شمس الدین کاکړ
شمس الدین کاکړ (زوکړه؟ - مړینه؟) د افغانستان د پښتو ژبې یو نامتو شاعر او ليکوال دی.
مخينه
سمولد ۱۹ زېږدي پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د کندهار د کلچ اباد په کلي کې د شمس الدين کاکړ په نوم یو شاعر اوسېده چې ته به وایې له ازله یې د ښه استعداد، پوهنې او فضیلت ترڅنگ ډېره سخته لاستنگي په برخه وه او همدغې لاستنگۍ کلچ اباد او کندهار هم د ده د وجود څخه محروم کړل. شمس الدین کاکړ دومره بې وسه وو چې ان د خپلې خوښې یو واده یې هم په نصیب نه شو او په همدې ارمان کې گور ته ولاړ:
چی یو قند د یار د خولې په هار خرڅېږي - شمس الدینه ډېر بې قدره قندهار دی
شمس الدین کاکړ په ډېره تیاره زمانه کې په یوه لیري پراته کلي کې ژوند کاوه او دغه لامل وو چی خلکو د هغه د علم، فضیلت او شخصیت قدر ونه کړ. هغه ته یې په دومره سپکه سترگه وکتل چې د نکاح لپاره یې د هغه لېږلې مرکه د نادارۍ او غریبۍ په وجه جواب کړه او شمس الدین هم د پښتو ژبې د یوه بل په زړه ټپي شاعر کاظم خان شيدا په څېر د ملک او ټاټوبي پرېښودلو ته اړوت او مخ یې پر هندوستان ونیوی:
لکه لعل په ایرو کې وي بې قدره- هسې پروت دی شمس الدین پر قلیچ آباد
شمس الدین کاکړ په ځوانۍ کی لاهور ته ولاړ او د خپل قېمتي ژوند نږدې ټول پسرلی یې هلته په مسافرۍ کې تېر کړ. هر وخت کندهار ته د ستنېدلو ارزو ورسره وه، خو کله چې به د چاپېریال ناخوالې او د هغه د لوړ شخصیت او فضیلت په مقابل کې د خلکو بې قدرۍ ور په زړه شوې، نو په ډېر غمگین غږ به یې ویل:
برایی می خوب لیدۍ چی مخ پر کور ځم - په هوس لکه بلبل د باغ پر لور ځم
اشتیاق د دیدن آس راته زین کړی - دی په مخ کی زما پلی ځي زه سپور ځم
د گلرخ په هوا درسته شپه رفتن کړم - د شبنم په څېر پښې یبلی سر سرتور ځم
واړې لارې بېلتانه راته سپارلي - زه بې لاري غلی غلی لکه چور ځم
جذبه مې د دلبر څکوي وځان ته - گڼه هومره طاقت نه لرم په زور ځم
چی بیا وایي خدای خو مه وای راوستلی - زه یې محض د قبلېدو د دې پېغور ځم
قندهار خو د هستوگنې وطن نه دی - باری څه کړم په زیارت د پلار او مور ځم
په نصیب به مې دیدن له یاره کېږي - شمس الدین چې اوس له ښاره د لاهور ځم
شمس الدین د حمید ماشوخېل ډېره ښه پیروي کړې ده. ان په ځینو ځایونو کې خو یې نه یوازې د هغه د غزلونو په اقتفا غزلې ویلې دي، بلکې مضمون یې هم کټ مټ ورڅخه اخیستی دی، خو هغه یوازي د خط په ستایلو او د شیخ و زاهد څخه په گیلو اکتفا نه کوي؛ او د کاغذ پر مخ باندې یوازې د نگار ښکلی مخ نه ترسیموی، بلکې د خپل زمان شرایطو ته ښه متوجه وو او چې په سترگو یې بد ورغلي دي هغه یې بد بللي دي، او چی ښه یې لیدلي دي هغه یې توصیف کړي دي.
د شمس الدين کاکړ ځينې شعرونه د پښتو ژبې سندغاړیو له موسیقۍ سره ویلي دي، چې له هغوی څخه يو هم هغه غرل دی چې ښاپیرۍ نغمې له موسيقۍ سره ويلی دی. ددغې سندرې کپوزوونکی پاینده محمد منگل دی. دا سندره پر ۹/۱۵/ ۱۳۶۰ نېټه او لمريز کال د راډيو افغانستان په ۳۴۸ شمېره سټډيو کې ثبت شوې او د ارشيف په ۴۰۴۹ شمېره فيته کې خوندی ده:
زما په خوله به فریادونه نه وای- که په سینه کې مې دردنه نه وای
ما به تمامه شپه خوبونه کول - که مې په زړه کې ستا خيالونه نه وای
زه به له تا نه ولې بېل اوسېدم - که د قدرت پکې لاسونه وای
زه به پخوا لیونی شوی ومه - خو که په ژوند کې مې سازونه نه وای
يا هم د بخت زمينې او اسماعيل پیروز دا لاندې سندره، چې کمپوزوونکی يې اسماعیل پیروز دی، پر ۱۳۶۰/۴/۱۰ نېټه د راډيو افغانستان په ۳۵۲ شمېره ستډيو کې ثبت شوې او د ارشيف په ۴۰۳۷ شمېره فیته کې خوندی ده:
ستا په خندا کې که د گل نښه ده - زما ژړا کې د بلبل نښه ده
مخ رانه څله پټوې په زلفو - دلبرې دا مې د منزل نښه ده
دا چې درزا کوي بې واره اشنا - دا مې په زړه کې څه د چل نښه ده
مړينه
سمولچاپ شوي نښيرونه يې
سمول۱- د شمس الدین کاکړ دیوان.
۲- خلاصته المریدین، د ۱۳۴۴ لمریز کال کابل چاپ.
اخځليک
سمول۱- https://www.tolafghan.com/posts/30111
۳- http://hotakonline.com/uploads/Maqalay/Others/shamsuddin.kakar.pdf Archived 2021-08-17 at the Wayback Machine.
4- د راډيو افغانستان ارشيف.