هينري پواينکری

جولس هينري پواینکری (۲۹ اپريل، ۱۸۵۴ز  – ۱۷ جولای، ۱۹۱۲ز) يو امريکايي رياضي پوه، نظرياتي فزيک پوه، انجنير او ساينسي فيلسوف و. ډېر ځله د ټولپوهاند په توګه هم معرفي کېږي او په رياضياتو کې د «وروستي نړۍ شمول» په نوم پېژندل کېږي، دا ځکه چې هغه په ټولو هغو ډګرونو کې ځلېدلی و، کوم چې د هغه په ژوند کې وو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هينري پواينکری
(فرانسیسی: Henri Poincaré د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هينري پواينکری
هينري پواينکری

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Jules Henri Poincaré د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۹ اپرېل ۱۸۵۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 17 جولای 1912 (58 کاله)[۱۵][۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۱۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای فرانسه   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه [۱۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
تعلیم پاریس پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر [۱۸]  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف
فزيک پوه
ليکوال [۱۹]
ګڼ پوهيال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۲۰][۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه مېچپوهنه
شمېرپوهنه
ميخانيک
فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د فرانسې او پروس جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هينري پواينکری
هينري پواينکری

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د يوه رياضي پوه او فزيک پوه په توګه، هغه له سوچه او عملي رياضياتو، رياضياتي فیزيک او اسماني میخانيکونو سره اصلي بنسټيزه مرسته وکړه. د درې-جسمه ستونزې په اړه د هغه په څېړنه کې، پواينکری لومړی هغه څوک وګرځېد، چې له ګډوډۍ سره مخامخ د قطعيت (حتمي) نظام يې کشف کړ، کوم چې د ګډوډۍ د اوسني اند بنسټ کېښود. هغه د «ټوپولوژۍ» (ځای پېژندنې/نقشه جوړول) د ډګر د بنسټ اېښودونکو له ډلې بلل کېږي.[۲۶]

پواينکری د بېلا بېلو بدلونونو له مخې، د فزيک د قوانينو د ثبات پر لور د پام اړولو اهميت روښانه کړ، لومړی هغه څوک و چې «لورينز ټرانسفارميشنز» (په رياضي کې هغه عمل چې د همغږي نظام د محورونو لوري او موقعيت ته بدلون ورکوي) يې په خپلو متناسبو بڼو کې وړاندې کړل. پواينکری پاتې نسبيتي چټکتيا بدلونونه کشف کړل او په ۱۹۰۵ز کال کې يې «هينډريک لورينټز» ته په استولي يوه ليک کې ثبت کړل. په دې توګه هغه د «ماکسويل» د ټولو معادلو مناسب «ثبات» تر لاسه کړ، دا د ځانګړي نسبت د نظر د فارمول جوړولو په برخه کې يو مهم ګام و. په ۱۹۰۵ز کال کې، پواينکری په لومړي ځل د جاذبې قوې د څپو وړاندیز وکړ (ondes gravifiques) چې له يو جسم نه راوځي او د رڼا په چټکتیا خپرېږي، لکه چې د «لورينتز بدلون» يې غوښتنه کوي.

د پواينکر ګروپ، کوم چې په فزيک او رياضياتو کې کارول کېږی، د هغه په وياړ نوم ورکړل شوی دی.

د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، هغه د پواينکری اټکل جوړ کړ، کوم چې د وخت په تېرېدو سره په رياضياتو کې يو له مشهورو نا حل شويو ستونزو وګرځېد، تر دې چې په ۲۰۰۲-۲۰۰۳ز کال کې د «ګريګوري پيرلمين» له خوا حل شو.

ژوند سمول

پواينکری د ۱۸۵۴ز کال د اپريل په نهه وېشتمه نېټه د «Meurthe-et-Moselle» اړوند د «نانسي» سيمې په «سيت ډيوکيل» کې په يوه اغېزناکه فرانسوۍ کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه پلار ليون پواينکری (۱۸۲۸-۱۸۹۲ز) د نانسي په پوهنتون کې د طب پروفيسر و. د هغه کشره خور الين له روحاني فيلسوف «ايملي باوټروکس» سره واده کړی و. د هينري د کورنۍ يو بل د پام وړ غړی، د هغه د تره زوی «رايمونډ پواينکر» و، نوموړی د «Académie française» ملګری غړی و، چا چې بيا له ۱۹۱۳ ز نه تر ۱۹۲۰ز کال پورې د فرانسې د ولسمشر په توګه کار وکړ.[۲۷][۲۸][۲۹]

زده کړه سمول

په کوچنیوالي کې هغه د «ډيپاتريا» (د ستوني يو ډول سخته ناروغي ده) په سخته ناروغۍ اخته شوی واو له خپلې مور « Eugénie Launois» (۱۸۳۰-۱۸۹۷ز) نه يې ځانګړې زده کړې تر لاسه کړې.

په ۱۸۶۲ز کال کې، هينري په نانسي کې په لېسه کې داخل شو، (اوس دا لېسه د هغه په وينا: په Lycée Henri-Poincaré نامه يادېږي، په نانسي کې د هغه په وياړ د Henri Poincaré په نوم يو پوهنتون هم جوړ شوی). هغه په دې لېسه کې يوولس کاله تېر کړل او په دې موده کې هغه ثابته کړه چې په ټولو هغو مضامينو کې د ټولو زده کوونکو په سر کې ځای لري، کوم چې هغه لوستل. هغه په ليکنو کې هم وځلېد. د هغه د رياضي ښوونکي ،هغه «د رياضي د حیرانوونکې څېرې» په نامه ياد کړی دی، هغه په «concours general» لومړۍ جايزه وګټله، دا له ټولې فرانسې نه د لېسو د مخکښو زده کوونکو تر منځ يوه سيالي وه. هغه د موسيقۍ او فزيکي زده کړې په مضامينو کې تر ټولو کمزوری و، په دې مضامينو کې هغه «په غوره کې منځنی» ښودل شوی و. په هر حال، کمزوری ليد او د هېرجنتيا پر لور د هغه ميلان کېدای شي د دې ستونزو لپاره ښه وضاحت وي. هغه په ۱۸۷۱ز کال کې له لېسې فارغ شو، په ساينس او فنونو کې يې د «baccalauréat » (بکالوريوس) سند تر لاسه کړ.[۳۰][۳۱]

په ۱۸۷۰ز کال کې د فرانسې او پروشيا تر منځ د جګړې پر مهال، هغه له خپل پلار سره يو ځای د امبولانس په ځواک کې خدمت وکړ.

پواينکر په ۱۸۷۳ز کال کې په د « École» په پول تخنيک کې داخل شو او په ۱۸۷۵ز کال کې فارغ شو. په دې ځای کې يې د «چارلس هيرمټ» د شاګرد په توګه رياضيات ولوستل، په دې برخه کې وځلېد او په ۱۸۷۴ز کال کې يې د (Démonstration nouvelle des propriétés de l'indicatrice d'une surface) په نامه خپله لومړۍ لیکنه خپره کړه. د ۱۸۷۵ز کال د نومبر له مياشتې د ۱۸۷۸ز کال د جون تر مياشتې  پورې هغه په «École des Mines,» کې زده کړې وکړې، په داسې حال کې چې د کانونو د انجنیرۍ زده کړې يې پر مخ وړلې، د رياضياتو مطالعې ته يې هم دوام ورکړ او د ۱۸۷۹ز کال د مارچ په مياشت کې يې د عادي کان کيندنې د انجنير سند تر لاسه کړ.[۳۲]

د « École des Mines» د فارغ التحصيل په توګه، هغه د فرانسې په شمال ختيځه سيمه د «ويسيول» لپاره د څېړونکي په توګه په «Corps des Mines» کې دنده پیل کړه. هغه د ۱۸۷۹ز کال د اګست په مياشت کې د «Magny » په سيمه کې د کان کيندنې د ناورين پر مهال موجود و، په کومه کې چې اتلس ماين کيندونکي مړه شول. هغه د دې پېښې په ټوله معنا د خواخوږۍ پر بنسټ رسمي څېړنه وکړه.

په ورته وخت کې، پواينکری د «چارلس هيرميټ» تر څارنې لاندې په ساينس او رياضياتو کې د دوکتورا لپاره په چمتووالي بوخت و. د هغه د دوکتورا رساله د «تفاضلي معادلو» په برخه کې وه. هغې ته « Sur les propriétés des fonctions définies par les équations aux différences partielles » نوم ورکړل شوی و. هغه د دې معادلاتو د ځانګړتياوو د زده کړې لپاره يوه نوې لاره منځ ته راوړه. نه يوازې دا چې هغه د داسې معادلو د تکامل د ټاکنې له پوښتنې سره مخامخ شو، بلکې لومړی هغه څوک و چې د دوی عمومي هندسي خاصيتونه تر مطالعې لاندې ونيسي. هغه وليدل چې کېدای شي دا معادلې په لمريز نظام کې د آزادو خوځنده ګڼو اجسامو د چلند د نمونې جوړولو لپاره هم وکارول شی. پواينکری  په ۱۸۷۹ز کال کې د پاريس له پوهنتون نه فارغ شو.

لومړۍ ساينسي لاسته راوړنې سمول

د سند له تر لاسه کولو وروسته، پواينکیر د نورمانډي د «کان» په پوهنتون کې د کشر استاد په توګه د رياضياتو تدريس پيل کړ (د ۱۸۷۹ز کال په ديسمبر کې). په همدې وخت کې هغه خپل لومړی مهم مضمون خپور کړ، چې د «اوټومورفيک» فعاليتونو د يوې برخې د درملنې په اړوند و.

دلته په «کان» کې، هغه د خپلې راتلونکې مېرمنې « Louise Poulain d'Andecy » سره وليدل او د ۱۸۸۱ز کال د اپريل په شلمه نېټه دواړو واده وکړ. دوی څلور بچیان درلودل: جيني (په ۱۸۸۷ز کال کې زېږېدلی)، يووانا (په ۱۸۸۹ز کال کې زېږېدلی)، هينريټي (په ۱۸۹۱ز کال کې زېږېدلی) او ليون (په ۱۸۹۳ز کال کې زېږېدلی).

پواينکری ډېر ژر په اروپا کې د سترو رياضي پوهانو په منځ کې ځان ثابت کړ او د ډېرو پیاوړو رياضي پوهانو پام يې ځان ته راواړاوه. په ۱۸۸۱ز کال کې، د پاريس پوهنتون پواينکری ته بلنه ورکړه چې د ساينس په پوهنځي کې د تدريس دنده پر غاړه واخلي، خو هغه دا بلنه ونه منله. له ۱۸۸۳ز نه تر ۱۸۹۷ز کال پورې، هغه په «École Polytechnique» کې د رياضياتو د تحليل تدريس ورکړ.

په ۱۸۸۱-۱۸۸۲ز کلونو کې، پواينکر د رياضياتو يوه نوې څانګه جوړه کړه: د تفاضلي معادلو کيفيتي نظريه. هغه وښودل چې دا څنګه شونې ده چې د حل لارو  د يوې کورنۍ د چلندونو په اړه تر ټولو زيات مهم معلومات راواخستل شي، خو بې له دې چې معادله حل کړای شوې وي (ځکه چې دا به هر وخت شونې نه وی). هغه همدا ليد، د اسماني ميخانيکونو او رياضياتي فزيکونو په برخه کې په برياليتوب سره وکاراوه. 

مسلک سمول

هغه کله هم د رياضياتو لپاره د کان پوهنې دنده په بشپړ ډول پرې نه ښوده. هغه له ۱۸۸۱ ز نه تر ۱۸۸۵ز کال پورې، د عامه خدمتونو وزارت کې د شمالي اورګاډي پټلۍ د جوړولو د مسئول انجنير په توګه دنده وکړه. په ۱۸۹۳ز کال کې، هغه په «Corps des Mines» کې مشر انجنير وټاکل شو او بيا په ۱۹۱۰ز کال کې عمومي څارونکی وټاکل شو.[۳۳][۳۴]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  2. Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=LH//2185/72 — subject named as: Jules Henry Poincare — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Ministry of Culture
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dz09rs — subject named as: Henri Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00002358 — subject named as: Jules Henri Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2948391 — subject named as: Henri Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/poincare-jules-henri — subject named as: Jules Henri Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0051725.xml — subject named as: Henri Poincaré — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=poincare — subject named as: Henri Poincare
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=henri;n=poincare — subject named as: Henri Poincaré
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3731 — subject named as: Henri Poincaré — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/jules-henri-poincare — subject named as: Jules-Henri Poincare — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00703017&tree=LEO — subject named as: Jules Henri Poincaré — دوتنه: Leo van de Pas
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/15408 — subject named as: Henri Poincaré
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=49010 — subject named as: Jules Henri Poincaré — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119201089 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/jules-henri-poincare — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  17. https://libris.kb.se/katalogisering/42gjlgbn2l24bfh — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۲
  18. https://genealogy.math.ndsu.nodak.edu/id.php?id=34227 — د نشر نېټه: ۲ مې ۲۰۱۸
  19. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  20. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119201089 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/11176291
  22. کينډۍ:OED
  23. "Poincaré pronunciation: How to pronounce Poincaré in French". forvo.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "How To Pronounce Henri Poincaré". pronouncekiwi.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ginoux, J. M.; Gerini, C. (2013). Henri Poincaré: A Biography Through the Daily Papers. World Scientific. doi:10.1142/8956. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4556-61-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Hadamard, Jacques (July 1922). "The early scientific work of Henri Poincaré". The Rice Institute Pamphlet. 9 (3): 111–183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Belliver, 1956
  28. Sagaret, 1911
  29. The Internet Encyclopedia of Philosophy Jules Henri Poincaré article by Mauro Murzi – Retrieved November 2006.
  30. Carl, 1968
  31. O'Connor et al., 2002
  32. F. Verhulst
  33. Sageret, 1911
  34. Mazliak, Laurent (14 November 2014). "Poincaré's Odds". In Duplantier, B.; Rivasseau, V. (المحررون). Poincaré 1912-2012 : Poincaré Seminar 2012. 67. Basel: Springer. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783034808347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)