شو. په ۲۶ کال کې، تبریوس د کاپري په ټاپو کې له عامه ژوند نه لاس واخیست او په ۳۱ کال کې کالیګولا له نوموړي سره هلته یوځای شو. په ۳۷ کال کې د تیبیریوس له مړینې وروسته، کالیګولا د هغه ځای ناستی شو.

د کالیګولا د واکمنۍ په اړه لږ سرچینې شته دي، که څه هم هغه د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د یوه غوره او معتدل سترواک په توګه ګڼل شوی دی. له هغه وروسته، سرچینې د نوموړی ظلم، جنسي ځورونه، افراط او جنسي بېلاري تر بحث لاندې رانغاړي او هغه د لیوني ظالم په توګه بیانوي. په داسې حال کې چې د دې سرچینو اعتبار تر پوښتنې لاندې دی، خو دا ښکاره ده چې نوموړي د خپلې لنډې واکمنۍ په اوږدو کې کوښښ وکړ چې د  سترواک لپاره په نامحدوده توګه شخصي ځواک زیات کړي، چې د سترواکۍ په دې دوره کې (لومړۍ دوره کې) له موازي ځواک سره مخالف و. هغه د ځان لپاره خیالي ساختماني پروژو او تجملي استوګنځایونو ته خپله ډېره پاملرنه اړولې وه او هغه په ​​روم کې د دوو نهرونو د جوړولو کار پیل کړ چې ایکوا کلاډیا او انیو نووس وو. نوموړي د خپلې واکمنۍ پرمهال، د موریتانیا د ګاونډۍ پاچهې د ولایت په توګه له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.  

د ۴۱ کال په پیل کې، کالیګولا د پرایتورین ګارډ د افسرانو (د پاچا د ساتنې ګارد)، سناتورانو او درباریانو له خوا د توطیې په پایله کې ووژل شو، خو د توطیه کوونکو هڅه، تر څو له موکې نه په ګټې اخېستو سره د روم جمهوریت بیا را وګرځوي، ناکامه شوه. د کالیګولا د وژنې په ورځ، پرایتوریانو د کالیګولا تره کلادیوس، د روم د راتلونکي سترواک په توګه اعلان کړ. که څه هم د جولیو کلاډین کورنۍ تر ۶۸ کال پورې د هغه د وراره نیرو تر سقوط پورې واکمنۍ ته دوام ورکړ، د نارینه نسب له اړخه د کالیګولا مړینې، د جولي سیزاز کورنۍ ته په رسمي توګه د پای ټکی کېښود. 

لومړنی ژوند سمول

ګایوس جولیوس سیزار (د هغه د مشهور خپلوان په ویاړ نومول شوی) د ۱۲ کال د  اګست په ۳۱ مه نېټه په انتیوم کې (اوسمهال انزیو او نیتونو)  نړۍ ته سترګې پرانیستې، د مارک انتوني د لمسي جرمنیکوس او د هغه د تره لور مشرې اګریپانا له شپږو بچیانو نه درېیم و چې یوازې ژوندي پاتې شو. اګریپانا د مارکوس ویپسانیوس اگریپا او مشرې جولیا لوروه، چې د اګوستوس لمسۍ کېدله. هغه د کلاودیوس وراره هم و، د جرمنيکوس کشر ورور او راتلونکي سترواک و. [۱][۲][۳]

ګایوس دوه مشران وروڼه درلودل، چې نیرو او دروسس نومېدل او دری کوچنۍ خویندې، چې کوچنۍ اګریپینا، جولیا ډروسیلا او جولیا لیویلا نومېدې. [۴]

کله چې هغه د دوه یا درې کلونو ماشوم و، له خپل پلار جرمنیکوس سره د المان په شمال کې په جګړو کې و. سترې دې ته حیران شول چې نوموړي د پوځيانو کوچنۍ جامې، بوټان او زغره اغوستې وه. کله چې هغه کوچني بوټان (کیلیګی) اغوستې وو، هغه ته ډېر ژر یو په زړه پوری مستعار نوم کالیګولا ورکړل شو، چې په لاتیني ژبه کې "د کوچني (عسکر) بوټ" په معنا و. که څه هم ګایوس تل له دې نامه نه ناخوښه و.  [۵][۶][۷]

سویتونیوس وایي چې: په سوریه کې جرمنیکوس د تیبیریوس د یوه جاسوس له خوا مسموم شو، ځکه چې نوموړي ته یې د یوه سیاسي سیال په سترګه کتل. د خپل پلار له مړینې وروسته، کالیګولا له خپلې مورسره تر هغه وخته ژوند کاوه، چې له تبریوس سره یې اړیکې خرابې شوې. تیبیریوس اګریپینا ته اجازه ورنه کړه چې بیا واده وکړي ،ځکه چې وېره یې درلوده چې د هغې مېړه به د نوموړی سیال شي. د اګریپینا او د کالیګولا ورور نیرو، په ۲۹ کال کې د خیانت په تور له منځه یووړل شول. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

وروسته ځوان کالیګولا د خپلې جدې انا لیوا (او د تیبیریوس مور) سره د ژوند کولو لپاره ولېږل شو. د جدې انا له مړینې وروسته، نوموړي له خپلې انا انتونیا مینور سره د ژوند کولو لپاره ولېږل شو. په ۳۰ کال کې، د هغه ورور دروسس د خیانت په تور زنداني شو او د هغه ورور نیرو په جلاوطنۍ کې د لوږې یا ځان وژنې له امله مړ شو. سویتونیوس لیکي چې: د خپلې مور او وروڼو له جلاوطنۍ وروسته، کالیګولا او د هغه خویندې د ستېرو تر کره څار لاندې د تبریوس د بندیانو په توګه ژوند کاوه. [۱۳][۱۴][۱۵]

په ۳۱ کال کې، کالیګولا په کاپري کې د تبریوس تر شخصي پاملرنې لاندې راغۍ، چې هلته نوموړي شپږ کاله ژوند وکړ. حیرانووکې دا ده چې، کالیګولا د تیبیریوس له لوري  وژغورل شو. د تاریخ پوهانو له قوله: کالیګولا یو غوره طبیعي ممثل و چې د ډار له امله یې د د تیبیریوس په وړاندې خپله ټوله غوصه پټه کړه. یوه څاروونکې د کالیګولا په اړه وویل: "هېڅکله تر دې ښه نوکر او د هغه بد بادار نه وو." [۱۶][۱۷]

کالیګولا ادعا وکړه چې په خنجر سره  یې د تیبیریوس د وژلو پلان جوړ کړی و، چې د خپلې مور او ورور غچ واخلي، خو د تیبیریوس د خوب خونې ته د وسلې په راوړلو سربېره یې سترواک ونه واژه،  بلکې خنجر یې په ځمکه باندې وغورځاوه. داسې انګیرل کېږي چې، تبریوس د دې په اړه پوه شوی و، خو هېڅکله یې د څه کولو جرئت ونه کړ. سوټونیوس ادعا کوي چې، کالیګولا له وړاندې ظالم او شیطان و. هغه لیکي: کله چې تیبیریوس کیلیګولا کاپري ته راوړ، د هغه موخه دا وه چې کالیګولا ته اجازه ورکړي، چې ژوند وکړي، ترڅو هغه "د خپل ځان او ټولو انسانانو بربادي ثابت کړي او دا چې هغه د روم د خلکو لپاره د یوه خاین او د نړی لپاره د فایتون (د خدای زوی) په بڼه وړاندې کړي.  [۱۸][۱۹]

په ۳۳ کال کې، تیبیریوس کالیګولا ته د کویستور ویاړلی مقام ورکړ، چې هغه دا مقام سترواکۍ ته تر رسېدو پورې له ځانه سره درلود. په دې وخت کې د کالیګولا موراو ورور دروسس دواړو په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. کالیګولا په لنډه موده کې په ۳۳ کال کې له جونیا کلادیلا سره واده وکړ، که څه هم نوموړې یو کال وروسته د زېږون پرمهال له نړۍ سترګې پټې کړې.  کالیګولا د پرایتورین له مشرناویوس سوتوریوس مکرو سره په ملګرتیا کې وخت تېر کړ، چې د هغه یو لوی متحد ګڼل کېده. مکرو ټیبیریوس ته د کالیګولا په اړه ښې خبرې کولې او هڅه یې کوله چې د کالیګولا په اړه د سترواک د بد نظر یا شک مخه ونیسي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچینې سمول

  1. Paola Brandizzi Vittucci, Antium: Anzio e Nettuno in epoca romana, Roma, Bardi, 2000 کينډۍ:ISBN
  2. Suetonius. "Life of Caligula". The Lives of Twelve Caesars – عبر uchicago.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cassius Dio, Roman History LIX.6.
  4. Wood, Susan (1995). "Diva Drusilla Panthea and the Sisters of Caligula". American Journal of Archaeology. 99 (3): 457–482. doi:10.2307/506945. ISSN 0002-9114. JSTOR 506945. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 9.
  6. "Caligula" is formed from the Latin word caliga, meaning soldier's boot, and the diminutive infix -ul.
  7. Seneca the Younger, On the Firmness of a Wise Person XVIII 2–5. See Malloch, 'Gaius and the nobiles', Athenaeum (2009).
  8. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 2.
  9. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 10.
  10. Tacitus, Annals IV.52.
  11. Tacitus, Annals V.3.
  12. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 54.
  13. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 54.
  14. Tacitus, Annals V.10.
  15. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 64.
  16. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 62.
  17. Tacitus, Annals VI.20.
  18. The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 11
  19. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 12.
  20. Cassius Dio, Roman History LVII.23.
  21. Tacitus, Annals VI.25.
  22. Tacitus, Annals VI.23.
  23. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Caligula 12.
  24. Philo of Alexandria, On the Embassy to Gaius VI.35.
  25. Suetonius, The Lives of Twelve Caesars, Life of Tiberius 76.