نړیوال بانک

نړیوال بانک انګلیسي: World Bank د نړیوال بانک بنسټ په ۱۹۴۴ میلادي کال په امریکې کې کیښودل شو. ددې ادارې عمده سهام داران امریکا، انگلستان، فرانسه، المان، جاپان او هندوستان دي په دې معنا کله چې پریکړې کیږې ددې سهام دارانو اندونه په کې ډېر منعکس کیږي. ددې ادارې بنسټیزه موخه د پور ورکول دي. ترڅو غړي هیوادونه تولیدي طرحي پلي او پرمختگ وکړي او بنسټیزې پروژې لکه بریښنا، ریل پټلۍ، بندرونه، د گازو پایپ لینونه، مخابرات، زراعت، صنعت او په ځینو نورو برخو کې پلې کړي.

د پیسو نړیوال صندق او نړیوال بانک ترمنځ د توپیر بنستیز ټکي:

د پیسو نړیوال صندق نړیوال بانک
د نړیوال مالي سیستم څخه څارنه کول د غړو هیوادونو ترمنځ د تبادلو ثبات او پرمختگ رامنځ ته کول. ټولو غړو هیوادونو ته منځ او وږد مهاله پور ورکول ترڅو د تادیاتو د بیلانس ستونزه یې حواره او را ټیټه کړي. او هغه دندې چې پورته یادونه ترې شوې ده. ۱۸۲ غړي هیوادونه لري. کوښښ کوي چې د نړۍ وروسته پاتې هیوادونو ته لاس ورکړي ترڅو د پرمختگ پر لور رهي شي. مخ پر ودې هیوادونو سره د وږد مهاله مالي مرستو پربنسټ پرمختیايي پروژې او پروگرامونه پلي کوي. ځانگړې مالي مرستې له هغو هیوادونو سره کوي چې کلنی ناخالص عاید یې د ۸۶۵ امریکايي ډالرو څخه کم وي چې دا چاره د خپل اساسي ارگان ( نړیوال پرمختگ موسسه ) ( IDA ) له خوا پرمخ وړي. خصوصي سکټور او تشبثات هڅوي او ورسره تخنیکي او مالي مرستې کوي چې دا چاره د خپل بل ارگان (نړیواله مالي موسسه ) ( IFC ) له خوا سمبالوي. ۱۸۰ غړي هیوادونه لري

نړیوال بانک یوه نړیواله مالي موسسه ده چې د نړۍ ټولو ملکونو ته، خصوصاً د درېيمې نړۍ هېوادونو ته، د پانګونې د پروګرامونو لپاره پور ورکوي؛ نړیوال بانک دوې ادارې لري، چې يوه يې د بیارغونې او پراختیا اداره ده او بله يې د نړيوالې پرمختيا ټولنه ده.

د نړیوال بانک اصلي موخه په نړۍ کې د بېوزلۍ کمېدا ده چې اوس د درېيمې نړۍ په هېوادونو (Third World Countries) کې یوه لویه ستونزه ده. په (۱۹۴۴م) کال کې په بریټن ووډ کنفرانس (Bretton Woods Conference) کې پرېکړه وشوه چې له نړيوال بانك سره درې نور انسټېټیوټونه هم جوړ شي چې په هغه کې د پیسو نړیوال صندوق یا (International Monetary Fund) هم شامل و؛ په دې کنفرانس کې دا هم وویل شول چې د نړیوال بانك رییس باید امریکایی او یا د امریکا په خوښه وي، ځکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دواړه د واشنکټن ډي سي د قوانینو پر اساس جوړ شوي او دواړه سازمانونه یو له بل سره نږدې اړیکې هم لري. که څه هم په بریټن ووډ کنفرانس کې د نړۍ ډېر ملکونه شامل وو، خو په ټولو کې د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا غړيتوب ډېر قوی و، له همدې امله د دوی پچه اچونې او خبرو ته ډېر اهمیت ورکول کېده. نړیوال بانک په (۱۹۴۵م) کال کې د ډسېمبر په (۲۷مه) نېټه رسمي حالت خپل کړ. ) ۱۹۴۴م ـــ١٩٧٤م:) مخکې له (۱۹۷۴م) کال څخه د بیارغونې او پراختیا د قرضې ورکونه ډېره کمه وه، ځکه په دې وخت کې بانک نوی هم جوړ شوی و، نو ټولو کارمندانو او جوړونکو د بانک په اړه دا نظر درلود چې بانک باید اطمیناني وضعیت خپل کړي، تر څو وکولی شي چې په يوازې ځان او خپلو مټو ټولو غړو او کمکي هېوادونو ته قرضه برابره کړي. فرانسه یوازېنى ملک و چې د لومړي ځل لپاره یې له نړیوال بانک نه قرضه تر لاسه کړله، چې په دې وخت کې د نړیوال بانک مشر John McCloy و، رییس John McCloy په دوو نورو قرض غوښتونکو پولند او چیلي باندې يې فرانسې ته زیات اهمیت ورکړ او فرانسې ته تر سختو شرايطو لاندې د ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو قرضه ورکړل شوه؛ خو مخکې له دې چې فرانسه په دې سختو حالاتو کې خپله قرضه ادا کړي، د امریکا متحده ایالاتو د دولت لخوا ورته وویل شول چې فرانسه د نړیوال بانک یو غړی دی، نو هغه باید د کمونیسټي نظام دولت او له کمونیسټي نظام سره اړیکې محدودې او یا بندې کړي، نو فرانسې هم د خپل ځان په ګټه سره اړیکې محدودې کړې او د قرضې وخت ورته زیات شو). ۱۹۷۴م ــ۱۹۸۰م:) له (۱۹۷۴م) نه تر (۱۹۸۰م) کلنو پورې د نړیوال بانک زیات تمرکز د درېيمې نړۍ پر بنسټيزو اړتياوو باندې وو او په دې وخت کې د قرض ورکولو توان هم زیات و، ځكه د درېيمې نړۍ بې وزلي او غریبي هم خپل حد ته رسېدلې وه، نو له (١٩٧٦م) څخه تر (١٩٨٠م) کلنو پورې د درېیمې نړۍ قرض اخیستنه په کلني اوسط سره (۲۰٪) ته جیګه شوې وه. په (۱۹۸۰م) کال کې د نړیوال بانک اداري محکمه هم جوړه شوه، د دې لپاره چې د نړیوال بانكګروپ د غړو او کاركوونكو د اختلافاتو ترمنځ دقیقه پرېكړه وشي، دا ځكه چې د بانک د کاركوونكو او نورو شریکانو لخوا د قراردادونو حل او فصل او د کاركوونكو د ګومارلو په مراحلو کې عدل او انصاف نه مراعات کېده او کومه وعده به چې وشوه د وخت په رارسېدلو سره به ځنډول کېدله. ) ۱۹۸۰م – ۱۹۸٩م:) په (۱۹۸۰م) کال کې د مک نامارا McNamara له را پرځېدو وروسته اې ډبلییو کلوزن A. W. Clausen د هغه ځای ناستی شو، A. W. Clausen کلوزن د مک نامارا McNamara ډېري کسان او انسټېټیوټونه سره بدل کړل او یو نوی ایډیالوژیکي تمرکز یې رامنځ ته کړ. د هغه د (۱۹۸۲م) کال د پرېکړې پر اساس چې د بانک رییس اقتصادپوه Hollis B. Cheneryله Anne Krueger سره بدل کړي، دا د هغه د نوي ایډیالوژیکي تمرکز یوه نښه وه، Krueger د خپلو نيوكو پر اساس چې د پراختيا بودیجې د درېیمې نړۍ د پرمختګ او سرمایه ګذارۍ لپاره وه ډېره مشهوره وه. په (۱۹۸۰م) کلونو کې بانک د قرض ورکولو په خدمتونو کې زیاتوالی راوستو او زیات ټينګار یې په دې و چې د درېیمې نړۍ هېوادونه د خپل جوړښتي سمون پالیسي ګانې په داسې ساده ډول سره ډیزاین کړي څو د اقتصادي اسکلېټ سمون برابر کړي، UNICEF یونیسف د (۱۹۸۰م) کلونو په آخر کې رپورت ورکړ چې د ڼړیوال بانک جوړښتي سمون پروګرامونه د روغتیا د کمۍ لپاره مسوول دی، چی په دې کې د لسګونو میلیونونو آسیایي، لاتین آمریکا او آفریقا ماشومانو ته د تغذیې او تعلیمي سطحې برابرول هم شامل وګڼل. )

۱۹۸۹م —تر اوسه پورې:) د (۱۹۸۹م) کال په پيل کې، هغه وخت چې د ډېرو ګروپونو له خوا نړیوال بانک سخت تر نيوكې لاندې راغی، نو ځکه بانک د هغوی د قهر په ځواب کې د چاپېریال (چاپېریال ساتنې) د ګروپونو او نادولتي مؤسسې یا NGOs هم شامل کړل. نړیوال بانک کومقرضونه چې د پرمختایي پالیسیو لپاره ورکړی وو، دې قرضونو بانک نور هم تر نيوكو لاندې راوست نو ځکه یی یوه اجرایوي اداره د مونترال پورتوکول پر اساس جوړه کړه او د دې وظیفه هم دا شوه چې د اوزون لایه له تخریب څخه وساتي خو قوانین او مادې جوړې شوې چې تر (۲۰۱۵م) کال پورې به عملي شي… د دې لپاره چې نړیوال عامه مالونو ته نور هم ښه پرمختګ ورکړو، نو نړیوال بانک تل کوشش کوي چې ساري ناروغۍ کنترول کړي، لکه ملاریا او د واکسینو انتقال د نړۍ ډېړو برخو ته چې اوس وخت کې ملاریا په سمه جنګي قوه بدله شوې ده. په (۲۰۰۰م) کال كې بانک د اېډز پر خلاف جګړه اعلان کړه چې باید مخنیوى یې وشي او په (۲۰۱۱م) کال کې نړیوال بانک د نري رنځ له شرکت (Stop Tuberculous Partnership) سره یوځای شو. د امریکا او اروپایي اتحادیې ترمنځ په دودیز ډول د ضمني پرېکړې پر اساس، د نړیوال بانک مشر به هغه څوک انتخابېږي چې امریکایى وي او یا د امریکا له خوا انتخاب شوی کس وي، که هغه امریکایی وي او کنه نو همداسې پېښه شوه، چې په (۲۰۱۲م) کال کې د لومړي ځل لپاره دوه خارجي کسان یعنې دوه کسان کاندید شول، چی له امریکا نه وو. نو په (۲۳) د مارچ د (۲۰۱۲م) کال د آمریکا متحده ایالاتو رییس جمهور بارک اوباما،جیم یانګ کېم Jim Yong Kim د نړیوال بانک راتلونکى مشر اعلان کړ او په (۲۷) د اپریل رسماً وټاکل شو.

د بانک موخې: سمول

تر (۲۰۱۵م) کال پورې د نړیوال بانک موخې

د بېوزلۍ او لوږې له منځه وړل: له (۱۹۹۰م) کال څخه تر (۲۰۰۴م) کاله پورې د مطلق فقر نفوس اندازه له درېيمې حصې نه پنځمې حصې ته را ټیټه شوه. د لومړنیو عمومي زده کړو لاسته راوړنه: په ښوونځيو کې د ماشومانو د داخېلېدلو سلنه په غریبو او پرمختللو ملکونو کې له (۱۹۹۱م) کال څخه تر (۲۰۰۵م) کاله پورې له (۸۰٪) څخه تر (۸۸٪) پورې جیګه شوه. تر اوسه پورې(۷۲) میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي، چې (۵۷٪) سلنه یې نجونې دي. د جنسیتی برابرۍ ارتقا‎: د نړیوال بانك تمرکز دلته د ښځو پر تعلیم، کار، ماموریت، … په هره نقطه کې د نرانو او ښځو انډول برابرول… دى. د ماشومانو د مړینې کمول: په نړیواله كچه د ژوند کولو په برخه کې ډېر څه پرمختګ راغلی دی، خو په زیات سرعت سره د ژوند د ښه پرمختګ لپاره ډېر ضرورت په سهيلي اسیا، افریقا او افریقایي صحرا کې لیدل کېږي؛ داسې اټکل شوې ده چې له (۱٠) مېلیونو نه هم زیات ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مري، چې د ډېريو مرګ له هغو مرضونو څخه دى چې علاج يې ممكن دى. د میندو د روغتیا ښه والى: تقریباً نیم میلیون میندې کومې چې د مېندوارۍ (حامله توب) په وخت کې مري، په افریقایي او اسیایي هېوادونو کې دي. له AIDS/HIV، ملاریا او نورو مرضونو سره مبارزه: د AIDS او HIV د عفونت کلنی شمېر کمېږي، خو د خلکو تعداد چې په HIV اخته دي، زیاتېږي؛ په اتو سهيلي افریقا ملکونو کې موجود ایډز (۱۵٪) سلنه جوړوي. علاج یې هم په نړیواله كچه زیات شوی، خو تر اوسه (۳۰٪) لاسته راوړنې لري، په افریقایي هېوادونو کې ایډز د مرګ اصلي لامل ګرځېدلى دی، (۱.۶ میلیونه مرګ ژوبله په (۲۰۰۷م) کال کې). هر کال له (۳۰۰) میلیونو څخه تر (۵۰۰) میلیونو پورې د ملاریا نوې قضیې ثبتېږي، چې په دې کې له يو میلیون نه زیات کسان مړه کېږي، تقریباً هره پېښه او له (۹۵٪) زیات مرګونه په آفریقایي ملکونو کې واقع کېږي. د چاپیریال د دوام ډاډ: د ځنګلونو یا د ونو وهل مهم مشکل دی، په هغو سيمو کې چې هلته د ژوند سطحه ټیټه ده، نو په دې ساحو کې د ګازونو خپرېدا چاپېريال ته، د تکنالوژۍ د پرمختګ په پرتله، ډېر ضرر رسولی. د پرمختګ لپاره د یوه نړیوال مشارکت پراختیا: مرستندويو ملکونو خپلې وعدې له سره نوې کړلې، چې وعده کوونکي باید خپلې وعدې پوره کړي، پر هغه اساس چې د بنسټيز او اصلي پرمختګ له پروګرام سره موافقت ولري، چې ډېر ټينګار د نړیوال بانک ګروپ سره پر همکارۍ باندې وشو.

نور ولولئ سمول