د نیکوپولس جګړه
د نیکوپولس جګړه یا د نیکوپولس صلیبي جګړه د ۱۳۹۶ کال د سپتمبر په ۲۵ / د ذی الحجې په ۲۲ مه د ۷۹۸ هجري لمریز کال یا د سپتمبر د میاشتي په ۲۸ نیټه د ډینیوب سیند په سویلي ښې څنډه کي رامنځ ته سول او په پایله کي یې عثماني لښکر اروپایي صلیبیانو ته ستره ماته ورکړه. د عثماني پوځ مشري په یاده جګړه کي د سلطان بایزید یلدرم او د اروپایي ځواکونو مشرتوب د هنګري واکمن سیګسمونډ په لاس کي وو.
د نیکوپولس یاده جګړه وروسته له هغه پېښه سول کله چي عثماني امپراطورۍ په 1389 کال کي د کوزوو د جګړې پر مهال د ختیځي اروپا ځواکونه دړي وړي او ورپسې یې د ختیځ رومي سلطنت پلازمینه قسطنطنیه ( اوسنئ استانبول ) تر اور لاندي ونیوی.
اروپایي صلیبیان چي د عثماني ټولواکمنۍ په یاد بریالیتوب خبر سول، سمدستي یې د یوې بلي ستري جګړې لپاره چمتووالی پیل او د اروپا څخه د ترک مسلمانانو د شړلو ترڅنګ یې شام او فلسطین ته هم سترګي خښي کړې، ترڅو له مسلمانانو څخه د څو پېړیو غچ په یوځل واخلي.
تر ذکرسوي چمتووالي وروسته صلیبي اروپایان د فرانسې او انګلستان د ځواکونو سره په ګډه د عثماني امپراطورۍ په لوري ولاړه او په لاره کي یې د نیکوپولس کلا چي د عثماني ځواکونو په لاس کي وه تر درنې محاصرې لاندي راوستل. سلطان بایزید چي کله له یادي پیښي خبر سو د برېښنا په څېر یې ځان سیمي ته ورساوه او مخکي تردې چي صلیبیان کلا ونیسي عثماني لښکر یې مخي ته ودرېدی.
د صلیبي ځواکونو فرانسوۍ برخه ددې لپاره چي تر نورو صلیبیانو مخکي بریا پخپل نامه کړي له عثماني ځواکونو سره په جګړه کي ښکېل او له خپل اصلي لښکر څخه بیخي لیري ولاړه. سلطان بایزید چي ددوی احمقانه حرکت ولیدی سمدستي يې تر خونړي برید لاندي او د نورو صلیبیانو تر راتګ مخکي یې تارو مار کړه. د فرانسويانو همدغه ماته او ډله ییزه وژنه د پاته صلیبي لښکر لپاره هم خونړي تمامه سول او د سیګسمونډ څخه ماسېوا چي په تیښته بريالئ سو، د اروپایي لښکر لوی شمېر مشران د عثماني ځواکونو له لوري ژوندي ونیول سوه، او پاته لښکر یې پر میدان دړي وړي سو.
د نیکوپولس دې جګړې ته د منځنۍ دورې وروستۍ لویه صلیبي جګړه ویل کیږي، چي وروسته یې د ورنا صلیبي جګړه (۱۴۴۳-۱۴۴۴ میلادي) هم د عثمانیانو په بریا پای ته ورسېده او په ۱۴۵۳ کي یې د قسطنطنیې د فتحې لپاره لاره هواره کړه.