د روسیې او ګرجستان جګړه
په ۲۰۰۸ زکال کې د روسیې او ګرجستان جګړه د روسیې او د روسیې د ملاتړ لرونکو خپله بللو جمهوریتونو سویلي اوستیا او آبخازیا له خوا له ګرجستان سره جګړه وه. دغه جګړه د ۲۰۰۸ زکال په اګست میاشت کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ له دیپلماتیک کړکېچ څخه رامنځته شوه؛ په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه یو مهال د شوروي اتحاد غړي وو. دغه جګړه د سویلي قفقاز په مهمه ستراتیژیکه برخه کې وشوه چې په ۲۱مه پېړۍ کې لومړنۍ اروپايي جګړه بلل کېږي. [۱]
د ګرجستان جمهوریت د ۱۹۹۱ زکال په مارچ میاشت کې د شوروي اتحاد د پاشل کېدو پر مهال د خپلواکۍ اعلان وکړ. ورته مهال د ګرجستان او جلا غوښتونکو ترمنځ جګړې د سویلي اوستیا د کورواکه ایالت یو شمېر برخې په عملي ډول د هغو جلاغوښتونکو تر کنټرول لاندې راوړې چې روسیې یې ملاتړ کاوه خو په نړیواله کچه بیا په رسمیت نه پېژندل شوي جلاغوښتونکي وو. په ۱۹۹۲ زکال کې د ګرجستان، روسیې او اوستیا له ځواکونو څخه جوړ یو سوله ساتی پوځ په دغه قلمرو کې ځای پر ځای کړای شو. دغه مهال ورته کړکېچ په آبخازیا سیمه کې رامنځته شو چېرې چې د آبخازیا جلا غوښتونکو له ۱۹۹۲ زکال څخه تر ۱۹۹۳ زکال پورې جګړه وکړه. د ۲۰۰۰ زکال پر مهال په روسیه کې واک ته د ولادمیر پوتین په رسېدو او همدارنګه د ۲۰۰۳ زکال پر مهال په ګرجستان کې د لویدیځ پلوه حکومت په رامنځته کېدو سره د روسیې او ګرجستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ۲۰۰۸ زکال تر اپرېل میاشتې پورې په بشپړ دیپلماتیک کړکېچ واوښتې، هغه مهال چې ناټو ژمنه وکړه په دغه سازمان کې به د ګرجستان د غړیتوب غوښتنه په پام کې ونیسي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
د ۲۰۰۸ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د روسیې تر ملاتړ لاندې د سویلي اوستیا ځواکونو په سیمه کې د سوله ساتو ګرجستاني ځواکونو د خال خال ډزو په غبرګون کې د ګرجستاني کلیو په ویشتلو پیل وکړ. د سویلي اوستیا د جلاغوښتونکو له خوا د ګڼ شمېر توپونو په ویشتلو سره د ۱۹۹۲ زکال اوربند مات شو. د دغو بریدونو د له منځه وړو په موخه د ګرجستان پوځونه د اګست په ۷مه نېټه د سویلي اوستیا جنګي سیمې ته ولېږل شول چې د څو ساعتونو په ترڅ کې یې د جلا غوښتونکو د اصلي مرکز، تسخینوالي په ګډون ډیری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوړې. ورته مهال یو شمېر هغه روسي ځواکونه چې په ناقانونه توګه د ګرجستان او روسیې په پوله کې د روکي تونل څخه تېر شوي و؛ د اګست په اوومه نېټه یې د ګرجستاني ځواکونو له پوځي عملیاتو وړاندې ځانونه د سویلي اوستیا د جګړې ډګر ته ورسول. روسیې په دروغو سره ګرجستان په «عام وژنې» او «په سویلي اوستیا باندې په تېري» تورن کړ او د اګست په ۸مه نېټه یې له جګړې بهر سیمو څخه په ګرجستان بشپړ ځمکنی، هوايي او سمندري برید پیل کړ او په خپل دغه برید باندې یې د «سوله ساتو عملیاتو» نوم کېښود. د روسیې او سویلي اوستیا ځواکونو د سویلي اوستیا دننه او د هغو په چاپېر کې د څو ورځو لپاره د ګرجستاني ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه، تر دې چې ګرجستاني ځواکونه شاتګ ته اړ شول. بل پلو د روسیې او آبخازیا ځواکونو په کودوري درې باندې په برید کولو سره چې د ګرجستان په لاس کې وه، دویمه جبهه جوړه کړه. دغه مهال د روسیې سمندري ځواکونو د ګرجستان د تور سمندرګي ساحلي کرښې کلابندې کړې. هوايي ځواکونو یې هم د نښتې په سیمه او د هغو څخه بهر یو لړ اهداف په نښه کړل. دا په تاریخ کې لومړنۍ جګړه وه چې په هغو کې سایبري جګړه له پوځي اقداماتو سره هم مهاله وه. سربېره پر دې د جګړې پر مهال او له هغو وروسته هم استخباراتي جګړې دوام درلود. د دغې جګړې د اوربند په موخه خپله د فرانسې ولسمشر، نیکولا سارکوزي د اګست په ۱۲مه نېټه مذاکره وکړه. [۱۷]
د روسیې ځواکونو په لنډ مهالې توګه د ګرجستان زوګدیدي، سناکي، پوتي او ګوري ښارونه اشغال کړل او له اوربند وروسته یې هم د لنډ مهال لپاره وساتل. د سویلي اوستیا ځواکونو په سویلي اوستیا کې ګرجي قوم ته د اړوندو وګړو ډېری کلي ړنګ کړل او د ګرجیانو په قومي تصفیې یې لاس پورې کړ. روسیې د اګست په ۲۶مه نېټه له ګرجستان څخه د آبخازیا او سویلي اوستیا خپلواکي په رسمیت وپېژنده او په دې سره ګرجستان له روسیې سره خپلې دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. سربېره پر دې روسیې د اکتوبر په ۸مه نېټه د ګرجستان له غیرجنجالي سیمو څخه خپل سرتېري په بشپړه توګه وویستل. له دې ټولو چارو سره هم په نړیوال ډګر کې د روسیې اړیکو ته چندان زیان وه نه رسېد. دغه جګړه د ۱۹۲۰۰۰ کسانو د بې ځایه کېدو لامل وګرځېده. په داسې حال کې چې ډېری وګړي له جګړې وروسته خپلو کورونو ته وګرځېدل خو بیا هم تر ۲۰۱۴ زکال پورې ۲۰۲۷۲ تنه چې ډېری یې ګرجیان و خپلو سیمو ته را وه نه ګرځېدل. په ۲۰۲۱ زکال کې د اروپا د بشري حقونو محکمې حکم ورکړ چې روسیې په جلا غوښتونکو سیمو باندې «مستقیم کنټرول» ساتلی او هلته د بشري حقونو څخه د پام وړ سرغړونو مسئولیت یې پر غاړه دی. په ۲۰۲۲ زکال کې نړیوالې جنایي محکمې د دغې جګړې په اوږدو کې د جنګي جرمونو له امله د درې تنو روسي وګړو د نیولو حکم صادر کړ. [۱۸][۱۹]
بشري اغېز او جنګي جرمونه
سمولد بشري حقونو څار ډله څرګندوي چې په جګړه کې ښکېلو ټولو غاړو په جدي بڼه په جګړه باندې له حاکمو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کړې او له امله یې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغې ډلې راپور ورکړی چې په ملکي وګړو باندې د ګرجستاني سرتېرو د قصدي بریدونو هېڅ شواهد نه دي موندل شوي. د سویلي اوستیا ځواکونو او داوطلبو ملېشه وسله والو بیا د سویلي اوستیا پارلمان، څو ښوونځي او وړکتونونه د پوځي اډو په توګه کارول چې بیا د ګرجستاني ځواکونو د توپونو پر مټ په نښه شول. ګرجستان اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بریدونو موخه «د هغو سنګرونو له منځه وړل و چې له هغو څخه ګرجستاني ځواکونه په نښه شوي وو». د بشري حقونو څار ډلې له ملکي تاسیساتو او وسایلو څخه د سویلي اوستیا د جنګیالیو ګټنه مستنده کړې ده. دغه ډول ګټنې ملکي تاسیسات په نظامي اهدافو اړولي و او د بشري حقونو څار ډله دې پایلې ته ورسېده چې د سویلي اوستیا جنګیاليو په ملکي تاسیساتو کې دننه او هغو ته څېرمه د پوځي سنګرونو په جوړولو سره ملکي وګړي له ګواښونو سره مخ کړي وو. ورته مهال ګرجستان هم په ملکي سیمو کې له ناسمو او خطرناکو وسلو څخه د پوځي اهدافو د په نښه کولو مسئول ګڼل کېږي. [۲۰][۲۱][۲۲]
روسیې هم په قصدي ډول په سویلي اوستیا او د ګرجستان په ګوري سیمه کې د تېښتې په حالت کې ملکي وګړو بریدونه وکړل. ورته مهال یې جنګي الوتکو په ګرجستان کې ملکي مراکز او همدارنګه په سویلي اوستیا کې د ګرجیانو کلي بمبارد کړل. ملیشه وسله والو هم په لوټ، سوزولو او سړي تښتونو کې لاس درلود. له دې سربېره د ملیشه وسله والو بریدونو هم ګرجي ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړل. [۲۳]
د دې ټولو په خوا کې د ګرجستان له خوا د M85S خوشه یي بمونو او د روسانو له خوا هم د RBK 250 خوشه یي بمونو کارونې پریمانه ملکي تلفات واړول. د راپورونو له مخې ګرجستان دوه ځلې په هغو ملکي وګړو باندې له خوشه یي بمونو څخه کار واخیست چې له دزارا مهمې لارې څخه د تېښتې په حالت کې و، په داسې حال کې چې بیا یې وروسته څرګنده کړه چې د دغو خوشه یي بمونو موخه د روکي تونل ته څېرمه روسي ځواکونه وو. روسیې بیا د خوشه یي بمونو له ګټنې انکار وکړ. [۲۴][۲۵]
روسیې ګرجستان په سویلي اوستیا کې په «نسل وژنې» تورن کړ. روسي چارواکو په پیل کې ادعا وکړه چې په تسخینوالي کې له ۲۰۰۰ څخه زیات ملکي اوستیايي وګړي د ګرجستاني ځواکونو له خوا وژل شوي. د روسیې په خبره دوی هم د همدغه زیاتو تلفاتو له امله په جګړه کې مداخله وکړه. د اوستیايي وګړو ترمنځ عامه افکار هم د زیاتو تلفاتو د ادعاوو تر اغېز لاندې و. د بشري حقونو د څار ډلې د راپور له مخې یو شمېر اوستیايي ملکي وګړو په خپلو خبرو کې ویلي و چې دوی وروسته له هغه د ګرجستاني کلیو سوزولو او لوټ کولو ته مخه کړه چې د روسیې له تلویزیون څخه یې «په سویلي اوستیا کې د زرګونو ملکي وګړو د وژنې راپورونه واورېدل». د ۲۰۰۸ زکال په ډسمبر میاشت کې د سویلي اوستیا د وژل شویو کسانو شمېره د روسیې د فدراسیون د لویې څارنوالۍ د څېړنیزې کمېټې له خوا ۱۶۲ تنو ته راکمه شوه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
ورته مهال ګرجستان او سویلي اوستیا دواړو د ادعا شوو جنګي جنایاتو اړوند شکایتونه د نړیوالې جنایي محکمې، د عدالت د نړیوالې محکمې او د بشري حقونو د اروپايي محکمې په ګډون نړیوالو محکمو ته وړاندې کړل. [۳۱]
سرچينې
سمول- ↑ Michael Emerson (اگسټ 2008). "Post-Mortem on Europe's First War of the 21st Century" (PDF). Centre for European Policy Studies. Archived (PDF) from the original on 7 ډيسمبر 2014. نه اخيستل شوی 3 ډيسمبر 2014.
- ↑ Brian Whitmore (12 سپټمبر 2008). "Is The Clock Ticking For Saakashvili?'". Radio Free Europe/Radio Liberty. Archived from the original on 3 سپټمبر 2014. نه اخيستل شوی 27 فبروري 2014.
- ↑ Marc Champion; Andrew Osborn (16 August 2008). "Smoldering Feud, Then War". The Wall Street Journal.
- ↑ Luke Harding (19 November 2008). "Georgia calls on EU for independent inquiry into war". The Guardian. Archived from the original on 13 September 2017. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Jean-Rodrigue Paré (13 February 2009). "The Conflict Between Russia and Georgia". Parliament of Canada. Archived from the original on 2 January 2016. نه اخيستل شوی 19 September 2014.
- ↑ Andrew Rettman (24 February 2016). "West told Ukraine to abandon Crimea, document says". EUobserver. Archived from the original on 20 June 2018. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Eka Tsamalashvili; Brian Whitmore (14 November 2008). "Eyewitness Accounts Confirm Shelling Of Georgian Villages". Radio Free Europe / Radio Liberty. Archived from the original on 23 September 2016. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Martin Malek (March 2009). "Georgia & Russia: The 'Unknown' Prelude to the 'Five Day War'". Caucasian Review of International Affairs. 3 (2): 227–232. Archived from the original on 15 June 2014. نه اخيستل شوی 15 June 2014.
- ↑ Håkan Karlsson (12 September 2016). "Competing Powers: U.S.-Russian Relations, 2006–2016" (PDF). Swedish Defence University. p. 50. Archived from the original (PDF) on 22 January 2017.
- ↑ "2008 Georgia Russia Conflict Fast Facts". CNN. Archived from the original on 28 May 2014.
- ↑ Peter Roudik. "Russian Federation: Legal Aspects of War in Georgia". Library of Congress. Archived from the original on 10 January 2019. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Vladimir Socor (8 August 2008). "THE GOALS BEHIND MOSCOW'S PROXY OFFENSIVE IN SOUTH OSSETIA". The Jamestown Foundation. Archived from the original on 3 March 2016. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Alex Rodriguez; Bay Fang (9 August 2008). "Georgian conflict puts U.S. in middle". Chicago Tribune. Archived from the original on 16 October 2014. نه اخيستل شوی 12 October 2014.
- ↑ Andrew Osborn; Jeanne Whalen (15 August 2008). "Evidence in Georgia Belies Russia's Claims of 'Genocide'". The Wall Street Journal. Archived from the original on 7 August 2018. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Peter Roudik. "Russian Federation: Legal Aspects of War in Georgia". Library of Congress. Archived from the original on 10 January 2019. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ Roy Allison (2008). "Russia resurgent? Moscow's campaign to 'coerce Georgia to peace'" (PDF). International Affairs. 84 (6): 1145–1171. doi:10.1111/j.1468-2346.2008.00762.x. Archived from the original (PDF) on 29 January 2011. نه اخيستل شوی 25 December 2023.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Strasbourg court rules Russia has ‘direct control’ over Abkhazia, South Ossetia, Euractiv, 21 January 2021
- ↑ Russia guilty of violations during 2008 war with Georgia, says Europe's top court, Euronews, 26 January 2021
- ↑ Situation in Georgia: ICC Pre-Trial Chamber delivers three arrest warrants, International Criminal Court, 30 June 2022
- ↑ "S Ossetia 'war crimes' condemned". BBC News. 23 جنوري 2009. Archived from the original on 26 January 2009. نه اخيستل شوی 11 اپرېل 2009.
- ↑ "Executive Summary". Up in Flames. Human Rights Watch. 23 January 2009. Archived from the original on 30 September 2012. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ "2.2 Indiscriminate Shelling of Tskhinvali and Outlying Villages". Up in Flames. Human Rights Watch. 23 January 2009. Archived from the original on 4 May 2009.
- ↑ "Georgia: International Groups Should Send Missions". Human Rights Watch. 18 August 2008. Archived from the original on 21 October 2014. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ "The human cost of war in Georgia". Amnesty International. 1 October 2008. Archived from the original on 2 October 2008.
- ↑ Thomas Hammarberg (8 September 2008). "Human Rights in Areas Affected by the South Ossetia Conflict. Special Mission to Georgia and Russian Federation". Council of Europe. Archived from the original on 15 October 2009. نه اخيستل شوی 15 January 2009.
- ↑ "Russia: Protect Civilians in Occupied Georgia". Human Rights Watch. 25 November 2008. Archived from the original on 5 December 2014. نه اخيستل شوی 26 April 2019.
- ↑ "Violations of Human Rights and Norms of Humanitarian law in the Conflict Zone in South Ossetia". Memorial. 11 September 2008. Archived from the original on 5 May 2009.
- ↑ Aleksandr Gabuev (15 August 2008). Эдуард Кокойты: мы там практически выровняли все. Kommersant (په روسي). Archived from the original on 13 September 2008. نه اخيستل شوی 13 March 2009.
- ↑ McElroy, Damien (30 اگسټ 2008). "South Ossetian police tell Georgians to take a Russian passport, or leave their homes". The Telegraph. Archived from the original on 6 اپرېل 2018. نه اخيستل شوی 26 اپرېل 2019.
- ↑ Volume I 2009، م. 27.
- ↑ Andrew Osborn; Jeanne Whalen (15 August 2008). "Evidence in Georgia Belies Russia's Claims of 'Genocide'". The Wall Street Journal. Archived from the original on 7 August 2018. نه اخيستل شوی 26 April 2019.