د ويشېگراډ اتحاديه

د ويشېگراډ اتحاديه (په چېکي: Visegrádská skupina په پولنډي: Grupa Wyszehradzka په هنگري:Visegrádi Együttműködés) د څلورو هېوادونو چېک جمهوريت، پولنډ، مجارستان او سلواکيا په منځ کې یوه سياسي، اقتصادي او پوځي اتحاديه ده چې په ۱۹۹۱ کال کې د هغو هېوادونو د اروپايي بشپړونه په ترڅ کې منځ ته راغله. نوموړي اتحاديه ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې گډ خارجي سیاست، گډ امنيت، د اروپايي دموکراتیک پراختيا او د هېوادونو په منځ کې همکاري ترسره کړي.

د ويشېگراډ د اتحاديې نښان

د ويشېگراډ اتحاديه تاريخ سمول

د ويشېگراډ اتحاديه په ۱۵ فبروري ۱۹۹۱ کې د ويشېگراډ په ښار کې په مجارستان کې د درو ولسمشرانو واتسلاف هاول، يوسيف آنټال او لېخ والېسا په ملاقات کې لاسليک او جوړه شوه. نوموړي اتحاديه د ۱۹۹۳ کال څخه څلور غړی لري. کله چې په ۲۰۰۴ کال کې چېک جمهوريت، پولنډ، مجارستان او سلواکيا د اروپا د مشترکو هېوادو غړی شول نو د ويشېگراډ اتحاديه سیاسي فعاليتونه زيات شول.

د ويشېگراډ نړيواله بسپنه سمول

 
د ويشېگراډ اتحاديه مرکز په سلواکيا کې

د ويشېگراډ نړيواله بسپنه یوه بسپنه ده چې په چېک جمهوريت کې د Štiřín په ښار کې په ۹ جولای ۲۰۰۰ کال کې جوړه شوه او اوسني مرکز یی په سلواکيا کې د Bratislava په پایتخت کې پروت دي. نوموړی بسپنه د مختلفو پروژو څخه (لکه ثقافتي، فني ، تحقيقي پروژې او د سياحت پراختيا) ملاتړ کوي.

د ويشېگراډ هېوادونه سمول

سرچينې سمول