عبدالملک بن مروان
عبدالملک بن مروان بن الحکم ( (عربي: عَبْد الْمَلِك ٱبْن مَرْوَان ٱبْن الْحَكَم) ; جولای/اګست 644 یا جون/جولای 647 – 9 اکتوبر 705) د اموي واکمنۍ پنځم اموی خلیفه وو چي د اپریل 685 څخه نیولې بیا د اکتوبر 705 کال یعني د هغه تر مړیني پوري یې پر اسلامي نړۍ حکومت وکړ. نوموړی د مسلمانانو د لومړي نسل غړی بلل کېدی چي په مدینه منوره کي یې لومړنی ژوند په نیکو کارونو تېر سوی وو. عبدالملک د خلیفه معاویهؓ او د خپل پلار خلیفه مروان اول دواکمنۍ بنسټ ایښودونکی وو. د عبد الملک د منځته راتګ په وخت کي یاده واکمني د ځینو اختلافاتو په پایله کي نسکورېدو ته بیخي نژدې وه خو د نوموړي د پلار د واکمنۍ پر مهال په سوريه او مصر کي دده په هڅو باندي بيا پر پښو ودرېدل.
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
Abd al-Aziz ibn Marwan (en) — Muhammad ibn Marwan (en) — Bishr ibn Marwan (en) — Aban ibn Marwan (en) — Ubayd Allah ibn Marwan (en) |
دین |
برخه د |
---|
په ۶۸۶ کال کي پر عراق د ناکام برید وروسته عبدالملک د سوریې پر امنیت باندي تمرکز وکړ ترڅو د مکې میشته خلیفه عبدالله بن الزبیرؓ څخه د خلافت د لویي برخي د بیا نیولو لپاره لمړی ځان قوي کړي. عبدالملک په همدې اړ و دوړ کي د الاشدق په نامه یو شخص کودتا هم شنډه کړه اوځان یې د عبدالله بن زبیرؓ مقابلې ته ډېر ځواکمن کړ، ورپسې یې په عراق کي د ابن زبیرؓ ورور په قتل ورساوه او خپل جنرال حجاج بن یوسف یې مکې ته ولېږی ترڅو د زبیري واکمنۍ رېښې په رسمي توګه له بېخه وکاږي چي دې هڅي پایله ورکړه او حجاج بن یوسف وتوانېدی چي په ۶۹۲ کال کي عبدالله ابن الزبیر شهید کړي، او په دې توګه یې د اسلامي نړۍ ټولي سیمي تر خپلي تر واکمنۍ لاندي راوستلې.
تر ابن الزبیرؓ وروسته عبدالملک د بازانټیم سره جګړه پیل کړه او امویانو لښکري اناتولیا او ارمنستان ته ورسېدلې، همدرانګه د کارتاج ویجاړول او د کیروان بیرته نیول او په 698 کي د لویدیځ او شمالي افریقا او د ایبیریا ټاپووزمې د وروستیو فتوحاتو لپاره هڅي د عبدالملک کارنامې وې چي ترسره یې کړې. له بلي خوا په ختیځ کي د عبدالمالک نظامي قومندان حجاج بن یوسف په عراق او خراسان کي په کلکه سره د خليفه واک ټینګ کړ او د خوارجو او د عربو قبیلوي اشرافو لخوا یې په 702 کال کي د مخالفت مخه ونیوله. د عبدالملک وروستي کلونه په کور دننه سوله ایز او د واک او سوکالۍ مثبته نښه وه.
د عبدالمالک د اصلاحاتو تر ټولو مهم څیزونه د بازنطیني او ساسانیانو د سکې پر ځای د واحد اسلامي اسعارو معرفي کول او په سوریه او عراق کي په ترتیب سره د یوناني او فارسي پر ځای د عربي ژبې رامنځته کول وه. د نوموړي بل نوښت په بیت المقدس کي د ډبرې د گنبد بنسټ ایښودل وه چي د لرغونپوهني له پلوه تر ټولو لومړنی تصدیق سوی مذهبي یادګار بلل کیږي چي د یو مسلمان واکمن لخوا جوړ سوی دی او د اسلامي اثارو ستره نښه ګڼل سوې ده. د عبدالملک لخوا رامنځ ته سوي بنسټونه د هغه زوی او ځای ناستی ولید بن عبدالملک له لوري په لویه کچه ساتل کېده او پرمختیا ورکول کېدل، ترڅو د اموی خلافت د ځمکنۍ او اقتصادي زینت ښکارندويي وکړي. د عبدالملک مرکزي حکومت د منځنیو پیړیو وروسته د اسلامي دولتونو یوه لویه نمونه وګڼل سوه.
دا هم وګورئ!
سمولسرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: abd-al-malik-20. Subject named as: Abd al-Malik. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: جرمني ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Gran Enciclopèdia Catalana. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): 0000131. Subject named as: ‘Abd al-Malik. Publisher: Grup Enciclopèdia. اثر ژبه: کاتالونيايي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: AlKindi. Diamond Catalog ID for persons and organisations: 65163. Subject named as: Abd al-Malik ʿ ibn Marwān ibn al-Ḥakam.
- ↑ ذکر کېدنه: IdRef. IdRef پېژند: 225659034. Retrieved: ۱۱ مې ۲۰۲۰. Publisher: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: LIBRIS. Libris-URI: mkz145n512td66v. خپرېدو نېټه: ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۲. Retrieved: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸. Publisher: National Library of Sweden.