سلطان چې په اصل کې له سلطان نه اخیستل شوی لغات دی، د عربي ژبې ریښه لري. سلطان په عربي ژبه کې واکمن یاهم امپراطور (ټولواکمن) ته ویل کیږي. لکه څنګه چې د شاه ځایناستي ته شهزاده ویل کیږي نو د تاریخي او ادبي نظره د سلطان ځایناستي ته (سلطان زوی) ویل کیږي. د افغانستان په لرغونی تاریخ کې سلطان تر ډیره هراړخیز واکمن ته کار شوی دی.

سلطان محمود غزنوي

سلطان يو مقام دی چې ګڼې تاريخي معناوې لري. دا د «ځواک»، «اختياراتو»، «واکمني» په معنا يو مطلق اسم و، کوم چې له لغوي اسم «سلطة» څخه اخستل شوی و چې د اختيار، يا ځواک په معنا ده. وروسته د  واکمنو لپاره د لقب په توګه کارول کېدو، چا به چې په عمل کې د بشپړې خپلواکۍ ادعا کوله (دا معنا چې په هېڅ لوړ پوړي واکمن به متکي نه و)، خو په ټوليز ډول يې د خلافت ادعا نه کوله او نه به په يو خلافت کې د يو ولايت پياوړي والي ته دا نوم کارېدو. د دې ټکي صفتي بڼه سلطاني دی، همدا راز هغه دولت او سيمې ته چې سلطان واکمنمي پرې کوي، تر څنګ يې د هغه دفتر ته د سلطنت (سلطنة) نوم اخستل کېږي.[۱][۲][۳]

دا اصطلاح له پاچا (ملک) څخه جلا ده، سره له دې چې دواړه اصطلاحات يو خپلواک واکمن ته اشاره کوي. د سلطان ټکي استعمال تر مسلمانو هېوادونو پورې محدود دی، په داسې حال کې چې دا لقب له ځانه سره مذهبي اهميت لري، کوم چې د ډېر سيکولار (لادينه) لقب پاچا (بادشاه) سیال لقب دی، د پاچا  اصطلاح هم په اسلامي او هم په غېر اسلامي هېوادونو کې کارول شوې ده.[۴][۵]

په وروستیو کلونو کې، عصري ميراثي واکمنو له خوا کرار کرار د سلطان لقب (منصب) پر پاچا، څوک چې هيله لري د قانون تر حاکميت لاندې په خپله سيکولار واکمنۍ ټينګار وکړي. د پام وړ بېلګه يې مراکش دی، د چا ټولواک چې په ۱۹۵۷ز کال کې خپل نوم له سلطان څخه پا پاچا واړاوه.

د دې اصطلاح تاریخ سمول

دا ټکی له عربي او سامري جرړو لرونکي ټکي «سلطه» څخه اخستل شوی دی، معنا يې ده سخت، پیاوړی. د سلطان نوم په لومړيو کې يو اخلاقي واک يا روحاني ځواک (سياسي ځواک په خلاف) لپاره جوړ شوی و او په همدې معنا په قرأن کریم کې په ګڼو ځايونو کې ذکر شوی دی.[۶]

د اسلامي نړۍ په لومړيو کې، په نظري ډول تر ټولو زيات واک او اختيارات له خليفه سره وو، څوک چې د خلافت د رهبر په توګه بلل کېدو. په هر حال، له اتمې پېړۍ وروسته د اسلامي نړۍ مخ پر زياتېدو سياسي وېش دا اجماع وننګوله. د اداري واک لرونکو سيمه ييزو والیانو د امير (په دوديز ډول د قوماندان يا شهزاده په توګه ژباړل شوی دی) لقب درلود او د خليفه له خوا ټاکل کېدل، خو په نولسمه پېړۍ د دوی له منځه ځينې يې عملي خپلواک واکمن وګرځېدل، کومو چې خپلې واکمنې کورنۍ سلسلې جوړې کړې، لکه اغلبيان او طولونيان.د لسمې پېړۍ په وروستيو کې، د هغه انفرادي واکمن لپاره د سلطان د اصطلاح کارېدل پيل شول چې په عملي ډول يې خپلواک اختيارات درلودل، که څه هم په دې ډول د دې اصطلاح لومړی اوښتون پېچلې او موندل يې ستونزمن دي. په څرګند ډول خپل ځان ته د دې لقب ورکونکی لومړی ستر شخصيت غزنوي واکمن محمود و (۹۹۸-۱۰۳۰ ز)، چا چې د اوسني افغانستان او پر شا اوخوا سيمو واکمنې سترواکي مشري کوله. ډېر ژر، غزنوی سترواکۍ ته په ماتې ورکولو او له دوی څخه په پراخه سيمه واک تر لاسه کولو څخه وروسته سلجوقيانو هم همدا لقب خپل کړ، د هغوی په واکمنۍ کې د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد هم شامل و. لومړی سلجوقي مشر «تغرل بي» لمړی هغه مشر و چې په خپله سکه يې د سلطان لقب حک کړ. په داسې حال کې چې سلجوقيانو په بغداد کې خليفه په رسمي ډول د اسلامي امت د ټولمشر په توګه ومانه، بيا هم د هغوی د سياسي ځواک سيوری عملاً پر عباسيانو خپور و. له همدې امله مختلفو اسلامي علماوو – په ځانګړي ډول الجويني او الغزالي – د منل شويو خلفاوو د رسمي پیاوړې واکمنۍ په چوکاټ کې د سلجوقي سلاطينو د سياسي اختياراتو لپاره د نظرياتي جواز پيدا کولو هڅه وکړه. په عموم کې، دا نظريه پر ځای وساتل شوه چې ټول مشروع واکونه له خليفه څخه تر لاسه کېږي، خو هغه دا واکونه خپلواکو واکمنو ته لېږدېدلي و، څوک چې خليفه په خپله د مشروع واکمنو په توګه منل. د بېلګې په ډول، الغزالي استدلال کړی، په داسې حال کې چې خليفه د اسلامي قانون (شريعة) تظمين کوونکی و، په عملي ډول د قانون د تنفيذ لپاره جبري ځواک ته اړتيا لېدل کېده، او نېغ په نېغه د دې ځواک څخه کار اخيستونکی سلطان و.[۷][۸][۹]

د صليبي جګړو پر مهال د سلطان د مقام اهميت لا پسې زيات شو،  هغه مهال کله چې هغو مشرانو په شام کې د صليبي دولتونو پر ضد د مبارزې مشري وکړه چې د سلطان لقب يې درلود (لکه صلاح الدين او ايوبي واکمنه کورنۍ). په ۱۲۵۸ز کال کې د مغولو په لاس د بغداد له ويجاړۍ وروسته د پېښ شوي بحران په اوږدو کې د سلطان د موقف په اړوند اندونه جوړ شول، کوم چې د عباسيانو د سياسي ځواک پاتې شوني هم پای ته ورسول. له هغې څخه راوروسته، د عباسي خلفاوو پاتې زوزات په قاهره کې د مملوکيانو تر ساتنې لاندې ژوند وکړ  او بيا هم مملوکيانو تش په نوم د خلفاوو په توګه منلي وو. په هرحال، له همدې وخت راهيسې دوی سره هېڅ راز عملي اختيار نه درلود او د سني اسلامي نړۍ په کچه منل شوي نه وو. د عباسي خلفاوو د سلسلې د ساتونکو په توګه، مملوکيانو خپل ځانونه د سلاطينو په توګه منلي وو او اسلامي عالم خليل الظاهري استدلال کړی چې یواځې دوی کولای شول دا لقب له ځانه سره ولري. په هر حال، په عملي ډول، د هغه پړاو ډېرو نورو اسلامي واکمنو هم دا لقب کارولو. مغولي واکمنو (چې هغه مهال يې اسلام منلی و) او نور ترکي واکمن هغه څوک و چې د سلطان لقب يې خپل کړی و. [۱۰][۱۱]

په شپاړسمه پېړۍ کې هغه مهال د سلطان او خليفه د مقامونو يوځای کېدل پېل شول، کله چې عثماني سترواکۍ مملوکي سترواکۍ ونيوله او په ډې ډول د منځني ختيځ، شمالي افريقا او ختيځې اروپا په ډېرو سيمو کې بلا منازع مخکښ سني مسلمان ځواک وګرځېد. په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني عالم او فقيه «ابيسوډ مهمت افندي» د هغه مهال عثماني سلطان (هغه مهال د برم څښتن سليمان) د ټولو مسلمانانو خليفه او ټولمشر په توګه ومانه. د سلطان او خليفه دا يووالی په نولسمه پېړۍ کې د عثماني سترواکۍ د سيمو د سقوط پر مهال په لا زيات ډول د ټینګار وړ وګرځېد، کله چې عثماني واکمنو د اروپايي (مسيحي) استعمار د پراختيا په وړاندې سلطان د ټولې اسلامي نړۍ د رهبر په توګه وړاندېز کړ. د دې روایت د یوې برخې په توګه، ادعا شوې چې کله په ۱۵۱۷ز کال کې سلطان سليم اول قاهره ونيوله، په قاهره کې د عباسيانو وروستي اولاد په رسمي ډول د خليفه لقب هغه ته انتقال کړ. په همدې بنسټ دې امتزاج د سلطان پررسمي سياسي واک سربېره د هغه مذهبي او رحاني واک هم لوړ کړ.[۱۲][۱۳]

د دې وروستي پړاو پر مهال، د سلطان لقب له عثماني سترواکۍ بهر هم کارېدو، لکه د سوماليې اشراف، مالايي رئيسان او د مراکش سلطان (لکه په اولسمه پېړۍ کې منځ ته راغلې علوي واکمنه کورنۍ). په هر حال، دا لقب د شيعه مسلمانو واکمنو له خوا د خپلواک لقب په توګه نه کارېدو. د ايران صفوي واکمنې کورنۍ، چا چې د هغه زمانې تر ټولو ستر اسلامي شيعه دولت په واک کې درلود، عموماً پارسي لقب شاه کاراوه، دا هغه دود و چې له دې وروسته واکمنو کورنیو کې هم جاري و. خو له بلې خوا د سلطان اصطلاح عموماً د دوی په قلمرو کې ولايتي والیانو ته ورکول کېده.[۱۴]

سرچينې سمول

  1. Sultanic - Define sultan at dictionary.com
  2. "Definition of SULTANATE". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Sultanate Definition & Meaning | Britannica Dictionary". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. James Edward Montgomery (2004). ʻAbbasid Studies: Occasional Papers of the School of ʻAbbasid Studies, Cambridge, 6-10 July 2002. Peeters Publishers. د کتاب پاڼې 83. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-429-1433-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Riad Aziz Kassis (1999). The Book of Proverbs and Arabic Proverbial Works. BRILL. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-11305-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kramers, J.H.; Bosworth, C.E.; Schumann, O.; Kane, Ousmane (2012). "Sulṭān". In Bearman, P.; Bianquis, Th.; Bosworth, C.E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W.P. (المحررون). Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Brill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Duri, A.A. (2012). "Amīr". In Bearman, P.; Bianquis, Th.; Bosworth, C.E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W.P. (المحررون). Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Brill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Esposito, John L., المحرر (2003). "Sultan". The Islamic World: Past and Present. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Turan, Ebru (2009). "Sultan". In Esposito, John L. (المحرر). The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Turan, Ebru (2009). "Sultan". In Esposito, John L. (المحرر). The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kramers, J.H.; Bosworth, C.E.; Schumann, O.; Kane, Ousmane (2012). "Sulṭān". In Bearman, P.; Bianquis, Th.; Bosworth, C.E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W.P. (المحررون). Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Brill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Turan, Ebru (2009). "Sultan". In Esposito, John L. (المحرر). The Oxford Encyclopedia of the Islamic World. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Finkel, Caroline (2012). Osman's Dream: The Story of the Ottoman Empire 1300-1923. John Murray Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848547858. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kramers, J.H.; Bosworth, C.E.; Schumann, O.; Kane, Ousmane (2012). "Sulṭān". In Bearman, P.; Bianquis, Th.; Bosworth, C.E.; van Donzel, E.; Heinrichs, W.P. (المحررون). Encyclopaedia of Islam, Second Edition. Brill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)