د اروپا د برنزو دوره

کينډۍ:برونزو دوره د اروپا د برونزو دوره د برونزو د تولیداتو او د برونزو د توکو کارولو له مخې یادېږي. په دغه سیمه کې د برونزو دوره د اروپا له نیولیکتیک دورې وروسته رامنځته شوه. دا له میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله وړاندې د اژې سمندرګي د برونزو له دورې سره پیل شوه (د بیکر کلتور پر ځای) چې په شمالي اروپا کې یې له میلاد څخه وړاندې ټوله دویمه زریزه ونیوله (اونیتیسي کلتور، تومولوس کلتور، تېرامېر کلتور، اورنفیلډ کلتور او لوساشین کلتور) او له میلاد څخه تر وړاندې ۶۰۰ کلونو پورې یې دوام وکړ. [۱]

تاریخچه سمول

بالکان سمول

په ۲۰۱۳ زکال کې د Antiquity مجلې په یوه راپور کې د لرغونو میراثونو په Pločnik  نومي مرکز کې له میلاد څخه وړاندې ۴۶۵۰ کاله مخینې لرونکې د برونزو د قلعي د پاڼو موندلو راپور ورکړل شوی، په دې سربېره په سربیا او بلغاریا کې له میلاد څخه وړاندې ۴۰۰۰ کاله مخینه لرونکي د برونزو د قلعي توکي موندل شوي چې ښيي د برونزو له قلعي څخه ګټنې په اروپا کې له نږدې ختیځ څخه ۱۵۰۰ کاله وړاندې له هغه کچې چې اټکل یې کېده، دود درلود. په بالکان کې د برونزو د قلعي تولیداتو نږدې ۵۰۰ کاله وخت ونیو. لیکوال څرګنده کړې چې د برونزو د دغو پیچلو ترکیبي تولیداتو شواهد د پنځمې زریزې له پای ته رسېدو سره چې «په شمال ختیځه بلغاریا او تراکیا کې د پنځمې زریزې په وروستیو کې د لویو کلتورنو له پاشل کېدو» سره سمون خوري ورک شول. د برونزو د کاستریټ قلعي څخه ګټنه بیاځلي ۱۵۰۰ کاله وروسته په دغه سیمه کې دود شوه.[۲]

ایټالیا سمول

د ایټالیا د برونزو دوره د یو لړ شرایطو له مخې په څلورو مهالونو ویشل شوې: د برونزو لومړنۍ دوره (له میلاد وړاندې ۲۳۰۰-۱۷۰۰ کال)، منځنۍ دوره (له میلاد وړاندې ۱۷۰۰-۱۳۵۰ کال)، وروستۍ ته نږدې دوره (له میلاد وړاندې ۱۳۵۰-۱۱۵۰ کال) او وروستنۍ دوره (له میلاد وړاندې ۱۱۵۰ – ۹۵۰ کال).[۳]

له میلاد څخه د وړاندنۍ دویمې زریزې پر مهال په ساردینیا ټاپو کې نوراګیک تمدن (Nuragic civilization) وغوړېد. دا له نوراګي (Nuraghe) کلتور سره همغږی کلتور و چې له ۷۰۰۰ څخه زیاتې ډبرینې ودانۍ او ورسره په خوا کې یې ګڼ شمېر نور تاریخي جوړښتونه :لکه:  مګارون مبعدونه، لوی قبرونه (Giants' graves) او د سپڅلو څاه ګانو معبدونه (holy well temples) د دغه ټاپو په ټولو برخو کې جوړ کړي وو. له میلاد څخه وړاندې دویمې زریزې په وروستیو کې نور لوی پناه ځایونه او استوګن ځایونه د دغو مذهبي جوړښتونو څخه د کوربه توب په موخه د نورو جوړښتونو لکه آئیني حوضونو، چینو او د اوبو د زېرمو او لوی ډبرین ګرد کورونو له دایروي چوکیو سره په خوا کې چې د مشرانو او عامو وګړو د راغونډیدو په موخه کارول کېدل جوړ شول. برونزي وسایلو او وسلو پراختیا ومونده او د هغو کیفیت د نوراګیک وګړو او د ختیځې مدیترانې د وګړو لکه د قبرسي وګړو په مرسته وده وکړه، چې د سلګونو برونزي مجسمو او نورو وسایلو د جوړلو په موخه یې lost waxing تخنیک معرفي کړ. نوراګیک تمدن د اوسپنې د دورې تر لومړیو دوام وکړ، هغه مهال چې لا له ډبرینو ودانیو ګټنه کېدله، ډبرینې مجسمې جوړېدلې او له یو شمېر نوراګي معبدونو ګټنې دوام درلود.

قفقاز سمول

مایکوپ کلتور په شمالي قفقاز کې د برونزو د عصر د لومړیو مهالونو مخکښ کلتور و. یو شمېر څېړونکي په دغه سیمه کې د ارسنیک برونزي آثارو مخینه له میلاد څخه وړاندې ۴ مې زریزې ته اړونده بولي.[۴]

ختیځه اروپا سمول

یمنیا کلتور د مسو د دورې د وروستیو او د برونزو د دورې د لومړیو مهالونو کلتور دی چې مخینه یې له میلاد وړاندې ۳۶-۲۳ مې پېړۍ ته اړوندېږي. دغه کلتور تر ډېره د کوچیانو اړوند کلتور و چې د سیندونو په غاړه او د تپو پر سر یو شمېر کلاګانو په شاوخوا کې کرنو هم شتون درلود.[۵]

کوتاکومب کلتور چې یو شمېر لرغوني کلتورونه په ځان کې رانغاړي، د لومړي ځل لپاره یې له corded pottery تزئیناتو څخه په سټیپي ساحاتو کې ګټنه وکړه، له ښوي کړی شوو تبرونو څخه یې پریمانه ګټنه وکړه او له لویدیځ سره یې اړیکه رامنځته کړه. له Afanasevo کلتور سره په موازي ډول یې د کوپړیو د شکل په تحریک شوي بدلون سره له ختیځ سره اړیکه جوړه کړه. یمانیا کلتور له دغه کلتور وړاندې تېر شوی او لویدیځ کارډیډ ویر کلتور (Corded Ware culture) د هغه ځای ناستی و.

مرکزي اروپا سمول

د برونزو په دوره کې د مرکزي اروپا د لرغون پېژندنې مهم مراکز دا دي:

  • بیسکوفین (Biskupin) (پولنډ)
  • نبرا (Nebra) (جرمني)
  • زوګ – سمپ، زوګ (Zug-Sumpf, Zug)، سویس
  • ورابل (Vráble)، سلواکیا

په مرکزي اروپا کې د برونزو د دورې د لومړي وخت په Unetice کلتور (له میلاد وړاندې ۱۸۰۰-۱۶۰۰ ز کال) کې د یو شمېر کوچنیو ډلو، لکه :Straubingen، Adlerberg او Hatvan کلتورونه شاملېدل. یو شمېر بډایه قبرونه لکه په Leubingen کې (نن ورځ د سومرادا برخه ده) د سرو زرو له ډالیو ډک قبر په Unetice کلتور کې د ټولنیزې ډل بندۍ زیاتوالي ته نغوته کوي. په ټولیز ډول د دغې دورې قبرونه لږ او د اندازې له مخې کوچني و. تومولوس کلتور د برونزو په منځنۍ دوره کې (له میلاد وړاندې ۱۶۰۰-۱۲۰۰ کلونو پورې) له Unetice کلتور وروسته رامنځته شو، چې د تومولیانو (بارویانو) د غیر انساني تدفین له مخې ځانګړی کېږي. 

د برونزو وروستۍ دوره د اورنفیلد کلتور (له میلاد وړاندې ۱۳۰۰- ۷۰۰ کلونو پورې) د مړو سوزولو د تدفین له مخې پېژندل کېږي. په دغه دوره کې په خیتځ جرمني او پولنډ کې لوازستین کلتور شاملېږي چې د اوسپنې تر دورې یې دوام درلود. د مرکزي اروپا د برونزو له دورې وروسته، د اوسپنې د دورې هالشات کلتور (له میلاد وړاندې ۷۰۰-۴۵۰ کلونو پورې) رامنځته شو.

شمالي اروپا سمول

په شمالي جرمني، ډنمارک، سویډن او ناروې کې د برونزو د دورې کلتورونو ګڼ شمېر بېلابېل تولیدات او هنري آثار رامنځته کړل، چې په کې لور هارنونه، تېزې چوکې لرونکې تشریفاتي خولۍ، لمریزې دایرې، د سروزرو جواهرات او یو شمېر نه توضیح شوي توکي لکه: د سویډن په بلکاکارا کې برونزي "gong" شاملېږي. یو شمېر ژب پوهان باور لري چې، له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې یوې اندو اروپايي ژبې دغې سیمې ته لار ومونده ، چې په پایله کې په پرتو جرمني واوښته، چې د جرمني ژبو وروستۍ مشترک نسب یې رامنځته کړ.

د اوسکار مونتیلوس په خبره دغه دوره له I-VI پړاونو ویشل شوې. څلورم مونتیلوس پړاو له وړاندې په سیمه کې د اوسپنې دورې ته اړوند و.

بریتاینا سمول

په لویه بریتانیا کې، د برونزو دوره له میلاد وړاندې ۲۱۰۰ کال څخه تر ۷۰۰ کال پورې مهال بلل کېږي. کډوالۍ له اروپا لویې وچې څخه دغو ټاپوګانو ته نوي وګړي راوستل. سټون هنج ته په څېرمه سیمه کې د برونزو د لومړۍ دورې په قبرونو کې د غاښونو د مینا وروستیو ایزوتوپ څېړنو ښوولې چې دغه سیمې ته د معاصر سویس له سیمې څخه کډوال راغلی. بیکر وګړو د لومړۍ نیولیکتیک دورې له وګړو بېلابېل چلن له ځانه ښوولی او کلتوري بدلونونه یې د پام وړ و. په دغه دوره کې په سویلي بریتانیا کې بډایه ویسکس کلتور وده وکړه.

په دې سربېره اقلیم هم مخ پر خرابېدو و، هغه مهال چې هوا ګرمه او وچه وه، د برونزو د دورې په دوام نم جنه(مرطوبه) شوه او وګړي یې په آسانۍ سره د غونډیو پر سر له خپلو خوندي ځایونو څخه حاصلخیزو درو ته کډه کړل. په ټیټو برخو کې لوی فارمونه رامنځته شول، چې ښکاري له اقتصادي ودې سره یې مرسته وکړه او د ځنګلونو مخ پر زیاتوالي پاک کېدلو ته یې الهام وروبخښه. د برونزو د منځنۍ دوره په دویمه نیمايي کې (له میلاد وړاندې نږدې ۱۴۰۰-۱۱۰۰ کلونو پورې) Deverel-Rimbury کلتور له دغه شرایطو څخه د ګټنې په موخه راڅرګند شو. کرونوال د لویدیځې اروپا د لویې برخې لپاره د قلعي یو له مهمو منابعو څخه و او مس هم له یو شمېر مرکزونو، لکه:  په شمالي ویلز کې له Great Orme کان څخه واېستل کېدل.

په لویه کچه برونزي توکي، چې په انګلستان کې موندل کېږي، په ختیځ کمبریج شایر کې کشف شوي، چېرې چې ګڼ شمېر مهمې موندنې په ایلشلم کې (له ۶۵۰۰ زیات شیان) ترسره شوي دي.[۶]

سرچینې سمول

  1. "Ancient Greece". British Museum. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Radivojević, Miljana; Rehren, Thilo; Kuzmanović-Cvetković, Julka; Jovanović, Marija; Northover, J. Peter (2015). "Tainted ores and the rise of tin bronzes in Eurasia, c. 6500 years ago" (PDF). Antiquity. 87 (338): 1030–1045. doi:10.1017/S0003598X0004984X. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Ancient Greece". British Museum. مؤرشف من الأصل في ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Douglas Q. Adams (January 1997). Encyclopedia of Indo-European Culture. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 372–374. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-884964-98-5. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Also known as Pit Grave culture or Ochre Grave culture
  6. Hall, David (1994). Fenland survey : an essay in landscape and persistence / David Hall and John Coles. London; English Heritage. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85074-477-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 81-88