ولید بن عبدالملک

اموي خليفه

ابو العباس ولید بن عبدالملک بن مروان بن الحکم بن ابی العاص الاموي القرشي ( ۵۰-۹۶هـ س/ ۶۶۸-۷۱۵ ز) ، د اموي دولت شپږم واکمن او خلیفه وو. نوموړی په مدینه منوره کي زیږیدلی وو او په ۸۶ هجري سپوږمیز کال کي یې د خپل پلار عبدالملک بن مروان له مړیني وروسته د خلافت چاري په غاړه واخیستې. د عبدالملک خلافت تر ۹۶ هجری یعني دده تر وفات پوري لس کاله دوام وکړ.

ولید بن عبدالملک
الوليد بن عبد الملك (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۶۶۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۳ فبروري ۰۷۱۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د عبدالملک د خلافت پر مهال په دمشق کي د اموي جومات او په مدينه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم جومات جوړ او دویم ځل ترمیم سول. همدارنګه د اندلس او د ترکانو د خاوري فتحه او د خپل پلار په دولت او د حج په وخت کي څو ځله پر رومیانو باندي یرغل دده ستري کارنامې وې.

ابن ابی عبله رحمه الله فرمایي:

الله تعالی دي پر ولید رحم وکړي، هغه خو هند او اندلس فتحه کړل، او ماته به یې هر وخت څه اندازه سپین زر راکول ترڅو پر غریبانو یې ووېشم.

د تاریخونو له مخي ولید بن عبدالملک په نهه ويشتم هجري کال کي د جمادي الثاني په مياشت کي د ٥١ کالو په عمر باندي وفات او په باب الصغير کي خاورو ته وسپارل سو.

تر وفات وروسته یې ورور سلیمان بن عبدالملک واک ته ورسېدی. ولید بن عبد الملک که څه هم له دې ټاکني نه وو خوښ او هڅه يې کول چي خپل زوی عبدالعزیز واک ته ورسوي، خو عمر بن عبدالعزیز له دې کار څخه راوګرځاوه او خلافت یې سلیمان ته پرېښود.

په اسلامي تاریخ کي د ولید زمانه د اموی دولت زرین دور بلل کیږي، چي له کبله یې مسلمانان د خپل سوکالۍ په اوج کي اوسېدل. د هغه د واکمنۍ پر مهال اسلام په ختیځ کي تر چین، په لویدیځ کي د طارق بن زیاد او موسی بن نصیر په مټ تر اندلس ( هسپانیا )، په سوېل ختیځ کي د محمد بن القاسم په مټ تر سیند او قتیبه بن مسلم تر خراسان پوري ورسېدی، او اسلامي لښکرو په لر او بر کي ستر پرمختګونه ترسره کړل.