مراد (اول)

د عثمانیانو دریم سلطان (د ۱۳۶۲ تر ۱۳۸۹)

مرادخان چي دلمړي مرادخان اومراد خداوندکار په نامه هم یادیږي دعثماني ټولواکمني (خلافت) دریم واکمن اود ارخان غازي زوی وو . نوموړی په ۱۳۲۶زیږدیزکال کي دعثماني خلافت (اوسنی ترکیې) په بورسه ښارکي وزېږېدی.

مرادخان (لمړئ)
(عثمانی ترک: مُراد اوَّل د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مراد (اول)
مراد (اول)

د شخص معلومات
اصلي نوم مرادخان بن غازي ارخان بن غازي عثمان بن اطغرل
پيدايښت ۲۹ جون ۱۳۲۶
بورصه [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه ۱۳۸۹ زیږدیز کال
هديره بورصه   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اسلام سني
اولاد بایزید یلدرم (اول)   د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار ارخان   د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورنۍ د عثمانیانو لړۍ   د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آخري معلومات
کاروونکي ژبه(ي) عربي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مراد (اول)
مراد (اول)

دمرادخان حکومت سمول

مرادخان دخپل پلار ترمرګ وروسته په ۱۳۶۰ز کال کي دعثماني خلافت مشرتوب ته ورسېدی اودغه وخت یې عمر شاوخوا ۳۶کاله وو . دمرادخان پلار ارخان په اصل کي غوښتل چي خپل بل زوی شهزاده سلیمان ترمرګ وروسته دعثماني خلافت واکمن وټاکي خوڅرنګه چي هغه شهزاده دپلار په ژوندکي وفات سو نوځکه دمشرتوب چاري مرادخان ته پاته سوې.

واک ته له رسېدوسره سم مرادخان دخپل کورنۍ له ځینو غړو اوپه ختیځ کي دقرامان له دولت سره په اختلاف کي ونښتی خومرادخان حوصله له لاسه ورنکړه اودخپل سلطنت په لمړي کال یې دواړه له پښو وغورځول . تردې پیښي وروسته مرادخان دروم پرسلطنت باندي جګړې پیل کړې اولږ عمر نه ووتیرسوی چي په بالکان کي یې درومي سلطنت مهمي سیمي لاندي کړې . داروپا بالکاني دولتونو چي کله دمرادخان ذکرسوي عملیات ولیدل سمدستي یې په اقدام لاس پوري کړ اوڅو اروپايي هیوادونوپه ګډه عثماني سلطنت تر بریدلاندي ونیوی . مرادخان چي داروپایانو له چمتووالي خبرسو په هغه ګړي یې ځان جګړه ته تیارکړ خودنوموړي فوځي قومندان لاله شاهین دمرادخان ترمخه دمارټیزا په نوم سیمي ته ورسېدی اودخپل لږاندازه فوځ په مرسته وتوانېدی ترځودعیسایانو لوی فوځ قتل اودهنګریې واکمن خپل هیوادته په تیښته مجبوره کړي . ددې جګړې په پایله کی رومي سلطنت مجبوره سو ترڅوعثمانیانوته جزیه ورکړي اومرادخان خپل پلازمینه څه عمر وروسته ادرنه ښارته انتقال کړه کوم چي دبالکان هیوادونوته پرپوله باندي پروت وو.

دمارټیزا ترجګړې څه عمر وروسته مرادخان په اناطولي کي دآق شهر په نوم سیمه له بني حمید واکمني څخه رانیول چي په دې سره دعثماني سلطنت حدود هغه لوري ته هم پراخه سول . په همدې وختونو کي دقرامان واکمن علاءالدین یوځل بیاښورښ ته لاس واچاوه اودعثماني سلطنت پرختیځ لوري یې هجوم وروړ خومرادخان پرنوموړي داسي کاري ګوزار وکړچي دعلاءالدین لښکر مات اوخپله هغه ژوندئ ونیول سو . څرنګه چي دعلاءالدین مېرمن دمرادخان لورکېدل له همدې کبله مرادخان ترنیولو وروسته نوموړي ته څه ونه ویل اودخپلي لور په خاطریې بیرته ایله کړ.

دعلاءالدین ترماتي وروسته په اروپاکي یوځل بیاجګړې سرپورته کړ اوبلغاریا اوسربیاپه ګډه له عثمانیانوسره په نښته کي ښکېل سوه، ددې بغاوت غلي کولولپاره داځل دمرادخان بل قومندان تیمورتاش پرعیسایانو باندي یرغل وکړ اوپه څوکاله کي یې دمناستر ښار سربېره دبلغاریا پلازمینه صوفیاهم ونیول.

دختیځي اروپا له هیوادونوڅخه ترڅو جګړو ګټلو وروسته سلطان مرادخان یوځل بیا په کورني بغاوت کي ښکیل سوځکه دنوموړی زوی صاووجي دروم له شهزاده سره یوځای دعثماني سلطنت په وړاندي بغاوت اعلان اودخپل پلار په وړاندي یې جګړه پیل کړه، په دې جګړه کي دهرکله په څېرسلطان مرادخان یوځل بیابریالئ سو اوخپل زوی صاووجي یې له نیولو سره سم په سترګو باندي ړوند کړ ترڅوبل شهزاده اویاهم عثماني چارواکی دبغاوت کولو جرئت ونکړي.

دقرامان دجګړې په اړه موږ یادونه وکړه چي سلطان مرادخان پکښي بریالئ سو خوپه دغه جګړه کي دسربیا یوشمېر سرتیري چي دمرادخان سره دتړون پربنسټ ملګري وه دمسلمانانوپه وژلو او ازارولویې لاس پوري کړچي له همدې امله مرادخان هغوی ته سختي سزاوي ورکړې، ددغه سزاوو له کبله دسربیا حکومت په غوسه سو اویوځل بیایې دعثماني خلافت په وړاندي جګړه اعلان کړه. دغه جګړه چي دکوسوو په نوم یادیږي په ۱۳۸۹ز کال کي رامنځ ته سول اوپه پایله کي يې مرادخان دسربیا ترڅنګ نورو اروپايي هیوادونوته هم سخته ماته ورواړول اودسربیا واکمن لازار ووژل سو خودجګړې په جریان کي سلطان مرادخان دیوسربیايي سرتیري په لاس زخمي او وروسته په شهادت ورسېدی.

دمرادخان شهادت سمول

سلطان مرادخان دخپل شهادت ترمخه دسربیا لازار ځای پرځای وواژه اوتردې وروسته خپله سلطان هم دشهادت جام نوش کړ . دشهادت تاریخ یې 1389 زیږدیز کال دی.

دمرادخان کورنۍ سمول

دمرادخان مېرمني ګل چیچک خاتون، پاشا ملک خاتون، تمارا خاتون، ډیسپینا او فوادانه خاتون نومېدلي او دزامنو نومان یې کندوزبک، صاووجي، بایزید یلدرم، یعقوب چلپي او ابراهیم بک وه، لوڼي یې سلطان خاتون اونفیسه خاتون نومېدلي چی په هغوی کي نفیسه خاتون دقرامان دواکمن مېرمن کېدل .

  1. http://www.theottomans.org/english/family/murat1.asp