یو لوبغاړی یا لوبغاړې (لاندې وګورئ) هغه کس ته ویل کېږي چې په یوه ننداره کې د یو کرکټر (بل شخص) ونډه ولوبوي. لوبغاړي د تیاتر په دودیزو رسنیو یا په عصري رسنیو کې ،لکه:  فلم، راډیو او تلویزیون کې "د ټولو پر وړاندې" ونډه لوبوي. د لوبغاړي د اصطلاح ورته یوناني اصطلاح ὑποκριτής (hupokritḗs) ده چې په تحت الفظي توګه "د ځواب ورکوونکي" په معنا ده. له ونډې نه د لوبغاړي ننداره یا تمثیل – د اجرا هنر – په ورکړل شوې ونډه پورې اړه لري، که هغه د ریښتینې شخص یا هم د خیالي شخص پر بنسټ وي. دې ته د "لوبغاړي ونډه" هم ویل کېږي چې په تیاترونو کې د رغښتنو د کارولو له امله په دې نوم بلل کېږي. ننداره ان هغه وخت هم را منځ ته کېږي، چې لوبغاړی "په خپله اجرا ترسره کوي" لکه څنګه چې د ازمېښتي اجرائیوي هنرپه ځینو ډولونو کې واقع کېږي. [۱][۲]

لوبگر

په لرغوني یونان او روم کې، د منځنیو پېړیو په اوږدو کې او د ویلیم شکسپیر په دوران کې، یوازې نارینه وګړو کولای شوی چې ولوبېږي. د ښځو ونډه په عمومي توګه د نارینه وو یا هلکانو له خوا لوبول کېده. په داسې حال کې چې په لرغوني روم کې ښځینه درېځ(سټیج) اجراکوونکو ته اجازه ورکړل شوې وه، یوازې لږ کسانو ته یې د خبرو کولو برخې سپارل کېدې، خو ایټالوي کمېډي نندارو، مسلکي مېرمنو ته اجازه ورکړې وه چې ولوبېږي، لوکریزیا دی سیینا، چې د ۱۵۶۴ز کال د اکتوبر د ۱۰مې نېټې په قراداد کې یې نوم لیدل کېږي، د لومړي ایټالوي لوبغاړې په توګه پېژندل شوې ده. وینسنزا ارمني او باربرا فلامینیا د لومړیو اوپرا سندرغاړو په توګه او په ایټالیا (په اروپا) کې لومړۍ مستند شوې لوبغاړې ګڼل کېږي. په ۱۶۶۰ز کال کې د انګلیستان د شاهي نظام له بیا رغېدو وروسته، په سټېج باندې د مېرمنو څرګندېدل پیل شول. په معاصرو وختونو کې، په ځانګړې توګه په کمېډي نندارو او اوپرا کې، کله ناکله ښځې د هلکانو یا ځوانانو ونډه لوبوي.[۳][۴][۵]

تاریخچه

د تمثیل کوونکي لوبغاړي لومړۍ پېښه، په ۵۳۴ کال کې مخکې له میلاد نه هغه وخت ثبت شوې ده (که څه هم د کلونو په اوږدو بدلونونه د دې لامل شوې چې کره نېټه و نه ټاکل شي) چې یوناني لوبغاړي تیسپیس د ډایونیوس د تیاتر په سټیج ودرېد او لومړی کس شو، چې د یوه تمثیل کوونکي په توګه په یوه لوبه یا کیسه کې خبرې وکړي. د تیسپیس له تمثیل نه وړاندې، یوناني کیسې یوازې په سندرو، نڅا او د درېم کس په په خبرو کې وړاندې کېدې. د تیسپیس په ویاړ، لوبغاړي معمولاً د تسپیان په نوم یادېږي. د لرغوني یونان په تیاتر کې یوازې نارینه لوبغاړو په درې ډوله ډرامو کې تمثیل کاوه چې: تراژیدي یا غمګینې، کمېډي یا او ساتیر (د دواړو ګډه) نندارې وې. د روميانو د واکمنۍ په اوږدو کې لوېديځ تياتر په پراخه کچه وده او پراختيا وکړه. د لرغوني روم تیاتر پرمختللې او متنوع هنري بڼه درلوده، چې په سړکونو د تیاترونو له جشن، لوڅې نڅا او جیمناستیک نه نیولې د سټېج پر سر کمېډي نندارې، لوړې دودیزې نندارې او لفظي تراژيدي نندارو پورې په کې شامل وو. [۶]

لکه څنګه چې د څلورمې او پنځمې پېړیو په اوږدو کې د لوېدیځ روم سترواکي له زوال سره مخامخ شوه، د روم د واک چوکۍ قسطنطنیې او د بېزانس سترواکۍ ته ولېږدول شوه. تاریخي سندونه ښیي چې، بې غږه نندارې، کمېډي نندارې، یا د تراژیدي او کمېډي ویناوې، نڅا او نورو سرګرمیو  ډېر شهرت درلود. د پنځمې پېړۍ نه را په دې خوا، لوېدیځه اروپا د عمومي ګډوډۍ له دورې سره مخامخ شوه. د لوبغاړو کوچنیو ډلو په ټوله دوره کې اروپا ته سفرونه کول او هر ځای به چې لیدونکي و موندل شول، دوی به خپل تمثیل ترسره کاوه. بې له خامو صحنو نه د بل هېڅ شي د تولید لپاره شواهد نه وو. په دودیز ډول لوبغاړو لوړ حیثیت نه درلود، له همدې امله د منځنیو پېړیو په په لومړیو کې، د سفر کوونکو ډلې ډېری د اعتبار وړ نه ګڼل کېدې. د منځنیو پېړیو لوبغاړي، د تورې دورې په اوږدو کې د کلیسا له خوا تر غندنو لاندې ونیول شول، ځکه چې دوی ډاروونکي، بد اخلاقه او بې دینه ګڼل کېدل. د اروپا په ډېری برخو کې، د سیمې او وخت د دودیزو باورونو پر بنسټ داسې انګېرل کېده چې، لوبغاړي د عیسوي مراسمو په بڼه خاورو ته نه شي سپارل کېدای.[۷]

د منځنیو پېړیو په لومړیو کې، په اروپا کې کلیساګانو د انجیلي پېښو د تمثیلي نندارې پیل کړی. د ۱۱مې پېړۍ په پیل کې، د عباداتو نندارې له روسیې نه سکندنویا ته او له هغه ځای نه ایټالیا ته خپرې شوې. د احمقانو جشن تر نامه لاندې ډرامې د کمېډي نندارو وده وهڅوله. د منځنیو پېړیو په وروستیو کې، په ۱۲۷ ښارونو کې نندارې تولید کېدلې. د بومي کراماتو نندارو ډېری کمېډي بڼه درلوده، چې لوبغاړي یې د شیطان، بدکار او بی عقل کس په بڼه کې تمثیل کاوه. ډېری لوبغاړي په دې ډرامو کې له ځایی خلکو نه وو. په انګلستان کې اماتور تمثیل کوونکي یوازې نارینه وو، خو په نورو هېوادونو کې ښځینه لوبغاړو هم ونډه درلوده.[۸]

د منځنیو پېړیو په اوږدو کې ډېرې سیکولر نندارې د سټیج مخې ته وړاندې شوې، چې ترټولو پخوانۍ یې په ۱۲۷۶ کال کې د آدم دې لا هېل له خوا د شنه ځنګل ننداره وه. په ډرامه کې طنزي برخې او فولکلوري توکي، لکه: پېریان او نورې له طبعیت نه پورته پېښې ترتیب شوې وې. ملنډو هم د ۱۳مې پېړۍ نه وروسته، په پراخه کچه شهرت ترلاسه کړ. د منځنیو پېړیو په پای کې، په انګلستان او اروپا کې مسلکي لوبغاړي راڅرګند شول. درېم ریچارد او اووم هینري دواړو د مسلکي لوبغاړو کوچني شرکتونه درلودل. ایټالوي کمېډي ثمیل کوونکو ډلو چې د ۱۶مې پېړۍ په نیمايې کې کار پیل کړ، په ټوله اروپا کې د څو پېړیو لپاره په ژوندی بڼه نندارې وړاندې کولې. دې کمېډي تمثیل، د یوه لوبغاړی په تمرکز د تیاتر بڼه درلوده، چې لږ صحنو او لږ وسایلو ته یې اړتیا درلوده. ډرامو ساده جوړښت درلود چې د لوبغاړي په ټاکلو یې یو حالت، پېچلتیا او د یوه عمل پایلې وړاندې کولې. نندارو له شته یا پخوانیو لوبغاړو نه کار اخیست. یوه ډله ډېری له ۱۳ یا ‍۱۴ کسانو نه جوړه شوې وه. ډېری لوبغاړو ته د لوبې د ګټې سهم، د دوی د ونډې له کچې سره سم ورکول کېده.    

د رینسانس د دورې تیاتر د منځنیو پېړیو د تیاتر له دودونو نه اخیستل شوی و لکه د کراماتو نندارې، "اخلاقي لوبې"، او "د پوهنتون ډرامه" چې هڅه یې کوله د آتنیانو د تراژیدي بڼه بېرته را ژوندۍ کړي. د ایټالوي کمېډي تمثیل دود، او همدارنګه د ماسک موزیک چې په مکرر ډول په دربارونو کې وړاندې شو، عامه تیاتر ته په بڼه ورکولو کې مرسته وکړه. د لومړۍ الیزابت د واکمنۍ نه وړاندې، د لوبغاړو شرکتونه د مخکښو اشرافو له کورنیو سره اړیکه وموندله او په بېلابېلو ځایونو کې یې په موسمي ډول نندارې وړاندې کولې. دې پېښو د مسلکي لوبغاړو بنسټ کېښود چې د الیزابیت پر ستېج یې لوبې ترسره کولې.  

د تیاتر پراختیا او د تمثیل موکې هغه وخت بندې شوې چې د سټیج پر سر، د پیوریتان (د پاک دین پروتستانت ډله) د مخالفت له امله په لندن کې د ټولو ډرامو فعالیت منع شو. پیوریتانو تیاتر ته د غیر اخلاقي کړنو په سترګه کتل. د تیاترونو بیا پرانستل په ۱۶۶۰ز  کال کې د انګلیسي ډرامو د رنسانس یوه نښه وه. له ۱۶۶۰ ز نه تر ۱۷۱۰ز کلونو پورې د بیا رغونې په دوره کې لیکل شوې او ترسره شوې انګلیسي کمېډي نندارې په ټولیز ډول د "بیارغونې کمېډي" نندارو په نامه یادېږي. د بیا رغونې کمېډي، د هغې د جنسي بربڼډۍ له امله بدنامې ګڼل کېږي. ښځو ته په دې وخت کې، په ځانګړې توګه په ښځینه ونډو کې، د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوه چې په انګلیسي سټیج کې را څرګندې شي. دا دوره، د لومړیو مسلکي لوبغاړو د را څرګندېدو او د لومړيو نامتو لوبغاړو د زیاتوالی شاهده وه.  

نولسمه پېړۍ

په نولسمه پېړۍ کې، د لوبغاړو منفي شهرت په لویه کچه له منځه ولاړ او تمثیل د ویاړ، نامتو مسلک او هنر په بڼه را منځ ته شو. د مشهورو څېرو په بڼه د لوبغاړو زیاتوالي بدلون ته لاره هواره کړه، لکه څنګه چې پلویان، د دوی د خوښې "ستورو" لپاره را ټولېدل. د مدیرانو په توګه لوبغاړو ته یوه نوې دنده پیدا شوه، دوی خپل دفترونه پرانیستل او د نندارې د چارو، تولیداتو او مالي چارو اداره یې په غاړه درلوده. کله چې بریالي شول، دوی دایمي پلویان په ځان را ټول کړل، چې د دوی له تولیداتو یې خوند اخیست. دوی د سفرونو له لارې په ټول هېواد کې خپل پلویان ډېر کړل او مشهورې کیسې، لکه: د شکسپیر يې نندارې ته وړاندې کړې. ورځپاڼې، شخصي لوبغالي، شراب خانې او کافي خونې په تودو بحثونو کې را ښکېل شوې او د ستورو او تولیداتو نسبي وړتیا یې تر ارزونې لاندې نیوله. هنري اېروینګ (۱۹۰۵ – ۱۸۳۸ز)  د بریتانوي لوبغاړواو مدیرانو ترټولو بریالی مدیر و. اېرونګ د شکسپیر د ونډو په لوبولو او د نوښتونو په برخه کې شهرت درلود، لکه: هغه به د کوټې څراغونه مړه(خاموش) کړل، چې د ګډونوالو پام د سټېج لور ته واړوي. نوموړې ډلې، د بریتانیا ټولو سیمو ، ټولې اروپا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل چې د ستورو او مشهورو لوبغاړو ځواک وړاندې کړي، تر څو لېوال پلویان را ټول کړي. په ۱۹۸۵ز کال کې، د هغه اتلولۍ د بریتانوي ټولنې په لوړو کچو کې په بشپړه توګه د منلو وړ و ګڼل شوه.    [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

شلمه پېړۍ

د شلمې پېړۍ په لومړیوکې، د کتلوي تولیداتو اقتصاد، د لوبغاړي - مدیر دندې ته بدلون ورکړ. د داسې خلکو موندل، چې هم لوبغاړی او هم د مدیریت په برخه کې وړتیا ولرې، خورا ګران و،نو د سټیج د مدیرانو او ورپسې د تیاتر ډایرکټرانو په توګه تخصص ووېشل شو. له مالي اړخه، د لوی ښار نه بهر د فعالیت لپاره لويې پانګې ته اړتیا وه. د حل لاره د شرکتونو له خوا، لکه: د تیاتر ساینډیکیټ، اډوارډ لاریلارډ او په ځانګړي توګه شوبرټ د بنسټ له خوا د تیاترونو د لړۍ ملکیت و. د سیلانیانو په پام کې نیولو سره، په لویو ښارونو کې تیاترونه، له مشهورو نندارو، په ځانګړې توګه د موسیقي په برخه کې، اوږدو نندارو ته لومړیتوب ورکاوه. په پایله کې مشهور ستوري نورهم اړین شول. [۱۳]

سرچینې

  1. "The dramatic world can be extended to include the 'author', the 'audience' and even the 'theatre'; but these remain 'possible' surrogates, not the 'actual' referents as such" (Elam 1980, 110).
  2. "Definition of actor". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Hypokrites (related to our word for hypocrite) also means, less often, "to answer" the tragic chorus. See Weimann (1978, 2); see also Csapo and Slater, who offer translations of classical source material using the term hypocrisis (acting) (1994, 257, 265–267).
  3. Neziroski, Lirim (2003). "narrative, lyric, drama". Theories of Media :: Keywords Glossary :: multimedia. University of Chicago. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۰۹. For example, until the late 1600s, audiences were opposed to seeing women on stage, because of the belief stage performance reduced them to the status of showgirls and prostitutes. Even Shakespeare's plays were performed by boys dressed in drag. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. JULIET DUSINBERRE. "Boys Becoming Women in Shakespeare's Plays" (PDF). S-sj.org\accessdate=22 October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Giacomo Oreglia (2002). Commedia dell'arte. Ordfront. کينډۍ:ISBN
  6. Brockett and Hildy (2003, 15–19).
  7. Brockett and Hildy (2003, 75)
  8. Brockett and Hildy (2003, 86)
  9. Wilmeth, Don B.; Bigsby, C.W.E. (1998). The Cambridge history of American theatre. Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 449–450. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-65179-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. James Eli Adams, ed., Encyclopedia of the Victorian era (2004) 1:2-3.
  11. George Rowell, Theatre in the Age of Irving (Rowman & Littlefield, 1981).
  12. Jeffrey Richards (2007). Sir Henry Irving: A Victorian Actor and His World. A&C Black. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781852855918. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Foster Hirsch, The Boys from Syracuse: The Shuberts' Theatrical Empire (Cooper Square Press, 2000).