پريانکا ګاندي
پريانکا ګاندي وادرا د ۱۹۷۲ کال د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په نوي ډیلي کې زېږېدلې وه. هغه د هند د پنځم لومړي وزیر راجیو ګاندي لور او د هند د ملي کانګرېس ګوند پخوانۍ مشرې سونیا ګاندي او د کانګرېس د پخواني مشر راهول ګاندي خور ده. هغه د مشهور هندي سوداګر رابرټ واډرا مېرمن ده. دوی دواړه یو زوی لري چې ریحان ګاندي واډرا او یوه لور میرایا نومیږي. هغه د سیاست تر ټولو پیاوړې او تاریخي کورنۍ ، د نهرو ګاندي کورنۍ پورې اړه لري. په 23 جنوري 2019، هغه د آل انډیا کانګرېس د عمومي منشي په توګه وټاکل شوه او د 2019 عمومي ټاکنو لپاره د ختیځ اترپردېش قومانده ورکړل شوه. [۱]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
استوګنځی | |
زدکړنځی | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
پريانکا ګاندي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۷۲ نوي دهلي |
استوګنځای | ډېلي |
تابعیت | هند |
ګوند | هند ملي کانګرېس |
پلار | راجيو ګاندي |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
تعلیم | يونيورسټۍ آف دِهلي
د عيسی او مريم کنوانسيون عيسی او مريم کالج |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
لومړنی ژوند او زده کړې
سمولپرینکا واډرا د هند د پخواني لومړي وزیر راجیو ګاندي لور، د هند د ملي کانګرېس د اوسني مشر راهول ګاندي خور، او د متحده پرمختیایي اتحاد د مشرې سونیا ګاندي دوهم اولاد دی. د هغه نيا اندرا ګاندي او نيکه جواهر لال نهرو هم د هند لومړي وزيران پاتې شوي دي. نیکه فیروز ګاندي د هند د پارلمان غړی و او ستر نیکه موتي لال نهرو د هند د ازادۍ د مبارزې یو مهم مشر و.
پریانکا خپلې زده کړې د ماډرن ښوونځي [۲] او عیسی او مریم ، نوي ډیلي څخه ترلاسه کړې او وروسته یې د ډیلي پوهنتون څخه د ارواپوهنې په برخه کې او په 2010 کې د بودیستي مطالعاتو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه .
سیاسي ژوند
سمولپریانکا ګاندي له پیله د خپل ورور راهول ګاندي او مور سونیا ګاندي په ټاکنیزو کمپاینونو کې برخه اخیستې وه، خو پخپله سیاست ته له ننوتو يې ډډه کوله. [۳] پریانکا په ترتیب سره په امیتي او رای بریلي دواړو کې ټاکنيز کمپاین وکړ.
د پریانکا ځانګړې خبره دا ده چې د هغې غونډې ته د خلکو ګڼه ګوڼه راټوليږي او په دغو دوو ولسوالیو کې یې لاس په لاس نیول کېږي. په امیتي کې هر ځای د هغې په پلوۍ د "امیتي کې بېټیا، امیتي کا ډینکا" په څېر نارې وهل کيږي. [۴] د 2004 کال د هند په عمومي ټولټاکنو کې، هغه د خپلې مور سونیا ګاندي سره څنګ په څنګ ولاړه وه او په شخصي توګه یې د خپل ورور راهول ګاندي د ټاکنیز کمپاین څارنه کوله. [۵] په 23 جنوري 2019، هغه په رسمي توګه کانګرېس کې شامله شوه او د کانګرېس عمومي منشي شوه او د راتلونکو ټاکنو لپاره د ختیځ اترپردېش قومانده ورکړل شوه. [۶]
شخصي ژوند
سمولد 1997 کال د فبروري په 18 ، په 10 جنپت ، ګاندي کور کې، د پریانکا واده د ډیلي یو بریالي سوداګر رابرټ واډرا سره وشو. دوی دوه ماشومان لري؛ زوی ریحان او لور يې میرایا. پرینکا ګاندي اوس بودیزم ته مخه کړې ده.
سرچينې
سمول- ↑ IANS. "Priyanka Gandhi enters active politics, given charge of eastern UP". Khaleej Times. نه اخيستل شوی 2019-01-23.
- ↑ अमृता कपूर، एम۔ Archived 2008-07-08 at the Wayback Machine.
- ↑ IANS. "Priyanka Gandhi enters active politics, given charge of eastern UP". Khaleej Times. نه اخيستل شوی 2019-01-23.
- ↑ http://www.firstpost.com/politics/ground-report-amethi-rae-bareli-are-now-seeing-a-new-priyanka-1498749.html.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help) - ↑ "Priyanka may be assigned 100 constituencies". Rediff.com. نه اخيستل شوی 1 May 2017.
- ↑ https://www.business-standard.com/article/elections/rahul-appoints-priyanka-gandhi-as-aicc-general-secretary-for-east-up-119012300439_1.html.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help)