منځنۍ اروپا
منځنۍ اروپا په اروپا کې د ختیځي اروپا او لويديځي اروپا په منځ کې یوه لویه سیمه ده چې په اوږدوالي د بالټيک له سمندر نه د آلپ ترغرونو پورې او په پلنوالي د رين له سیند نه د ډوناي تر ژورې پورې پرته ده. د منځني اروپا د مځکې سطح ډیر بدلیدونکي دي. نوموړي سیمه د لویو غرونو، سندونو ژورو او ځنگلونو څخه جوړه شوي ده. منځني اروپا په ځانگړي ډول د آلمانانو او لويځو سلاویانو لخوا آباد شوي دي.
د منځنۍ اروپا مهم هېوادونهسمول
|
||
د منځنۍ اروپا ژبېسمول
- آلماني ژبه د منځنۍ اروپا تر ټولو گڼ شمير لرونکي ژبه ده چې په آلمان، اتريش، سويس او لیختناشتاین کې ویل کېږي او د دي هېوادونو رسمي ژبه هم ده.
- پولنډي ژبه یوه لويځي سلاوي ژبه ده چې په پولنډ چېک جمهوريت او سلواکيا کې ويل کېږي او د پولنډ رسمی ژبه ده.
- هنگري ژبه فینواوگری ژبه ده چې په مجارستان کې ویل کېږي
- سلواکي ژبه د لويځو سلاوو ژبو څخه یوه ژبه ده چې په سلواکيا او چېک جمهوريت کې ویل کېږي. ویونکي شمېر یی ۵ میلیونه دي.
- چېکي ژبه د لويځو سلاوو ژبو څخه یوه مهمه ژبه ده چې په چېک جمهوريت، سلواکيا، پولنډ او اتريش کې ويل کېږي. نوموړي ژبه د چېک د جمهوريت رسمي ژبه ده. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکل ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی کارېږي. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده