کریسټوفر لي

کریسټوفر فرانک کاراندیني لي (زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د مۍ ۲۷ مه – مړینه: د ۲۰۱۵ زکال د جون ۷ مه) انګلیسي فلمي لوبغاړی او سندرغاړی و. نوموړي په خپل اوږد مهاله مسلکي ژوند کې تر ډېره پورې د شر جوړونکو په توګه رول لوبولی او د همر کمپنۍ په اوو وحشتناکو فلمونو کې یې د کنت دراکولا په توګه رول لوبولی چې په ټولیز ډول یې ۹ ځله په همدغه رول کار کړی. نوموړي په نورو فلمونو لکه د جمیز بانډ د طلایي ټوپک لرونکي کس (The Man with the Golden Gun؛ ۱۹۷۴ زکال) په نامه فلم کې د فرانسېسکو سکارامانګا، د ستورو د جګړو په ډېرو فلمونو (Star Wars films؛ ۲۰۰۲- ۲۰۰۸ زکال) د دوکو د کنټ او سربېره پر دې د حلقو د ارباب په درې ګونو فلمونو (Lord of the Rings film trilogy؛ ۲۰۰۱- ۲۰۰۳ زکال) او د هابیت په درې ګونو فلمونو (Hobbit film trilogy؛ ۲۰۱۲- ۲۰۱۴ زکال) کې یې د سارومان رول لوبولی دی. [۲۱]

کریسټوفر لي
(انګلیسي: Christopher Lee د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کریسټوفر لي
کریسټوفر لي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Christopher Frank Carandini Lee د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۷ مې ۱۹۲۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 7 جون 2015 (93 کاله)[۱۶][۱۷][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 194 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر
تلویزیون ستوري
فلم لوبګر
ليکوال
غږ ورکونکی ستوری
پوځي ځواک
فلم پروډیوسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
انگليسي [۱۸][۱۹]
آلماني ژبه
ایټالیایي ژبه
هسپاني
روسي
سویډني ژبه
يوناني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لوبگري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري فينلينډ
برېتانيا   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ژمې جګړه
دويمه نړېواله جګړه
د شمالي افریقا جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
سټيګر جايزه   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۰]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لي ته په ۲۰۰۹ زکال کې په ډرامو او خیریه چارو کې د ونډې لرلو له امله د غوره خدمتونو نښان (knighted) ورکړل شو؛ په ۲۰۱۱ زکال کې یې بفتا فلوشیپ او همدارنګه یې په ۲۰۱۳ زکال کې د بریتانوي فلمونو د بنسټ فیلوشیپ ترلاسه کړ. نوموړي د لوبغاړي په توګه د خپل نوم د ښوولو لپاره درې فلمونه جوړ کړي چې د دوه ښارونو د کیسې (A Tale of Two Cities؛ ۱۹۵۸ زکال) په نامه فلم چې په هغه کې یې د شرجوړونکي مارکي رول لوبولی او د فرانکشتاین د دورې (The Curse of Frankenstein؛ ۱۹۵۷ زکال) او دراکولا (Dracula؛ ۱۹۵۸ زکال) په نومونو دوه وحشتاک فلمونه دي. نوموړي خپل تر ټولو غوره رول د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح په ژوند باندې فلم (۱۹۹۸ زکال) کې لوبولی او تر ټولو غوره فلم یې د بریتانوي عقیدې اړوند د ویکرمېن (The Wicker Man؛ ۱۹۷۳ زکال) په نامه فلم دی. نوموړی په وحشتناکو فلمونو کې تر ډېره د خپل ملګري پیټر کوشینګ پر وړاندې راڅرګندېږي او د خپل مسلکي ژوند په وروستیو کې یې په پنځو ټیم برټون فلمونو (five Tim Burton films) کې رول لوبولی دی.

په فلمونو کې کار کولو ته له مخې کولو وړاندې لي د سلطنتي هوايي ځواک په No. 260 Squadron RAF ډلګۍ کې د اطلاعاتي افسر په توګه د ځانګړو عملیاتو د اړیکو مسئولیت پر غاړه درلود. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د هوايي ځواک د بریدمن په رتبه له پوځي خدمت څخه تقاعد شو.

لي چې د اغېزمن قوي غږ لرونکي لوبغاړي په توګه پېژندل کېده، له ۱۹۸۶ زکال څخه یې تر ۱۹۹۸ زکال پورې د اوپرا او موسیقي قطعات ثبت کړل چې د Charlemagne: By the Sword and the Cross په نامه متال سمفونیک البوم یې په ۲۰۱۰ زکال کې له ۲۰۰۵ زکال راهیسې له ګڼ شمېر متال ډلو سره له کار کولو وروسته خپور شو. له دې وروسته په ۲۰۱۳ زکال کې د نوموړي د ۹۱مې کالیزې پر مهال د هغه هوي متال البوم د Charlemagne: The Omens of Death په نامه خپور شو. نوموړي په ۲۰۱۰ زکال کې د ګولډن ګوډ متال همر د جوایزو د ویشلو په مراسمو کې د«د همر د ارواه» (Spirit of Hammer) جایزه ترلاسه کړه.

لومړنی ژوند سمول

لي د ۱۹۲۲ زکال د مۍ په ۲۷ مه د لندن په بلګراویا کې وزېږېد؛ نوموړی د سلطنتي وسله وال پوځ د ۶۰ مې ډلګۍ د قوماندان ډګرمن جفري ټرولوپ لي (زوکړه: ۱۸۷۹ زکال – مړینه: ۱۹۴۱ زکال) او د هغې د مېرمنی کونټیس استل ماري (کورنی نوم یې کارندیني دي سارزانو و؛ زوکړه: ۱۸۸۹ زکال – مړینه: ۱۹۸۱ زکال) زوی و. د لي پلار په بوئر او لومړۍ نړیواله جګړه کې جنګېدلی و او مور یې د اډوارډین د دورې ښکلې مېرمن وه چې د جان لاوري، اوسوالډ بیرلی او اولیو سنل له خوا یې انځورونه رسامي شوي او کلر شریدان یې مجسمه جوړه کړې وه. د لي مورنی نیکه، جروم کاراندیني مارکیز سارزانو ایټالوي سیاسي پناه غوښتونکی و. مېرمن یې، د لي انۍ د اپرا انګلیسي الاصله سندرغاړې ماري کارندیني (کورنی نوم بورګېس و) وه. نوموړي د زاندرا کاراندیني لي (۱۹۱۷-۲۰۰۲ زکال) په نامه له ځانه مشره یوه خور لرله. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

پوځي خدمت سمول

هغه مهال چې په ۱۹۳۹ زکال کې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه، لي په یوه پوځي اکاډمۍ کې نوم ثبت کړی و او داوطلب شو څو د شوروي اتحاد پر وړاندې په ژمنۍ جګړه (Winter War) کې د فنلنډ له لوري جګړه وکړي. نوموړی او نور ټول انګلیسي دواطلبان له دغې جګړې لرې وساتل شول، خو ژمني تجهیزات ورته ورکړل شول او له پولې سره په خوندي فاصله کې د پولې ساتنې په موخه ولېږل شو. په فنلنډ کې له دوه اونیو تېرولو وروسته دوی بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول. په وروستیو کې نوموړي په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې نښه یې ویشتلی شوای خو په سکي بلد نه و او که اجازه ورکړل شوې وای چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وای، احتمالا ژوندی نه پاتې کېده. لي متحده ایالاتو ته د کارکولو په موخه ولاړ، هغه خپل کار رضایت بخښونکی وموند او احساس یې وکړ چې هغه پرمختګ کولای شي. د ۱۹۴۰ زکال په لومړیو کې نوموړي د بیچیم ګروپ په نامه بریتانوي کمپنۍ سره د کارکوونکي په توګه کار پیل وکړ او د سویچ بورډ مسئولیت ور تر غاړې شو. هغه مهال چې بیچم له لندن څخه کډه وکړه، نوموړي د بریتانیا له داخلي نظم ساتونکي ګارد سره یوځای شو. په ژمي کې یې پلار د دواړو سږو په التهاب اخته شو او د ۱۹۴۱ زکال د مارچ په ۱۲ مه ومړ. لي دې ته په پام چې هغه په پوځ کې د خپل پلار له ځای ډکولو سره مینه نه لري، پرېکړه یې وکړه تر هغه مهاله چې بله دنده مومي په سلطنتي هوايي ځواک کې په رضاکارانه ډول دنده ترسره کړي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

شخصي ژوند سمول

کورنی ژوند او اړیکې سمول

د لي مورنیو اجدادو، کارندینيانو د سترواک فریدریک بارباروسا له خوا دا اجازه لرله چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ نښان وګرځوي. د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کې لي له هنریت فون روزن سره چې د سټاکهالم په یوه نایټ کلپ کې یې وروسره لیدلي و کوژده شو. د هغې پلار کونټ فریتز فون روزن د دوی کوژده ومنله خو هغوی یې اړ کړل څو خپل واده یو کال وځنډوي، په لندن کې یې له خپلو ملګرو څخه وغوښتل له لي سره ناسته پاسته وکړي، د هغه اړوند یې خصوصي افراد وګمارل څو پوښتنه یې وکړي او له لي یې هم وغوښتل څو هغوی ته یو شمېر خپل خلک وروپېژني چې لي هم داګلاس فیربنکس جونیر، جان بولینګ او جوجکسون هغو ته ور معرفي کړل. بالاخره لي باید د سویډن له پاچا څخه د واده اجازه اخیستې وای. لي څو کاله وړاندې د هانس اندرسون د قصې د انځور اخیستنې پر مهال له هغه سره لیدلي و او د هغه مهرباني یې خپله کړې وه. ورته مهال لي له واده لږ وړاندې خپله کوژده له منځه یووړه. نوموړی له دې اندېښمن و چې په مسلک کې یې مالي ستونزې په دې معنی دي چې هغه (کوژنه یې) د یو «لوبغاړي په ګډوډ ژوند کې د حضور پر ځای» د «غوره ژوند» لایقه ده. هغې دغه موضوع درک کړه او دوی خپل واده فسخ کړ. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

لي په ۱۹۶۰ زکال کې د خپل یو ډنمارکي ملګري له خوا د بیرګیت «ګیته» کرونکه په نامه ډنمارکي نقاشې او پخوانۍ ماډلې ته وروپېژندل شو. دوی ډېر ژر کوژده شول او د ۱۹۶۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه یې واده وکړ. په ۱۹۶۳ زکال کې د کریسټینا اریکا کاراندیني لي په نامه د دوی یوه لور وزېږده.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

فزیکي ځانګړنې او باورونه سمول

لي د خپل لوړ قد له امله شهرت درلود؛ نوموړي ۶ فوټه او ۵ انچه (۱.۹۶ متره) قد درلود. نوموړي د بي بي سي راډیو د ټېسټ مېچ سپېشل (Test Match Special)ورزشي خپرونې د "View from the Boundary" برخه کې له برایان جانسټون سره په مرکه کې ځان ۶ فوټه او ۴ انچه لوړ وښود. لي او د هغه مېرمن بېرګیت د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې د ګارډین له خوا د غوره جامو اغوستونکو د ۵۰ کسانو په کتار کې راغلل.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

لي د انګلیسي کاتولیک په توګه پېژندل کېده. له سیاسي پلوه هغه د محافظه کار ګوند ملاتړی و؛ نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې مایکل هوارډ د «هغه ایډیال کس په توګه یاد کړ چې ګوند رهبري کولای شي»؛ همدارنګه نوموړي له ویلیام هېګ او ډېوېډ کامرون څخه ملاتړ وکړ. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

مړینه سمول

لي د ۲۰۱۵ زکال د جون په اوومه د خپلې ۹۳مې کلیزې له لمانځو لږ وروسته د چلسي او ویسټ منېسټر په روغتون کې د تنفسي او قلبي ستونزو له امله ومړ. د هغې مېرمنې د نوموړي د مړینې د خبر خپرېدل د جون تر ۱۱ مې وځنډول او خپله کورنۍ یې وړاندې له دې چې له مطبوعاتو د هغه د مړینې خبر واوري له دغې موضوع باخبره کړل. [۵۶][۵۷][۵۸]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 119251930  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62f96j0 — subject named as: Christopher Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/147708449 — subject named as: Christopher Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?10838 — subject named as: Christopher Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p56308.htm#i563073 — subject named as: Christopher Frank Carandini Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/388962 — subject named as: Christopher Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Christopher Lee — Encyclopaedia Metallum artist ID: https://www.metal-archives.com/artist.php?id=3706 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ subject named as: Christopher Lee — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/b263ecfc99544735abc636f540fb7f50 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lee-sir-seit-2009-christopher — subject named as: Sir Christopher Lee
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12213529t — subject named as: Christopher Lee — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ TracesOfWar person ID: https://www.tracesofwar.com/persons/64476 — subject named as: Christopher Frank Carandini Lee
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036808.xml — subject named as: Christopher Lee — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=christopher;n=lee;oc=1 — subject named as: Christopher Lee
  14. Kindred Britain ID: http://kindred.stanford.edu/#/kin/full/none/none/I10103 — subject named as: Flight Lieutenant Sir Christopher Frank Carandini Lee — سرليک: Kindred Britain
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014711 — subject named as: Sir Christopher Lee — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. Christopher Lee dies at the age of 93 — د نشر نېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۵ — خپرونکی: ګارډيان — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۵
  17. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/119251930 — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12213529t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/67689315
  20. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/547038ef-aaef-43db-86fe-29bf25c05712 — د نشر نېټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  21. "Christopher Lee's memorable movie roles: 'I dreamed of being a character actor'". pennlive. 11 June 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Biography – Christopher Lee – Official Website". Christopherleeweb.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 19 May 2002 باندې). Merchant of menace. The Daily Telegraph.
  24. . Christopher Lee obituary. The Guardian.
  25. Lee 2003، ص. 3.
  26. Lee 2003، ص. 13.
  27. Lee 2003، صص. 6–7.
  28. Orjala, Anne (11 June 2015). "Christopher Leen tavannut elokuvapomo: Hänellä oli erityinen suhde Suomeen" [Christopher Lee met the film boss: He had a special relationship with Finland]. YLE (په فنی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Ikola, Vilma (11 August 2020). "Sotakuvien seasta paljastui yllättävä löytö: Keskellä talvisodan koettelemaa Helsinkiä seisoo mies, joka saattaa olla näyttelijäsuuruus Christopher Lee" [A surprising discovery was revealed among the war photos: In the middle of Helsinki, which was hit by the Winter War, stands a man who may be the actor Christopher Lee]. Ilta-Sanomat (په فنی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Fantasian hyvä paha mies" [A good bad man in fantasy] (په فنی ژبه کي). Turun Sanomat. 15 May 2002. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Lee 2003، ص. 65.
  32. Lee 2003، ص. 64.
  33. Lee 2003، صص. 62–63.
  34. Lee 2003، ص. 60.
  35. Lee 2003، ص. 59.
  36. Wise, James E.; Baron, Scott (January 2002). International Stars at War. Naval Institute Press. د کتاب پاڼې 118. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55750-965-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"Christopher Lee honoured by UCD Law Society". UCD News. University College Dublin. November 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۵. The Carandini family is one of the oldest in Europe and traces itself back to the first century AD. It is believed to have been connected with the Emperor Charlemagne, and as such was granted the right to bear the coat of arms of the Holy Roman Empire by Emperor Frederick Barbarossa. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (په 12 June 2015 باندې). Sir Christopher Lee: 'Crown Prince of Terror' whose work with Hammer Horror led the postwar revival of Gothic fantasy.
  37. "Extensive biography at Tiscali UK". Tiscali. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Lee 2003، صص. 185–186.
  39. Lee 2003، ص. 184.
  40. Lee 2003، صص. 182–183.
  41. Lee 2003، ص. 181.
  42. Prepolec, Charles (27 July 2001). "To the Bride and Groom!". Christopher Lee Web. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Extensive biography at Tiscali UK". Tiscali. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مارچ ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Johnson, Tom Johnson; Miller, Mark A. (1 May 2016). The Christopher Lee Filmography: All Theatrical Releases, 1948–2003. McFarland & Company. د کتاب پاڼې 288. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4766-0896-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Real life film stars who have put in an appearance" (PDF). Sloane Square (September 2020): 58. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Lee 2003، ص. 199.
  47. Lee 2003، صص. 196–198.
  48. (په 31 July 2001 باندې). Stuck on you. Horror star flies into Notts. BBC
  49. (په 12 February 2011 باندې). Sir Christopher Lee interview.
  50. "Test Match Special #40from40: Sir Christopher Lee (02:13 and 21:55)". BBC Sounds. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په 28 March 2013 باندې). The 50 best-dressed over 50s.
  52. "The extraordinary career of Christopher Lee". Crux. 12 June 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Leggett, Paul (2018). Good Versus Evil in the Films of Christopher Lee. McFarland. د کتاب پاڼې 3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 11 February 2009 باندې). Christopher Lee: You Ask The Questions – Profiles, People.
  55. (په 20 November 2009 باندې). Christopher Lee: a giant among actors.
  56. (په 12 June 2015 باندې). Sir Christopher Lee: Screen legend dies aged 93. BBC News.
  57. (په 11 June 2015 باندې). Christopher Lee dead: Legendary actor passes away at the age of 93.
  58. * (په 11 June 2015 باندې). Christopher Lee dies at the age of 93. The Guardian.
    (په 11 June 2015 باندې). Sir Christopher Lee dies at 93 – latest reaction and tributes.کينډۍ:Cbignore