دښت جوړېدنه

دښت جوړېدنه په وچو ځمکو کې د ځمکې د تخریب یو ډول دی چې د بیولوژیکي تولید وړتیا په کې د طبیعي پروسو یا بشري فعالیتونو په پایله کې له منځه ځي او بالاخره ښېرازه ځمکې ورځ تر بلې وچېږي او پر دښتو او بېدیاوو بدلېږي. دا د بېلابېلو عواملو لکه اقلیمي بدلون او د انساني فعالیتونو په پایله کې له خاورې څخه د افراطي ګټې اخیستنې له کبله د وچو او شاړو سیمو زیاتېدل او پراخېدل دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د جیولوژیکي تاریخ په اوږدو کې دښتې په طبیعي توګه رامنځته شوې دي. په وروستیو وختونو کې پر دښت جوړېدنه د بشري فعالیتونو بالقوه اغېزې، د ځمکې ناسم مدیریت، د ځنګلونو له منځه وړل او اقلیمي بدلون د ګڼو علمي څېړنو موضوع ده.[۶][۷][۸]

د اصطلاحاتو پېژندنه سمول

په وروستیو کلونو کې د "دښت جوړېدنې" اصطلاح د مناسب تعریف په اړه پام وړ اختلافي نظرونه او بحثونه شته دي. «هېلموټ ګیسټ» ‎تر ۱۰۰ زیات رسمي تعریفونه تشخیص کړي دي. په دغو ټولو کې په پراخه کچه منل شوی هغه یې د پرنسټون پوهنتون د ډکشنرۍ تعریف و چې وایي: دښت جوړېدنه "د ځنګل وهنې، وچکالۍ، یا ناسمې او نامناسبې کروندګرۍ په پایله کې پر دښتو او بېدیاوو د ښېرازه ځمکو د بدلون پروسه" ده.[۹]

که څه هم دا لومړنی تصور چې دښت جوړېدنه د دښتو او بیابانونو فزیکي پراختیا هم رانغاړي، د دغه مفهوم له تکامل سره رد شوی دی. له دښت جوړېدنې سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د کنوانسیون په متن کې د دښت جوړېدنې تعریف داسې شوی چې: "په شاړو، نیمه شاړو او وچو نیمه لندبل یا نیمه مرطوبو سیمو کې د ځمکې تخریب د اقلیمي بدلونونو او بشري فعالیتونو په ګډون د بېلابېلو عواملو پایله ده."[۱۰][۱۱]

د دښت جوړېدنې د ډولونو د فرعي ګروپونو په اړه هم بحثونه شته دي چې "د بشر له لوري رامنځته شوي بیابانونه"، "غیرالګو بیابانونه" او دې ته د ورته نورو اصطلاحاتو معتبروالی او ګټورتیا یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۲]

تاریخچه سمول

د نړۍ تر ټولو مشهورې دښتې یا صحراګانې د هغو طبیعي پروسو په پایله کې رامنځته شوې دي چې په اوږدو زماني فاصلو کې د تعامل په حال کې دي. د ډېری دغو وختونو په جریان کې صحراګانو له بشري فعالیتونو څخه په خپلواکه توګه وده کړې او یا کوچنۍ شوې دي. پالیو-ډیزرټس یا پخوانۍ صحراګانې د شګو هغه لوی سمندرونه دي چې اوس غیر فعال دي، ځکه د نباتاتو په مرسته یې ثبات موندلی دی او ځینې یې د اصلي دښتو له اوسنیو محدودو څخه زیاتې پراخې شوې دي چې د افریقا ستره صحرا یې د بېلګې په توګه یادولی شو چې تر ټولو لویه ګرمه صحرا ده.[۱۳]

تاریخي شواهد ښیي چې د ځمکې جدي او پراخ تخریب څو پېړۍ دمخه په وچو سیمو کې رامنځته شو او درې مرکزونه یې لرل چې د مدیترانې بحیره، د بین النهرین دره او د چین لوېس پلوټو وو.[۱۴][۱۵]

د موضوع لومړنی پېژندل شوی بحث د فرانسې له لوري د لوېدیځې افریقا له استعمار سملاسي وروسته هغه مهال را پورته شو چې کله د څېړنې کمېټې د افریقا د سترې دښتې له تاریخ وړاندې پراختیا د سپړنې لپاره د تدریجي وچېدو په اړه یوه څېړنه پیل کړه. د دښت جوړېدنې عصري مطالعه بیا په ساحل لویه صحرا کې د ۱۹۸۰یمو کلونو د وچکالۍ له مطالعې څخه را پیل شوه.[۱۶][۱۷]

اغېزمنې شوې سیمې سمول

وچې ځمکې د ځمکې شاوخوا ۴۰ تر ۴۱ سلنه برخه جوړوي او تر ۲ ملیارده زیات وګړي په کې ژوند کوي. د اټکل له مخې د وچو ځمکو شاوخوا ۱۰ تر ۲۰ سلنه لا دمخه تخریب شوې دي. د دښت جوړېدنې له کبله اغېزمنه شوې ټوله سیمه له ۶ څخه تر ۱۲ ملیون مربع کیلومترو پورې ده چې د وچو ځمکو شاوخوا ۱ تر ۶ سلنه وګړي هم په دښتو شویو سیمو کې ژوند کوي او یو ملیارد نور انسانان هم د دښت جوړېدنې له ګواښ سره مخ دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ساحل دښته سمول

د نړیوالې تودوخې او بشري فعالیتونو اغېزې په ساحل صحرا کې لیدل کېږي. په دې سیمه کې د دښت جوړېدنې کچه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله خورا لوړه ده. ټولې هغه سیمې چې د افریقا په ختیځ کې موقعیت لري (لکه د ساحل په سیمه کې) د وچ اقلیم، لوړې تودوخې او د ورښت د ټیټې کچې (په کال کې ۳۰۰-۷۵۰ ملي متره باران) ځانګړنې لري. له دې کبله په ساحل صحرا سیمه کې وچکالي حاکمه ده. ځینو څېړنو ښودلې چې افریقا په تېرو ۵۰ کلونو کې نږدې ۶۵۰۰۰۰ کیلومتره ښېرازه کرنیزې ځمکې له لاسه ورکړې دي او په دې سیمه کې د بیابانونو او دښتو خپرېدل پام وړ دي.[۲۲][۲۳][۲۴]

د ګوبي صحرا سمول

بله لویه سیمه چې د صحرا کېدو یا دښت جوړېدنې له کبله اغېزمنه شوې، د ګوبي صحرا ده. د ګوبي صحرا د ځمکې پر مخ تر ټولو ګړندۍ پراخېدونکی صحرا ده، ځکه هر کال یې تر ۳۶۰۰ مربع کیلومتره (۱۴۰۰ مایل مربع) ډېر چمنونه او ورشوګانې پر دښتو او بېدیاوو بدلېږي. که څه هم خپله د ګوبي صحرا لا هم له بیجینګ سره ډېر واټن لري، خو بیا هم د ځینو میداني څېړنو راپورونه وايي چې له دغه ښار څخه یوازې ۷۰ کیلومتره (۴۳.۵ مایله) هاخوا د شګو لویې غونډۍ جوړې شوې دي.[۲۵][۲۶][۲۷]

منګولیا سمول

په مغولستان یا منګولیا کې شاوخوا ۹۰ سلنه چمنونه او شنې ځمکې د ملګرو ملتونو له لوري د صحرا کېدو یا دښت جوړېدنې له ګواښ سره مخ ګڼل شوې دي. د اټکل له مخې په منګولیا کې ۱۳ سلنه دښت جوړېدنه د طبیعي عواملو له امله ده. پاتې نورې د بشري اغېزو پایله ده او لامل یې دا دی چې کرنیزې سیمې د څړځایونو په توګه په افراطیي ډول کارېږي او خاورې یې زیاتې توږل کېږي. د منګولیا هغه ځمکې چې پر شګو او ریګونو پوښل شوې دي، په تېرو ۴۰ کلونو کې ۸.۷ سلنه زیاتې شوې دي. دا بدلونونه د منګولیا د ۷۰ سلنه څړځایونو له تخریب سره مل دي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سوېلي امریکا سمول

سوېلي امریکا بله هغه سیمه ده چې د صحرا کېدو یا دښت جوړېدنې له امله زیانمنه ده، ځکه ۲۵ سلنه ځمکه یې د وچو ځمکو په ډلبندۍ کې راغلې ده. په ارجنټاین کې په ځانګړې توګه وچې ځمکې د ټولې ځمکې له نیمایي څخه زیاته برخه جوړوي او دښت جوړېدنه یا صحرا کېدل یې دا پوتنشیل لري چې د دغه هېواد د خوراکي توکو د عرضې یا غذا رسونې بهیر ګډوډ کړي.[۳۳][۳۴][۳۵]

این نوشتار وسیع‌ترین بیابان‌های جهان را که مساحت‌شان بزرگتر از ۵۰٬۰۰۰ کیلومتر مربع (۱۹٬۳۰۰ ميل2) است فهرست می‌کند.

[[پرونده:Deserts.png|820px|بی‌قاب|وسط|برخی از وسیع‌ترین بیابان‌های زمین]]

رتبه نوم نوع نگاره مساحت
(km²)
مساحت
(میل مربع)
موقعیت
۱ انتراکيکا دښته قطبی کنګلونه او تندرا 100px ۱۴٬۰۰۰٬۰۰۰ 14,000,000 ۰۵٬۴۰۰٬۰۰۰ ۵٬۵۰۰٬۰۰۰ انتراکتيکا
۲ [ارکتيک دښته]] قطبی کنګلونه او تندرا ۱۳٬۹۸۵٬۰۰۰ ۵٬۴۰۰٬۰۰۰ ارکتيک (آلاسکا، کانادا، فنلاند، گرینلند، ایسلند، نروژ، روسیه و سوئد)
۳ دفریقا لويه دښته نيمه استوايي 100px ۱۲٬۰۰۰٬۰۰۰ 9,000,000+ ۰۳٬۳۰۰٬۰۰۰ ۳٬۳۰۰٬۰۰۰+ شمالی آفریقای (الجزایر، چاد، مصر، اریتره، لیبی، مالی، موریتانی، مراکش، نیجر، سودان و تونس)
4 د استراليا دښتې نيمه استوايي 100px ۰۰٬۴۹۲٬۰۰۰ 2,700,000 ۰۰٬۱۹۰٬۰۰۰ ۱٬۰۰۰٬۰۰۰ استرالیا
۵ دعربستان دښتې نيمه استوايي 100px ۰۲٬۳۳۰٬۰۰۰ 2,330,000[۳۶] ۰۰٬۹۰۰٬۰۰۰ ۹۰۰٬۰۰۰ غربی آسیا (عراق، اردن، کویټ، عمان، قطر، سعودی عربستان، متحده عربی امارات او یمن)
۶ ګوبي دښته یخ ژمی 100px ۰۱٬۳۰۰٬۰۰۰ 1,295,000 ۰۰٬۵۰۰٬۰۰۰ ۵۰۰٬۰۰۰ مرکزی آسیای (چین اومغولستان)
۷ کالاهاري دښته نيمه استوايي 100px ۰۰٬۹۰۰٬۰۰۰ 900,000[۳۷] ۰۰٬۳۶۰٬۰۰۰ ۳۶۰٬۰۰۰ جنوب آفریقا (آنگولا، بوتسوانا، نامیبیا او آفریقای جنوبی)
۸ د پاټاگونیا دښته سوړ ژمی 100px ۰۰٬۶۷۳٬۰۰۰ 620,000 ۰۰٬۲۶۰٬۰۰۰ ۲۰۰٬۰۰۰ جنوبی آمریکا (آرجنتاین او چیلی)
۹ دشام دښته نيمه استوایی 100px ۰۰٬۵۲۰٬۰۰۰ 520,000[۳۸] ۰۰٬۲۰۰٬۰۰۰ ۲۰۰٬۰۰۰ غربی آسیا (عراق، اردن،  او سوریه)
10 دگریټ بیسین دښته سوړ ژمی 100px ۰۰٬۴۹۲٬۰۰۰ 492,000[۳۸] ۰۰٬۱۹۰٬۰۰۰ ۱۹۰٬۰۰۰ ایالات متحده آمریکا

اغېزې سمول

د شګو او دوړو توپانونه سمول

د نولسمې پېړۍ له وروستیو څخه تر نن ورځې پورې د نړۍ په کچه د دوړو پورته کېدو کلنۍ کچه ۲۵ سلنه زیاته شوې ده. د صحرا کېدو یا دښت جوړېدنې زیاتوالي د هغو شګو او دوړو اندازه هم زیاته کړې ده چې باد یې پورته کولی شي او بالاخره د توپان لامل کېدای شي. د بېلګې په توګه په منځني ختیځ کې د دوړو توپانونه "په وروستیو کلونو کې ډېر پرله‌پسې او شدید شوي دي"، "ځکه چې د ورښت اوږدمهاله کمښت د خاورې رطوبت او د نباتاتو پوښښ یا شنې سیمې کموي".[۳۹][۴۰]

د دوړو توپانونه کولی شي د بېلابېلو تنفسي اختلالاتو لامل شي چې سینه بغل، د پوستکي خارښت، ساه‌لنډي او نورې بېلابېلې ناروغۍ یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دوی کولی شي ازادې یا سرلوڅې اوبه ککړې کړي، د پاکې انرژۍ د هڅو اغېزناکتیا راکمه کړي او د ترانسپورت ډېری ډولونه ودروي.[۴۱]

د دوړو او شګو توپانونه کولی شي پر اقلیم منفي اغېزه وکړي چې له امله یې د دښت جوړېدنې حالت نور هم خرابېدای شي. په هوا کې د دوړو ذرات له لمر څخه راوتلې وړانګې تیتوي او خپروي. دوړې کولی شي د ځمکې د تودوخې لپاره لنډمهاله پوښښ رامنځته کړي، خو د اتومسفیر تودوخه به ورسره لوړه شي. همدا راز کولی شي ورېځې بدلې کړي او د ژوند موده یې رالنډه کړي چې په پایله کې یې د باران کچه راکمېږي.[۴۲][۴۳][۴۴]

د خوړو خوندیتوب سمول

د نړۍ غذایي خوندیتوب د صحرا کېدو یا دښت جوړېدنې او د نفوس د زیاتوالي له امله له ګواښ سره مخ دی. هر څومره چې نفوس وده کوي، هومره باید زیات خواړه یا غذا تولید شي. د کرنې سوداګري له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د بې‌ځایه کېدو په حال کې ده. د بېلګې په توګه اروپا په اوسط ډول د خپلو خوراکي توکو ۵۰ سلنه واردوي. په ورته وخت کې د کرنیزو ځمکو ۴۴ سلنه یې په وچو ځمکو کې موقعیت لري او د نړۍ د خوراکي توکو ۶۰ سلنه تولیدوي. دښت جوړېدنه د کرنیزې استفادې لپاره د دوامدارې ځمکې اندازه راکموي، خو تقاضا یا غوښتنه په دوامداره توګه د زیاتېدو په حال کې ده. له دې کبله به په نږدې راتلونکي کې تقاضا پر عرضه غلبه وکړي. همدا راز د نایجیریا، سوډان، مالي او د ساحل صحرا د سیمې په نورو هېوادونو کې د کروندګرو تاوتریخجنې نښتې د اقلیمي بدلون، د ځمکو د تخریب او د نفوس د ودې له امله زیاتې شوې دي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

بېوزلي سمول

د وچو سیمو لږ تر لږه ۹۰ سلنه اوسېدونکي په پرمختللو هېوادونو کې ژوند کوي چې هلته هم له خرابو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره مخ دي. دا وضعیت د ځمکو د تولیدي وړتیا د کموالي له امله د ځمکو د تخریب، د ژوند د شرایطو د خرابوالي او سرچینو او فرصتونو ته د لاسرسي د ستونزو له امله لاپسې خرابېږي.[۴۹][۵۰]

دښت جوړېدنه اکثراً د دې لامل کېږي چې کلیوالې ځمکې د هغې اندازې نفوس د ملاتړ توان له لاسه ورکړي چې پخوا هلته اوسېدل. دا چاره له کلیوالو سیمو څخه بهر او ښاري سیمو (ښاري کولو) ته په ځانګړي توګه په افریقا کې د ډله‌ییزې کډوالۍ لامل کېږي. ښارونو ته دا مهاجرتونه اکثراً په پراخه کچه د خلکو د بېکارۍ لامل کېږي چې بیا بالاخره په خورا فقیر مېشته او چټلو ګڼ نفوسه سیمو کې ژوند کوي.[۵۱][۵۲][۵۳]

په منګولیا کې ځمکه ۹۰ سلنه وچه ده چې له کبله یې ډېری مالداران ښار ته د کار لپاره کډه کېږي. هغه مالداران چې له ډېرو محدودو سرچینو سره په وچو سیمو کې پاتې کېږي، د ځمکې د ساتنې لپاره په خورا احتياط سره خپل څاروي څروي. د منګولیا له مخ پر ودې نفوس سره دا خورا ستونزمنه ده چې د اوږدې مودې لپاره دې یو څوک څاروي وساتي.[۵۴]

د دغو چاپېریالي کډوالو شمېر هر کال په زیاتېدو دی، د افریقا د صحرا د جنوب اړوند اټکلونه په ۲۰۱۰ کال کې له ۱۴ میلیون څخه تر ۲۰۵۰ کال پورې نږدې ۲۰۰ میلیون ته د احتمالي زیاتوالي ښودنه کوي. دا وضعیت په دې سیمه کې د راتلونکي بحران ښکارندوی دی، ځکه ګاونډي هېوادونه یې د دې وړتیا نه‌لري چې لوړ شمېر کډوال ومنلی شي.[۵۵][۵۶]

سرچينې سمول

  1. "Desertification.". Encyclopædia Britannica. (2019). “the process by which natural or human causes reduce the biological productivity of drylands (arid and semiarid lands). ... The concept does not refer to the physical expansion of existing deserts but rather to the various processes that threaten all dryland ecosystems.” 
  2. "Desertification - an overview | ScienceDirect Topics". www.sciencedirect.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Zeng, Ning; Yoon, Jinho (1 September 2009). "Expansion of the world's deserts due to vegetation-albedo feedback under global warming". Geophysical Research Letters. 36 (17): L17401. Bibcode:2009GeoRL..3617401Z. doi:10.1029/2009GL039699. ISSN 1944-8007. S2CID 1708267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. "Sustainable development of drylands and combating desertification". د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Liu, Ye; Xue, Yongkang (5 March 2020). "Expansion of the Sahara Desert and shrinking of frozen land of the Arctic". Scientific Reports. 10 (1): 4109. Bibcode:2020NatSR..10.4109L. doi:10.1038/s41598-020-61085-0. PMC 7057959. PMID 32139761. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. An, Hui; Tang, Zhuangsheng; Keesstra, Saskia; Shangguan, Zhouping (1 July 2019). "Impact of desertification on soil and plant nutrient stoichiometry in a desert grassland". Scientific Reports. 9 (1): 9422. Bibcode:2019NatSR...9.9422A. doi:10.1038/s41598-019-45927-0. PMC 6603008. PMID 31263198. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Han, Xueying; Jia, Guangpu; Yang, Guang; Wang, Ning; Liu, Feng; Chen, Haoyu; Guo, Xinyu; Yang, Wenbin; Liu, Jing (10 December 2020). "Spatiotemporal dynamic evolution and driving factors of desertification in the Mu Us Sandy Land in 30 years". Scientific Reports. 10 (1): 21734. Bibcode:2020NatSR..1021734H. doi:10.1038/s41598-020-78665-9. PMC 7729393 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33303886 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Geist (2005), p. 2
  10. "Desertification". Encyclopædia Britannica. (2019). “The concept does not refer to the physical expansion of existing deserts but rather to the various processes that threaten all dryland ecosystems.” 
  11. "Part I". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Helmut J. Geist, and Eric F. Lambin. "Dynamic Causal Patterns of Desertification." BioScience 54.9 (2004): 817 . Web.
  13. United States Geological Survey, "Desertification", 1997
  14. LOWDERMILK, W C. "CONQUEST OF THE LAND THROUGH SEVEN THOUSAND YEARS" (PDF). Soil Conservation Service. United States Department of Agriculture. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Dregne, H.E. "Desertification of Arid Lands". Columbia University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Mortimore, Michael (1989). Adapting to drought: farmers, famines, and desertification in West Africa. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-32312-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Johnson et al (2006), p. 1
  19. Bauer (2007), p. 78
  20. "UNCCD: Impact and role of drylands". UNCCD. 10 October 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. World Bank (2009). Gender in agriculture sourcebook. World Bank Publications. د کتاب پاڼې 454. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8213-7587-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  22. Nicholson, S. E.; Tucker, C. J.; Ba, M. B. (1 May 1998). "Desertification, Drought, and Surface Vegetation: An Example from the West African Sahel". Bulletin of the American Meteorological Society. 79 (5): 815–830. Bibcode:1998BAMS...79..815N. doi:10.1175/1520-0477(1998)079<0815:DDASVA>2.0.CO;2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  23. "Land Resource Stresses and Desertification in Africa". United States Department of Agriculture. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  24. Riebeek, Holli (2007-01-03). "Defining Desertification : Feature Articles". earthobservatory.nasa.gov. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  25. کينډۍ:Cite report
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Mongolia : state of the environment, 2002 (PDF). United Nations Environment Programme. Pathumthani, Thailand: United Nations Environment Programme. 2001. OCLC 63522565. د کتاب نړيواله کره شمېره 92-807-2145-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)صيانة CS1: آخرون (link)
  31. "Report on the State of the Environment of Mongolia, 2008-2010" (PDF). Ministry of Nature Environment and Tourism. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  35. Torres, Laura; Abraham, Elena M.; Rubio, Clara; Barbero‐Sierra, Celia; Ruiz-Pérez, Manuel (7 July 2015). "Desertification Research in Argentina". Land Degradation & Development. 26 (5): 433–440. doi:10.1002/ldr.2392. S2CID 129476957. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  36. "Arabian Desert". د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  37. Bass, Karen (2009-02-01). "Nature's Great Events:The Okavango Delta, Kalahari Desert" (PDF). press.uchicago.edu. University of Chicago Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ "Largest Desert in the World". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Namdari, Soodabeh; Karimi, Neamat; Sorooshian, Armin; Mohammadi, GholamHasan; Sehatkashani, Saviz (2018-01-01). "Impacts of climate and synoptic fluctuations on dust storm activity over the Middle East". Atmospheric Environment. 173: 265–276. Bibcode:2018AtmEn.173..265N. doi:10.1016/j.atmosenv.2017.11.016. ISSN 1352-2310. PMC 6192056. PMID 30344444. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  41. Goudie, Andrew S. (2014-02-01). "Desert dust and human health disorders". Environment International. 63: 101–113. doi:10.1016/j.envint.2013.10.011. ISSN 0160-4120. PMID 24275707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  42. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  43. Wu, Yao; Wen, Bo; Li, Shanshan; Guo, Yuming (2021-06-01). "Sand and dust storms in Asia: a call for global cooperation on climate change". The Lancet Planetary Health (په انګليسي ژبه کي). 5 (6): e329–e330. doi:10.1016/S2542-5196(21)00082-6. ISSN 2542-5196. PMID 33915087 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 233460168 Check |s2cid= value (لارښود). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  45. "WAD | World Atlas of Desertification". wad.jrc.ec.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  46. (په 22 January 2019 باندې). The battle on the frontline of climate change in Mali. BBC News.
  47. (په 6 August 2018 باندې). Farmer-Herder Conflicts on the Rise in Africa. ReliefWeb
  48. "How Climate Change Is Spurring Land Conflict in Nigeria". Time. 28 June 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  49. Dobie, Ph. 2001. “Poverty and the drylands”, in Global Drylands Imperative, Challenge paper, Undp, Nairobi (Kenya) 16 p.
  50. "UNCCD: Impact and role of drylands". UNCCD. 10 October 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ نومبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  51. Cornet A., 2002. Desertification and its relationship to the environment and development: a problem that affects us all. In: Ministère des Affaires étrangères/adpf, Johannesburg. World Summit on Sustainable Development. 2002. What is at stake? The contribution of scientists to the debate: 91–125.. Archived 2009-08-09 at the Wayback Machine.
  52. Pasternak, Dov; Schlissel, Arnold (2001). Combating desertification with plants. Springer. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-46632-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  53. Briassoulis, Helen (2005). Policy integration for complex environmental problems: the example of Mediterranean desertification. Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې 161. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-4243-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  54. (په April 2011 باندې). [{{{url}}} A way of life in crisis: on the sparsely inhabited steppes of Mongolia, the lifestyle of the nomadic herder has always been a hard one. But as livestock die in their millions during the increasingly frequent bitter winters, and pasturelands disappear due to overgrazing and desertification, this traditional culture is struggling to survive]. Circle Publishing Ltd..
  55. Myers, Norman (29 April 2002). "Environmental refugees: a growing phenomenon of the 21st century". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B: Biological Sciences. 357 (1420): 609–613. doi:10.1098/rstb.2001.0953. PMC 1692964. PMID 12028796. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  56. Epule, Terence Epule; Peng, Changhui; Lepage, Laurent (5 February 2014). "Environmental refugees in sub-Saharan Africa: a review of perspectives on the trends, causes, challenges and way forward". GeoJournal. 80: 79–92. doi:10.1007/s10708-014-9528-z. S2CID 154503204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)