مجارستان (هنګري هیواد) چې رسمي نوم یې د د (مجارستان) هنګری جمهوریت دی په منځنۍ اروپا کې پروت د وچې پورې تړلی هیواد دی چې پلازمینه یې د بوداپست، بوداپست ښار دی او ګاونډي هیوادونه یې د لویدیځ له خوانه اتریش,شمال نه سلواکیا,شمال ختیځ نه له اوکراین, ختیځ او جنوب ختیځ نه له رومانیا, جنوب ته له سربيا,او کرواسیا او د جنوب لویدیځ لوري نه له سلوانیا سره گډه پوله لري. یاد هیواد ۰۳۰'۹۳ کیلومتره مربع مساحت او ۰۰۰'۰۰۰'۱۰ میلونه وګړي لري. د هنګری د حکومت ډول یط پارلماني دی. ولسمشر یې یانوش آډر او لومړی وزیر یې ویکتور اوربان دی رسمي ژبه یې هنګري ژبه ده.

د هنګري جمهوريت
Magyar Köztársaság
بيرغ نښان
نخشه
موقعيت
پلازمېنه
(او لوی ښار)
بوداپست
۴۷°۲۶′ شمال ۱۹°۱۵′ ختیځ / 47.433°شمال 19.250°ختيځ / 47.433; 19.250
حکومت دموکراتیک ولسمشریزه
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۰۵ اټکل
 -  ټولټال $۱۶۲,۲۸۹ میلیونه (۴۹th)
 -  پر کس $۱۶,۶۲۷ (۴۳rd)
بشري پرمختيا (۲۰۰۳) ۰.۸۶۲ (لوړ) (۳۵م)
د وخت سيمه (UTC+۱)
 -  اوړی (DST) د مرکزي اروپا پسرلنی ساعت (UTC۲)
د انټرنټ مخکښ شپول .hu

هنګري (په هنګري ژبه کې: Magyarország) په مرکزي اروپا کې، په وچه کې راایسار هېواد دی. دا هېواد چې د کارپاتیان د غرونو تر منځ پروت دی، ۹۳۰۳۰ کیلومتر مربع (۳۵۹۲۰ مایل مربع) مساحت لري، چې له شمالي لوري د سلواکیا، له شمال ختیځ  لوري د اوکراین، له ختیځ او سویل ختیځ لوري د رومانیا، له سوېل لوري د سربستان، له سویل لوېدیځ لوري د کرواسي او سلوانیا او له لوېدیڅ لوري د اطریش له خوا چاپېر شوی دی. هنګري نږدې ۱۰ میلیونه نفوس لري چې زیاتره یې هنګري نژاده او همدارنګه د پام وړ روماني لږه کي لري. هنګري چې د دې هېواد رسمي ژبه ده، په نړۍ کې د اورالي ژبو تر ټولو پراخه تکلمي ژبه ده او د غیر هندي-اروپایي ژبو له ډلې یوه ده، چې په پراخه کچه په اروپا کې تکلم پرې کېږي. بوداپست، د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی او نورې لویې ښاري سیمې یې ډیبرېت سین، سېګېډ، مېشکالتس، پې یچ او جیور دي. [۱][۲]

د اوسني هنګري خاوره ،د بېلابېلو خلکو، لکه: سېلتیانو، رومیانو، جرمن قبایلو، هونیانو، لوېدیځ سلاویانو اوآوراسیانو پرمخ د څو پېړیو په اوږدو کې یوه څلولارې وه. د هنګري دولت بنسټ د هنګري د لوی شهزاده، ارپاد له خوا د نهمې پېړۍ په وروستیو کې د کارپاتیان د سیمې په نیولو سره کېښودل شو. د نوموړي کړوسی لومړي سټیفن په ۱۰۰۰ کال کې په تخت کېناست او خپل سلطنت یې عیسوي سلطنت ته واړاوه. هنګري هېواد په ۱۲ پېړۍ کې یو سیمه ییز ځواک شو، چې په ۱۵ پېړۍ کې یې خپل کلتور او سیاست اوج ته ورسېد. دا هېواد په ۱۵۲۶ز کال کې د موهاچ له جګړې وروسته، په نیمایې توګه د عثماني سترواکۍ (۱۵۴۱ – ۱۶۹۹زکلونو) تر واک لاندې راغله. د اتلسمې پېړۍ په پای کې دا هېواد د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې راغی، چې وروسته د اطریش له سترواکۍ سره یوځای شو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د اطریش- هنګري یو لوی ځواک را منځ ته کړ.  [۳][۴][۵][۶]

اطریش- هنګري له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته سقوط وکړاو ورپسې د تریانون له تړون سره سم د هنګري اوسنۍ پولې و ټاکل شوې، چې په پایله کې یې نوموړي هېواد ۷۱٪ خاوره، ۵۸٪ نفوس، او ۳۲٪ هنګري قوم له لاسه ورکړل. هنګري هېواد د دوو نړیوالو جګړو تر منځ له کړکېچنې دورې وروسته، په دویمه نړیواله جګړه کې له محوري ځواک سره یوځای شو، چې د پراخ زیان او تلفاتو سره مخامخ شو. هنګري له جګړې وروسته د شوروي اتحاد یو ګوډاګی دولت شو، چې د هنګري د خلق جمهوریت د رامنځ ته کېدو لامل شو. هنګري د ۱۹۵۶ ز کال له بې پایلې انقلاب څخه وروسته یو څه آزاد شو، که څه هم لا تر دې وخته د ختیځ بلاک تر کنټرول لاندې غړی پاتې شو. له اطریش سره د هنګري د پولې پر سر د دېوال لرې کولو د ختیځ بلاک او وروسته د شوروي اتحاد د سقوط ګړندی کړ. هنګري د ۱۹۸۹ ز کال د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه یو دموکراتیک پارلماني جمهوریت شو ،چې په ۲۰۰۴ ز کال کې له اروپايي ټولنې سره یوځای شو او له ۲۰۰۷ ز کال راهیسې، د شینګین د سیمې برخه دی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په نړیوالو چارو کې هنګري هېواد، د  یوه منځنی ځواک په توګه لیدل کېږي، چې دا ځواک یې تر ډېرې کچې د خپل دودیز او اقتصادي اغېز له امله دی. هنګري د لوړ عاید اقتصاد په درلودلو سره یو پرمختللی هېواد ګڼل کېږي او د بشري پراختیا په شاخص کې په ۴۰ کې ځای کې راځي، چې اتباع یې د پوره روغتیا پاملرنې او د وړیا ثانوي زده کړو له امتیاز څخه برخمن دي. هنګري د هنر، موسیقۍ، ادبیاتو، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د پراخې ونډې اوږد تاریخ لري. نوموړی هېواد په اروپا کې دیارلسم ترټولو مشهور سیاحتي ځای دی چې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۱۵.۵ میلیون نړیوال سیلانیان را جلب کړي وو. هنګري د ملګرو ملتونو، ناټو، د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا WTO، نړیوال بانک، د پانګونې نړوال بانک یا IIB، په زیربنا کې د پانګونې آسیایي بانک یا AIIB، د اروپا د شورا، د وېشګارد ډلې او د ترک هېوادونو په سازمان کې د څارونکي دولت په ګډون د زیاتره نړیوالو بنسټونو غړیتوب لري.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

رېښه

د هنګري – Hungary په نوم کې د H توری (او لاتیني Hungaria) ښایې له تاریخي اړخه د Huns (هونیانو) سره د هنګري د اړیکې له امله ویې چې آواراس څخه وړاندې په هنګري کې مېشت شوي وو. پاتې کلیمه د بیزانس د یوناني Oungroi (Οὔγγροι) له لاتیني بڼې څخه اخستل شوې ده. دا یوناني نوم د زړې بلغاریایي له ągrinŭ څخه اخیستل شوی، چې دا بیا په خپل وار سره د اوغورترک له  Onogur ('لس [د اوګور] قبیلې") څخه اخستل شوی دی. Onogur  د هغو قومونو جمع نوم و چې وروسته له بلغاریایي قبیلوي کنفدراسیون سره یوځای شول چې د آوارس څخه وروسته یې د هنګري په ختیځو برخو کې واکمني کوله.[۲۴][۲۵]

د هنګري کورنۍ نوم Magyarország دی، چې د magyar ('هنګري') او ország ('هېواد') څخه منځ ته راغلی دی. د "Magyar" نوم چې د هېواد په وګړو دلالت کوي، په کره بڼه په ځینو نورو ژبو، لکه: ترکي، فارسي او نورو ژبو کې د هېواد په نوم، د بېلګې په توګه Magyaristan یا د ماګیارانو خاوره، یا ورته حالت دلالت کوي. د magyar کلمه د هنګري د اوو لویو نیمه کوچي قبیلو، magyeri، له نوم څخه اخیستل شوې دی. د magy لومړۍ برخه ښایي د پروتو – اوګري ژبې له mäńć څخه اخستل شوی وي چې معنا یې انسان، یا شخص دی، چې د مانسي خلکو په نوم کې (mäńćī, mańśi, måńś) هم لیدل کېږي. دویمه برخه یې،  eri ، چې د وګړي، وګړو، نسب، په معنا ده، د هنګري ژبې په férj کې پاتې شوې چې د 'مېړه'، په معنا ده او د ماري ژبې له erge سره چې د 'زوی'، په معنا ده او د فنلنډي لرغوني ژبې له yrkä سره چې د 'ځوان سړي' په معنا ده، رېښه لري.  [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اقتصاد

کلتور

اداري ویش

 
د مجارستان هیواد آیالاتونه

د هنګري هیواد د ولایتونو نوملړهنګری هیواد د ښارونو نوملړ)   بوداپست


کينډۍ:د چین منځ 
بوداپست

درجه ښار نفوس درجه ښار نفوس
 
دبرسن
160px|Szeged
سګد
1 بوداپست 1,757,618 11 سلنوک ۷۲٬۷۸۶
2 دبرسن 203,914 12 تاتابانیا ۶۶٬۷۹۱
3 سګد 162,593 13 ایرد ۶۳٬۹۹۳
4 میشکولتس 159,554 14 کاپشوار ۶۳٬۷۴۲
5 پچ (هنګري) 145,985 15 شپرن 61,780
6 ګیور 129,372 16 وسپریم ۶۰٬۷۶۱
7 نیرګهزا 118,125 17 بیکیشچابا ۶۰٬۳۳۴
8 کچکمیت 111,836 18 زالایګرسګ ۵۸٬۹۵۹
9 سیکشفهروار 98,673 19 اګر ۵۴٬۶۰۹
10 سمباتهي 77,866 20 نادکانیژا ۴۸٬۲۴۱

سیاسي خپلواکی

تاريخ

آر لیکنه: د هنگري تاريخ ]

  1. "The Fundamental Law of Hungary" (PDF). Hungarian State. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Uralic (Finno-Ugrian) languages, Classification of the Uralic (Finno-Ugrian) languages, with present numbers of speakers and areas of distribution (last updated 24 September 201)". helsinki.fi. 6 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Hungary in the Carpathian Basin" (PDF). Lajos Gubcsi, PhD. 6 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Acta Orientalia Academiae Scientiarum Hungaricae. 36. Magyar Tudományos Akadémia (Hungarian Academy of Sciences). 1982. د کتاب پاڼې 419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kristó Gyula – Barta János – Gergely Jenő: Magyarország története előidőktől 2000-ig (History of Hungary from the prehistory to 2000), Pannonica Kiadó, Budapest, 2002, کينډۍ:ISBN, p. 687, pp. 37, pp. 113 ("Magyarország a 12. század második felére jelentős európai tényezővé, középhatalommá vált"/"By the 12th century Hungary became an important European constituent, became a middle power", "A Nyugat részévé vált Magyarország ... /Hungary became part of the West"), pp. 616–644
  6. "Austria-Hungary, HISTORICAL EMPIRE, EUROPE". Encyclopædia Britannica. (6 June 2017). 
  7. Richard C. Frucht (31 December 2004). Eastern Europe: An Introduction to the People, Lands, and Culture. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 360. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57607-800-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Trianon, Treaty of". The Columbia Encyclopedia. (2009). 
  9. "Text of the Treaty, Treaty of Peace Between The Allied and Associated Powers and Hungary And Protocol and Declaration, Signed at Trianon June 4, 1920". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hungary: The Unwilling Satellite Archived 16 February 2007 at the Wayback Machine. John F. Montgomery, Hungary: The Unwilling Satellite.http://kapos.hu/hirek/kis_szines/2018-06-16/megerkezett_az_idei_balaton_sound_himnusza.html Devin-Adair Company, New York, 1947. Reprint: Simon Publications, 2002.
  11. Thomas, The Royal Hungarian Army in World War II, pg. 11
  12. (په 9 May 2009 باندې). Hungary's Role in the 1989 Revolutions. BBC News.
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "1989. évi XXXI. törvény az Alkotmány módosításáról"] (in hu). Magyar Közlöny (Budapest: Pallas Lap- és Könyvkiadó Vállalat) 44 (74): 1219. 23 October 1989. 
  14. "Benefits of EU Membership". Hungarian Chamber of Commerce and Industry. 6 June 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Higgott, Richard A.; Cooper, Andrew Fenton (1990). "Middle Power Leadership and Coalition Building: Australia, the Cairns Group, and the Uruguay Round of Trade Negotiations". International Organization 44 (4): 589–632. doi:10.1017/S0020818300035414. ISSN 0020-8183. https://www.jstor.org/stable/2706854. 
  16. OECD (27 June 2013). "OECD Health Data: Social protection". OECD Health Statistics (Database). doi:10.1787/data-00544-en. http://www.oecd-ilibrary.org/social-issues-migration-health/data/oecd-health-statistics/oecd-health-data-social-protection_data-00544-en. Retrieved 14 July 2013. 
  17. Eurydice. "Compulsory Education in Europe 2013/2014" (PDF). European commission. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . Hungary's Nobel Prize Winners, 13 Hungarian win Nobel Prize yet. Hungarian Academy of Sciences.
  19. . Population per Gold Medal. Hungary has the second highest gold medal per capita in the world. All together it has 175 gold medal until 2016.. medalspercapita.com.
  20. Hungarian literature – ”Popular poetry is the only real poetry was the opinion of Sándor Petőfi, one of the greatest Hungarian poets, whose best poems rank among the masterpieces of world literature”., Encyclopædia Britannica, 2012 edition
  21. Szalipszki, pg.12 Refers to the country as "widely considered" to be a "home of music".
  22. UNWTO Tourism Highlights: 2018 Edition. 2018. doi:10.18111/9789284419876. S2CID 240334031 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 9789284419876. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "International organizations in Hungary". Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Király, Péter (1997). A magyarok elnevezése a korai európai forrásokban (The Names of the Magyars in Early European Sources) /In: Honfoglalás és nyelvészet ("The Occupation of Our county" and Linguistics)/. Budapest: Balassi Kiadó. د کتاب پاڼې 266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-963-506-108-2. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Peter F. Sugar, المحرر (22 November 1990). A History of Hungary. Indiana University Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-253-20867-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Uralic etymology : Query result". starling.rinet.ru. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. György Balázs, Károly Szelényi, The Magyars: the birth of a European nation, Corvina, 1989, p. 8
  28. Alan W. Ertl, Toward an Understanding of Europe: A Political Economic Précis of Continental Integration, Universal-Publishers, 2008, p. 358
  29. Z. J. Kosztolnyik, Hungary under the early Árpáds: 890s to 1063, Eastern European Monographs, 2002, p. 3