آرنۍ غورنۍ پرانيستل

د اذربايجان جمهوريت (اذربايجاني: Azərbaycan يا Azərbaycan Respublikası) په قفقاز غرو لړۍ کې يو هېواد دی چې د اروپا او سوېل لوېديځه اسيا په منځلاره کې پروت دی. دا هېواد کسپين سمندرگي سره ساحل لري. دا هېواد په سوېل کې له روسيې سره، د جيورجيا سره په سوېل لويديځه لورې، د ارمنستان سره په لويديځه خوا او په سوېل کې د ايران سره خپلې پولې لري.

ازربايجان
(آذربائیجانی: Azərbaycan Respublikası)
(رومانیائی: Republica Azerbaidjan د رسمي نوم (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
ازربايجان

کورډېناټونه: ۴۰°۱۸′شمال ۴۷°۴۲′ختیځ / 40.3°شمال 47.7°ختيځ / 40.3; 47.7  د کوارډينېټي موقعيت (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي[۱]
تاريخ التأسيس ۱۹۹۱  د بنسټ ايښودنه (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
هېواد آزربایجان[۲][۳]  د هېواد (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
پلازمېنه ښار باکو  د پلازمینه (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
ادارې ويش
سیمه
 • سیمه 86600.0 کیلومتره مربع  د سيمه (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
نفوس شمېرنه 10000000 (۲۰۱۹)  د د وگړو شمېر (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
آخر معلومات
رسمي ژبه آزربايجاني[۴]  د official language (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
جيو کوډ 587116  د GeoNames ID (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
لوحة مركبات
AZ (۱۹۹۳–)  د licence plate code (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
  د د کامنز انځورتون (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي

د ناخشيوان خپلواکه جمهوريت چې د اذربايجان ادعا ورباندې ده، سوېل ختيځه کې د ارمنستان سره، په سوېل لويديځه کې د ايران سره او په سوېل لوېديځه کې د ترکيې سره گډې پولې لري.

اذربايجان يو غېر مذهبي حکومت لري، او د 2001 زېږيز کال راپدې خوا د اروپايي قونسل غړيتوب لري. ددې هېواد ډېرکي وگړي شيعه مسلمانان دي او د غربي ترکي توکمه خلگ دي چې د اذربايجاني په نوم او يا هم په ساده ډول د اذري په نوم يادېږېي. دا هېواد په رسمي توگه مخ په ډيموکراسۍ روان دی، خو په کلکه توگه اقتدار پلوی قانون پلي کوي.

نيوليک

جغرافیهسمول

ایداري ویشسمول

کلتورسمول

ځمکپوهنهسمول

کينډۍ:ارنی

اداري وېشنېسمول

کينډۍ:ارنی اذربايجان په ۵۹ رايونونو (rayonlar، مفرد rayon) يا سيمو، ۱۱ ښاري ناحيو (şəhərlər، مفرد şəhər)، او يو خپلواک جمهوريت (muxtar respublika) چې د ناخشيوان په نامه يادېږي وېشل شوی دی،[۵] چې بيا هم د ناخشيوان خپلواکه سيمه په خپل وار په ۷ رايون او يو ښار وېشل شوی. د واليانو گومارل د اذربايجان د ولسمشر دنده ده، خو د ناخشيوان حکومت بيا د ناخشيوان د خپلواکه پارلمان لخوا ټاکل کېږي. د نورو سيمو حکومتونه لکه هغه ښارونه چې د ارمنيانو په ولکه کې راغلي لکه خانکيندي او شوشا هم د هېواد نه دباندې خپل سيمه ايز واکونه ټاکي.[۶]

طبيعي منظرېسمول

اذربايجان د نورو هېوادونو سره ټولټال ۲،۶۴۸ کيلومتره اوږده زمکنۍ پوله لري. چې د دغې شمېرې نه ۱۰۰۷ کيلومتره اوږده پوله د ارمنستان سره، ۷۵۶ کيلومتره اوږده پوله د ايران سره، ۴۸۰ کيلومتره اوږده پوله د جورجيا سره او ۳۹۰ کيلومتره اوږده گډه پوله د روسيې او تُرکيې سره لري.[۷] دغه هېواد کاسپين سمندرگي سره هم تړلی دی او د دغه هېواد سمندري لمن ۸۰۰ کيلومترو پورې رسېږي. همدا شان د سوروالي له مخې د اذربايجان تر ټولو پراخه سيمه د کاسپين سمندرگي يوه برخه جوړوي چې ټولټال ۴۵۶ کيلومتره سوروالی لري.[۷] د اذربايجان وچه له سهېل نه تر سوېله پورې ۴۰۰ کيلومتره اوږده او له لوېديځه تر ختيځه پورې ۵۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري. د اذربايجان د هغو درې غرونو لړۍ چې ددې هېواد نژدې ۴۰٪ برخه جوړوي، د لوی قفقاز، وړوکي قفقاز او د تاليش د غرونو په نامه يادېږي.[۸] د اذربايجان د غرونو تر ټولو جگه څوکه د بازاردوزو غر دی چې د سمندر له هوارې نه ۴،۴۶۶ متره لوړوالی لري. خو د دغه هېواد تر ټولو ټيټه سيمه د کاسپين په سمندرگي کې پرته سيمه ده چې د سمندر له هوارې -۲۸ متره په ټيټه کې پرته سيمه ده. د نړۍ په ټولو خټينو اورښيندونکو سيمو څخه نيژدې نيمه برخه خټين اورښيندونکې سيمې په اذربايجان کې دي.

 
ناسا، د ۲۰۰۳ ز کال د مارچ په مياشت کې د سپوږمکيو نه اخيستل شوی د اذربايجان انځور.

د اذربايجان د اوبو په اهمو سرچينو کې ددغه هېواد د هوارې اوبه شاملې دي چې په ۸،۳۵۰ رودونو کې يواځې ۲۴ رودونه دي چې د ۱۰۰ کيلومتر نه هم ډېر اوږدوالی لري.[۸] همدا ټول رودونه بيا د کاسپين سمندرگي ته چې د هېواد په ختيځ کې دی لار موندلې.[۸] د دغه هېواد تر ټولو لوی ډنډ د ساريسو ډنډ دی چې (۶۷ km²) او د همدغه هېواد تر ټولو اوږد رود د کورا رود دی چې (1,515 km) يې اوږدوالی لري.

په کاسپين سمندرگي کې اذربايجان د څلورو اهمو ټاپوانو خاوند هم دی چې د دغو څلور واړو ټاپوانو گډ ارتوالی ۳۰ کيلومتر مربع جوړوي.

اقليمسمول

کينډۍ:ارنی په اذربايجان کې د اقليم جوړښت په ځانگړې توگه د ارکټيک د سړوخې هوايي کتلو، د سکانډېناويا د انټي سايکلون، د سايبېريا د انټي سايکلون، او د منځنۍ اسيا د انټي سايکلون نه اغېزمن شوی.[۹] پدې سيمه کې د زمکنيو مناظرو د توپيرونو له کبله، هوايي کتلې له بېلابېلو سمتونو نه دې هېواد ته رادننه کېږي.[۹] په سهېل کې د لوي قفقاز سيمه، همدا هېواد د سړوخې د کتلو د اغېز پر وړاندې ساتي، د سړوخې دا څپې عموماً د زمکې د سهېلي سيمو نه پر دغه هېواد راروانې وي. د سړوخې همدا کتلې د دې هېواد د غونډيو په لمنو او هوارو سيمو کې د ټراپيکل څېرمه اقليم د جوړېدو سبب گرځي. په عين وخت کې د دې هېواد هوارې سيمې او د غونډيو لمنې تر ډېره حده د لمر د وړانگو نه اغېزمن کېږي.

د اقليمي زونونو او يا سيمو د يوولسو وېشنو نه نهه ډوله اقليمي سيمې په اذربايجان کې دي.[۱۰] د تودوخې د بشپړې ټيټې نه ټيټه درجې (-33 °C (-27.4 °F)) او د بشپړې لوړې نه لوړې درجې (+46 °C (114.8 °F)) د جولفا او اوردوباد په سيمو کې ليدل شوي.[۱۰] The maximum annual precipitation falls in Lankaran (1,600 to 1,800 mm) and the minimum in Absheron (200 to 350 mm).[۱۰]

طبيعت او چاپېريالپوهنهسمول

کينډۍ:ارنی کينډۍ:دا هم وگورۍ د اوبو د زېرمو او سرچينو له مخې، اذربايجان په نړۍ کې د اوسط نه په ټيټو هېوادونو کې شمېرل کېږي او په همدې توگه د دغه هېواد د اوبو زېرمې نژدې 100,000 m³/اوبه په يوه کال کې په هر km² کې رسېږي.[۱۰] د اذربايجان د اوبو لويه زېرمه د کوور په ځای کې جوړه شوې.

د دې هېواد د بوټو د تنوع سيمې د ناخشيوان دنگې غړۍ (د بوټو 60% بېلابېل جنسونه همدلته دي)، د کورا-اراز هوارې سيمې (40%)، د لوی قفقاز ختيځه سيمې، د داواچي-قوبا سيمه (38%)، د قفقاز مرکزی سيمه (29%)، گوبوستان (26.6%)، په تاليش غرونو کې د لينکوران سيمه (27%) او د ابشېرون سيمه (22%) د يادولو وړ ځايونه دي.[۸] همدا شان د لوی قفقاز سهېل-ختيځې څوکې، سهېلي برخه، سهېل ختيځه برخه او د وړوکي قفقاز او د تاليش غرونو ختيځې څوکې د دغه هېواد د لويو ځنگلونو په سيمو کې شمېرل کېږي.[۱۱]

تاريخسمول

کينډۍ:ارنی

ارپوهه او نومسمول

کينډۍ:دا هم وگورۍ کينډۍ:ارنی د اذربايجان د نوم اصليت په اړوند گڼ شمېر اټکلونه او فرضيې شته. خو په دغو کې تر ټولو عام اند دا دی چې دا نوم د اتروپاتېس يا Atropates نه راوتلی.[۱۲] اتروپات د پارس د امپراطورۍ په وختونو کې د ماد په خلکو کې د يو والي نوم وه چې په اتروپاتين (اوسينی اذربايجان) کې يې خپل واک چلاوه. وروسته له دې چې مقدوني سکندر د اشمېندز د کورنۍ پاچاهي ړنگه کړه نو بيا دغې سيمې هم خپلواکي ترلاسه کړه. دا سيمه د منځنۍ اتروپاتيا يا اتروپاتېن په نوم هم نومول شوې.

اتروپاتيس د زړې پارسۍ د ژبې نه راوتلی چې مانا يې "په اور ژغورل شوی." دی.[۱۳]

د اذربايجان د مېشتو وگړو په گډون د يرغلگرو لښکرونو د پاتې شويو توکمونو لکه قفقازيانو، ماديانو، سيتيانو، پارسيانو، ارمنيانو، يونانيانو، روميانو، خازاريانو، عربانو، اوغوز، سلجوقيانو، مغولانو، او روسانو يو گډ کور دی.

لرغونی تاريخسمول

د اذربايجان په خاوره د لومړنيو انساني استوگنو نښې نښانې ډبرين پېر ته رسېږي او په همدې توگه د ازيخ قوروچي کلتور سره تړاو پيدا کوي.

منځنی تاريخسمول

نوی خپلواک اذربايجانسمول

سرچينېسمول

  1.  تصنيف:مرجع جغرافي من ويكي بيانات   کينډۍ:مرجع ويب
  2.  تصنيف:مرجع من ويكي بيانات  کينډۍ:مرجع ويب
  3.  تصنيف:مرجع جغرافي من ويكي بيانات   کينډۍ:مرجع ويب
  4. د ټولټال کار کتنه په: http://www.constcourt.gov.az/laws/26 — باب: 21
  5. د اخځ ستونزه: Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named cia2007
  6. LLRX.com - A Guide to the Republic of Azerbaijan Law Research
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ . Geographical data. The State Statistical Committee of the Republic of Azerbaijan
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ . Azerbaijan: Biodiversity. CAC-Biodiversity.org
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ . Azerbaijan - Climate. Azerbaijan.az
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ . Climate. Water Resources of the Azerbaijan Republic. Institute of Hydrometeorology, Ministry of Ecology and Natural Resources
  11. . Forestry. CAC-Biodiversity.org
  12. Historical Dictionary of Azerbaijan by Tadeusz Swietochowski and Brian C. Collins. The Scarecrow Press, Inc., Lanham, Maryland (1999), ISBN 0-8108-3550-9 (retrieved 7 June 2006).
  13. The Azerbaijani Turks: Power and Identity under Russian Rule by Audrey Altstadt. Hoover Institution Press (1992), ISBN 0-8179-9182-4 (retrieved 7 June 2006).