د "غازي صاحب خان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
۱ کرښه:
{{صاف}}
[[دوتنه:صاحب خان.jpg|کيڼ|250px|بټنوک|غازي صاحب خان]]
غازي '''صاحب خان''' زموږ د هېواد یو له لویو ، بهادرو او تکړه غازیانو څخه دی ، چې د دویمې افغان -انگلیس جگړې پر مهال د کندهار او ذابل د لور جبهې مشر وو. په دغه جبهه کې له سره د ده ورور [[پیر محمد خان]] هم ملگری وو . د ده او د ده د ورور ترلاس لاندې پنځه زره کسیز پوځ وو ، چې په مېړانه او سرښندنې سره وجنگېده . کله چي غازي صاحب خان اوغازي پیر محمد خان له خپل پنځه زره کسیز پوځ سره سم کړ د کندهار پر لور يې حرکت وکړ. دغزني او کندهار تر منځ څه کم دري سوه کیلومتره د جوړي لاري فاصیله ده. هغه وخت لاره گودراو پلونه نه وه، پر کږو لارو باندي پر لږ وخرو او څه او ښانو د خرڅ رسول څه آسانه کار نه وو. ټوله لاره سختو خټو مشکله کړي وه پر انسانانو سربېره د حیواناتو تگ هم ستونزمن وو. د لړم ( عقرب ) د میاشتي په لومړیو کي شاه جوئ ته په وررسیدلو،هلته له کندهار څخه انگریزي قواوي په افغانستان کي د خپل لوي قوماندان جنرال(رابرټس) په امر د جنرال (استورات) تر رهبریۍ لاندي د [[کابل]] پر لور تلې ، چې په کابل کښي د پرتو انگریزي قواوو مرستي ته ځانونه ورسوي اوهلته دهغو مجاهدو پرضد وجنگیږي چي پر کابل يې هجوم وروړي وو . دهغو غازیانو فشار کم کړي، خوشبختانه دا ارمارن يې له ناکامي او نااُمیدۍ سره گورته یوړي. د شاه جوئ پرعلاقه ملي بهادر مجاهد غازي صاحب خان د خپلو( پنځوزرو) ملگرو سره یوځاي دانگریز مقابلې ته ملا وتړله . دلته د غازي صاحب خان تر مشرۍ لاندي افغانانو دانگریزانو لاره بنده کړه او پر انگریزانو يې حملې شروع کړي ، دري ورځي سختي جگړي دوام لاره ، خو دانگریز ي منظمو فرقو چي عصري توپونه او توپک يې لرل د زیاتو تلفاتو په زغمولو سره مړي پرځاي پر یښول او بیرته د کندهار پر لور له کومه چي راغلې وه پر هغه لاره وتښتیدل. په خفگان سره باید ولیکم چي په دي دسړو او وسلو په لطاظ نا برابره جگړه کي ، دوه سوه افغانان د خپلو مشرانو ( غازي صاحب خان او غازي پیر محمد خان) سره یو ځاي شهیدان شول، پاک رب العزت دي وبخښي. په تاریخ کي وايې: چي د غازي پیر محمد خان یو لاس د جنگ په دریمه ورځ دفرنگي د توپ د گولۍ خوراک سو خو پیر محمد خان په دغه حالت کي هم جنگ ته دوام ورکړ ویني يې تلي په یو لاس يې توره وهله څو شهید شو.