اندرا ګاندي

اندرا ګاندي
(هندي: इन्दिरा प्रियदर्शिनी गान्धी د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اندرا ګاندي
اندرا ګاندي

د شخص معلومات
زیږون نوم (هندي: इन्दिरा नेहरू)
(انګلیسي: Indira Nehru)
(انګلیسي: Indira Priyadarshini Nehru د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ نومبر ۱۹۱۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
اله اباد[۱۴]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 31 اکتوبر 1984 (67 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نوي دهلي  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نوي دهلي  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–)
برطانوي هند (–۱۴ اگسټ ۱۹۴۷)
د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد راجیو ګاندي  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار جواهر لال نهرو[۱۶][۱۷]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۴][۱۸][۱۵]
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هندي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هندي[۱۹]
انگليسي[۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست[۱۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 بهارت رتنا (۱۹۷۱)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اندرا ګاندي
اندرا ګاندي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اندرا پرایادارشیني ګاندي (په هندي: [ˈɪnd̪ɪɾɑː ˈɡɑːnd̪ʰi]، چې کورنی نوم یې نهرو و؛ زوکړه د ۱۹۱۷ز کال د نومبر ۱۹مه ـــ مړینه د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر ۱۳مه) یوه هندۍ سیاستواله او د هند په ملي کانګرس کې یوه مرکزي څېره وه. نوموړې په ۱۹۶۶ز کال کې د هندوستان د دریمې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او او تر نن پورې د هند یوازینۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه. ګاندي د هندوستان د لومړني صدر اعظم یا لومړي وزیر، جواهر لعل نهرو، لور وه. هغې د ۱۹۶۶ز کال له جنوري څخه د ۱۹۷۷ز کال تر مارچ پورې او بیا ځلي د ۱۹۸۰ز کال له جنوري څخه د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې د هغې تر ترور کېدو پورې د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ، چې په دې سره له خپل پلار وروسته دویم کس دی چې د لومړي وزیر په سمت کې د تر ټولو ډېر وخت لپاره پاتې شوې ده. 

له ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۱۹۶۴ز کال پورې د نهرو د صدر اعظمۍ د دورې په بهیر کې، ګاندي د هغه یوه کلیدي مرستیاله ګڼل کېده او په زیات شمېر بهرنیو سفرونو کې یې د هغه ملتیا کوله. نوموړې په ۱۹۵۹ز کال کې د هند د ملي کانګرس مشره وټاکل شوه.  په ۱۹۶۴ز کال کې د هغې د پلار په مړینه پسې متصل، نوموړې د راجیه سبها (د عالي مجلس یا د مشرانو جرګې) غړې او همدارنګه د د اطلاعاتو او خپرونو د وزیرې په توګه د لعل بهادر شاستري د کابینې غړې شوه. د کانګرس د ګوندونو تر منځ د پارلمان د رییس د ټاکلو په ټاکنو کې چې د ۱۹۶۶ز کال په لومړیو کې (د شاستري له مړینې ژر وروسته) تر سره شوې، نوموړې خپل رقیب موراجي دېسای ته په ماتې ورکولو سره رییسه شوه، په دې توګه د هند د لومړۍ وزیرې په توګه د شاستري له مړینې وروسته، د هغه ځای ناستې شوه.

اندرا ګاندي چې کله  لومړۍ وزیره وه، د خپل مصلحت نه منونکي سیاست او د قدرت د نامتوازن مرکزي کولو لپاره یې شهرت درلود. هغې د ازادۍ د غورځنګ، او د پاکستان په ختیځ کې د ازادۍ د جګړې په ملاتړ کولو سره له پاکستان سره جګړه انتخا کړه، کومه چې د هند په بریا او د بنګلدېش په رامنځته کېدو تمامه شوه او همدارنګه د هند نفوذ یې تر داسې یوې نقطې پورې زیات کړ چې د سویلې اسیا په یوازیني سیمه ییز ځواک بدل شو. ګاندي د بېلتون غوښتونکو تمایلاتو په استناد او د انقلاب لپاره د کمپاین په ځواب کې له ۱۹۷۵ز کال څخه تر ۱۹۷۷ز کال پورې اضطراري حالت پلی کړ، چې اساسي مدني ازادۍ پکې له تعلیق سره مخ شوې او رسنۍ سانسور شوې. د یاد اضطراري حالت په بهیر کې په پراخه کچه جنایتونه تر سره شول. په ۱۹۸۰ز کال کې، هغه له ازادو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې بېرته قدرت ته راستنه شوه. وروسته له هغې چې ګاندي د آبي ستوري  په عملیاتو (Operation Blue Star) کې په ګلډن معبد کې د پوځي اقدام امر وکړ، د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د خپلو ساتونکو او سېک ملتپالو له خوا ترور کړای شوه. [۲۱]

په ۱۹۹۹ز کال کې، اندرا ګاندي په یوه انلاین نظر سنجۍ کې چې د بي بي سي له خوا په لاره اچول شوې وه، "د زریزې د مېرمنې" په توګه ونومول شوه. په ۲۰۲۰ز کال کې، ګاندي د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د هغو ۱۰۰ ښځو په منځ کې ونومول شوه چا چې تېره پېړۍ تعریف کړېده.[۲۲][۲۳]

د ژوند لومړني وختونه او حرفه سمول

اندرا ګاندي چې د زېږون پر وخت یې نوم اندرا نهرو و، د ۱۹۱۷ز کال د نومبر په ۱۹مه نېټه په الله اباد کې په یوه کشمیري پنډته کورنۍ کې زیږېدلې وه. پلار یې، جواهر لعل نهرو، د انګرېزانو له واکمنۍ څخه د ازادۍ په غورځنګ کې یوه مخکښه څېره وه او د هند د قلمرو ( او وروسته جمهوریت) لومړنی لومړی وزیر شو. هغه د کورنۍ یوازینۍ ماشومه وه (هغې یو کشر ورور درلود چې په ځوانۍ کې ومړ)، او د خپلې مور، کماله نهرو (Kamala Nehru) سره ، په اناند بهوان کې چې یوه لویه رهایشي سیمه وه، رالویه شوه. هغې یو یوازې او ناخوښ ماشومتوب درلود. پلار به یې زیاتره وخت لرې و، د سیاسي فعالیتونو مشري به یې کوله یا به په زنداني و، په داسې حال کې چې مور یې په مکرر ډول د ناروغۍ له امله بستري کېده او وروسته د توبرکلوز له امله د وخت نه له مخکې مړینې سره مخ شوه. هغې له خپل پلار سره محدودې اړیکې ټینګولې، چې تر ډېره د لیکونو له لارې وې.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

اندرا ته تر ډېره د خصوصي ښوونکو له خوا په کور کې ښوونه شوې ده، او په مقطعي ډول ښوونځي ته تلله، تر هغې چې په ۱۹۳۴ز کال کې په عالي لېسه کې شامله شوه. هغه په ‌ډهلي کې په ماډرن ښوونځي کې، په الله اباد کې د سیسیلیا او سنټ ماري د عیسوي صومعې په ښوونځي کې، د جنیوا په نړیوال ښوونځي کې، په بېکس کې په اېکول نووېلا کې او په پونه او بومبای کې د پوپيل په خصوصي ښوونځي کې چې د ممبئ له پوهنتون سره تړلی دی، زده کوونکې وه. هغې او مور یې کماله بېلور مات ته چې د راماکرېشنا ماموریت مرکز دي کډه شول او سوامي رانګاناتاندا یې هلته پالندویه وه.  هغه د سنتینکتان وېشوا بهارتي ته کوم چې په ۱۹۵۱ز کال کې وېسوا-بهارتي پوهنتون شو، د زده کړو لپاره ولاړه. له رابیندرانات تګور سره د هغې د مصاحبې په ترڅ کې هغه نوموړې ته د پریادارشیني (Priyadarshini) نوم ورکړ چې په سانکرېت کې یې لفظي معنا "هر څه ته له مهربانۍ سره کتونکې" کېږي، په دې سره نوموړې په اندرا پریادارشیني نهرو مشهوره شوه. په هر حال، یو کال وروسته هغه په اروپا کې د خپلې ناروغې مور د پرستارۍ لپاره د پوهنتون پرېښودو ته اړ شوه. هلته یې په اړه دا پرېکړه وشوه چې اندرا به خپلو زده کړو ته په اکسفورډ کې ادامه ورکوي. وروسته له هغې چې مور یې مړه شوه، هغې مخکې له دې چې په ۱۹۳۷ز کال کې په سامرویل کالج کې د تاریخ په برخه کې د زده کړو لپاره نوم لیکنه وکړي، د یوې لنډې مودې لپاره یې د بډمېنټون ښوونځی ولوست.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

اندرا اړ شوه تر څو د کانکور امتحان دوه ځله ورکړي، ځکه په خپله لومړنۍ هڅه کې یې په لاتیني ژبه کې کمزورتیا ښودلې وه. هغې په اکسفورډ کې په تاریخ، سیاسي علومو او اقتصاد څانګو کې ښه وځلېده، خو په لاتیني کې ـــــ چې یو اجباري مضمون و ــــ لا هم کمزورې پاتې شوه. په هر ترتیب، اندرا په پوهنتون کې د محصلۍ په ژوند کې لکه د اکسفورډ د اسیایي ټولنې په مجلس کې فعاله ونډه درلوده.

هغه مهال چې اندرا په اروپا کې وه، له ناروغیو سره لاس او ګرېوان وه او په دوامداره توګه د ډاکترانو تر نظر لاندې وه. له ناروغیو څخه د رغېدو په خاطر هغه اړ وه تر څو سویس ته په وار وار سفرونه وکړي، چې په دې سره یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې. کله چې جرمني په ۱۹۴۰ز کال کې په ناڅاپي ډول اروپا اشغال کړه هغه هلته په سویس کې تر درملنې لاندې وه. اندرا هڅه وکړه چې د پرتګال له لارې انګلستان ته راوستنېږي اما هغه د نږدې دوو میاشتو لپاره سرګردانه پاتې شوه. هغه د ۱۹۴۱ز کال په لومړیو کې انګلستان ته په ننوتلو بریالۍ شوه، او په اکسفورډ کې د خپلو زده کړو له بشپړولو پرته له هغه ځایه هندوستان ته راستنه شوه. یاد پوهنتون وروسته هغې ته یو افتخاري تحصیلي سند اعطا کړ. په ۲۰۱۰ز کال کې اکسفورډ پوهنتون هغه د خپلو لسو اکسااسیایي نومیالیو اسیایي فارغینو په منځ کې په انتخابولو سره نوره هم تقدیر کړه.  اندرا په برتانیا کې د اوسېدو پر مهال، له خپل راتلونکي مېړه فېروز ګاندي (له مهاتما ګاندي سره کومه اړیکه نه لري) سره، څوک چې دې له الله اباد څخه پېژانده او د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې یې زده کړې کولې، په مکرر ډول لیده کاته کول. د هغوی واده په الله اباد کې د ادې دارم د دود او دستور له مخې تر سره شو، سره له دې چې فېروز ګاندي د ګجرات له یوې فارسۍ زردشتې کورنۍ سره تړاو درلود. دغې جوړې دوه زامن لرل، راجیو ګاندي (زوکړه ۱۹۴۴ز کال) او سنجی ګاندي (زوکړه ۱۹۴۶ز کال). [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

په ۱۹۵۰مه زېږدیزه لسیزه کې، چې هغه اوس له خپل واده څخه وروسته آغلې/مېرمن (Mrs.) اندرا ګاندي بلل کېده، په غیر رسمي ډول یې د هند د لومړني  لومړي وزیر په توګه د خپل پلار د دندې پر مهال د هغه خصوصي مرستیالې په توګه خدمت وکړ. د ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې، ګاندي د کانګرس د رییسې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په دغه مقام کې، په ۱۹۵۹ز کال کې د کمونستانو په مشرۍ د کېرالا د ایالتي حکومت په ګوښه کولو کې بنسټیز رول درلود. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118689436  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11904029j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6z89jr5 — subject named as: Indira Gandhi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6000976 — subject named as: Indira Priyadarshini Gandhi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Indira Gandhi — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=10695 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Indira Gándhí — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/78930 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/gandhi-indira-priyadarshini — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Indira_Gandhi — subject named as: Indira Gandhi — سرليک: Store norske leksikon
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028945.xml — subject named as: Shrimati Indira Gandhi — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22639 — subject named as: Indira Gandhi — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=21203 — subject named as: Indira Priyadarshini Gandhi — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/106198480X — د نشر نېټه: ۱ جون ۲۰۲۰
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007272 — subject named as: Indira Gandhi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/106198480X — د نشر نېټه: ۱۰ جون ۲۰۲۰
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ Library of Congress authority ID: https://id.loc.gov/authorities/n79064593 — د نشر نېټه: ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱
  16. http://www.freepressjournal.in/featured-blog/indira-gandhi-was-not-related-to-mahatma-gandhi-heres-how-she-got-the-surname/1172246 — د نشر نېټه: ۵ جولای ۲۰۱۸
  17. BDRC Resource ID: https://library.bdrc.io/show/bdr:P1KG21913
  18. https://cs.isabart.org/person/78930 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11904029j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/26629219
  21. "The darkest phase in Indira's tenure as PM – Emergency!". The Economic Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . Indira Gandhi, Amrit Kaur named by TIME among '100 Women of the Year'.
  23. "India Gandhi: Remembering country's first female PM on her 104th birthday". 19 November 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Frank 2010، ص. 13.
  25. Pupul Jayakar (27 November 1992). Indira Gandhi: A Biography. Penguin Books India. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-011462-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Frank 2010، ص. 55.
  27. Frank 2010، ص. 32.
  28. Frank 2010، ص. 25.
  29. Frank 2010، ص. 16.
  30. Frank 2010، ص. 31.
  31. Gupte 2012، ص. 3.
  32. Gupte, Pranay (2011). [[[:کينډۍ:Google books]] Mother India : a political biography of Indira Gandhi / Pranay Gupte] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة Rev.). New York: Penguin Books. د کتاب پاڼي 151–152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-306826-6. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Overview of Indira Gandhi". Encyclopædia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Overview of Indira Gandhi". Encyclopædia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Majlis Asian Society". oxfordmajilis.wix. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Frank 2010، ص. 116.
  37. Gupte 2012، ص. 170.
  38. Gupte 2012، ص. 181.
  39. Frank 2010، ص. 90.
  40. Indira Gandhi: Daughter of India 2002، صص. 42,43,45.
  41. Frank 2010، صص. 29,75,83.
  42. "Exhibit celebrates 120 years of South Asians at Oxford". University of Oxford. 22 April 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Rahul first in three generations with a world university degree". The Tribune. مؤرشف من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Sonia assures help for father-in-law's grave". archive.indianexpress.com. 21 November 2005. مؤرشف من الأصل في ۰۵ فبروري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Iwanek, Krzysztof. "The End of India's Nehru-Gandhi Dynasty?". thediplomat.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. (په 1 November 1984 باندې). Indira Is India.
  47. Steinberg, Blema S. (2008). [[[:کينډۍ:Google books]] Women in power : the personalities and leadership styles of Indira Gandhi, Golda Meir, and Margaret Thatcher] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Montreal: McGill-Queen's University Press. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7735-3356-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Upadhyaya, Prakash Chandra (1989). "Review of Marxist State Governments in India, Politics, Economics and Society by T. J. Nossiter". Social Scientist. 17 (1/2 January – February 1989): 84–91. doi:10.2307/3520112. JSTOR 3520112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Gandhi, Indira. (1982) My Truth
  50. Kochanek, Stanley A. (May 1966). "Post Nehru India: The Emergence of the New Leadership". Asian Survey. 6 (5): 298. doi:10.2307/2642538. JSTOR 2642538. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)