سلطنتي شاهزادګۍ، ویکټوریا

سلطنتي شاهزادګۍ ویکټوریا (ویکټوریا اډلایډ ماري لوئیزا؛ زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د نومبر ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۰۱ زکال د اګست ۵مه) د جرمني سترواک دریم فریدریک د مېرمنې په توګه د جرمني د سترواکۍ او پروس ملکه وه. نوموړې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا او د ساکس -کوبورګ او ګوتا د شهزاده البرټ مشره لور وه چې په ۱۸۴۱ زکال کې سلطنتي شاهزادګۍ شوه. هغه د ملکې ویکټوریا د مشرې ماشومې په توګه د خپل کوچني ورور او راتلونکي پاچا، اووم اډوارډ د زیږون تر مهاله د لنډ مهال لپاره د بریتانیا د پاچاهۍ وارثه وه. نوموړې د جرمني سترواک دویم ویلهلم مور وه. [۱]

ویکټوریا چې د خپل پلار له خوا له سیاسي اړخه په لیبرال چاپېریال کې روزل شوې وه، د ۱۷ کلنۍ په عمر یې د پروس له شهزاده فریدریک سره واده وکړ او له هغه یې اته ماشومان لرل. ویکټوریا خپل لیبرال نظریات له فریدریک سره شریک کړل او تمه یې لرله چې په راتلونکې کې د پروس او جرمني سترواکي باید د بریتانیا په څېر مشروطه بڼه ولري. ویکټوریا د خپل دغه لرلید او انګلیسي ریښې له امله له نیوکو سره مخ شوه او د برلین د دربار او د هوهنزولرانو له مخالفت سره مخ شوه. دغې انزوا وروسته له هغې زیاتوالی وموند چې د هغې پام وړ سیاسي مخالف اتو فون بیسمارک په ۱۸۶۲ زکال کې واک ته ورسېد.

ویکټوریا د لنډ مهال لپاره د جرمني او پروس د سترواکۍ ملکه وه، دغه مهال هغې فرصت درلود چې د جرمني د سترواکۍ پر سیاست اغېز وکړي. دریم فریدریک په ۱۸۸۸ زکال کې واک ته له رسېدو یوازې ۹۹ ورځې وروسته په حنجره کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ او پر ځای یې زوی دویم ویلهلم واک ته ورسېد چې د خپلو والدینو په نسبت یې محافظه کارانه لیدلوری درلود. د مېړه له مړینې وروسته هغه تر ډېره د ملکې فریدریک په نوم (په جرمني: Kaiserin Friedrich) پېژندل کېده. له دې وروسته په کرونبرګ ایم تانوس ښار کې استوګنه شوه چېرې چې هغې د خپل مړ شوي مېړه په نامه د فریدریششوف (Friedrichshof) ماڼۍ جوړه کړه. نوموړې د خپلو لوڼو له واده وروسته لا پسې یوازې شوه او په ۱۹۰۱ زکال په اګست میاشت کې د سینې د سرطان له امله مړه شوه. [۲]

لومړنی ژوند او زده کړې سمول

شاهزادګۍ ویکټوریا د ۱۸۴۰ زکال د نومبر په ۲۱مه د لندن په باکېنګهام ماڼۍ کې وزیږېده. هغه د ملکې ویکټوریا او د شهزاده البرټ لومړنۍ ماشومه وه. هغه مهال چې وزیږېده، ډاکټر په ناخوښۍ سره غږ وکړ: اوف آغلې، دا نجلۍ ده! ملکې ځواب ورکړ: مهمه نه ده، بل ځل به شاهزاده وي. ویکټوریا د بریتانیا د واکمنې ملکې د لور په توګه وزیږېده. له همدې امله نوموړې د ۱۸۴۱ زکال د نومبر په ۹مه نېټه د خپل کوچني ورور شهزاده البرټ اډوارډ (وروسته پاچا اووم اډوارډ) د زیږون تر مهاله د متحدې پاچاهۍ د تاج او تخت وارثه وه. نوموړې د ۱۸۴۱ زکال د جنوري په ۱۹مه سلطنتي شاهزادګۍ وټاکل شوه، هغه عنوان چې ډېری وخت د پاچا یا ملکې مشرې لور ته ورکول کېږي. دا په خپل کور کې په ساده ډول د «ویکي» په نوم یادول کېده. [۳][۴][۵]

سلطنتي جوړې (ملکې او شاهزاده) پرېکړه وکړه چې خپلو ماشومانو ته د امکان تر کچې بشپړې زده کړې ورکړي. په واقعیت کې ملکه ویکټوریا وروسته له هغه چې د ۱۸ کلنۍ په عمر د خپل پاچا تره، څلورم ویلیام وروسته واک ته ورسېده، باوري وه چې په کافي کچه د دولتي چارو لپاره چمتو نه ده. په خپل نوبت سره شهزاده البرت چې د ساکس – کوبورګ او ګوتا په دوک نشینه سیمه کې زیږېدلی و، د خپل تره لومړي لیوپولډ په مرسته چې د بلجیم پاچا و؛ په کافي کچه یې زده کړې کړې وې. [۶]

د ویکټوریا له زوکړې لږ وروسته، شاهزاده البرت خپل خاطرات ولیکل چې په هغو کې یې د ټولو هغو کسانو دندې شرح کړې وې چې د سلطنتي ماشومانو سره ښکېل وو. بل ۴۸ پاڼې لرونکی سند چې په یو نیم کال کې د سټوکمار د بارون له خوا د تر ټولو صمیمي سلطنتي جوړې اړوند ولیکل شو، ټول هغه روزنیز اصول په کې شرح شوي وو چې دوی د دغې کوچنۍ شاهزادګۍ لپاره کارول. ورته مهال سلطنتي جوړې د خپل ماشومې د مناسبې روزنیزې ودې څخه یو مبهم انځور درلود، د بېلګې په توګه ملکې ویکټوریا باور درلود، دغه واقعیت چې ماشومه یې خپل بنګړی څټي، د پوهې د نه لرلو نښه یې ده. [۷]

له دې ټولو سره ځیرکې ویکټوریا د ۱۸ میاشتو په عمر د فرانسوي ژبې په زده کولو پیل وکړ او د څلور کلنۍ په عمر یې د جرمني ژبې د زده کولو هڅه هم پیل کړه. دې همدارنګه یوناني او لاتیني ژبه هم زده کړه. د شپږ کلنۍ له عمر څخه د نوموړې د زده کړو په نصاب کې حساب، جغرافیه او تاریخ شامل وو چې پلار یې بیا ورته د فلسفې او سیاست درس ورکاوه. سربېره پر دې یې د ساینس او ادبیاتو زده کړه هم پیل کړه. په ښوونځي کې یې د زده کړو پر مهال درې ساعته تفریح لرله؛ ښوونځی یې د سهار په ۸:۲۰ پیلېده او د مازیګر په ۶:۰۰ بجې به رخصت شو. د خپل ورور پر خلاف چې د زده کړو پروګرام یې پېچلی و، خو ویکټوریا بیا هم تکړه زده کوونکې وه او تل یې له زده کړې سره لیوالتیا لرله، په داسې حال کې چې سرسخته خوی یې درلود. [۸][۹][۱۰][۱۱]

شهزاده البرټ د خپلو ماشومانو په زده کړه کې پام وړ ونډه لرله. هغه د خپلو ماشومانو پرمختګ له نږدې څاره او هغوی ته یې د ځینو مواردو تدریس هم په خپله کاوه؛ همدارنګه یې له هغوی سره لوبې هم کولې. داسې ویل کېږي چې ویکټوریا د خپل پلار له مفکورې تقلید کاوه او له هغه څخه یې لیبرال سیاسي لیدلوري په میراث اخیستي وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سیاسي مسئولیتونه سمول

ویکټوریا د ۱۷ کلونو په عمر اړ شوه یو لړ ستړې کوونکې رسمي دندې ترسره کړي. نږدې هر ماښام مجبوره وه چې په رسمي ماښامنۍ میلمستیاوو، د تیایتر په نندارو او یا هم عامه مېلمنو ته د هرکلي ویلو په موخه راڅرګنده شي. که چېرې به د هوهنزولرانو خارجي مېلمانه برلین یا پوتسدام ته راتلل بیا نو د هغې تشریفاتي دندو لا زیاتوالی موند. ځینې وختونه به آن اړ وه څو د سهار له اوو بجو څخه تر نیمې شپې پورې د سلطنتي مېلمنو هرکلی وکړي. [۱۶]

برلین ته په راتلو سره پاچا څلورم فریدریک ویلیام، فریدریک او د هغې مېرمنې ته د برلین په سلطنتي استوګنځای کې یوه زړه ودانۍ ورکړه. دغه ودانۍ په ډېر بد حالت کې وه آن تر دې چې یو سم حمام یې هم نه درلود. له همدې امله دوی دواړو د ۱۸۵۸ زکال په نومبر میاشت کې د سلطنتي شهزادګانو ماڼۍ (Kronprinzenpalais) ته کډه وکړه. په اوړي کې به بیا د نوې ماڼۍ (Neues Palais) په نامه ماڼۍ ته تلل. [۱۷]

وروستي کلونه او مړینه سمول

ملکې فریدریک د خپل ژوند د وروستو کلونو پر مهال خپل ډېر وخت په نقاشۍ او په کرونبورګ کې د هنرمندانو له کالونۍ څخه په لیدنې تېر کاوه، چېرې چې نوموړې په مرتب ډول له نقاش نوبرت شرودل سره لیدل. هغې د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې د سهاره پیاده تګ کاوه او د خپلې قلا په کتابتون کې به یې د ساعتونو لپاره مطالعه کوله او یا به یې هم لیکونه لیکل. [۱۸]

د ۱۸۹۸ زکال په وروستیو کې ډاکټرانو تشخیص کړه چې ملکه د سینې په داسې سرطان اخته ده چې د جراحۍ وړ نه دی، دغې چارې هغه اړ کړه څو د ډېرې مودې لپاره په بستر کې پرېوزي. د سرطان ناروغۍ یې د ۱۹۰۰ زکال په مني کې د ملا تیر ته سرایت وکړ.

نوموړې د ۱۹۰۱ زکال د اګست په ۵مه نېټه د خپلې مور له مړینې نږدې اووه میاشتې وروسته په فردریششوف ماڼۍ کې مړه شوه. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. "Full text of "Letters of the Empress Frederick"". archive.org. 1928. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Queen Victoria's Journals [retrieved 26 June 2016].
  3. Dobson (ed.) 1998, p. 405.
  4. Dobson (ed.) 1998, p. 400.
  5. Dobson (ed.) 1998, p. 406.
  6. "Barnard & Co. – The Lily font". The Lily font. Royal Collection. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pakula 1999, pp. 11-13
  8. Pakula 1999, pp. 11-13
  9. Pakula 1999, pp. 16–21.
  10. Sinclair 1987, p. 26.
  11. Pakula 1999, p. 21.
  12. Herre 2006, p. 25.
  13. Pakula 1999, pp. 20–22.
  14. Herre 2006, p. 25 ff.
  15. Buruma, Ian Anglomania A European Love Affair, New York: Vintage Books, 1998 pages 205-206
  16. Pakula 1999, p. 99 and 130.
  17. Herre 2006, p. 54 and 61–62.
  18. Herre 2006, p. 296.
  19. Clay 2008, pp. 282 and 292–293.