ولي محمد توپان

ولي محمد توپان (زوکړه د ۱۹۱۹ زېږدي کال د مې ۱۳، پېښور - مړینه د ۱۹۸۳ ز کال د سپټمبر ۲۶) د پښتو ژبې يو شاعر او د خدايي خدمتگارو د کاروان له مخکښانو څخه وو.

مخينه سمول

ولي محمد توپان د ۱۹۱۹ زېږدي کال د می مياشتې پر ۱۳ نېټه د پېښور په شاوخوا کې د خالصې علاقې په سردار گړۍ نومې کلي کې زېږېدلی وو. ولي محمد توپان د خدايي خدمتگارۍ د کاروان له مشال وړونکيو مخکښنانو ځينې وو. هغه لومړی د «ولي» په نوم شاعري پيل کړه، خو د مولانا ظفر علي خان په وېنا وروسته يې «توپان» تخلص ځان ته غوره کړ. توپان صيب د خواري کښو د خوځښت مرستيال هم پاتې شوی دی، خو بيا يې خدايي خدمتگاري دنده شوه.

د توپان د شاعرۍ لهجه تنده، تېزه او رزميه ده، ځکه خو د «توپان» تخلص ورسره ډېر جوړېږي. هغه صحافتي چارې هم سرته رسولې دي او په څو ورځپاڼو او رسالو کې يې د ادارې دنده په ښه شان کړې ده. د نوموړي په شاعرۍ کې د پښتنو په زړونو کې د قامي لړزان راپارولو، چې کوم تکړه قوت پروت دی هغه ډيرو لږو ليکوالو ته نصيب شوی دی. د توپان شاعري د مېدانِ جنگ يوه داسې ټپه ده چې زلمو جزبو ته د استعمار د ړنگولو زور ورکوي او د خپلواکۍ د احساس بڅرو ته پوکي ورکوي.

مړینه سمول

ولي محمد توپان، دې شاعر، قامي او ملي لارښود د ۱۹۸۳ زېږدي کال د سپټمبر پر ۲۶ له دې فاني نړۍ نه کوچ وکړ. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

د شعر بېلگې یې سمول

راځﺉ چې د هغه يو خوندور نظم «ملگرتيا» نه خوند واخلو:

تور له ځانه لري کړه، رڼا سره ملگری شه - نورو پسې مه ورځه، بابا سره ملگری شه

زه چې درته ستايم باچا خان نو دا مطلب مې دی - ننگ سره، پښتو سره، حيا سره ملگری شه

ستر پښتانه د خپلو مياندو چاته نه پرېږدي - زويه د ادکې، پښتونخوا سره ملگری شه

بيم د بېدارۍ په سمه غر يې چې پوکلې دی – قامه! د وطن هغه بينا سره ملگری شه

چا ورته ويل چې له گونگټه يارانه ښه ده – گل که ښکلول غواړې، بورا سره ملگری شه

ستا د لويو لويو غرونو پنجې تر اسمانه ځي – خېږه تاترې ته ثريا سره ملگری شه

اوس خو د مغلو شيش محل ته لار اسانه شوه – وير سره، ماتم سره، ژړا سره ملگری شه

خېټه د شپې وشلوه مرۍ د تېرو غوڅه کړه – شوره د تېرو تورو برېښنا سره ملگری شه

خېر دی که امين او مستجاب مغل پالنه کړه – ته د وخت اېمل سره، دريا سره ملگری شه

ژوند د قصابانو په جوسه کې خلک نه مومي – اې په ژوند ميئنه مسيحا سره ملگری شه

ولېږده ستومانه قافلې له سره ولېږده – وخت د چوکېدو نه دی، دنيا سره ملگری شه

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

۱- غورځـنگ (د شعرونو ټولگه)، د ۱۹۷۱ زېږدي کال چاپ.


اخځليک سمول

۱- http://www.pashtoonkhwa.com/?page=eng&cnt=3456

۲-https://afghanexpress.wordpress.com/2016/11/07/%D8%AF-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%86%D9%8A-%D8%BA%D9%88%D8%B1%DA%81%D9%86%DA%AB%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%85%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D8%B2-%D9%88%D9%84%D9%8A-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B7%D9%88%D9%81%D8%A7/