محمد ولي ځلمی

محمد ولي ځلمی (۱۳۰۸، ۱۳۰۹ لمريز لېږدی کال، د کندهار ښار- د ۱۳۹۵ ل ل کال د سلواغې ۱۴، کندهار) د پښتو ژبې ليکوال، څېړونکی او د ویښ ځلميانو د غورځنگ غړی وو. 

مخينه سمول

محمد ولي ځلمی په ۱۳۰۸ يا ۱۳۰۹ لمريز کال کې د کندهار ښار د نورزو په کوڅه کې زېږېدلی دی. هغه د کندهار د احمد شاه بابا لېسه پای ته رسولې او بیا يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی ويلی او د لېسانس بری ليک يې ترې اخيستی دی. نوموړي تر نیمې پېړۍ په ډېر وخت کې د قلم په ژبه څه باندې ۴۰ ډېر ارزښتمن نښيرونه (اثار) لیکلي دي. هغه د کندهار د رسنيو پازوال، په وزارت کې د پښتو د تعمیم او انکشاف لوی مدیر، د طلوع افغان او اصلاح ورځپاڼو پازوال مدیر، د کندهار تاریخي مجلې او هېلمند جرېدې بنسټگر او د ویښ زلمیانو د غورڅنگ غړی وو.

د افغانستان لوی لیکوال او څېړونکی استاد حبيب الله رفيع له بي بي سي سره په خبرو کې محمد ولي زلمی ډېر خوځند او تل بوخت لیکوال وباله. «ژمن فرهنگيال وو، ټول ژوند یې د ادب په خدمت کې تېر شوی، ژورنالست وو، لیکوال وو، تاریخپوه وو، د کندهار په مطبوعاتو کې یې ډېر خدمت کړی، په کابل کې یې د پښتو د پرمختیا لپاره په پښتو ریاست کې ډېر کار کړی دی.»

مړينه سمول

ارواښاد محمد ولي ځلمی د ۱۳۹۵ لېږديز لمريز کال د سلواغې پر ۱۴ (د ۲۰۱۷ ز کال د فبرورۍ پر ۲) د پېنځه نۍ (پنجشنبې) پر ورځ په کندهار کې وفات سو. خدای دې يې وبښي، اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- د غزني تاریخی جغرافیه، د ۱۳۶۲ لمريز کال چاپ، د افغانستان د دېموکراتیک جمهوریت د علومو اکادمي.

۲- د کندهار او کابل تاریخي مسجدونه.

۳- د کابل تاریخي جغرافیه، د ۱۳۶۸ لمريز کال چاپ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت.

۴- زموږ غازیان، د ۱۳۶۸ لمريز کال چاپ.

۵- د کندهار مشاهير.

۶- د افغانستان او روسیې د سیاسي روابطو لنډه تاریخچه، د ۱۳۷۴ ل کال چاپ.

سرچينې سمول

  1. https://www.dw.com/ps/%D9%87%D8%B1-%DA%A9%D8%A7%D9%84-%D8%A8%D9%87-%D8%AF-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D9%88%D9%84%D9%8A-%DA%81%D9%84%D9%85%DB%8C-%D9%8A%D8%A7%D8%AF-%D9%88%D8%B1%DA%81-%D9%88%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%DA%81%D9%84-%D8%B3%D9%8A/av-37419689
  2. https://www.bbc.com/pashto/arts-and-literature-38837920
  3. http://afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/668 Archived 2020-02-02 at the Wayback Machine.
  4. http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/25 Archived 2020-02-02 at the Wayback Machine.
  5. http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-%2E%2E%2E00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-----dte--0-0l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL5.44&d=HASH3152997317c2bbaa5f185a&x=1
  6. http://www.afghandata.org:8080/xmlui/handle/azu/335 Archived 2020-02-02 at the Wayback Machine.
  7. https://www.mashaalradio.com/a/28280117.html
  8. http://184.73.243.18:8080/jspui/browse?type=author&value=%DA%81%D9%84%D9%85%DB%8C%D8%8C+%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF+%D9%88%D9%84%DB%8C[مړه لينکونه].
  9. https://rohi.af/news/53519