بایزید یلدرم

لمړﺉ سلطان بایزید چي دبایزید یلدرم په نامه هم یادیږي دعثماني ټولواکمني (خلافت) څلورم واکمن اودسلطان مرادخان اول زوی دی، نوموړي په ۱۳۵۴ زیږدیزکال کي پیدا اوپه ۱۴۰۳ زیږدیز کي وفات سوی دی . [۱]

بایزید یلدرم (اول)
بايزيد اوَّل (عثماني تورکي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۸ مارچ ۱۳۵۴ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۸ مارچ ۱۴۰۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ruler (en) ژباړلشاعر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
بلننوم
  • ييلدرم
  • صاعقةُ الإسلام
  • الملكُ السعيد
  • جلالُ الدين ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Savcı Bey (mul) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین

سلطان بایزید دخپل ځوانۍ په دوران کي کله چي نوموړی دعثماني خلافت شهزاده وو دخپل پلارسره یې اوږه پر اوږه په فوځي جګړوکي برخه اخیستل اویوځل یې په داناطولي په کومه جګړه کي دښمن ته ډېره چټکه سخته ماته ورکړه چي له همدې کبله نوموړی ته دیلدرم یعني برېښنا لقب ورکول سو.

دسلطان بایزید حکومت

سمول

سلطان بایزیدپه ۱۴۸۹زیږدیزکال کي د کوسوو ترمشهوري صلیبي جګړې وروسته دعثماني خلافت واک ته ورسېدی ځکه په دغه جګړه کي دده پلار سلطان مرادخان شهید سو او د سلطنت چاري بایزید ته پاته سوې. بایزید چي څنګه واک ته ورسېدی ترټولو لمړئ یې خپل ورور یعقوب وواژه ترڅو په راتلونکي وخت کی هغه ورباندي راپورته نسي،ورپسې یې په بالکان او اناطولي کي خپل جنګي عملیات پیل کړه.

دکوسوو ترجګړې وروسته سلطان بایزید د سربیا له واکمن سره سوله وکړه اودهغه خور یې خپل ځان ته په نکاح کړه ترڅو ددغه واکمن سره خپله پخوانۍ دښمني پای ته ورسوي، ورپسې نوموړی دخپلي پلازمیني ادرنه ښار په لوري ولاړی اوهلته یې د عثماني خلافت واک په رسمي ډول لاس ته راوړ . سلطان بایزیدپه ۱۴۹۰ او ۹۱ کلونو کي داناطولي پر سیمه باندي خپل عملیات پیل اومهم ځایونه یې فتحه کړه او تر هغه وروسته یې په بالکان کي دعیسايي هیوادونو په وړاندي دجګړې میدان ګرم وساته، نوموړي په دې توګه غوښتل چي دبالکان ټول هیوادونه دعثماني خلافت تابع وګرځوی اوپخپله موخه کي تر ډېره بریالئ هم سو. سلطان بایزید یوازي دغه هڅه نه کول بلکي دختیځ روم له واکمني سره یې هم ډغري پيل کړې او د استانبول ښار یې ترسختي محاصري لاندي ونیوی خوڅرنګه چي عثماني خلافت هغه وخت پرمختللې وسله اوتوپونه نه درلودل له همدې کبله داستانبول محاصرې کلونه وخت ونیوی او عثماني فوځیانو وخت پروخت بریدونه ورباندي کول. سلطان بایزید چي دغه ستونزه یې ښه درک کړې وه خپل څه اندازه فوځ یې داستانبول لپاره پرېښودی اودپاته فوځ په مرسته یې بیرته بالکاني دولتونه ترهجوم لاندي ونیول . دبالکان عیسایان چي دسلطان بایزید سره یې دجګړې تاب نه درلودی دلویدیځي اروپا له دولتونوڅخه یې مرسته وغوښتل اوپه ۱۳۹۶زیږدیزکال کي یې د فرانسې او لویدیځو هیوادونو په مرسته له عثماني خلافت سره د نایکوپولس په میدان کي ډېره خونړي نښته وکړه . یاده نښته چي په لسګونه زره فرانسويانو او لویدیځوالو پکښي برخه درلودل او دترکانو شمېر ډېر لږ ورته ایسېدی مسلمانانو غوڅه بریا ترلاسه کړه او د فرانسې مشهوره نوابان اوشهزاده ګان ژوندي ونیول سوه . سلطان بایزید ترنیولو وروسته دوی ځان ته راوغوښتل اوپه دې شرط یې ایله کړه چي یو ځل بیابه خپل فوځ برابروي او د عثماني خلافت سره به جګړې ته رادرومي ځکه سلطان بایزید ددې هیله لري چي هرځل له خپلو دښمنانوسره په جنګي میدان کي مخامخ او هغوی ته پخپل لاس ماته ورکړي .

دسلطان بایزید پورتنۍ غوښتنه په دې معنا وه چي ګواکي نوموړی ټوله اروپا دعثماني سلطنت ترنفوذ لاندي راولي او نوموړي پخپلو خبروکي دا هم وویل چي زه غواړم دروم په کلیسا کي خپل آس ته دانه ورکړم . نیول سوو عیسایانوچي داخبره واورېدل دسلطان بایزید سره یې له جګړې کولو څخه دتل لپاره ډډه وکړه اونور دسلطان بایزیدپه وړاندي یوازي ختیځ رومي سلطنت او د اروپا سترهیوادونه پاته وه خودنوموړي دغه ارمان هلته لمنځه ولاړ کله چي په ۱۴۰۲زیږدیزکال کي دعثماني خلافت له ختیځ څخه تیمورلنګ دڅولکه فوځ په ملتیا باندي سلطان بایزید تربرید لاندي ونیوی اودانقره په مشهوره جګړه کي یې هغه ته ماته ورکړه . ددې ماتي په پایله کي سلطان بایزید دتیمورلنګ له لوري ژوندئ ونیول سو اوڅه عمر وروسته یې وفات وکړ .

دسلطان بایزید وفات

سمول

سلطان بایزید یلدرم په ۱۴۰۳زیږدیزکال کی دمارچ په ۹نېټه داسي مهال وفات سوچي دتیمورلنګ په زندان کي یې شپې تېرولې . ترمرګ وروسته یې دبایزید جسد دبورسه ښار ته راوړ اوهلته یې خاوروته وسپاری .

دسلطان بایزید کورنۍ

سمول

دسلطان بایزید مور چیچک خاتون نومېدل چی له ذاته رومۍ وه اومېرمني یې عبارت وې له دولت خاتون، شاه خاتون، حفصه خاتون، سلطان خاتون اوډیسپینا خاتون څخه چي دغه اخري مېرمن یې دسربیا دلازار لور وه . دبایزید زامن محمدچلپي، عیسی، موسی، سلیمان اومصطفی نومېدل چي دده ترمرګ وروسته یې محمدچلپي واک ته ورسېدی البته ترڅه جګړې او اختلافاتو وروسته یې دغه واک لاس ته راوړی . سلطان بایزید یوه لور هم درلودل چي دفاطمه خاتون په نامه[۲] وه .

  1. {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. {{cite web}}: Empty citation (help)