پنجم جورج (جورج فریډریک ارنست البرت؛ د ۱۸۶۵ ز کال د جون له ۳ مې نه د ۱۹۳۶ ز کال د جنوري تر ۲ مې پورې) د ۱۹۱۰ ز کال د می له میاشتې نه په ز ۱۹۳۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او بریتانوي مشترک المنافع هېوادونو پاچا او د هند سترواک و.  

پنځم جورج
پنځم جورج

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل اوندن برونشيت   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت برېتانيا [۱][۲][۳]

برېتانوي هند   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

اولاد
پلار
مور
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا ،  د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
برخه د برتانيا فوځ   ويکيډاټا کې (P241) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
پنځم جورج

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جورج د خپلې انا ملکې وېکتوریا د واکمنۍ پرمهال نړۍ ته سترګې پرانیستې، د ویلز د شهزاده البرت اډوارډ دویم زوی و او د بریتانیا د تخت لپاره په نوملړ کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج له ۱۸۷۷ز کال نه تر ۱۸۹۲ ز کال پورې، په شاهي سمندري ځواکونو کې  یې دنده ترسره کړه، تر هغه چې د ۱۸۹۲ ز کال په پیل کې د خپل مشر ورور له ناڅاپي مړینې ورسته په مستقیم ډول د تخت لپاره په لیکه کې راغی. د جورج پلار په ۱۹۰۱ز کال کې د وېکتوریا له مړینې سره سم، د اووم اډوارډ په توګه په تخت کېناست او جورج د ویلز شهزاده شو.  په ۱۹۱۰ ز کال کې نوموړی د خپل پلار له مړینې وروسته د  پاچهۍ په تخت کېناست.  

د جورج واکمني د سوسیالیزم، کمونیزم، فاشیزم، آیریلنډي جمهوریت غوښتنې او د هند د خپلواکۍ د راپورته کېدو شاهده وه، چې ټولو په په بنسټیزه توګه د بریتانوي سترواکۍ سیاسي لیدلوری بدله کړ. د پارلمان ۱۹۱۱ ګڼې قانون، د مشرانو د مجلس د ناټاکل شوو غړو په پرتله د د بریتانیا د مشرانو د ټاکل شوو غړو برلاسي رامنځ ته کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴ – ۱۹۱۸ز) په پایله کې، د نوموړي د مخکښو تربرونو، د روسیې د دویم نیکولاس او د جرمني د دویم ویلهیم سترواکۍ نسکورې شوې، خو بریتانوي سترواکي تر ټولو لویې اغېزمنې کچې ته پراختیا و موندله. نوموړي په ۱۹۱۷زکال کې، د وینډسر د ماڼۍ لومړی پاچا شو، چې نوموړي د جرمن ضد عامه احساساتو له امله د ساکس کوبورګ او ګوتا د ماڼۍ نوم د دې ماڼۍ نامه ته بدل کړ. په ۱۹۲۴ ز کال کې جورج د لومړي ځل لپاره د کار وزارت را منځ ته کړ او د ویسټ منسټر د ۱۹۱۳ ز کال قانون، د بریتانوي سترواکۍ ټول ګټې هېوادونه د جلا او خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل.

نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د سګرټ څکولو له امله، له روغتیایی ستونزو سره لاس او ګرېوان و او له ​​مړینې وروسته یې مشر زوی آتم اډوارډ ځای ناستی شو.

د ژوند لومړني کلونه او زده کړې

سمول

جورج د لندن په مارلبورو ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جون په ۳ مه نېټه زېږېدلی دی. نوموړی د ویلز د شهزاده  البرت اډوارډ او د ویلز د شهزادګۍ الکساندرا دویم زوی و. پلار یې د ملکې وېکتوریا او شهزاده البرت مشر زوی و او مور یې د ډنمارک د پاچا نهم کریستین او ملکې لویز مشره لور وه. نوموړي د وینډسر په ماڼۍ کې د ۱۸۶۵ ز کال د جولای په ۱۷ مه نېټه د کانټربري د روحاني چارلس لانګلي له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ. [۴]

نوموړی چې ویلز د شهزاده تنکی زوی و، لږ تمه کېده چې د پاچهۍ په تخت به کېني. هغه د تخت په لیکه کې د خپل پلار او مشر ورور شهزاده البرت وېکتور نه وروسته درېیم کس و. جورج د البرت وېکتور په پرتله ۱۷ میاشتې کشر و او دواړو شهزادګانو یو ځای زده کړه کوله. په ۱۸۷۱ ز کال کې جان نیل ډیلټن د دوی د ښوونکي په توګه وګمارل شو. دواړه له ذهني اړخه کمزوري وو. لکه څنګه چې د دوی پلار په دې نظر و، چې سمندري ځواک "د هر ځوان لپاره ترټولو غوره روزنه" ده، د ۱۸۷۷ ز کال په سپتمبر کې، چې هغه مهال جورج ۱۲ کلن و، دواړه وروڼه د ډارټموت په ډیوون سیمه کې د ځوانو افسرانو د روزنیزې بېړۍ اچ ام اس بریتانیا سره یوځای شول.  [۵][۶][۷]

د ۱۸۷۹ ز کال نه وروسته، شاهي وروڼو د درېیو کلونو لپار په اچ ام اس بکانتي کې چې د ډیلټن له خوا یې ملتیا کېده، خدمت وکړ. دوی په کارابین، سویلي افریقا او آسټرالیا کې د بریتانوي سترواکۍ له مستعمیرو نه لیدنه وکړه او د ویرجینیا نورفولک، سویلي امریکا، مدیترانې، مصر او ختیځې آسیا ته یې سفرونه وکړل. جورج په ۱۸۸۱ ز کال کې د جاپان د سفر پر مهال، له یوه سیمه ییز هنرمند نه وغوښتل چې په مټ یې آبي او سور ښامار خال ووهي  او د سترواک میجي له خوا خپل حضور ته ومنل شول او د امپرتور د مېرمنې هاروکو له خوا هغوی ته دوه کانګرو ډوله استرالیایي څاروي ډالۍ شول. دالټن د دې سفر په اړه د اچ ام اس بکانتي د خوځښت تر سرلیک لاندې پوره کیسه لیکلې ده. دالټن د میلبورن او سیډني تر منځ د سرګردان هالنډي، چې یوه افسانوي اروایي بېړۍ ګڼل کېږي، لیدنه ثبت کړې ده. کله چې دوی بریتانیا ته راستانه شول، ملکې شکایت وکړ چې د هغې لمسیان په فرانسوي یا الماني ژبه خبرې نه شي کولای، نو د شپږو میاشتو لپاره دوی په لوزان کې وخت تېر کړ چې د بلې ژبې د زده کړې لپاره یې دا هڅه بې پایلې وه. د لوزان نه له راستنېدو وروسته، وروڼه جلا شول. البرت وېکتور د کمبرج پوهنتون ترینیتي کال کالج ته ولاړ، په داسې حال کې چې جورج په شاهي سمندري ځواکونو کې خپلې دندې ته دوام ورکړ. نوموړي ټولې نړۍ ته سفر وکړ چې  د بریتانوي سترواکۍ له ډېری سیمو نه یې لیدنه وکړه. په سمندري ځواک کې د خپلې دندې په اوږدو کې نوموړي د کورنیو اوبو په تورپیډو بېړۍ ۷۹ کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه، وروسته یې د شمالي امریکا او ویسټ انډیز په اډه کې د اچ ام اس تروش بېړۍ مشري وکړه. د نوموړي وروستی چوپړ د ۱۸۹۱ ز کال نه تر ۱۸۹۲ز کال پورې د اچ ام اس مېلاپوس قومانده وه. له هغه وخت وروسته، د نوموړي سمندري رتبه ډېری ویاړي وه.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

واده

سمول

شهزاده جورج د ځوانۍ په ورځو کې په سمندري ځواکونو  کې د ډېرو کلونو په اوږدو کې د خپل تره شهزاده الفریډ، د اډینبورګ د ډوک چې په مالټا کې یې ماموریت درلود، تر مشرۍ لاندې خدمت وکړ. نوموړي هلته د خپل تره له لور د اډینبورګ شهزادګۍ ماري سره نږدې لوی شو او له هغې سره په مینه کې ونښت. د نوموړي انا، پلار او تره ټولو دا رښته و منله، خو مور یې د ویلز شهزادګې او ترور یې ماریا الکساندرونا د اډینبورګ دوچیس، د دې رښتې مخالفت وکړ. د ویلز شهزادګۍ فکر کاوه چې کورنۍ یې جرمن پلوه ده او د اډینبورګ د دوچیس انګلستان نه خوښېده. دوچیس، د روسیې د ویم الکساندر یوازینۍ لور، له دې امله ناراضي وه چې د بریتانوي واکمن د کوچني زوی مېرمنې په توګه، ماري باید د جورج مور، د ویلز شهزادګۍ ته لومړیتوب ورکړي، چې پلار یې یو کوچنی جرمن شهزاده و، مخکې له دې چې په ناڅاپي توګه د ډنمارک تخت ته وبلل شي. نوموړې د خپلې مور له لارښوونې سره سم د جورج وړاندیز رد کړ. نوموړې د رومانیا له راتلونکي پاچا فرډینانډ سره په ۱۸۹۳ ز کال کې واده وکړ. [۱۴]

د جورج مشر ورورالبرت وېکتور د ۱۸۹۱ ز کال په نومبر کې، د خپل دویم تره له لور د ټیک د شهزادګۍ وېکتوریا ماری سره کوژده وکړه چې په کورنۍ کې د "مې" په نوم یادېده. د هغې پلار فرانسیس، د تیک ډوک (چې د ورتمبرګ د کورنۍ د پوځي افسرانو د ټیټې طبقې غړی و) او مور یې د کیمبرج شهزادګۍ ماري اديلېډ، د پاچا درېیم جورج د نارینه نسب لمسی او د ملکې ویکټوریا د تره لومړۍ لور وه.  [۱۵][۱۶]

د رسمي کوژدې نه شپږ اونۍ وروسته، د ۱۸۹۲ ز کال د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه، البرت وېکتور د انفلونزا د وبا په اوږدو کې د سینه بغل ناروغی له امله مړ شو، چې جورج د تخت په نوملړ کې دویم ځای ته ولاړ او د خپل پلار ځایناستی شو. جورج د وچکۍ(محرقې) تبې له امله له شپږو اونیو بستر نه لږ وخت کېده چې له یوې سختې ناروغۍ نه روغ شوی و او داسې انګېرل کېږي چې دې ناروغی، د هغه نیکه شهزاده البرت هم له منځه وړی. ملکې وېکټوریا لا هم شهزادګۍ مې د خپل لمسی لپاره غوره جوړه ګڼله او جورج او می د خپل ګډ غم په اوږدو کې نږدې شول. [۱۷][۱۸]

جورج می ته د البرت وېکتور له مړینې یو کال وروسته وړاندیز وکړ او ومنل شو. دوی د ۱۸۹۳ ز کال د جولای په ۶ مه نېټه په لندن کې د سېنټ جېمز ماڼۍ په شاهي کلیسا کې واده وکړ. دوی یو بل ته د خپل ژوند په اوږدو کې ریښتیني پاتې شول. د جورج په وینا: هغه نه شو کولای، چې د مینې خپل احساسات په خبرو کې وړاندې کړي، دوی ډېری وختونه د مینې لیکونه او د مینې یادښتونه یو بل ته لېږل.  [۱۹]

سرچینې

سمول
  1. http://www.bbc.co.uk/news/uk-11722352
  2. http://www.bbc.co.uk/programmes/p0168wfs
  3. http://www.nytimes.com/2007/12/25/world/europe/25queen.html
  4. His godparents were the King of Hanover (Queen Victoria's cousin, for whom Prince Edward of Saxe-Weimar-Eisenach stood proxy); the Duke of Saxe-Coburg and Gotha (Prince Albert's brother, for whom the Lord President of the Council, Earl Granville, stood proxy); the Prince of Leiningen (the Prince of Wales's half-cousin); the Crown Prince of Denmark (the Princess of Wales's brother, for whom the Lord Chamberlain, Viscount Sydney, stood proxy); the Queen of Denmark (George's maternal grandmother, for whom Queen Victoria stood proxy); the Duke of Cambridge (Queen Victoria's cousin); the Duchess of Cambridge (Queen Victoria's aunt, for whom George's aunt Princess Helena stood proxy); and Princess Louis of Hesse and by Rhine (George's aunt, for whom her sister Princess Louise stood proxy) (The Times (London), Saturday, 8 July 1865, p. 12).
  5. Clay, p. 39; Sinclair, pp. 46–47
  6. Sinclair, pp. 49–50
  7. Clay, p. 71; Rose, p. 7
  8. Rose, p. 13
  9. Keene, Donald Emperor of Japan: Meiji and His World, 1852–1912 (Columbia University Press, 2002) pp. 350–351
  10. Rose, p. 14; Sinclair, p. 55
  11. Rose, p. 11
  12. Clay, p. 92; Rose, pp. 15–16
  13. Sinclair, p. 69
  14. Pope-Hennessy, pp. 250–251
  15. Rose, pp. 22–23
  16. Rose, p. 29
  17. Rose, pp. 20–21, 24
  18. Pope-Hennessy, pp. 230–231
  19. Sinclair, p. 178