جهاد د عربي له ویي(کلیمې) جدوجهد څخه اخستل شوی دی چې مانا یې د یو ښه کار د تر سره کولو لپاره خپلې بشپړې هلېځلې کول دي خو په اصطلاحي مانا کې له جهاد څخه مراد د اسلام د سپېڅلي دین د سر لوړۍ لپاره له کفارو سره جګړه کول دي. د جهاد اړوند په قرآن مجید او احادیثو مبارکو کې ګڼ شمیر احکامات شتون لري خو له بده مرغه په وروستیو لسیزو کې په افغانستان او پښتونخوا کې د جهاد له سپېڅلي نامه څخه ځینې اورپکو ډلو او استخباراتي کړۍ ناوړه ګټه اخستې او د افغان دولت، ولس او ملي شتمنیو پر ضد یې د جهاد په نوم خونړۍ جګړه روانه کړېده چې په کار کې ځینې ناپوهه ولسي وګړي هم د دوی ملګرتیا کوي.

د جهاد ډولونه: سمول

۱. جهاد باالسیف: د تورې(وسلواله مبارزه) په وسیله جهاد ته وایي. دې ډول جهاد ته په قرآن کریم کې قتال هم ویل شوي دي دا جهاد د دین د دښمنانو کفارو خلاف وي.

۲. جهاد بالنفس: د خپل سر په بیه جهاد ته ویل کېږي جهاد باالسیف او جهاد باالنفس کابو یو ډول جهاد دی

۳. جهاد بالمال: د مال او شتمنۍ په مرسته جهاد ته وایي. د دین د کار مالي مرسته کول جهاد بالمال کې شمېرل کېږي

۴. جهاد بالقلم: د قلم په مرسته جهاد د حق خبرې خپرولو ته ویل کېږي.