ادريس

(له ادریس نه مخ گرځېدلی)

ادريس عليه السلام د الله تعالی له رسولانو نه دی. د هغه په نسب کې اختلاف دی، ځکه چې په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې يې د نسب يادونه نه ده شوې، ځينو تاريخ ليکونکو د هغه نسب په دې ډول راوړی؛ نوم يې اخنوخ بن يرد بن مهاييل بن انوش بن قينان بن شيث بن آدم (ع). اصلي نوم يې اخنوخ دی. ادريس (ع) د نوح (ع) نيکه کېږي، چې د هغه نسب په دې توگه ادريس (ع) ته رسېږي: نوح (ع) بن متوشلخ بن اخنوخ کله چې ادريس (ع) وزېږېد، پر هغه يې هرمس نوم کېښود. عبرانيانو هغه ته خنوخ ويل، چې په عربي ژبه کې اخنوخ تلفظ کېږي او په قرآن کريم کې الله تعالی د ادريس (ع) په نامه نومولی دی. د ادريس (ع) د زېږېدنې په ځای کې اختلاف دی، خو صواب ته نژدې دا دی، چې ادريس (ع) د مصر په منف نومي ځای کې زېږېدلی دی، نومړی له نوح (ع) نه وړاندې تېر شوی دی، چې د دواړو پيغمبرانو تر مېنځ زرکاله زماني واټن موجود دی. په قرآن کريم کې د ادريس (ع) نوم دوه ځايه په دوو سورتونو کې ياد شوی دی:

واذکر في الکتب ادريس انه کان صديقاً نبياً

د مريم سورت, ۵۶ آيت

ژباړه: "او ياد کړه ای محمد (ص) خپل اُمت ته په کتاب، يعنې قرآن کې قصه د ادريس (ع)، بېشکه چې هغه ؤ، ډېر رښتينی نبي."

و اسمعيل و ادريس و ذالکفل من کل من الصبرين

د انبيا سورت, ۸۵ آيت

ژباړه: "او اسماعيل او ادريس او ذوالکفل ټول د صابرانو له ډلې نه دي."

ادريس (ع) هغه پيغمبر ؤ چې دېرش صحيفې ورباندې نازلې شوي دي. لومړنی شخص دی چې د الله تعالی په لار کې يې جهاد کړی دی، پر آس باندې سپور شوی دی او هغه لومړنی شخص دی چې ليک يې کړی او ښارونه يې آباد کړي دي. په قرآن کريم کې ادريس (ع) په ښو او لويو صفتونو، لکه صبر، ريښتنيولي، د لوړ او اوچت ځای په لرلو باندې ستايل شوی دی. کومو خلکو چې د شيث (ع) له شريعت نه سرغړونه کوله نو الله تعالی ادريس (ع) د هغوی د اصلاح لپاره په پيغمبرۍ مبعوث کړ. ادريس (ع) هغوی ته ديني بلنه ورکوله، خلک يې د الله تعالی دين، توحيد او عبادت ته رابلل. ادريس (ع) لومړنی شخص دی چې تله او پيمانه يې جوړه کړې او د جهاد کولو امر يې کړی دی. دا چې د ادريس (ع) په اړه ځينې کيسې راغلي، چې نومړی آسمان ته پورته شوی او يا جنت ته داخل شوی دا کمزوري او اسراييلي روايتونه دي، ځکه چې د الله تعالی په دې قول کې چې فرمايي:

و رفعنه مکانا عليا

د مريم سورت, ۵۷ آيت

ژباړه: "او پورته کړی دی موږ ده لره ځای ډېر اوچت ځای."

له مکان عالي نه مراد د نبوت درجه او الله تعالی ته نږدېوالی دی، دا مانا نه لري چې هغه جنت ته داخل شوی او يا اسمان ته پورته شوی دی. د ادريس (ع) په رسالت باندې ايمان درلودل واجب دي.