حنيف خليل
حنيف خليل (زوکړه د ۱۹۷۳ زېږدي کال د مې ۱۲، پېښور) د لوی افغانستان يو پښتو ژبی شاعر، ليکوال او څېړونکی دی.
مخينه
سمولپروفيسر ډاکټر حنيف د زين خان زوی، په خټه خليل او د ۱۹۷۳ زېږدي کال د مۍ مياشتې پر ۱۲ نېټه د پېښور په بر نوي کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې تر پڼځم ټولگي پورې د سپينې وړۍ په مډل ښوونځي کې کړې دی. لسم ېې په اسلاميه کالجيټ سکول کې، ۔څوارلسم اسلاميه کالج پېښور۔۔۔۔ايم ای اردو او ايم ای پښتو د پېښور پوهنتون نه او دوکتورا ېې هم د پېښور پوهنتون څخه تر لاسه کړې ده.
ډاکټر حنيف خليل اوسمهال په قايد اعظم پوهنتون کې د پښتو پروفيسر دی او د څېړنې، تنقيد، کلتور، تاريخ، ژبپوهنې، ژباړې، راپورتاژ او شاعرۍ په برخو کې لگيا دی کار کوي، ليکنې او څېړنې ېې ادامه لري.
حنيف د پښتو ژبې د پرمختيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښتناک او تلپاتې کارونه او خدمتونه کړي چې هيڅکله د هېرولو نه دي او کلونه کلونه به ژوندي وي او خلکو ته به ېې گټه او خير رسېږي.
پښتو ژبې او ادب سره د ډاکټر حنيف مينه او تړون فطري او د نوموړي په خټه کې اخښل شوی دی. هغه په شعوري ډول دا هڅه او کوښښ کوي چې خپل ولس او قام ته ملي فکر او د هېوادپالنې سياسي شعور ورکړي او د دغه سوچې او پاکې موخې لپاره پښتانه په ځانگړي ډول ځوان کول وروزي او د هغوی سالمه پالنه وکړي.
د ښاغلي حنيف په شاعرۍ کې له خپل ولس او خلکو سره د خواخوږۍ او ژورې مينې او همدغه راز د هېوادپالنې انگازې او تاندې جذبې د لوستونکو پام ځان ته رااړوي چې نوموړي په خپله وينا کې ځای ورکړی او د هنر په گاڼه ېې پسوللي دي.
مدني اکر
سمولد شعر بېلگې يې
سمولمخ او زلفې علامې د خير او شر دي - نه ېې خير کې څه حاصل کړل نه په شر کې
په پرده کې حسن وينم حسن بين يم - عقابي تاب مې پيدا شولو نظر کې
يا دا چې:
مه وژنه غريب د خپل ستم په باد - لا به راژوندی شي شرر پېژنم
دواړه د صنم د لاسه اور کې دي - دومره بس خليل او اذر پېژنم
چاپ شوي نښيرونه يې
سمولښاغلي پروفيسر ډاکټر حنيف خليل له پڼځوسو ډېر په پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبو ادبي او علمي اثار ليکلي چې د يو ځو کتابونو نومونه ېې په لاندې ډول دي
الف: په پښتو ژبه ليکلي اثار ۱- د رحمان بابا اعجاز.
۲- پرخه په پرښه (شعري ټولگه).
۳- ماه کامل په دوست محمد کامل.
۴- همېش خليل ژوند او فن.
۵- سليم راز فکر، فن او شخصيت.
۶- تنقيد په پښتو ادب کې.
۷- ۱- ترقی پسند تحريک او پښتو شاعری.
ب: په اردو ژبه ليکل شوي کتابونه
۱- بابای غزل حمزه بابا.
۲- کاکاجي صنوبر شخصيت اور فن.
۳- ولی محمد طوفان شخصيت اور فن.
۴- پښتو زبان و ادب کي تاريخ.
۵- اردو کې تشکيل مين پشتونو کا کردار.