محمد بن قاسم

د اسلام په تاریخ کې په هر ډګر کې د اتلانو کمی نشته؛ له دې ډګرونو یو هم د الله تعالی په لار کې جهاد او د اسلامي تمدن د خپراوي خوځښت دی. الله تعالی د دې کار په موخه ددې امت داسې کسان رهبران او جنګي امیران کړي دي چې تیرو امتونو یې بېلګه نده لیدلې. په اسلامي تاریخ کې تر ټولو طلايي او ښه دوره چې له ځان سره یې بهترین قومندانان لرلي؛ د راشده خلافت دوره او د اموي خلافت لومړي کلونه وو.

د اموي خلافت پر مهال ډیر برجسته قومندانان او فاتحان را وټوکېدل، چې د نړۍ په څلورو کونجو کې پر جهاد بوخت وو. له دې لړۍ د مسلمه بن عبدالملک، قتیبه بن مسلم، موسی بن نصیر، محمد بن قاسم او طارق بن زیاد نومونه د یادولو وړ دي.

خو هغه چې له دې ډلې تر نورو ډیر وځلېد، کارنامې یې تر نورو ډیرې اتلې وې؛ هغه محمد بن قاسم ثقفي دی. چا چې په اولس(۱۷) کلنۍ کې د هند او سند پر لور جهادي بهیر پیل، هلته شته کفري نظامونه ړنګ او زرګونه هندوان یې اسلام باندې مشرف کړل.

زوکړه او روزنه سمول

په هند کې د اسلامي دولت لومړنی مؤسس، د هند او پنجاب فاتح محمد بن قاسم الثقفي په کال ۷۲هـ کې د طایف ښار د محمد بن حکم په مشهوره کورنۍ کې زېږېدلی دی. د محمد بن قاسم نیکه محمد بن حکم د ثقیف له مشرانو څخه وو. په کال ۷۵هـ کې چې حجاج بن یوسف د شرقي سیمو او عراق والي شو؛ خپل کاکا “قاسم” چې د “محمد” پلار وو، د بصرې والي په توګه انتخاب کړ. دا مهال محمد بن قاسم چې ۳ کلن وو؛ له خپل پلار سره له طایف څخه بصرې ښار ته کډه شو. وروسته له هغې چې حجاج “واسط” ښار بناء کړ؛ دا ښار یې د خپلو نژدې افرادو لپاره د قرارګاه په توګه وټاکه. محمد بن قاسم هم په همدې قرارګاه کې وروزل شو، ټول جنګي تخنیکونه او چلونه یې زده کړل. همدا وو چې دی په ۱۷ کلنۍ کې د هماغه وخت له اتلو قومندانانو څخه ګڼل کېده.

اخلاقي ځانګړنې سمول

هماغه د وړکتوب له دورې د ده په ځان کې د شجاعت او اتلولۍ نښې ښکارېدې. په تازه ځوانۍ کې یې خورا سیاسي اوجنګي پوهه لرله، همدا وو چې په ۱۷ کلنۍ کې د حجاج لخوا “سند” او ختیځ لوري سرحدونو ته د قومندان په صفت وګمارل شو.

محمد بن قاسم په سیاسي لیدلوري، جنګي هنر، عدالت او نساني کرامت کې تر نورو اتلانو لوړ مقام درلود. هندوان د ده له عدالت او بښنې نه حیران وه، ده سره یې نا اشنا تړاو درلود او کله چې په شهادت ورسېد؛ دوی یې په فراق کې ژړل.

د ده له بارزو صفتونو یو هم له سولې او کرارۍ سره تمایل وو، او تر څو چې له جنګ کولو پرته هم کار کېده، ده جنګ ته ترجیح نه ورکوله. د سند په زیاتو سیمو کې فتوحات په سولییز ډول روان وو.

د هر چا نیکه خبر او نصیحت باندې یې عمل عادت وو، د “حجاج” توصیې یې منلې، که څه هم حجاج پر خپلو خبرو عمل نه کاوه؛ خو محمد بن قاسم ته یې توصیې داسې وې:

إذا أردت أن تحتفظ بالبلاد فکن رحیما بالناس و لتکن سخیا فی معاملة من أحسنوا إلیک و حاول أن تفهم عدوک و کن شفوقا مع من یعارضک و أفضل ما أوصیک به أن یعرف الناس شجاعتک و أنک لاتخاف الحرب و القتال.

که غواړې چې خپله خاوره وساتې؛ له خلکو سره دې نرمه رویه کوه.له هغه چا سره چې تا سره یې نیکي کړې؛ سخاوت کوه.کوښښ وکړه چې دښمن ته دې هم همدا ور وپوهوې. له مخالفینو سره دې مهربان اوسه. او تر ټولو ښه توصیه چې تا ته یې کوم؛ دا ده چې کوښښ وکړه خلک پر دې پوه شي چې ته شجاع یې او له مبارزې لاس نه اخلې.

محمد بن قاسم خاکسار او بې کبره کس وو، دده په لښکر کې تر ده هم په عمر او هم په مقام کې لوړ کسان وو؛ خو ده هېڅ کله هم تر هغو ځان پورته نه باله، هېڅ کار یې د هغوی له سلا او رایې پرته نه عملي کاوه. هر ځای یې چې فتح کاوه؛ هلته یې جومات جوړولی او دا کوښښ یې وو چې اسلامي کلتور په مفتوحه سیمو کې نور هم پراخ کړي.

د طایف اوسیدونکو په تړاو د ==رسول الله دعاء==

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکي دور په جریان کې د طایف اوسیدونکو ته د دعوت په موخه، طایف ته لاړ. هلته یې له رسېدو سره سم هغوی د اسلام منلو ته را وبلل؛ هغوی د دعوت د نه منلو ترڅنګ د ده د ازارولو او سپکولو هڅه وکړه. رسول الله په زخمي او ستومانه حالت کې د ونې سیوري ته کیناست. په دې وخت کې د غرونو ملایکه رسول الله ته راغله او ده ته یې وویل: اې محمده که ستا خوښه وي؛ دا قوم به د دوو غرونو ترمنځ نابود کړم! خو زړه سوانده پیغمبر داسې ورته وویل: هیله لرم چې الله تعالی به له دوی څخه داسې کسان را پورته کړي چې د الله تعالی عبادت به کوي او له هغه سره به شریک نه نیسي.

زمونږ اتل (محمد بن قاسم) د رسول الله له نیکې دعاء بې برخې نشو؛ هغه موحد، مجاهد، عابد او د الله تعالی په لار کې کوښښ کوونکی وو. ابن عساکر په خپل تاریخ کې له رسول الله څخه یو حدیث را نقلوي چې د محمد بن قاسم په فضیلت او بهترۍ خبره کوي. رسول الله ص فرمايي: زما له امت نه دوې ډلې دي چې الله تعالی یې د دوزخ له اوره ساتي؛ یوه هغه چې د هند په ځمکه به جهاد کوي، بله هغه چې له حضرت عیسی سره به ملګرتیا کوي. ( د ابن عساکر تاریخ، ۵۲م جلد، ۲۴۸ مه پاڼه.)

مسلمانان او سند سمول

له ډیرې مودې د سند ښارونه د مسلمانو فاتحانو او خلیفه ګانو تر نظر لاندې وه. د حضرت عمر^ د خلافت په دوران کې د ده بحریني استازي (عثمان بن ابی العاص) د خپل ورور”حکم” په مشرۍ د هندوستان سرحدونو ته لښکرې واستولې او ځینې سیمې یې فتحه هم کړې؛ خو حضرت عمر رض نه غوښتل چې مسلمانان نور مخ پر وړاندې لاړ شي او له خپلو سیمو لیرې پاتې شي. حضرت عثمان ^ هم ورته نظر درلود، د ده په دوره کې مسلمانانو په شرقي هند او سند کې چندانې پرمختګ نه درلود. خو کله چې د خلافت دروند مسؤلیت د حضرت علی ^ غاړې ته ولوید؛ حارثه بن مره العبدی یې سند ته واستولی، ده د سند په سرحدوند حمله وکړه، د سند ځینې سیمې یې لاندې کړې او تر هغه هلته پاته شو چې په کال ۴۲ هـ د حضرت معاویه ^ د خلافت پر مهال په شهادت ورسېد.

د معاویه ^ د خلافت پر مهال په سند کې غټ بدلونونه راغلل، معاویه ^ خپل تکړه قومندان “مهلب بن ابی صفره” سند ته د جهاد لپاره واستولی. پس له هغه یې “عبدالله بن سوار” او تر هغه وروسته “سنان بن سلمه” یې دې سیمې ته ولیږل، دوی وکولای شو چې د “مکران” سیمه ونیسي او یو څه عربان دلته میشت کړي. دا د لویدیځ پنجاب لومړۍ برخه وه چې د اسلام تر ولکې لاندې راغله. د حجاج بن یوسف تر وخته ددې سیمې فتوحات کرار -کرار روان ول؛ کله چې حجاج د عراق حاکم شو، ددې سیمې فتحه یې په خپلو کاري برنامو کې وه او مناسب وخت ته یې کتل. حجاج د دې کار لپاره داسې کس وټاکه چې له دښمن ونه ویریږي، اوږد سفر یې اراده تیټه نه کړي او وکولای شي د یو لوی لښکر رهبریت وکړي. له سلا مشورو وروسته یې د دې ستر مسؤلیت لپاره محمد بن قاسم وړ کس ولید او دی یې د قومندان په توګه انتخاب کړ.


محمد بن قاسم او د سندي سیمو فتحه سمول

د حجاج تر ولکې لاندې سیمو کې، د سند بحري غلو په کال ۹۰ هـ . د مسلمانانو په کښتیو حمله وکړه؛ په کښتیو کې سپرې ښځې یې له ځان سره یوړې. حجاج لومړیو کې غوښتل دا مسله په سولییز ډول حل شي؛ د دیبل واکمن “داهر” نه یې غوښتنه وکړه چې ددوی بندیان چې د ده تر امر لاندې غلو سره دي، خوشي کړي. خو داهر یې غوښتنه بابېزه وګڼله. حجاج هم اړ شو ترڅو نظامي اقدام وکړي. هغه د “عبدالله بن نهبان” او “بدیل بن طهفه” تر مشرۍ لاندې دوې لښکرې د دې کار په موخه واستولې، چې دواړو قومندانانو شهادت وګټلی خو بریا یې نصیب نه شوه. دې کار د حجاج غوسه وپاروله او دې ته یې اړ کړ چې لوی لښکر له ښه وسایلو سره ور واستوي. حجاج په دې موخه له “ولید بن عبدالملک” سره مشوره وکړه او هغه سره یې پر جنګي مصارفو سلا وشوه. حجاج ددې لوی لښکر د قوماندې لپاره ځوان اتل؛ محمد بن قاسم وټاکه.

محمد بن قاسم له خپل لښکر سره چې شمیر یې تر شل زرو اوښت، د ایران له پولو په کال ۹۰هـ . کې هند ته ورسید. د دې ځوان اتل جنګي تاکتیکونه، سیاسي بصیرت ورو – ورو خلکو ته ور ښکارېدل.

محمد بن قاسم د دو کلونو په دوران کې(۹۰-۹۲هـ) د داهر تر ولکې لاندې ښارونه یو پر بل پسې نیول، مخکې روان وو. تر دې چې د سند پلازمینې (دیبل) ته ورسېد؛ هغه ښار چې داهر له خپل قوي فوځ سره د مسلمانانو پر وړاندې ولاړ وو. محمد بن قاسم ددې ښار مزبوطې کلا ګانې پر خپل منجنیق تر اور لاندې ونیولې. هغه ددې کلا ګانو د نړولو لپاره له داسې منجنیق څخه کار واخیست چې د حرکت او کار لپاره یې ۵۰۰ تنه پر کار بوخت وه. د دیبل ټینګې کلا ګانې ونړېدلې، او د داهر پوځ له کلاګانو راووت، ترڅو له خپل وروستۍ سیمې دفاع وکړي. مسلمانانو په یوه برخلیک ټاکونکي جنګ کې هغوی ته ماتې ورکړه، د دیبل واکمن یې قتل او ښار یې تر ولکې لاندې راوست. په دې توګه مسلمانان وتوانېدل د سند او پنجاب زیاتې سیمې فتحه کړي.

محمد بن قاسم تر ۶ کلنو پورې په دې سیمو کې فتوحات جاري وساتل، اسلام یې تر ملتان او د پنجاب تر جنوبه ورساوه.

غمناکه خاتمه سمول

په کال ۹۶هـ . کې چې محمد بن قاسم د سند په خاوره کې مخ پر وړاندې روان وو؛ د ولید بن عبدالملک د وفات خبر ورته راورسېد، چې مخکې تر ولیده حجاج هم مړ شوی وو. بیا سلیمان بن عبدالملک واک ته رسېدلی وو؛ سلیمان بن عبدالملک چې له حجاج سره یې کینه او دښمنۍ درلوده، خپله کینه یې د حجاج پر خپلوانو سړوله، چې محمد بن قاسم هم د همدې کینې قرباني شو.

ولید بن عبدالملک د خلافت په ورستیو کې غوښتل سلیمان له واکه لیرې او خپل زوی( عبدالعزیز بن ولید) پر واک کړي، حجاج هم پر همدې خبره له ولید سره بیعت وکړ؛ د حجاج بیعت سلیمان ته کینه ور پیدا کړه، که څه هم سلیمان له واکه لیرې نشو، خو له حجاج سره یې دښمنۍ پر ځای پاته وه. کله چې سلیمان واک ته ورسېد؛ د حجاج ټاکلي والیان یې له دندو ګوښه او پر ځای یې د حجاج دښمنان مقرر کړل.

سلیمان عراق (صالح بن عبدالرحمن) ته ور تسلیم کړ، چا چې له حجاج سره پخه دښمني درلوده. صالح وغوښتل چې د حجاج له نژدې خپل (محمد بن قاسم) څخه انتقام واخلي. هغه یې لومړی له ولایته لیرې، پر ځای یې “یزید بن ابی کبشه” مقرر او هغه ته یې دنده وسپارله چې محمد بن قاسم بندي کړي او عراق ته یې راولي.

محمد بن قاسم چې لا ۲۴ کلن وو، عراق کې د صالح تر شکنجو لاندې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

سرچينې سمول

نن ټکى اسيا www.nunn.asia/120586/ځوان-سالار؛-محمد-بن-قاسم-الثقفي/?amp

1ـ البدایة و النهایة؛

2ـ الکامل فی التاریخ لابن الأثیر؛

3ـ الدولة الامویة عوامل الازدهار و تداعیات الانهیار- د.علی صلابی؛

4ـ الاعلام بمن فی تاریخ الهند من الاعلام- عبدالحی الحسنی.