اوم اېډوارډ

اوم اېډوارډ (البرت اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر له ۹ مې نېټې – د ۱۹۱۰ ز کال د مې تر ۶ مې پورې) د انګلستان، آیرلنډ او بریتانوي واکمنیو پاچا او د ۱۹۰۱ ز کال د جنوري له ۲۲ مې نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د هند سترواک و.

اوم اېډوارډ
اوم اېډوارډ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
د بکینګم ماڼۍ   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
د بکینګم ماڼۍ [۲][۳]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای د بکینګم ماڼۍ   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۴][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ښځه
اولاد
مور
خور/ورور
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
اوم اېډوارډ

اېډوارډ چې د ملکې وېکتوریا مشر زوی او د ساکس کوبرګ او ګوتا د شهزاده البرت لقب یې درلود او د "برتي" په نوم مشهور و، په اروپا کې د شاهي کورنۍ غړی و. نوموړی د ویلز شهزاده و او د نږدې ۶۰ کاله د بریتانیا د تخت وارث و. هغه د خپلې مور د اوږدې واکمنۍ په اوږدو کې له سیاسي نفوذ نه دېر لرې پاتې شو او فیشني، تجمل پلوه اشرافي څېره ترې جوړ شو. نوموړی د تشریفاتي حکومتي چارو د ترسره کولو په موخه ټولې بریتانیا ته سفرونه کول او په بهر کې یې د انګلستان استازیتوب کاوه. په ۱۸۶۰ ز کال کې شمالي امریکا او په ۱۸۷۵ ز کال کې د هند نیمې وچې ته د هغه سفرونو ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د عامه رضایت تر څنګ، د عیاش شهزاده په توګه شهرت یې د هغه اړیکي له خپلې مور سره خرابې کړې وې.  

د ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ ز کلونو تر منځ د بویر له دویمې جګړې وروسته، اېډوارډ د بریتانیا د سمندري ځواک د بېړیو په عصري کولو او د بریتانوي پوځ په بېرته تنظیم کولو کې د پاچا په توګه رغنده ونډه ولوبوله. نوموړي دودیز مراسم د عامه نندارو په بڼه بېرته پیل کړل او د هغو خلکو لړۍ یې پراخه کړه چې له شاهي کورنۍ سره ټولنیز کېدل. هغه د بریتانیې او نورو اروپایی هېوادونو، په ځانګړې توګه د فرانسې تر منځ غوره اړیکې را منځ ته کړي ، چې له امله یې هغه د "سوله غوښتونکي" په نوم شهرت ته ترلاسه کړ، خو د خپل خوریه، د جرمني سترواک دویم ویلهیم سره یې اړیکو خوند نه درلود. د اېډوارډیان دوره، چې د اېډوارډ واکمني تر پوښښ لاندې راولي او د هغه نوم ورکړل شوی دی، د نوې پېړۍ له پیل سره سمون خوري او په تکنالوژي او ټولنه کې پراخ بدلونونه، لکه:  د بخار توربین قوه او د سوسیالیزم وده را منځ ته شول. نوموړي د اساسي قانون د کړکېچ په اوږدو کې په ۱۹۱۰ ز کال کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه، چې دا کړکېچ په راتلونکي کال کې د پارلمان ۱۹۱۱ ز کال د قانون پر بنسټ حل شو، چې د مشرانو مجلس د نه ټاکل غړو واک یې محدود کړ.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې

سمول

اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر په ۹ مه د سهار په ۱۰:۴۸ بجو په بکنګم ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستې. هغه د ملکې وېکتوریا او د هغې د مېړه، د ساکس-کوبرګ او ګوتا شهزاده البرت دویم ماشوم او مشر زوی و. نوموړي ته د وینډسر ماڼۍ په جورج کلیسا کې د ۱۸۴۲ ز کال د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه د تعمید غسل او د البرت اېډوارډ نوم کېښودل شو. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په شاهي کورنۍ  کې د برټي په نوم یادېده. [۷][۸]

نوموړي چې د بریتانوي واکمن مشر زوی و، د زېږون پرمهال سمدلاسه د کارنوال ډوک او د روتیسي ډوک و ټاکل شو. هغه چې د شهزاده البرت زوی و، نو د سیکس - کوبرګ او ګوتا شهزاده او د ساکسوني ډوک لقبونه یې هم ترلاسه کړل. هغه د ۱۸۴۱ ز کال د ډسمبر په ۸ د ویلز شهزاده او د چیسټر اېرل (زړور سرتېری)، د ۱۸۵۰ ز کال د جنوري په ۱۷ مه د ډوبلین اېرل،  د ۱۸۵۸ ز کال د نومبر په ۹ مه د جورابو د نښان اتل (Knight of the Garter) او د ۱۸۶۷ ز کال د مې په ۲۴ مه د اخزن ګل د نښان اتل (Knight of the Thistle) لقبونه ورکړل شول.  نوموړي په ۱۸۶۳ ز کال کې د ځایناستۍ خپل حقوق خپل کوچني ورور، د ساکس-کوبرګ او ګوتا دوچي شهزاده الفریډ په ګټه پرېښودل.[۹][۱۰][۱۱]

ملکه او شهزاده البرت هوډ درلود چې مشر زوی یې باید داسې زده کړې وکړي، چې د اساسي قانون پربنسټ هغه د بېلګې پاچا په توګه چمتو شي. اېډوارډ په اووه کلنۍ کې د البرت له خوا ترتیب شوی یو سخت تعلیمي پروګرام پیل او د څو ښوونکو له خوا یې څارنه کېده. هغه په خپلو زده کړو کې د خپلې مشرې خور وېکتوریا په پرتله ښه نه و. هغه کوښښ کاوه، چې د مور او پلار هیلې پوره کړي، خو نه برلاسی کېده. که څه هم اېډوارډ یو لېواله زده کونکی نه و، خو د هغه ریښتینې وړتیاوې مینه، ټولنیز چلند او ذهني ځواک و - بنیامین ډیزرایلي هغه د باخبر، هوښیار او خوږ چلنده ماشوم په بڼه بیانوي. کله چې نوموړي د منځنۍ کچې زده کړې بشپړې کړې، د هغه ښوونکی بدل شو او رابرت بروس د د نوموړي شخصي لارښود و ټاکل شو.   [۱۲][۱۳]

اېډوارډ د روم له تحصیلي سفر وروسته، چې د ۱۸۵۹ ز کال په لومړیو څو میاشتو کې ترسره شو، د همدې کال په اوړي کې د اډینبورګ په پوهنتون کې د کیمیا پوه لیون پلیفیر تر څارنې لاندې په زده کړه کې تېر کړ. نوموړي په اکتوبر میاشت کې د آکسفورډ په کریسټ کلیسا کې د لېسانس په کچه نوم لیکنه وکړه. هغه چې د مور او پلار له تحصيلي سختيو نه په دې وخت کې خلاص شوی و، د لومړي ځل لپاره يې له زده کړو خوند واخېست او په ازموينو کې یې د منلو وړ پایلې درلودې. نوموړی په ۱۸۶۱ ز کال کې د کمبرېج ترینټي کالج ته لاړ چې په دې ځای کې هغه د پاچا له خوا د ټاکل شوي معاصر تاریخ استاد، چارلس کینګسلي تر څارنې لاندې تاریخ ولوست. د کنگسلي هڅو اېډوارډ ته د ژوند تر ټولو غوره علمي پایلې ور په برخه کړې او اېډوارډ به همیشه د هغه لکچرونو ته سترګې په لاره و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچینې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118528955  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.globalsecurity.org/military/world/europe/uk-saxe-coburg-gotha.htm
  3. http://24carat.co.uk/edwardviibio.html
  4. http://www.bbc.co.uk/programmes/b03x10q8
  5. http://www.bbc.co.uk/programmes/b03l3lhg
  6. http://www.nytimes.com/2009/07/09/fashion/09iht-rval.html
  7. Magnus, Philip (1964), King Edward The Seventh, London: John Murray, p. 1
  8. Bentley-Cranch, Dana (1992), Edward VII: Image of an Era 1841–1910, London: Her Majesty's Stationery Office, p. 1, ISBN 978-0-11-290508-0
  9. Weir, Alison (1996), Britain's Royal Families: The Complete Genealogy, Revised Edition, London: Random House, p. 319, ISBN 978-0-7126-7448-5
  10. Cokayne, G. E. (1910), Gibbs, Vicary (ed.), The complete peerage of England, Scotland, Ireland, Great Britain and the United Kingdom, vol. 4, London: St Catherine's Press, pp. 451–452
  11. Van der Kiste, John (September 2004; online edition May 2007) "Alfred, Prince, duke of Edinburgh (1844–1900)" Archived 19 July 2014 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/346, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
  12. Ridley, Jane (2012), Bertie: A Life of Edward VII, London: Chatto & Windus, pp. 17–19, ISBN 978-0-7011-7614-3
  13. Bentley-Cranch, p. 4
  14. Bentley-Cranch, p. 18
  15. Matthew, H. C. G. (September 2004; online edition May 2006) "Edward VII (1841–1910)" Archived 2 March 2016 at the Wayback Machine., Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/32975, retrieved 24 June 2009 (subscription or UK public library membership required)
  16. کينډۍ:Acad
  17. Bentley-Cranch, p. 35; Ridley, p. 50.
  18. Hough, Richard (1992), Edward and Alexandra: Their Private and Public Lives, London: Hodder & Stoughton, pp. 36–37, ISBN 978-0-340-55825-6