ډمیټري میډویډیف

ډمیټري اناتولیویچ میډویډیف د ۱۹۶۵ز کال د سپټیمبر په ۱۴مه زېږېدلی دی، دی یو روسی سیاستوال دی، چې له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. میډویډیف له ۲۰۰۸ز کال نه تر ۲۰۱۲ز کال پورې د ولسمشر او له ۲۰۱۲ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کال پورې یې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې.[۱۸][۱۹]

ډمیټري میډویډیف
(روسي: Дмитрий Анатольевич Медведев د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډمیټري میډویډیف
ډمیټري میډویډیف

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ سپټمبر ۱۹۶۵[۱][۲][۳][۴][۵]
سینټ پیټرزبورګ [۶][۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای سینټ پیټرزبورګ
مسکو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (–۱۹۹۱)
روسیه (۱۹۹۱–)[۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 163 سانتي متره [۱۲]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند متحده روسيه (۲۰۱۲–)[۱۳]
د شوروي اتحاد کمونيست ګوند (–۱۹۹۱)[۱۳]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
سوداگر [۱۴][۱۵][۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه روسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي [۱۷]
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست
زده کړه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه لامبو   د (P641) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه روسي وسله وال ځواکونه   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د روسیې او ګرجستان جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډمیټري میډویډیف
ډمیټري میډویډیف

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (روسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

میډویډیف د ۲۰۰۸ز کال په ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو. هغه د ولسمشر ولادیمیر پوټين په پرتله، چې د میډویډیف د ولسمشرۍ پر مهال لومړی وزیر و، ډېر لیبرال و. د ولسمشر په توګه د  میډویډیف مهمه اجنډا عصري کول وو، چې موخه یې د روسيې د اقتصاد او ټولنې عصري کول و او د دې ترڅنګ یې پر تېلو او ګازو د هېواد تکیه راکمول وو. د میډویډیف د کار په لړ کې، روسيې او امریکا د نوي START د اټومي وسلو د کمولو تړون لاسلیک کړ. روسیه د روسیې او ګرجستان په جګړه کې بریالۍ شوه او له لوی ناورین نه وژغورل شوه. میډویډیف د فساد ضد کمپاین پیل کړ، خو وروسته په خپله په فساد تورن شو.

هغه د یو څه مودې لپاره په دغې دندې کې پاتې شو، چې د ۲۰۱۲ز کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته پوټین د میډویډیف ځایناستی شو. میډویډیف د پوټین له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هغه د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۵مه له پاتې حکومت سره یوځای استعفا ورکړه، ترڅو پوټین ته اجازه ورکړي، چې په اساسي قانون کې لوی بدلونونه راولي. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه میخایل میشوستین د میډویډیف ځایناستی شو. په همدې ورځ میډویډیف د پوټین له خوا د امنیت شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو. [۲۰]

د ژوند په لومړیو کې سمول

ډمیټري میډویډیف د ۱۹۶۵ز کال د سپټیمبر په ۱۴مه د شوروي اتحاد په لیننګراد کې زېږېدلی. د هغه پلار اناتولي افاناسیویچ میډویډیف (نومبر ۱۹۲۶- ۲۰۰۴ز) د کیمیا انجینیر و، چې د لیننګراد په دولتي ټکنالوژي انسټیتیوټ کې یې تدریس کاوه. د ډمیټري مور یولیا وینیامینونا میډویډیفا (مستعار نوم یې شاپوشینکووا د ۱۹۳۹ز کال د نومبر په ۲۱مه زېږېدلې) په ورونژ پوهنتون کې د ژبې زده کړې وکړې او د هرزین په ښوونیز دولتي پوهنتون کې یې د روسي ژبې پر تدریس پیل وکړ. وروسته هغې په پاولوفسک ماڼۍ کې د ګرځندویې په توګه هم کار کاوه. د میډویډیف کورنۍ د لیننګراد په کوپچینو ښاري سیمه کې په یوه اپارتمان کې چې ۴۰ متر مربع مساحت یې درلود، ژوند کاوه. ډمیټري د پلار او مور یوازینی ماشوم و. میډویډیف په هغه وخت کې د شوروي یوه روڼاندې کورنۍ وه. مورنی نیکه او انا یې اوکراینیان وو، چې تخلص یې کووالېف و، خو په اصل کې کوال و. میډویډیف د خپلې کورنۍ ریښه بیلګوروډ سیمې ته رسوي.  دایرة المعارف[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

میډویډیف په کوچنیوالي کې په فکري لحاظ پلټونکی و، چې د لومړي تولګي ښوونکي یې ویرا سمیرنووا هغه د «ډارونکي ولې پوښتونکي» په توګه وپېژاند. له ښوونځي وروسته، مخکې له دې چې کور ته لاړ شي او خپلې کورنۍ دندې ترسره کړې، له خپلو ملګرو سره یې لوبې کولې. میډویډیف په درېیم ټولګي کې د خپل پلار په تړاو د لسو ټوکونو کوچنی شوروي دایرة المعارف مطالعه کړ. په دویم او درېیم ټولګي کې یې له ډایناسورونو سره لېوالتیا وښوده او د ځمکې د جیولوژیکي پراختیا لومړۍ دورې یې له ارکیان نه تر سینزویک پورې یادې کړې. په څلورم او پینځم ټولګي کې یې له کیمیا سره علاقه وښوده او په دې برخه کې یې لومړۍ تجربې ترسره کړې. ده له سپورټ سره هم علاقه لرله. هغه په ۱۹۸۲ز کال کې د ښوونځي وروستۍ ازموینې سخته دوره بولي او وایي: کله چې ما باید په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره خپلې وړتیاوې خورا زیاتې کړې وای. [۲۴][۲۵][۲۶]

د زده کړیالۍ کلونه او اکاډمیک مسلک سمول

۱۷ کلن میډویډیف د ۱۹۸۲ز کال په مني کې، په لیننګراد دولتي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي لپاره نوملیکنه وکړه. که څه هم هغه د ژبپوهنې په برخه کې زده کړو ته فکر کاوه، خو وروسته یې وویل چې هېڅکله یې له خپلې ټاکنې پښېمان نه دی، خپله موضوع په  زړه پورې بولي او وایي: دی بختور دی چې داسې څانګه یې ټاکلې، چې په ریښتنیې توګه ورسره مینه لري او دا واقعا د هغه لپاره وه. ملګرو زده کړیالانو یې هغه د ډیپلوماټیک شخص په توګه نومولی، چې په مناظرو کې خپل استدلال په ټینګه او له سپکاوي پرته وړاندې کوي.[۲۴][۲۵]

هغه په ۱۹۸۷ز کال کې د لیننګراد دولتي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي نه فارغ شو (له الیا ییلیسیف، انټون ایوانوف، نیکولای وینیچینکو او کانسټنټین چوچینکو سره یوځای، چې وروسته یې همکاران شول). اناتولي سوبچاک په پوهنتون کې د میډویډیف استاد و، چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰لسیزو کې یو لوی ډیموکراټ سیاستوال و. په ۱۹۸۸ز کال کې میډویډیف د سوبچاک د ډیموکراټانو له ټیم سره یو ځای شو او د سوبچاک د بریالي کمپاین د عملي مشر په توګه یې د شوروي په نوي پارلمان کې د یوې چوکۍ لپاره دنده ترسره کړه. [۲۴][۲۵]

د سوبچاک له ټاکنیز کمپاین وروسته میډویډیف په سنټ پیترزبورګ دولتي پوهنتون کې د خپل اکاډمیک مسلک لپاره ډوکټورا پیل کړه. هغه تر ۱۹۹۹ز کال پورې مدني او رومن قانون تدریس کړ. د یوه زده کوونکي په وینا: میډویډیف نامتو ښوونکی و، «جدي خو بې رحمه نه». میډویډیف د مدني قانون یو نامتو درې جلده کتاب لیکلی، چې په تېرو کلونو کې یې یو میلیون نسخې پلورلې دي.[۲۷]

ولسمشري سمول

د ۲۰۰۸ز کال د می په ۷مه ډمیټري میډویډیف د کریملین په لویه ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره د روسیې د فدراسیون د درېیم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له لوړې او له دوه سره عقاب نه د سرو زرو د ځنځیر تر را اخیستلو وروسته، چې دا د ولسمشرۍ نښه ده، ویې ویل:[۲۸]

زه باور لرم، چې زما تر ټولو مهم هدف به د مدني او اقتصادي آزادیو ساتنه وي... موږ باید قانون ته د ریښتیني درناوي لپاره مبارزه وکړو او قانوني نهیلیزم له منځه یوسو، ځکه چې د عصري پراختیا جدي خنډ دی.[۲۹]

بهرنۍ تګلاره سمول

په اګسټ کې، چې د میډویډیف د ولسمشرۍ درېیمه میاشت وه، روسیې له ګرجستان سره په ۲۰۰۸ز کال کې د سویلي اوسیتیا په جګړه کې برخه واخیسته، چې له سړې جګړې وروسته یې د روسیې او امریکا اړیکې خرابې کړې. د اګسټ په ۲۶مه د روسیې د فډرالي ټولنې له متفقې رایې وروسته میډویډیف یو فرمان صادر کړ، چې ابخازیا او سویلي اوسیتیا د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پېژني، دا هغه کړنه وه، چې د G7 له خوا وغندل شوه. میډویډیف د ۲۰۰۸ز کال د اګسټ په ۳۱مه، په خپل حکومت کې د روسیې په بهرنۍ تګلارې کې بدلون راوست، چې پینځه بنسټیز اصول یې دا دي: [۳۰][۳۱][۳۲]

  1. د نړیوال قانون بنسټیز اصول ډېر لوړ دي.
  2. نړۍ به څو قطبي شي.
  3. روسیه به له نورو هېوادونو سره د مقابلې په لټه کې نه وي.
  4. روسیه به په هر ځای کې د خپلو اتباعو ساتنه کوي.
  5. روسیه به په دوستانه سیمو کې اړیکې پراخې کړې.

لومړی وزیر (۲۰۱۲ز- ۲۰۲۰ز) سمول

لومړۍ دوره سمول

د ۲۰۱۲ز کال د می په ۷مه، هغه ورځ چې میډویډیف له ولسمشرۍ نه ګوښه شو، نو د ولسمشر ولادیمیر پوټین له خوا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۱۲ز کال د می په ۸مه د روسیې د فدراسیون ایالتي دوما نوي ولسمشر ته رایه ورکړه او میډویډیف یې د لومړي وزیر په توګه ومانه. د پوټین د متحدې روسیې ګوند، چې اوس یې مشري میډویډیف کوي، د ۲۰۱۱ز کال په پارلماني ټاکنو کې یې د دوما اکثریت څوکۍ وګټلې. ۴۹٪ رایې او له ۴۵۰ چوکیو نه یې ۲۳۸ څوکۍ وګټلې. د لومړي وزیر لپاره د میډویډیف نوماندي د دوما ایالت له خوا له ۲۹۹- ۱۴۴ رایو سره ومنل شوه. [۳۳][۳۴][۳۵]

د امنیت شورا مرستیال (۲۰۲۰- اوس) سمول

میډویډیف د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۱۶مه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو. د هغه معاش ۶۱۸۷۱۳ روبل 8,723.85) ډالر) وټاکل شو. میډویډیف له کومسومولکایا پراوډا سره په جولای کې څرګنده کړه، چې هغه لا هم له ولسمشر پوټین سره ښې دوستانه اړیکې لري، دا د ډېرو حلقو له نظر سره مخالف و، چې د لومړي وزیر له درېځه یې د لرې کېدو له امله د دواړو ترمنځ سیاسي اختلافات رامنځته شوي.[۳۶][۳۷][۳۸]

شخصي ژوند سمول

میډویډیف واده وکړ او یو زوی لري، چې نوم یې ایلیا ډمیټریویچ میډویډیف دی (۱۹۹۵ز کال کې زېږېدلی). د هغه مېرمن سویټلانا ولادمیروفنا میډویډیفا، چې د ماشومتوب ملګرې او د ښوونځي پرمهال یې معشوقه هم وه. دوی په ۱۹۸۲ز کال کې له ښوونځي نه تر فراغت څو کاله وروسته واده وکړ. [۳۹]

میډویډیف له سربستان نه د لیدلو په ترڅ کې د سربستان د ارتودوکس کلیسا تر ټولو لوړه جایزه ترلاسه کړه؛ «په نړیوال ارتودوکسي یووالي کې یې د ونډې او د سربیا له خلکو سره یې د مینې» له امله دغه جایزه ترلاسه کړه. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

میډویډیف هر سهار او ماښام یو ساعت لامبو وهي او د وزن تمرین کوي. هغه په ورځ کې دوه ځلې ۱۵۰۰ متره (۴۹۰۰ فوټ) لامبو وهي. ځغاسته کوي، شطرنج لوبوي او د یوګا تمرین کوي. د میخایل بلګاکوف د آثارو لوستنه یې ذوقي چاره ده او د هري پاټر د لړۍ پلوی دی. هغه د فوټبال مینه وال هم دی.[۴۵][۴۶][۴۷]

میډویډیف یو اماتور عکاس دی. د ۲۰۱۰ز کال په جنورۍ کې د هغه یو عکس په خیریه بولۍ کې په ۵۱ میلیون روبلو (۱۷۵۰۰۰۰ امریکایي ډالرو) وپلورل شو، چې دا تر ټولو ګران بیه عکس و. دا عکس د میخایل زینګارویچ له خوا واخیستل شو. میخایل د ایلیم ډلې د مدیره پلاوي بنسټ اېښودونکی او غړی و، چې په ۹۰ لسیزه کې میډویډیف ورسره د وکیل په توګه کار کاوه. [۴۸][۴۹]

په ۲۰۰۷ز کال کې د میډویډیف کلنی عاید ۸۰۰۰۰ ډالر ښودل شوی، چې د بانکي سپما مقدار یې هم همدا ښودلی، مېرمن یې د سپما یا عاید په اړه کوم راپور نه ورکوي.

میډویډیف پر خپلې مورنۍ ژبې روسي سربېره، په انګلیسي هم خبرې کوي، خو په مرکو کې یوازې په روسي غږېږي.[۵۰][۵۱][۵۲]

سرچینې سمول

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm3792617/ — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. http://www.nytimes.com/2007/12/11/world/europe/11medvedev.html
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/dmitri-medwedjew — subject named as: Dmitri Medwedjew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/dmitri-medwedjew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000024755 — subject named as: Dmitrij Medwedew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. http://www.nytimes.com/2007/12/11/world/europe/11russia.html?pagewanted=all
  7. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/football/2013/feb/13/liverpool-zenit-st-petersburg-racism
  8. http://www.nytimes.com/2008/09/10/world/europe/10smoking.html?hp
  9. http://www.nytimes.com/2007/02/25/magazine/25RUSSIA.t.html?pagewanted=all
  10. http://www.nytimes.com/2011/11/24/world/europe/russia-elevates-warning-about-us-missile-defense-shield-plan.html
  11. https://sanctions.nazk.gov.ua/en/sanction-person/185/
  12. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/news/datablog/2011/oct/18/world-leader-heights-tall
  13. http://kremlin.ru/catalog/persons/37/biography
  14. http://www.gettyimages.com/detail/news-photo/russian-billionaire-and-businessman-oleg-deripaska-seen-news-photo/112288615
  15. http://www.gallup.com/poll/107599/russians-sold-free-market-economy.aspx
  16. http://www.gallup.com/poll/107599/Russians-Sold-Free-Market-Economy.aspx
  17. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/179328611
  18. "Medvedev Announces Russian Government's Resignation". RadioFreeEurope/RadioLiberty. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Security Council structure". en.kremlin.ru/. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Подписан Указ о Заместителе Председателя Совета Безопасности Российской Федерации: Владимир Путин подписал Указ "О Заместителе Председателя Совета Безопасности Российской Федерации"". kremlin.ru. 16 January 2020. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Медведев Дмитрий Анатольевич Archived 9 December 2017 at the Wayback Machine. Viperson.ru
  22. Потомок пахарей и хлеборобов Archived 12 March 2009 at the Wayback Machine. Ekspress Gazeta 4 April 2008
  23. "Transcript interview, First Deputy Chairman of the Government of the Russian Federation Dmitry Medvedev" (په روسي ژبه کي). Government of the Russian Federation. 24 January 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ ۲۴٫۳ "Dmitry Medvedev: Biography". Kremlin.ru. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مارچ ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ ۲۵٫۳ Treisman, Daniel (2011). The Return: Russia's Journey from Gorbachev to Medvedev. Free Press. د کتاب پاڼي 123–163. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-6071-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Andreyev, Sergey. "Почему Медведев?". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Levy, Clifford J.; p. A18
  28. "ABC Live". Abclive.in. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 7 May 2008 باندې). www.reuters.com, Russia's Medvedev takes power, pledges freedom. Reuters.
  30. Russia recognises Georgian rebels Archived 17 October 2017 at the Wayback Machine., BBC, 26 August 2008. Retrieved 27 August 2008.
  31. "Medvedev outlines five main points of future foreign policy". En.rian.ru. 31 August 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Russia faces fresh condemnation Archived 28 August 2008 at the Wayback Machine., BBC, 27 August 2008. Retrieved 29 August 2008.
  33. Putin returns as Russia's president amid protests – CNN.com Archived 22 February 2017 at the Wayback Machine.. Edition.cnn.com (7 May 2012). Retrieved 10 May 2012.
  34. Putin Proposes Medvedev As Russian Prime Minister Archived 30 July 2012 at the Wayback Machine.. Rttnews.com (7 May 2012). Retrieved 10 May 2012.
  35. Putin hands Medvedev prime minister role amidst sustained unrest Archived 22 April 2016 at the Wayback Machine.. The Globe and Mail (8 May 2012). Retrieved 10 May 2012.
  36. "Подписан Указ о Заместителе Председателя Совета Безопасности Российской Федерации". Президент России. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Mail.ru, Новости (30 January 2020). "Медведев будет получать 618 713 рублей в месяц на новой работе". Новости Mail.ru. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Ex-PM Medvedev says he has 'good friendly relations' with Putin". tass.com. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. کينډۍ:In lang Из школы, где учился Дмитрий Медведев, похищены его фото Archived 13 December 2007 at the Wayback Machine. Factnews.ru
  40. Times Online. How Deep Purple conquered the Kremlin in night of metal mayhem Archived 20 February 2008 at the Wayback Machine.
  41. Medvedev Will Run Russia to Tune of Hard-Rock Band Deep Purple Archived 8 September 2008 at the Wayback Machine.. Retrieved 8 March 2008.
  42. Russian 'bear' who loves Black Sabbath set to succeed Putin Archived 11 December 2007 at the Wayback Machine. RIA Novosti
  43. Putin's Purple reign man Archived 21 February 2022 at the Wayback Machine. Guardian Unlimited, 10 December 2007
  44. "Russian President Dmitry Medvedev awarded by the Serbian Orthodox Church: Department for External Church Relations of the Russian Orthodox Church". Mospat. 21 October 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Putin's Purple reign man Archived 21 February 2022 at the Wayback Machine. Guardian Unlimited, 10 December 2007
  46. "Russian President Harry Potter fan, asks for Rowling's autograph". Mosnews. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Nicholas II, FC Zenit, Black Sabbath – Medvedev's favorite things Archived 4 March 2008 at the Wayback Machine., ITAR-TASS, 11 December 2007.
  48. "Снимок Медведева стал четвертым в списке самых дорогих фотографий мира". Lenta. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Medvedev's Photo Outdoes Putin's Painting Archived 18 October 2017 at the Wayback Machine., The Moscow Times, 18 January 2010
  50. "187 Following tax statements by the presidential contenders" Archived 3 March 2014 at the Wayback Machine.. Novayagazeta. Retrieved 27 February 2014
  51. "Он вам не Димон". YouTube. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. (په 19 March 2017 باندې). For this Russian dissident, holding Putin accountable was almost deadly — twice.