لومړی وزیر

لومړی وزیر، صدر اعظم یا د کابینې مشر تر ډېره پورې په پارلماني یا نیمه ریاستي نظامونو کې د دولت د اجرایوي قوې په اډانه کې د کابینې مشر وي. د دغه سیسټمونو له مخې لومړی وزیر دولت مشر نه وي بلکې د حکومت مشري ور تر غاړې وي چې په دیموکراتیکو شاهي مشروطه نظامونو کې د پاچا او یا هم جمهوري نظامونو کې د ولسمشر تر لاس لاندې خدمت کوي.

په هغو پارلماني نظامونو کې چې د ویسټ منېسټر سیسټم له مخې جوړ شوي، لومړی وزیر د حکومت واقعي مشر او په اجرایوي قوې بشپړ واکمن دی. په دغه ډول سیسټمونو کې دولت مشران یا د هغو رسمي استازي (پاچا، ولسمشر یا ګورنر جنرال) په داسې حال کې چې یو شمېر ریزرف یا انحصاري واکونه لري، خو په معموله بڼه تشریفاتي ځایګي لري.

په یو شمېر ولسمشریزو نظامونو لکه د سویلي کوریا او پیرو په نظامونو کې لومړی وزیر د کابینې تر ټولو مخکښ وزیر دی خو د حکومت مشري ور ترغاړې نه ده.

په ډېری سیسټمونو کې لومړی وزیر د کابینې ټول غړي ټاکي او کولای شي هغه له واکه ګوښه کړي؛ همدارنګه کولای شي د حکومت له اډانې بهر یو شمېر څوکۍ رامنځته کړي. په ډېر دولتي نظامونو کې لومړی وزیر د کابینې مخکښ غړی او مشر دی. په ډېر لږ شمېر نظامونو په ځانګړې توګه په نیمه ریاستي هغو کې لومړی وزیر د ملکي خدمتونو د مخکې وړونکي رول لري او د دولت مشر لارښوونې پلې کوي.

نن ورځ په ټولیزه توګه نه بلکې تر ډېره لومړی وزیر د مقننې قوې د قانون جوړونکې یا ولسي جرګې غړيتوب لري او تمه ترې کېږي څو د نورو ټولو وزیرانو په څنګ کې د مقننه قوې له خوا د لوایحو له تصویب ډاډ ترلاسه کړي. په یو شمېر پاچاهیو کې پاچا کېدای شي د پارلمان له تائید پرته له خپلو اجرایوي واکونو (چې سلطنتي واکونه ورته ویل کېږي) ګټنه وکړي.

د حکومت د مشرۍ په خوا کې کېدای شي لومړی وزیر نورې دندې او مسئولیتونه هم پر غاړه ولري – د بېلګې په توګه د بریتانیا لومړی وزیر د دغه هېواد د خزانې د لومړي لارډ یا مالیې وزیر او د ملکي خدمتونو د وزیر مسئولیتونه پر غاړه لري. په یو شمېر مواردو کې لومړي وزیران کولای شي د ګڼ شمېر وزارتونو مسئولیت پر غاړه واخلي (د بېلګې په توګه هغه مهال چې د دغو څوکیو موثر مدیریت د دولت د بقا لپاره اړین وي)؛ د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال لومړی وزیر وینسټون چرچیل د دفاع وزیر هم و (په داسې حال کې چې وروسته دفاع وزارت شتون نه درلود). بله بېلګه یې د اسرائیلو څلوردېرشم حکومت (۲۰۱۵- ۲۰۱۹ زکال) و؛ لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لومړي وزارت د څوکۍ سربېره د اړیکو (مخابراتو)، بهرنیو چارو، منطقوي همکاریو، اقتصاد، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسئولیت پر غاړه درلود.

ریښه موندنهسمول

د لومړي وزیر اصطلاح ۱۷مې پېړۍ ته په اړوندو منابعو کې کاردینال ریشلیو ته کارول شوې هغه مهال چې نوموړی په ۱۶۲۴ زکال کې د فرانسوي شاهي شورا مخکښ وزیر وبلل شو. دغه عنوان د ایالتي مخکښ وزیر (principal ministre d'État) د عنوان په خوا کې کارول کېده چې د هغوی د مسئولیتونو څرګندويي یې کوله. له ۱۶۶۱ زکال وروسته څوارلسم لويي او د هغه اولادې اجازه ورنکړه څو له وزیرانو څخه یو یې تر ټولو مهم وي؛ له همدې امله نور له دغه عنوان څخه ګټنه وه نه شوه. [۱][۲]

په اتلسمه پېړۍ کې د بریتانیا د پارلمان غړو په توهین کوونکې بڼه له دغه عنوان څخه ښاغلي رابرټ والپول (چې رسمي لقب یې د خزانه داری لومړی لارډ و) وکاروه. د ټولې اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې بریتانیا له فرانسې سره په اوږد مهاله جګړه کې ښکېل وه چې په دوره یي بڼه به هر اړخیزه جګړه په کې شاملېدله او بریتانویانو به په ښکاره ډول د فرانسې د مطلق سلطنت د استبداد پر ضد په خپلې آزادۍ غوښتنې افتخار کاوه. له همدې امله له ریشلیو سره تلویحي پرلتې د والپول لپاره هېڅ تعریف نه درلود. د وخت په تېرېدو سره دغه عنوان افتخاري بڼه ومونده او تر ۲۱مې پېړۍ پورې راپاتې شو. [۳]

تاریخچهسمول

ریښهسمول

د انګلستان او لویې بریتانیا پاچاهانو داسې وزیران لرل چې پر هغو یې له نورو ټولو ډېر باور درلود او د حکومت د مشرانو په توګه په پام کې نیول کېدل. د بېلګې په توګه د اتم هنري د واکمنۍ پر مهال توماس کروموېل، د لومړۍ الیزابت د واکمنۍ پر مهال د بورګلي لارډ ویلیام سیسیل، د دویم چارلز د واکمنۍ پر مهال کلارندون او د ملکې آن د واکمنۍ پر مهال ګوډولفین تر ټولو باوري وزیران و. دغه وزیرانو بېلابېلې رسمي څوکۍ لرلې خو معمولا د «وزیر»، «مخکښ وزیر» او بالاخره د «لومړي وزیر» په نومونو پېژندل کېدل.

د دغو وزیرانو ځواک په بشپړه توګه له پاچا سره د دوی شخصي اړیکو ته اړوند و. په داسې حال کې چې د دغه ځایګي لرلو لپاره د پارلمان د مهارولو وړتیا یو له مهمو شرایطو څخه وه خو دوی د خپل واک لپاره پارلماني اکثریت ته اړ نه و. په داسې حال کې چې د کابینې غړي بیا په بشپړه توګه د پاچا له خوا ټاکل کېدل او د کابینې د ناستو مشري به هم خپله پاچا کوله.

هغه مهال به چې پاچا له خپل لومړي وزیر ستړی شو هغه به یې له واکه ګوښه کړ او یا هم له هغو بد غبرګون به یې پر وړاندې ښود؛ کروموېل اعدام شو او کلارندون هغه مهال چې د پاچا پام یې له لاسه ورکړ تبعید کړای شو. پاچاهانو ډیری وخت خپل واکونه په مساوي توګه د دوه یا زیاتو وزیرانو ترمنځ ویشل څو د یوه وزیر له مخکښ توب مخه ونیسي؛ د بېلګې په توګه د محافظه کارو وزیرانو هارلي او ویسکانټ بولینګبروګ واکونه شریک و.

د لومړیو وزیرانو څوکیو ته لنډه کتنهسمول

په پاچاهیو او جمهوریتونو کېسمول

د لومړي وزرات څوکۍ په مشروطه شاهي نظامونو (لکه د بلجیم، ډنمارک، جاپان، لوکزامبورګ، هالنډ، ناروې، مالیزیا، موراکو، هسپانیا، سویډن، تایلنډ، کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ او لویې بریتانیا) او همدارنګه په پارلماني جمهوریتونو کې چې د هېواد مشر څوکۍ په کې انتخابي ده (لکه د چک په جمهوریت، فرانسې، یونان، هنګري، هند، اندونیزیا (۱۹۴۵-۱۹۵۹ زکال)، ایرلنډ، پاکستان، پرتګال، مونټینګرو، کرواسیا، بلغاریا، رومانیا، صربیا، ترکیې (۱۹۲۳- ۲۰۱۸ زکال) او ایټالیا) شتون لري. د «اعلی وزیر»، «صدراعظم»، «لوی وزیر»، «چانسلر»، «تایوسیچ»، «سټېټ منېسټر»، «حکومت مشر»، «د وزیرانو شورا مشر» او «سټېټ سکرټر» عناوین د لومړي وزیر د عنوان مترادف دي چې د لومړي وزیر په توګه ژباړل کېږي.

دا د ولسمشریز نظام سره په ټکر کې دی چېرې چې ولسمشر (یا د هغو معادل) د دولت او حکومت دواړو مشري کوي. په یو شمېر ریاستي نظامونو او یو شمېر نیمه ریاستي نظامونو لکه د فرانسې، روسیې، سویلي کوریا یا اوکراین په نظامونو کې لومړي وزیران په معمول ډول د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او د مقننې قوې له خوا له تائید وروسته د ولمسشر د لارښوونو په پلي کولو سره د ملکي خدمتونو مسئولیت ورترغاړې وي. د چین د جمهوریت (تایوان) لومړی وزیر د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي خو د مقننې قوې تائید ته اړتیا نه لري.

د فرانسې د لومړي وزیر ټاکنه هم د پارلمان تائید ته اړتیا نه لري، خو کېدای شي د پارلمان په فشار سره استعفا کولو ته اړ کړای شي. په دغه ډول نظامونو کې دا شونې ده چې ولسمشر او لومړی وزیر دې له جلا ګوندونو څخه وي، په دې شرط چې مقننه قوه د ولسمشر له ګوند څخه پرته د بل ګوند په واک کې وي. معمولا دغه ډول حالت ته په سیاسي ادبیاتو کې ګډ ژوند ویل کېږي.

سرچينېسمول

  1. "Testament Politique du Cardinal Duc de Richelieu, Premier Ministre de France sous le Règne de Louïs XIII". 1709. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ancien Régime Archived 31 October 2018 at the Wayback Machine. in Encyclopédie Larousse ("Après 1661, Louis XIV impose une nouvelle formule, qui joue à la fois sur les ministres et sur les conseils, sans accepter la primauté d'un ministre.")
  3. "Oxford English Dictionary". د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)