غازي صاحب خان زموږ د هېواد یو له لویو ، بهادرو او تکړه غازیانو څخه دی ، چې د دویمې افغان -انگلیس جگړې پر مهال د کندهار او ذابل د لور جبهې مشر وو. په دغه جبهه کې له سره د ده ورور پیر محمد خان هم ملگری وو . د ده او د ده د ورور ترلاس لاندې پنځه زره کسیز پوځ وو ، چې په مېړانه او سرښندنې سره وجنگېده . کله چي غازي صاحب خان اوغازي پیر محمد خان له خپل پنځه زره کسیز پوځ سره سم کړ د کندهار پر لور يې حرکت وکړ. دغزني او کندهار تر منځ څه کم دري سوه کیلومتره د جوړي لاري فاصیله ده. هغه وخت لاره گودراو پلونه نه وه، پر کږو لارو باندي پر لږ وخرو او څه او ښانو د خرڅ رسول څه آسانه کار نه وو. ټوله لاره سختو خټو مشکله کړي وه پر انسانانو سربېره د حیواناتو تگ هم ستونزمن وو. د لړم ( عقرب ) د میاشتي په لومړیو کي شاه جوئ ته په وررسیدلو،هلته له کندهار څخه انگریزي قواوي په افغانستان کي د خپل لوي قوماندان جنرال(رابرټس) په امر د جنرال (استورات) تر رهبریۍ لاندي د کابل پر لور تلې ، چې په کابل کښي د پرتو انگریزي قواوو مرستي ته ځانونه ورسوي اوهلته دهغو مجاهدو پرضد وجنگیږي چي پر کابل يې هجوم وروړي وو . دهغو غازیانو فشار کم کړي، خوشبختانه دا ارمارن يې له ناکامي او نااُمیدۍ سره گورته یوړي. د شاه جوئ پرعلاقه ملي بهادر مجاهد غازي صاحب خان د خپلو( پنځوزرو) ملگرو سره یوځاي دانگریز مقابلې ته ملا وتړله . دلته د غازي صاحب خان تر مشرۍ لاندي افغانانو دانگریزانو لاره بنده کړه او پر انگریزانو يې حملې شروع کړي ، دري ورځي سختي جگړي دوام لاره ، خو دانگریز ي منظمو فرقو چي عصري توپونه او توپک يې لرل د زیاتو تلفاتو په زغمولو سره مړي پرځاي پر یښول او بیرته د کندهار پر لور له کومه چي راغلې وه پر هغه لاره وتښتیدل. په خفگان سره باید ولیکم چي په دي دسړو او وسلو په لطاظ نا برابره جگړه کي ، دوه سوه افغانان د خپلو مشرانو ( غازي صاحب خان او غازي پیر محمد خان) سره یو ځاي شهیدان شول، پاک رب العزت دي وبخښي. په تاریخ کي وايې: چي د غازي پیر محمد خان یو لاس د جنگ په دریمه ورځ دفرنگي د توپ د گولۍ خوراک سو خو پیر محمد خان په دغه حالت کي هم جنگ ته دوام ورکړ ویني يې تلي په یو لاس يې توره وهله څو شهید شو.

غازي صاحب خان

اخځونه