عجب خان اپريدی (په انگرېزي: Ajab Khan Apredai) (زوکړه ۱۲۵۵ لمريز لېږدي کال - مړینه ۱۳۴۰ ل ل کال) د افغانستان د خپلواکۍ يو نامتو مبارز او د خپلواکۍ د لارې د مبارزینو مشر وو.

دوتنه:عجب-خان-اپريدی.jpg
عجب خان اپريدی

مخينه

عجب خان اپريدی د غلام حيدر خان زوی، په قوم اپريدی آدم خېل، پر ۱۲۵۵ ل ل کال د اخور درې د بوستخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. د پښتنو دا ستر اتل کوهاټ ته نژدي د ملک کمال خان موسی خېل په کلي کې اوسيده. لکه څنگه چې هغه د مېړانې، هېوادپالنې او خپلواکۍ غوښتنې يو اتل وو، نو هغه وخت چې هغه په خپلو قبايلي ورونو د انگرېزانو یرغلونه وليدل، نو د غيرت وينې ېې په جوش راغلې او د خپلو دوو نږدې ملگرو سره چې يو ېې ورور شهزاده خان، بل د پنجاب د کيملپور حيدر شاه او دريم ېې د تيراه د راجگل اکبر نوميد، د انگريزانو پر مرکزونو او کورونو د غدۍ په ډول يرغلونه کول او له دې کبله يې هغوی ته ډير زیانونه ورسول. عجب خان اپریدی په هند کې د آزادۍ غوښتونکو غورځنگونو په تیره د علي ورونو (علي برادران) د ملي مبارزو او قومي غرور د جذباتو لاندې راغلي وو.

ښاغلی محمد ولي ځلمی په خپل نښير «زموږ غازیان» په کتاب کې د غازي عجب خان اپریدي په اړه داسې لیکي: « څرنکه چې په پښتنو او پښتونولۍ کې د دښمن څخه بدل اخيستل یو ولسي دود دی او پښتو متل دی چې واېي: که سل کاله وروسته چا بدل واخيست نو تادي ېې کړې ده. انگرېزان چې د افغان – انگرېز تر درېیمې جگړې وروسته یې د افغانانو سیاسي خپلواکي تسلیم کړه، نو د خیبر د اورگاډي پټلۍ په جوړو لو کې د انگرېزانو په پالیسۍ کې ښکاره توپیر رامینځ ته شو.

انگرېزانو په خیبر کې د اورگاډي د پټلیو د جوړولو په کار کې د سرو سپینو زرو باران وکړ. په دې سره د انگرېزانو نېشه او غرور زیات شو. که داړه او یا دوکه به راتله، نو آمرانه حکم به وشو چې د قبایلو هر څوک چې د انگرېزانو خلاف دي، که په انگرېزي علاقه کې ولیدل شو نو هغه به سلاسسي نیول کېږي. د قبایلو عزتمند مشران په جیلونو کې واچول شول او انگرېزانو به په ډېر غرور سره په قبایلي سيکو کې تگ راتگ کاوه. یو ځل د ۱۹۲۳ زیږدي کال د اپرېل پر ۸ میجر اندرسن او میجر ایډورډ د ځواک په نېشه کې مست د لواړگي نه څلور میله وړاندې قبابلي سیمې ته ولاړل. نو داود شاه او اول خان هغوی په گولیو وويشتل او هماغه وو چې هغوی افغانستان ته راواوښتل. په همدغو ورځو کې انگرېزان د کوهاټ په دره کې ننوتل، نارینه په کور کې نه وو، د عجب خان د کور بې عزتي ېې وکړه. عجب خان د انگرېزانو دا حرکت قومي سپکاوی وگاڼه او د بدل اخيستلو لپاره ېې د ۱۹۲۳ ز کال په اپرېل کې د میجر ایلس میرمن په خطا ووژله او لور یې مس ایلس ترینه وتښتوله. عجب خان اپریدي د میجر الس د لور په تښتولو سره چې دغه میجر د انگرېزانو د مشهورو او زړورو افسرانو نه وو او نړیوال شهرت پیدا کړ او د نړۍ یو شمیر ورځپاڼو او مجلو دغه پېښه د مخالفت او یا موافقت له مخې په ډیر آب او تاب سره ولیکله او وروسته د ده پر مېړانه او زړورتیا باندې ناولونه، ډرامې او فېلمونه جوړ شول.

انگرېزانو غوښتل چې د عجب خان پر کورنۍ او کهول د یرغل کولو او فشار راوستلو له لارې عجب خان ورته تسلیم او په لاس ورشي. هغه وو چې د ۱۹۲۳ زیږدي کال د نوامبر په میاشت کې په سپين درند کې د اپریدو يوه داسې لویه جرگه جوړه شوه، چې دوو زرو کسانو پکې گډون کړی وو. په دغه جرگه کې پرېکړه وشوه چې هر ملک به په خپله سیمه کې د عجب خان د لټولو پازوال وي. که عجب خان د دوی په سیمه کې موجود نه وي، نو به د هغه د موندلو لپاره سلیمي گند او چې هلته عجب خان د خپلو ملگرو سره اوسېږي لښکر لېږي. د عجب خان د نیولو پر سر دیرش زره روپۍ انعام کېښودل شو. انگرېزانو په سفارتي او سیاسي بڼه هم پر افغانستان زور اچاوه چې نوموړی انگرېزانو ته تسلیم کړي، ځکه چې عجب خان د ۱۹۲۴ زیږدي کال په فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته اوښتی وو.

انگرېزان چې غاصبان دي نو زما هـم غلـيمان دي - دانگریز چې بډې خور دی هغه قوم لره پیغور دی

ښاغلي داود شاه اپریدي د غازي عجب خان اپریدي په اړه په بهیر ویبپاڼه کې یوه ډیره مستنده لیکنه کړې ده چې گرانو لوستونکو ته يې لوستل بې گټې نه دي. نوموړي لیکي: غازي عجب خان او د هغه ورور غازي شهزاده خان سره د خپلو دوو تنو مبارزو ملگرو مس ايلس د کوهاټ د چوڼۍ نه رااوچتوي، تيراه ته يې رسوي او د محمود اخـوند زاده چې د تيراه د سيمې يو روحاني مشر و او د عجب خان دوی نږدې دوست هم وو، په منځگړتوب پيرنگيان د عجب خان دوی شرطونه مني. د عجب خان د تره زوی او درې ملگري يې له قيده راخوشي کوي او د کور د سوځولو تاوان هم ورکوي. تر دې وروسته اوربند کېږی، خو تر اوربند وروسته پيرنگيان نږدې تر دوو اونیو وروسته تيراه بمباردوي او د عجب خان کور ته بيا اور اچوي.

لنډه دا چې محمود اخوندزاده او د تيراه ځینې کمزوري خرڅ شوي ملکان يا ټيکه داران د پبرنگيانو په سلا عجب خان او د هغه ورور شهزاده اپريدي ته وايي چې تيراه پرېـږده. عجب خان دوی مجبوره کېږي چې تيراه پرېږدي او د شينوارو خواته د سيد انور شاه په سلا د شينوارو د مندتو د کلي خوا ته ځي.

غـازي عجب خان تيـــــراه پريږدي - د پتمنـو شـيــنوارو خــواتــه ورځي

داوده! د تيراه کاڼي او بوټي ژاړي - چې غازي عجب، شهزاده تيراه پريږدي

د اختر شپې او ورځې وې چې عجب خان دوی د شينوارو سيمی ته ولاړل. پيرنگيان ډيره هڅه کوي چې د افغانستان پر حکومت زور راوړي، که په زور شي که په رضا، که د پيسو په بدل کې چې د شينوارو قوم عجب خان دوی ورتسليم کړي، خو د لوی خدای (ج) په فضل پيرنگيان په خپل دغه شوم پلان کې نه بريالي کېږي. ان پیرنگيان دې ته حاضر ول چې د شينوارو مندتو کلی بمبارد کړي، خو غازي امان الله خان يي مانع کېږي. نور حکومتي چارواکي لکه شاه ولي خان د پردې تر شا له پيرنگيانو سره مرسته کوي. داودشاه اپریدی لیکي:

هغه وخت چې عجب خان اپريدی ژوندی وو نو د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين او له ارواښاد نيک محمد پکتیاني سره یې یوه مرکه کړې وه او خپله کیسه یې دوی ته داسې بیان کړې وه:

« هغه وخت به محمود ﺁخوندزاده موږ ته ډاډ راکاوه چې که انگرېزان مې لس ځله په بمباريو کلي وران کړي، خو تاسو به له ځانه سره ساتو. تر دولسو ورځو وروسته انگرېزانو تيراه بمبارد کړه. اخوندزاده چې دا اکر وليد، موږ ته يې ځواب راکړ چې اوس تاسې زمانه ولاړ شئ، نور زه تاسې نه شم ساتلی.

موږ له خپل قومه ووتـــو او د اورکزیو (غونځــه) نومي ځای ته ولاړو او موږ ته یې هلته ځای راکړ. موږ بيا بيرته په اپريدو کې د سيد انور شاه کلي ته وﻻړو، کډې مو په ځنگله کې پرېښووې او د شپې زموږ کډې هم راپسې راغلې. سبا وختي ديرش، څلويښت کسان راټول شول او موږ ته يې ځواب راکړ چې تاسې به له دې ځايه ځئ، موږ نور تاسي نه شو ساتلی. موږ ناچار شو، د شينوارو نازيانو ته، چې مندتې ورته وايي، وﻻړو. که څه هم په شينوارو کې موږ هيڅ څوک نه پېژندل، خو د سيد انور شاه د سخر په اعتبار مو هلـته ورواړول.»

کله چې پخپله عجب خان دا کیسه بیانوله، دې ځای ته چې راورسید، نو لـږ غلی شو او په فکر کې ډوب شو.

داوده! د وينو اوښکې مې د سترگو تلېږي - د اور لمې دي چې په سر مي بليـــــږي

وروسته عجب خان بيا سر راپورته کړ او په دې ډول يې په خبرو پيل وکړ:

« حقيقت دا دی چې تر اوسه ډېر وخت تير شوی دی. په دې سرگذشت کې ډېرې خبرې رانه هيرې او پاتې شوي دي. ان په همدې سفر کې د محمود اخوندزاده له ځايه له تيراه تر شينوارو پورې ډېرې پېښې رامنځته شوې دي، خو له هغه تيريږم، ځکه چې ډېر وخت غواړي او کوم ځانگړي اهميت هم نه لري. څه وخت چې موږ شينوارو ته وﻻړو، نو وړوکي اختر ته څو ورځې پاتې وې. له اختر نه وروسته د شینوارو سپين ږيرو او مشرانو لکه منصور خان، سازميـر خان، عبدالغني خان او د مندتې نور شینواري سره راټول شول او داسې جرگه یې وکړه: عجب خان او شهزاده خان زموږ سيمې تـه د ناپېـژند ګلوۍ په حال کې راغلي دي. موږ لوی او واړه د دوی هر ډول مرستې او ورورۍ ته چمتو یو او په خپله غېږ کې ځای ورکوو. که انگرېزان په افغانستان هم فشار راوړي، موږ به دوی ساتو او مرسته به ورسره کوو.

کله چې د کور له خوا ډاډمن شولو نو زه، عجب خان او ورور مې شهزاده حیدر شاه زما زوم او د تره زوی مې علم خان او اووه تنه نور شينواري زموږ سره ملگري شول او يو ملگری مو شينواری چې عمرا خان نومېد، هم زموږ سره ملگری وو. عمراخان چې کله له موږ سره ملگری کېده، نو خپلي مـــــور يې ورته ويلي وو چې اول خــــو مه ځه او که هــرو مرو ځې، نـه پاتې کېږې، نو ځه موﻻ دې مل شه، خو خدای (ج) دې نه کوي چې شهزاده خان او عجب خان دوی مړه شي، خو که دا پېښه وشي نو ژوندی ما له بيرته رانه شې او له دوی سره به ځان هرو مرو يو ځای مړ کوې.

په هر حال د تــــيراه له لارې خـــوست ته تير شولو او د خوست نه ټوټکــې او پــــاړه چنار ته وﻻړو. له دې کبله چې نابلده وو، ډېر وگرځيدلو په اخر کې مو يوه کوټه پيدا کړه او د شپې هلته پاتې شو. په دې شپه هېڅ پېښه ونه شوه. سبا د مکبلو غره ته وﻻړو، ورځ مو په غـره کې تيره کړه. بيا موږ د انگریزي پوځي افسر يا کمانډر ( قومندان) بنگلې ته ورننوتو، هغې کوټې له چې پخوا مو په نخښه کړې وه. ځان مو ورورساوه او موږ د کوټې د څټ له هندارې نه په انتظار کې ناست وو. دا وخت يو انگرېز، چې يوه ښځه هم ورسره وه، د کوټې لــه بلې ﻻرې ننوت او په يوه کوټه کې دواړه سره ويده شول. زموږ هوډ دا و چې انگرېز به وژنو او ښځه به ژوندۍ نيسو.

څو شیبې مو ځنډ وکړ چې دوی په خواږه خوب کې غرق شول، نو موږ بیا د کوټې ور مات کړ او ورننوتو. دوی راويښ شول، خو لکه چې اجل یې پوره شوی وو، ونه تښتيدل. په همدې کوټه کې چې دوی ويده وو، يو سپی هـم و. دوی سپي ته وویل چې نیسه یې. سپي ځان حملې ته جوړ کړ او موږ هم مجبوره شولو سپی مو په ټوپک وويشت او په انگرېز مو دوه ډزه وکړل، خو خطا شو، ونه لگيده. زموږ سره غيږ په غيږ شو او انگرېز مـو په ستوه (پيش قبضي) له پښــــو وغورځاوه او ښځه یې په تياره کې له پالنگه پاڅیدله، خو زموږ ملگری نه وو پوهېدلی چې ښځه ده؛ د ټوپک ډز یې ورباندې وکړ او له پښو یې وغورځوله. د دې کوټې تر څنگ په بله کوټه کې نور انگرېزان هم وو او موږ يې خبرې اوريدلې، خو هغوی له ويرې جرئت ونه کړ چې له خپله ځایه وخوځېږي.

مونږ بيرته د خوست په لور هغه غره ته، چې هلته ٨ کسه شينواري ملگري له موږ نه پاتې شوي وو، ﻻړو. له هغه ځايه تر درې شپو او ورځو وروسته د غره له ﻻرې شينوارو ته راغلو.»

پيرنگيانو هم په خپلو تاریخي کتابونو کې د غازي عجب خان او د شهزاده خان په هکله داسې ليکلي دي:

Ajab and Shazada wer being harbored in the home of the Malik Mansur , a Sangu Khel Shinwari . The Governor of Jalalabad, hearing this, sent messengers to Mansur to bring pressure to make him desist from giving shelter to his friends. Mansur could not believe he was hearing aright;

ژباړه:

عجب خان او شهزاده ته ملک منصور سنگوخېل شينواري په خپل کور کې ځای ورکوي. د جلال اباد والي خبر شوی و ـ چا ورته اطلاع ورکړې وه. د جلال اباد والي ملک منصور ته استازی يا پيغام ورلېږي چې عجب خان دوی ته ځای يا پناه ور نه کړی، خو منصور خان چيرته منله.

خپله پيرنگيان په دغه کتاب کې اعتراف کوي چې ميړنی منصور خان په هیڅ وجه دې ته چمتو نه شو چې عجب خان دوی د افغان حکومت يا پيرنگيانو ته ورتسليم کړي.

وروسته بیا غازي عجب خان او ورونو ته یې د افغانستان حکومت په مزار شريف کې دولس سوه جریبه ځمکه ورکړه او عجب خان له پلې کورنۍ سره هلته مېشت شو.

لنډه دا چې غازي عجب خان د انگریزانو پر وړاندې یو ملي اتل تیر شوی دی. د هغه د مېړانې او هېوادپالنې په اړه ډېرې ملي سندرې شته.

مدني اکر

د عجب خان د دریو میرمنو نه لس زامن او د شهزاده خان د دوو ښځو نه پېنځه زامن پاته شول. گل اکبر او د هغه پلار سلطان میر چې د انگرېزانو نه پوخلا کېدونکي دښمنان وول، مزار شریف ته په تگ راضي نه شول او د جلال اباد گورنر هغوی له خپلې سيمې وایستل.

مړينه

عجب خان اپريدي په ۱۳۴۰ ش (د ۱۹۶۱ ز کال په جولای میاشت کې) د افغانستان په مزارشریف کې د ۹۵ کلو په عمر وفات او هلته خاورو ته په ډېر درناوي وسپارل شو.

اخځونه

۱- #http://www.afghanan.net/heroes/ajabkhan.htm

۲- https://tatobaynews.com/archives/31677 Archived 2021-01-11 at the Wayback Machine.

۳- د لیکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.