حضرت ذوالکفل (ع) چي دځينو علماوو په قول دالله(ج) نبي ګڼل سوی دی اوځیني یې فقط یوعابد شخص معرفي کوي دبني اسرائيلو له قوم څخه وو . دنوموړي په اړه الله (ج) په قرآن کریم کي فرمایلي دي :

وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ (85) یعني ذوالکفل دالله له هغه بندګانو څخه ووچي ډېر صبریې درلود .

د ذوالکفل ژوند

د ذوالکفل دژوندپه اړه ویل کيږي شاوخوا پنځه اویا کاله عمریې تېرکړی دی اوپه دغه موده کي یې دورځي له خوا روژه نیول اودشپې به یې عبادت کاوه[۱]. ذوالکفل دخپل دغه کارونوڅخه ماسېوا دخپلو خلکو لپاره دقضاء دنده پرمخ وړل اوډېر په عدل یې دانسانانو ترمنځ فیصلې کولې، ددې ترڅنګ یې داعادت هم درلودچي هیڅکله به نه په غوسه کېدی .

شیطان چی کله د ذوالکفل په صبر، عدل اوښه والي باندي خبرسو غوښتل یې ذوالکفل په غوسه راولي اوهغه دښېګڼي صفت چي په نوموړي کي یې شتون درلود لمنځه یوسي خو ذوالکفل دشیطان په دام کي ونه نښتی اودالله(ج) په فضل سره یې دشیطان چالونه لمنځه یووړل .

د ذوالکفل په اړه یوه بله خبره چي ځینو علماوو ذکرکړې ده هغه داچي نوموړي دحضرت ادریس(ع) زوی وو او ترهغه وروسته یې چاري په غاړه درلودې . والله اعلم باالصواب












  1. استشهاد فارغ (مساعدة)