زینب بېګم
زینب بېګم (۱۱ جنوري ۱۹۱۷ – ۲۸ اپریل ۱۹۷۸) چې د زمینه بېګم په نوم هم پیژندل کیږي، یوه افغانه شهزادګۍ او د افغانستان د پخواني جمهور رئیس شهید سردار محمد داوود خان مېرمن وه.
مالومات
سمولزینب بېګم د افغانستان د پخواني واکمن محمد نادرشاه لور او د محمد ظاهر شاه خور وه. نوموړي مېرمن د خپل پلار تر مړیني وروسته په ۱۹۳۴ کال کې د سردار محمد داوود خان سره واده وکړ، او له هغه څخه یې اته اولاونه وزېږېدل، چي څلور نارینه او څلور ښځینه وه. زینب د محمد ظاهر شاه او خپل خاوند داوودخان په واکمنۍ کې یو له هغه مېرمنو څخه وه چي په عمومي مجلسونو کي ډېره کمه ښکارېده، خو د افغان مېرمنو سره یې د هغوی د پرمختګ په پار ښه راشه درشه درلوده او د دولت په چوکاټ کي یې ځینو مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره کړه.
زینب په ۱۹۷۸ کال د ثور د کودتا پر مهال له خپل خاوند داوودخان سره یوځای د خلق کمونسټ ګوند له لوري ووژل سوه.