مخابرات

مخابرات

مخابرات د وایر، رادیو، نوري مزو او نورو برېښنايي لېږدوونکو سیستمونو په مرسته پر بېلابېلو ټکنالوژیو د معلوماتو لېږل دي. پیدایښت یې د داسې واټن د له منځه وړلو له هیلې را پیدا شوی چې د انسان غږ په کې نه رسېږي او غواړي په داسې ډول ورسېږي لکه مخامخ چې ناست وي، ځکه نو د نورو ورو سیستمونو (لکه د پوست له لارې لېږل) په دې برخه کې نه راځي.[۱][۲]

د موسی ډیس ایټ میټیرس پاریس کی د الگزانډر گراهم بل جوړ ټیلیفون

په مخابراتو کې لېږدوونکې رسنۍ د ټکنالوژۍ د بېلابېلو پړاوونو په جریان کې له څراغونو او نورو بصري سېګنالونو (لکه د لوګي سېګنالونه، سمافور تلګرافونه، د سېګنال بیرغونه او نوري هیلوګرافونه)، برېښنايي کېبلونو او د رڼا په څېر الکترومقناطیسي وړانګو څخه جوړې شوې دي. دا ډول لېږدوونکي مسیرونه تر ډېره په ارتباطي کانالونو وېشل کېږي چې ځانګړنه یې په هم‌مهاله ډول د څو اړیکو یو ځای کول دي چې مخابرات یې جمع ډول دی.

تر معاصرې دورې مخکې د لرې واټن اړیکو په نورو بېلګو کې غږیز پیغامونه لکه د ډهول وهلو کوډ شوي ضربات، د پوکي وهلو په مرسته هارنونه او لوړ اواز لرونکې شپېلۍ شاملې وې. د لرې واټن د اړیکو لپاره د شلمې او یووشتمې پېړۍ په ټکنالوژۍ کې برېښنايي او الکترومقناطیسي ټکنالوژۍ لکه ټلګراف، ټېلېفون، تلویزیون، ټېلېفوني پرېنټر، شبکې، راډیو، د لنډو څپو لېږد، نوري مزي او ارتباطي سپوږمکۍ شاملې دي.

په بې‌لینه اړیکو کې انقلاب د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د فزیک د نوبل جایزې ګټونکي «ګوګلیلمو مارکون» او د برېښنايي او الکترونیکي مخابراتو په برخه کې د نورو مخکښو مخترعانو له‌خوا په رادیويي اړیکو کې له بې‌ساري پرمختګ سره پیل شو. په دې کې چارلېز واټسټون او ساموېل مورس (د ټلګراف مخترعان)، انټونیو موچي او الکساندر ګراهم بېل (د ټېلېفون مخترعان او پراخوونکي)، اډوین ارمسټرانګ او لي ډي فورسټ (د راډیو مخترعان)، ولادیمر کې زوریکن، جان لوجي بایرډ او فیلو فارنس‌ورت (د تلویزیون ځینې مخترعان) شامل وو.

د رادیويي مقرراتو د ۱.۳ مادې پر اساس مخابرات «د لین، رادیو، نوري مزي یا نورو الکترو مقناطیسي سیستمونو په مرسته د هر ډول نښانو، سېګنالونو، لیکنو، تصویرونو او غږونو او هر ډول ماهیت لرونکي هوش لېږد، خپرول او ترلاسه کول دي.» دغه تعریف د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په اساسي قانون او کنوانسیون کې له شته تعریف سره یو ډول دی.

لومړۍ مخابراتي شبکې د سېګنال د لېږد لپاره د فزیکي وسیلې یا رسنۍ په توګه له مسي لینونو جوړې شوې. دغه شبکې څو کاله د ټېلېفون د لومړنیو خدمتونو یعنې غږ او ټېلېګرام لپاره کارېدې. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په منځنیو کلونو کې چې د انټرنېټ استفاده ډېره شوه، په تدریج سره ډېټا د غږ ځای ونیو. دغه کار د ډېټا په لېږدولو کې د مسي لین محدودیتونه څرګند کړل چې د نوري مزي د پراختیا لامل شول. [۳][۴][۵]

د کلمې ریښه

د مخابراتو (telecommunication) کلمه د یوناني مختاړي tele (τῆλε) مرکب دی چې د واټن او لرې په معنا دی؛ لاتیني کلمه (communicare) د شریکولو په معنا ده. معاصره معنا یې له فرانسوي اخیستل شوې، ځکه لیکنۍ استفاده یې په ۱۹۰۴ کال کې د فرانسوي انجنیر او ناول لیکوال اډوارډ استونیه له‌خوا ثبت شوې ده. د اړیکې (Communication) کلمه د لومړي ځل لپاره د یوې انګلیسي کلمې په توګه د ۱۴مې پېړۍ په وروستیو کې وکارول شوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه

د تاریخ په اوږدو کې کله ناکله ځينو فرهنګونو د پیغام لېږدولو لپاره کورنۍ کوترې کارولې دي. د کوترو پُست ایرانۍ/فارسي ریښه لري چې وروسته رومیانو له خپل پوځ سره د مرستې لپاره هم وکارولې. فرونټینوس وايي چې جولیوس سیزر کوترې د پیغام استوونکو په توګه د ګال [په اروپا کې د پخوانۍ سیمې نوم و چې اوس په کې فرانسه، بلجیم او ځینې نور هېوادونه راځي] په نیولو کې وکارولې. یونانیانو هم د المپیک لوبو د ګټونکو نومونه د کورنیو کوترو په مرسته بېلابېلو ښارونو ته ولېږل. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د هالنډ دولت دغه سیستم په جاوا او سوماترا کې وکاراوه. په ۱۸۴۹ کال کې «پاول جولیوس ریوټر» د اخن او بروکسل ښارونو تر منځ د کوترو خدمات د دې لپاره وکارول چې د ونډو بیې ولېږدوي، دغو خدماتو یو کال تر هغه مهاله کار وکړ چې د ټلګراف تشه حل شوه.[۱۱][۱۲][۱۳]

په منځنیو پېړیو کې بیکن ځنځیرونه [د څارنې برج] معمولاً د غونډیو پر سرونو د سېګنال لېږدولو د وسیلې په توګه کارول کېدل. د دغو ځنځیرونو ستونزه دا وه چې یوازې یو بېټ معلومات یې لېږدولی شوای، ځکه نو د «دښمن ولیدل شو» پیغام پر معنا باید له وړاندې هوکړه شوې وای. د دغې مهمې استفادې یوه بېلګه د اسپانیا جنګي بېړۍ وې، کله به چې د سمندري برج یوه ځنځیر له پلېموت [د انګلنډ په سوېل کې د یوه ښار او بندر نوم دی] څخه لندن ته سېګنال ولېږه، دا د اسپانیا د جنګي بېړیو د ننوتلو په معنا و. [۱۴]

په ۱۷۹۲ کال کې فرانسوي انجنیر کلوډ کپه د ثابت بصري ټلګراف لومړنی سیستم (یا سمافور لین) د لیل او پاریس تر منځ جوړ کړ. د سمافور ستونزه دا وه چې په لس تر دېرش کیلومتره واټن کې يې ماهرو چلوونکو او قېمتي برجونو ته اړتیا لرله. د الکتریکي ټلګراف د سیالۍ په پایله کې په ۱۸۸۰ کال کې وروستی سوداګریز لین له منځه لاړ. [۱۵][۱۶]

تخنیکي مفاهیم

معاصر مخابرات د ځینو مهمو مفاهیمو پر بنسټ ولاړ دي چې په یوه دوره کې یې تر یوې پېړۍ ډېره دوامداره پراختیا او تدریجي اصلاح تجربه کړې ده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

بنسټیز عناصر

مخابراتي ټکنالوژۍ په لومړي سر کې په لیني او بې‌لینه ډولونو وېشلی شو. په ټولیز ډول په یوه اساسي مخابراتي سیستم کې درې اصلي برخې شاملې دي:

  • لېږدوونکی چې معلومات اخلي او پر سېګنال یې بدلوي.
  • د لېږد لاره چې د سېګنال لېږلو فزیکي کانال هم بلل کېږي. بېلګه یې «د ازادې فضا کانال» دی.
  • ترلاسه کوونکی یا اخیستونکی چې له کانال څخه سېګنال اخلي او ترلاسه کوونکي ته یې پر بامعنا معلوماتو بدلوي. 

د بېلګې په توګه د یوې رادیو د نشراتو په سټېشن کې د سټېشن د ځواک ستر پیاوړی کوونکی (امپليفیر) لېږدوونکی (ټرانسمېټر) دی او د نشراتو انتن د ځواک د پیاوړي کوونکي او «د ازادې فضا کانال» تر منځ رابط دی. د ازادې فضا کانال د لېږد لاره ده او ترلاسه کوونکی انتن د ازادې فضا د کانال او ترلاسه کوونکي تر منځ رابط دی، وروسته د رادیويي غږ ترلاسه کوونکی د رادیو د سېګنال موخه ده، په دې سره سېګنال له برېښنا څخه غږ ته بدلېږي تر څو خلک يې واورېدلای شي. [۲۱]

ارتباطي کانالونه

د «کانال» اصطلاح دوې بېلابېلې معناوې لري. په یوه معنا کانال یوه فزیکي لاره ده چې سېګنال د لېږونکي او ترلاسه کوونکي تر منځ لېږدوي. بېلګې یې دا دي: اتوموسفیر د غږیزو اړیکو لپاره، شیشه‌يي نوري مزي د ځینو نوري اړیکو د ډولونو لپاره، کوکسیال کېبلونه د ولټېج او په هغو کې د شته الکتریکي جریان له لارې د اړیکو لپاره او ازاده فضا د نظري وړانګو، اېنفرارېډ څپو، ماوراء بنفش وړانګو او د رادیو د څپو لپاره. له یوه ځایه بل ځای ته د رادیويي څپو لېږد د اتوموسفیر په شتون یا نه‌شتون پورې اړه نه‌لري. رادیويي څپې چې په اسانۍ سره له هوا، ګرد، ورېځو یا هر ډول بل ګاز څخه تېرېږي، له بشپړې خلا هم تېرېږي. [۲۲]

مخابراتي شبکې

مخابراتي شبکې د لېږدوونکو، ترلاسه کوونکو او ارتباطي کانالونو ټولګه ده چې یو بل ته پیغامونه لېږي. ځينې ډيجیټل ارتباطي شبکې یو یا څو روټرونه (routers) لري، دغه روټرونه ګډ کار کوي او کاروونکي ته معلومات لېږدوي. په یوه انالوګ ارتباطي شبکه کې یو یا څو سوېچونه شامل دي چې د دوو یا څو کاروونکو تر منځ اړیکه ټینګوي. [۲۳]

ټولنیز اغېز

مخابرات پر معاصره ټولنه لوی ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي اغېز لري. په ۲۰۰۸ کال کې د اټکلونو له مخې د مخابراتو د صنعت عاید ۴.۷ ټرېلیون امریکايي ډالره ښودل شوی چې د نړیوال ناخالص تولید تر درې سلنې لږ څه کم دی.[۲۴]

انالوگ او ډېجېټل.

  1. انالوگ سېگنالونه په نږدې زمانه كې د نښتو مقاديرو لرونكي وي.

په داسې حال كې چې ډېجېټل سېگنالونه يواځې په هغو ټاكل شويو زمانو (Samples) كې د ماتو مقاديرو لرونكې وي لكه (۰ يا ۱). د AM او FM راډيوگانې، او ښاري ټېليفونونه د انالوگ مخابراتي سېسټم نمونې دي. د سولگر موډېمونه، گرځنده ټلېفونونه، او داسې نورې نوې مخابراتي دستگاوې د ډېجېټل سېگنالونو سره كار كوي.

د مخابراتو د انجينيرۍ اصلي موخې د اطلاعاتو لېږدونه په خپل شوني چټك واټن لېږد سره (د ډېجېټل سېسټمونو لپاره)، او د لږو او كمو ورانيو، او په لږې اندازې سره د سون د موادو مصرف له (انرژي) په كولو سره راډيوي څپې له يوې نقطې څخه و بلې نقطې ته د مخابراتو له بنسټيزه موخو څخه دي.

  1. "Article 1.3" (PDF), ITU Radio Regulations, International Telecommunication Union, 2012, archived from the original (PDF) on 19 March 2015
  2. Constitution and Convention of the International Telecommunication Union, Annex (Geneva, 1992)
  3. "How does a Gigabit Passive Optical Network (GPON) work?". European Investment Bank (په انګليسي). نه اخيستل شوی 7 June 2021.
  4. Read "Renewing U.S. Telecommunications Research" at NAP.edu (په انګليسي). 2006. doi:10.17226/11711. ISBN 978-0-309-10265-0.
  5. Cyphers, Bennett (16 October 2019). "The Case for Fiber to the Home, Today: Why Fiber is a Superior Medium for 21st Century Broadband". Electronic Frontier Foundation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 7 June 2021.
  6. "Online Etymology Dictionary". Archived from the original on 25 December 2016. نه اخيستل شوی 19 August 2016.
  7. "Telecommunication". Oxford Dictionaries. Oxford University Press. Archived from the original on 30 April 2013. نه اخيستل شوی 28 February 2013.
  8. Dilhac, Jean-Marie (2004). "From tele-communicare to Telecommunications" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2 December 2010. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  9. Telecommunication, tele- and communication, New Oxford American Dictionary (2nd edition), 2005.
  10. "Online Etymology Dictionary". Archived from the original on 14 September 2016. نه اخيستل شوی 19 August 2016.
  11. Levi, Wendell (1977). The Pigeon. Sumter, SC: Levi Publishing Co, Inc. ISBN 978-0-85390-013-9.
  12. Blechman, Andrew (2007). Pigeons-The fascinating saga of the world's most revered and reviled bird. St Lucia, Queensland: University of Queensland Press. ISBN 978-0-7022-3641-9. Archived from the original on 14 مې 2008.
  13. "Chronology: Reuters, from pigeons to multimedia merger" (Web article). Reuters. 19 February 2008. Archived from the original on 26 March 2008. نه اخيستل شوی 21 February 2008.
  14. Ross, David. "The Spanish Armada". Britain Express. Archived from the original on 4 January 2020. نه اخيستل شوی October 1, 2007.
  15. "Les Télégraphes Chappe". Cédrick Chatenet. l'Ecole Centrale de Lyon. 2003. Archived from the original on 2004-04-09.
  16. "CCIT/ITU-T 50 Years of Excellence" (PDF). International Telecommunication Union. 2006. Archived from the original (PDF) on 12 February 2020.
  17. Brockedone, William (11 March 2013). Cooke and Wheatstone and the Invention of the Electric Telegraph. ISBN 9780415846783.
  18. "Who made the first electric telegraph communications?". The Telegraph (په انګليسي). Archived from the original on 8 August 2017. نه اخيستل شوی 7 August 2017.
  19. Calvert, J. B. (19 May 2004). "The Electromagnetic Telegraph". Archived from the original on 2001-06-16.
  20. "The Atlantic Cable". Bern Dibner. Burndy Library Inc. 1959. Archived from the original on 1 July 2017.
  21. Haykin, Simon (2001). Communication Systems (4th ed.). John Wiley & Sons. pp. 1–3. ISBN 978-0-471-17869-9.
  22. "Coax Cable FAQ Series: What is RG Cable? – Conwire". Conwire (په انګليسي). 12 January 2016. Archived from the original on 8 August 2017. نه اخيستل شوی 7 August 2017.
  23. ATIS Telecom Glossary 2000 Archived 2 March 2008 at the Wayback Machine., ATIS Committee T1A1 Performance and Signal Processing (approved by the American National Standards Institute), 28 February 2001.
  24. "Worldwide Telecommunications Industry Revenues". Plunkett's Telecommunications Industry Almanac 2010. June 1, 2010. Archived from the original on 28 March 2010.