ناصر لدین الله

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس احمد الناصر لدين الله بن الحسن المستضيء بن يوسف المستنجد بن محمد المقتفي بن احمد المستظهر العباسي الهاشمي القرشي ( ۵۵۳ – رمضان ۶۲۲ هـ س / ۱۱۵۸ – سپټمبر ۱۲۲۵ زیږدیز) چي په عامه توګه د ناصر لدین الله په نوم پېژندل کیږي، په بغداد کي د بنو عباس کورنۍ څلور دېرشم خلیفه وو.

ناصر لدین الله
أبو العباس أحمد الناصر لدين الله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ اگسټ ۱۱۵۸[۱] — ۱۱۸۰[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۵ اکتوبر ۱۲۲۵ — ۱۲۲۵[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

ناصر د خپل پلار تر مړيني وروسته له 1180 څخه تر 1225 زیږدیز پوري د څلور نیمو لسیزو لپاره د عباسي خلافت چاري په لاس کي درلودې. نوموړی په عباسي خلافت کي د نورو خلفاوو په څېر یوازي دولتي واکمن نه بلکي شاعر، ادیب او لیکوال هم وو.

واکمني

سمول

ناصر لدین الله د بغداد په عباسي خلافت کي یو له هغه کسانو څخه وو چي د خپلي اوږدې واکمنۍ په ترڅ کي یې د خلافت پخوانئ برم د ختیځ په یو شمېر سیمو فتحه کولو باندي له سره ژوندئ کړ، او ددې ترڅنګ یې په شام او مصر کي د اسلامي نړۍ له نوموتي فاتح سلطان صلاح الدین ایوبي سره ډیري ښې اړیکي درلودې، چي د همدغه اړیکو له امله د بغداد ترڅنګ په شام او مصر کي هم د نوموړي په نامه خطبه وویل سوه او د خلافت پخوانۍ دبدبه د اسلامي نړۍ تر ډیرو سیمو پوري وغځېدل.

د شام او مصر دپورتني حالت خلاف په ختیځه اسلامي نړۍ کي د عباسي خلافت دبدبه هغسي پاته نسول لکه چي څنګه یې فکر کېدی، بلکي یاده سیمه د خورازم شاه په نامه د یو ستر واکمن په لاس کښېوتې وه او نوموړی دومره مغروره او بې پروا شخص وو چي د افغانستان، پارس او مرکزي اسیا تر نیولو وروسته یې د بغداد له خلیفه سره هم دښمني پيل کړه او غوښتل یې ترڅو هغه له واکه وغورځوي. خوارزم شاه د خپلي یادي پریکړي د ترسره کولو لپاره یو لوی فوځ چمتو او مخ د عراق په لوري روان سو، خو څرنګه چي په هغه کال هوا سخته سړه وه نو ځکه یې پرېکړه بیرته بدله او برید یې راتلونکي کال ته پرېښاوه.

د خوارزم شاه له بده بخته راتلونکی کال د مرکزي اسیا او افغانستان سیمي د چنګیز خان په مشرۍ د مغولانو تر خونړي برید لاندي راغلې او نوموړی نور دې ته پاته نسو ترڅو له بغداد سره زور ازمویني ته لاس واچوي. خلیفه ناصر که څه هم چي په دې پېښه باندي خوشاله وو، خو په وروسته کي یادي پیښي ډېر لوی ناورین وزېږاوه او د مرکزي اسیا، افغانستان او پارس وروسته یې ټوله اسلامي نړۍ ویجاړه یا له ګواښ سره مخ کړه.

د ناصر د ذکرسوي بهرني سیاست په هاخوا نوموړي په کور دننه هم یو بل جالبه سیاست چي وروسته یې منفي پایله ورکړه پیل کړ، او هغه داچي په عباسي دربار کي یې د مذهبي توازن ساتلو لپاره شیعه ګانو او سني حنبلیانو دواړو ته دولتي چوکۍ ورکړې چي دې پیښي د نوموړي تر مړیني وروسته په بغداد کي مذهبي اختلافاتو ته سخته لمن ووهل.

ناصر لدین الله سره ددې چي د خپلو دښمنانو په ځپلو او اسلامي نړۍ کي د نفوذ غځولو ښه سیاست درلود، خو یو شمېر بې پروا پریکړي یې داسي څه وې چي تر ده وروسته یې عباسي خلافت له لوی کړکېچ سره مخ کړ.

مړینه

سمول

خلیفه ناصر لدین الله په 1225 زیږدیز کال کي د 69 کلونو په عمر وفات او خاورو ته وسپارل سو.

  1. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/al-Nasir. Subject named as: al-Nasir. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: National Encyclopedia of Uzbekistan. Publisher: Oʻzbekiston milliy ensiklopediyasi Davlat ilmiy nashriyoti. اثر ژبه: اوزبکي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۰.