هیپاتیا
هیپاتیا (زوکړه د ۳۵۰ او ۳۷۰ زکال ترمنځ – مړینه ۴۱۵ زکال) نوې افلاطونې فیلسوفه، ستورپوهه او ریاضي پوه وه چې د مصر په اسکندریې ښار کې یې ژوند کاوه او وروسته بیا دغه ځای د ختیځې رومي (بیزانسي) سترواکۍ برخه وګرځېد. نوموړې د اسکندریې ښار له مخکښو مفکرینو څخه وه چې د فلسفې او ستور پوهنې په برخو کې یې تدریس هم کاوه. په داسې حال کې چې د سکندریې ښار بله ریاضي پوهه پاندروسون (Pandrosion) له نوموړې څخه وړاندې تېره شوې، خو بیا هم لومړنۍ ریاضي پوهه ده چې د ژوند اړوند موارد یې په غوره بڼه ثبت شوي دي. هیپاتیا د خپل ژوند پر مهال د یوې مشهورې ښوونکې او پیاوړې سلاکارې په توګه شهرت درلود. هغې د دیوفانتوس د دیارلس ټوکیز ارثمیتکا اثر شرح ولیکه چې کېدای شي یو شمېر برخې یې لا تر اوسه شتون ولري، ځکه چې د دیوفانتوس په اصلي متن کې ځای پر ځای شوې؛ همدارنګه یې د پرج د آبولونیوس د مخروطي مقطعو د رسالې اړوند شرح لیکلې چې اوس پاتې نه ده. ډیری معاصر پوهان باوري دي چې هیپاتیا کیدای شي د بطلیموس د المجستي اثر پاتې شوی برخه د المجستی د دریم کتاب اړوند د خپل پلار، تئون له شرحې څخه تصحیح کړې وي. [۱][۲][۳][۴][۵]
هیپاتیا | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۰۳۶۰ الکزنډريا |
مړینه | مارچ 415 (54–55 کاله) الکزنډريا |
تابعیت | د بیزانس سترواکي |
عملي ژوند | |
استاذہ | د اسکندريې هيروکليس |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | زړه يوناني |
د کړنې څانګه | ستورپوهنه ، شمېرپوهنه ، ميخانيک ، فلسفه |
مؤثر شخصیات | اپلاتون ، پلوتين ، ارستو ، بطلمیوس |
خوځښت | نوې اپلاتوني فلسفه |
سمول |
هیپاتیا، استرولابونه او هایدرو میترونه جوړ کړي، خو یو له دغو څخه یې خپله نه دی اختراع کړی، ځکه له دغو دواړو څخه د هغې له زیږون وړاندې ګټنه کېدله. نوموړې د عیسویانو پر وړاندې له زغم کار اخیست او د بطلیموس ښار د راتلونکی کشیش سینیسیوس په ګډون یې ګڼ شمېر عیسوي زده کوونکي روزلي. لرغونې منابع څرګندوي چې هیپاتیا په پام وړ توګه د مشرکینو او عیسویانو د علاقې وړ وه او د اسکندریې ښار په سیاسي مخکښانو یې پام وړ اغېز درلود. د عمر په وروستیو کې هیپاتیا اورستس ته چې د اسکندریې رومي واکمن و او د اسکندریې له کشیش سیریل سره یې سیاسي ستونزه لرله، مشوره ورکوله. له همدې امله داسې ګنګوسو شتون درلود چې هغه یې د ارستوس او سیریل ترمنځ له پخلاینې څخه په مخه نیولو تورنه کوله، همدا و چې د ۴۱۵ زکال په مارچ میاشت کې د یوې ډلې عیسویانو له خوا چې د پیټر په نامه کس یې مشري پر غاړه لرله ووژل شوه. [۶][۷]
د هیپاتیا وژنې ټوله سترواکي ولړزوله او هغه یې «د فلسفې په شهیدې» واړوله، همدا و چې راتلونکو نوو افلاطونیانو لکه دماشیوس له عیسویت سره لا زیات مخالفت ته مخه کړه. د منځنیو پېړیو پر مهال هیپاتیا د مسیحي فضلیت د سمبول په توګه وټاکل شوه؛ څېړونکي په دې باور دي چې نوموړې د اسکندریې د سنټ کاترین افسانې تر ټولو مهمه برخه جوړوله. د روڼ آندۍ په دوره کې هغه له کاتولیکېزم سره د مخالفت په سمبول واوښته. په نوولسمه پېړۍ کې اروپایي ادبیاتو په ځانګړې توګه په ۱۸۵۳ زکال کې د چارلز کینګزلي له خوا د هیپاتیا تر نامه لاندې لیکل شوي ناول هغه «د وروستیو خیال پالونکو یونانیانو» په توګه توصیف کړه. په شلمه پېړۍ هیپاتیا د ښځو د حقونو او د فیمینېستي خوځښت مخکښه وبلل شوه. له شلمې پېړۍ را وروسته یو شمېر انګېرنې د هیپاتیا مړینه د اسکندریې د کتابتون له ویجاړۍ سره اړونده بولي، په داسې حال کې چې د تاریخي واقعیتونو له مخې د هغې د ژوندانه پر مهال دغه کتابتون شتون نه درلود. [۸]
ژوند
سموللویوالی
سمولهیپاتیا د اسکندریې د ریاضي پوه، تئون (زیږون: شاوخوا ۳۵۵ زکال – مړینه: شاوخوا ۴۰۵ زکال) لور وه. د کلاسیک تاریخ پوه اډوارډ جی واټس په خبره، تئون د «موسئون» په نامه مکتب مشر و چې د هلنیستي موسئون (موزیم) څخه یې نوم اخیستل شوی او په ۲۶۰ زکال کې نور په هغو کې غړیتوب پای ته رسېدلی و. د تئون مکتب ځانګړی، ډېر معتبر او له اعتقادي پلوه محافظه کاره و. تئون د ایامبلیخوس لارښوونې رد کړې او کېدای شي په خالص افلاطوني او نوي افلاطوني تدریس باندې یې ویاړ کاوه. په داسې حال کې چې نوموړی هغه مهال د یو مخکښ ریاضي پوه په توګه پېژندل کېده خو د تئون ریاضیکي چارې د معاصرو معیارونو له مخې اساسا «فرعي»، «بې اهمیته» او په «بشپړه توګه غیر اصلي» په پام کې نیول کېږي. د هغه اصلي لاسته راوړنه د اقلیدوس د عناصرو د نوې نسخې تولید و چې په هغو کې نوموړي ټولې هغه کتبي تېروتنې چې د ۷۰۰ کلونو راهیسې یې شتون درلود تصحیح کړې. د تئون له خوا د اقلیدوس د عناصرو تصحیح شوې بڼه د پېړیو په اوږدو کې په تر ټولو کارېدونکي درسي کتاب واوښته او نږدې په بشپړه توګه یې د پخوانیو نسخو ځای ونیو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د هیپاتیا د مور اړوند مالومات په هېڅ یوه شته منبع کې نه دي ذکر شوي. تئون د بطلیموس د المجستي په څلورم کتاب باندې خپله شرح د اپیفانیوس په نامه کس ته ډالۍ کړې او هغه ته یې د «خپل ګران زوی» خطاب کړی، چې ښيي کېدای شي د هیپاتیا ورور وي، خو تئون چې کومه یوناني کلمه (تکنون) هغه ته کارولې د بیولوژیکي معنا له مخې د «زوی» معنی نه ورکوي او تر ډېره پورې یوازې د پلارګلوۍ د قوي احساساتو د څرګندونې په موخه ترې ګټنه کېږي. د هیپاتیا د زیږون کره نېټه تر اوسه د بحث وړ موضوع ده او وړاندوینه کېږي چې د ۳۵۰ زکال او ۳۷۰ زکال ترمنځ زیږېدلې ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
ډېری څېړونکي په دې اړوند د هوچه له اټکل څخه پیروي کوي چې پر باور یې هیپاتیا د ۳۷۰ زکال په شاوخوا کې زېږېدلې. نوي افلاطوني تاریخ پوه داماسکیوس (زوکړه: شاوخوا ۴۵۸ زکال – مړینه: شاوخوا ۵۳۸ زکال) د ایزیدور د ژوند تر نامه لاندې ورک شوي اثر کې د هیپاتیا توصیف کړی چې د دغه مورد اړوند د سودا په نامه د لسمې پېړۍ په بیزانسي پوهنغونډ کې یې یادونه شوې او څرګندوي چې هیپاتیا د ارکادیوس د سلطنت پر مهال وده کړې. هوچه استدلال کړی چې د هغې له ظاهري ښکلا څخه د داماسکیوس توصیف په دې معنی دی چی نوموړې دغه مهال شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود او ۳۷۰ زکال د ارکادیوس له سلطنت څخه ۳۰ کاله وړاندې و. مقابل اړخ د دې اړوند نظریات چې هغه د ۳۵۰ زکال په لومړیو کې زېږېدلې د وقایع لیکونکي جان ملالاس (زوکړه: شاوخوا ۴۹۱ زکال – مړینه: ۵۷۸ زکال) د عبارت پر بنسټ بولي چې هغه یې په ۴۱۵ زکال کې د مړینې پر مهال د عمر له مخې زړه بللې وه. رابرټ پنلا استدلال کوي چې دواړې دغه نظریې کمزورې دي او د هغې د زیږون نېټه ناڅرګنده پاتې ده. [۲۷][۲۸]
مسلک
سمولهیپاتیا یوه نوې افلاطوني وه، اما د خپل پلار په څېر یې د ایامبلیکوس لارښوونې رد کولې او پر ځای یې لومړنی نوی افلاطونیت مانه چې د فلوطین له خوا فرمول بندي شوی و. د اسکندریې مکتب دغه مهال د خپلې فلسفې له مخې شهرت درلود او اسکندریه له آتن وروسته د یوناني – رومي نړۍ د فلسفي پلازمینې په توګه دویم ځایګی درلود. هیپاتیا له ټولې مدیترانې څخه اړوندو زده کوونکو ته زده کړې ورکولې. د داماسکیوس په خبره هغې د افلاطون او ارسطو د لیکنو اړوند ویناوې کولې، نوموړې همدارنګه څرګنده کړې چې هغې به تل په اسکندریه کې د وینا کولو تریبیون/سټېج ته ورتله، د فیلسوفانو په څېر کالي به یې اغوستل او له چمتووالي پرته به یې عامه ویناوې کولې. [۱۶][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۲۱][۳۴][۳۵]
د واټس په خبره د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې په اسکندریه کې دوه ډوله نوي افلاطوني نظریات تدریس کېدل. لومړی ډول یې مذهبي نوی افلاطونیت و چې په سراپئوم کې تدریس کېده او د ښکاره بت پرستۍ اړوند د ایامبلیکوس د لارښوونو تر اغېز لاندې و. دویم ډول یې هم معتدل او ډېر لږ بحث پارونکی و چې هیپاتیا او پلار یې، تئون ترې ملاتړ کاوه او د فلوطین د لارښوونو پر بنسټ و. په داسې حال کې چې هیپاتیا خپله بت پرسته وه، خو د عیسویانو پر وړاندې یې د زغم سپارښتنه کوله. په واقعیت کې د هغه مخکښ زده کوونکي ټول عیسویان و. د هغه یو له مخکښو زده کوونکو څخه د سیرین سینیسیوس و، چې بیا وروسته په ۴۱۰ زکال کې د بطلیموس ښار (اوس مهال په ختیځه لیبیا کې موقعیت لري) کشیش شو. له دې وروسته هم هغه له هیپاتیا سره د لیکونو تبادلې ته دوام ورکړ چې د هغه پاتې شوي لیکونه د نوموړې د مسلک اړوند د اطلاعاتو اصلي منبع جوړوي. [۲۱][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
سرچينې
سمول- ↑ کينډۍ:MacTutor
- ↑ Benedetto, Canio; Isola, Stefano; Russo, Lucio (2017-01-31). "Dating Hypatia's birth : a probabilistic model". Mathematics and Mechanics of Complex Systems. 5 (1): 19–40. doi:10.2140/memocs.2017.5.19. ISSN 2325-3444.
- ↑ Krebs, Groundbreaking Scientific Experiments, Inventions, and Discoveries; The Cambridge Dictionary of Philosophy, 2nd edition, Cambridge University Press, 1999: "Greek Neoplatonist philosopher who lived and taught in Alexandria."
- ↑ کينډۍ:MacTutor
- ↑ Deakin 2012.
- ↑ Edward Jay Watts, (2006), City and School in Late Antique Athens and Alexandria. "Hypatia and pagan philosophical culture in the later fourth century", pp. 197–198. University of California Press
- ↑ Deakin 1994، م. 147.
- ↑ Theodore 2016، مم. 182–183.
- ↑ Deakin, Michael (3 August 1997), Ockham's Razor: Hypatia of Alexandria, ABC Radio, نه اخيستل شوی 10 July 2014
- ↑ Watts 2008، مم. 191–192.
- ↑ Deakin 2007، م. 107.
- ↑ Booth 2017، م. 112.
- ↑ Bradley 2006، م. 60.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، م. 47.
- ↑ Cameron 2016، م. 194.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Watts 2008، م. 192.
- ↑ Watts 2008، م. 150.
- ↑ Dzielska 1996، مم. 66–70.
- ↑ Booth 2017.
- ↑ Watts 2017، م. 21.
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Castner 2010، م. 49.
- ↑ Deakin 2007، مم. 51–52.
- ↑ Dzielska 1996، م. 68.
- ↑ Dzielska 1996، م. 70.
- ↑ Deakin 2007، م. 53.
- ↑ Deakin 2007، م. 52.
- ↑ Hoche 1860، مم. 435–474.
- ↑ Penella 1984، مم. 126–128.
- ↑ Oakes 2007، م. 364.
- ↑ Dzielska 1996، م. 56.
- ↑ Socrates of Constantinople, Ecclesiastical History
- ↑ "Suda online, Upsilon 166", www.stoa.org
- ↑ Bregman 1982، م. 55.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، مم. 49–50.
- ↑ Haas 1997، م. 311.
- ↑ Watts 2017، مم. 67–70.
- ↑ Waithe 1987، م. 173.
- ↑ Bregman 1982، مم. 38–39.
- ↑ Watts 2008، مم. 200–201.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، مم. 58–59.
- ↑ Cameron، Long او Sherry 1993، م. 58.
- ↑ Curta او Holt 2017، م. 283.
- ↑ Watts 2008، م. 200.