منهاج سراج جوزجاني

فارسي تاریخ پوه
(له Minhaj-i Siraj Juzjani نه مخ گرځېدلی)

منہاج الدین سراج جوزجاني چي په اوومه هجري پېړۍ کي دافغانستان یوله سترو تاریخ پوهانو اوشاعرانوڅخه ګڼل کیږي په ۵۸۹هجري ق کال کي زېږېدلی دی . نوموړي په اصل کي دافغانستان دجوزجان له ولایت څخه وو اودغزنويانو اوغوریانو په دربارکي یې ځانګړی دولتي رسوخ درلودی . دجوزجاني دپيدایښت په اړه تاریخ پوهان اختلاف لري ځکه یوشمېر تاریخ پوهان وايي چي نوموړی په فیرزکوه (دغور ولایت مرکز) کي پیداسوی دی اویوشمېر نور تاریخ پوهان ادعاء کوي چي جوزجاني په لاهورکي پیداسو[۱].

منهاج سراج جوزجاني
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۱۹۳ (Gregorian)[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲۶۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

د جوزجاني ژوند

سمول

د منهاج الدین جوزجاني پلار چي سراج الدین محمد بن عثمان نومېدی، دغوري واکمنو په دربار کي یې دفقیه اوقاضي په توګه دنده مخ ته وړل او موریې هم له ذاته څخه دغور ولایت وه. جوزجاني خپلي لمړنی زدکړي په غور ولایت کي پای ته ورسولې او د غیاث الدین محمد په دربار کي لوی سو خو دغه کلونو زیات وخت په بر کي ونه نیوی او د غور واکمني ډېر ژر لمنځه ولاړه. دغوریانو تر پرځېدو وروسته دجوزجاني په باره کي چنداني معلومات نسته خو څو کاله وروسته کله چي مغولو د خوارزمشاهانو واکمني ونړول اوپراسلامي نړۍ یې برید وکړ ورسره سم جوزجاني مخ دهندوستان په لوري ولاړی اوهلته یې د هغه ځای له مسلمان واکمن (ناصرالدین محمد) سره کار پیل کړ، ناصرالدین محمد جوزجاني ته دخپل لښکر دقضاء اودیوې مدرسې دسرپرستۍ چاري وسپارلي خوتردې څوکاله وروسته کله چي د ډهلي واکمن سلطان شمس الدین التمش هغه ځای فتحه کړ جوزجاني یې له ځان سره ژوندئ ډهلي ته بوت اوهلته یې دنوموړي دعلمي فضیلت له کبله دګوالیار په سیمه کي مېشت کړ ترڅو دهندوستان دقضاء چاري په غاړه واخلي . تردې پیښي څوکاله وروسته ناصرالدین محمدوفات سو اودهندوستان واکمني څه ناڅه ناتوانه سول خوپه ۶۳۴هجري ق کي کله چي دناصرالدین لور (سلطان رضیه) واک ته ورسېدل جوزجاني یوځل بیاخپل علمي فعالیت ته اوږه ورکړه اودناصریه مدرسې دمشرتوب چاري یې په غاړه واخیستې .

جوزجاني په ۶۳۹هجري ق کال کي دهندوستان دنوي مسلمان واکمن معزالدین بهرام شاه له لوري دټول هند قاضي وټاکل سو اوڅوکاله وروسته یې دمغولانوپه وړاندي په جګړې کي برخه هم واخیستل . د ډهلي مملوک واکمنانو جوزجاني ته پخپله واکمني کي بېلابیلي دندي وسپارلي چي ترټولو زیات یې دمدرسو دمشرتوب اوقضاء دندې ګڼل کېدلې . جوزجاني په یاده موده کي خپل نامتو کتاب چي په طبقات ناصري سره شهرت لري ولیکه اوپه دغه کتاب کي یې له حضرت آدم(ع) څخه نیولې بیا دمغولانو ترواکمني پوري بېلابېل حالات بیان کړي دي .

دجوزجاني وفات

سمول

د جوزجاني د ژوند د اخري کلونو په باره کي له تاریخ پوهانو سره چنداني معلومات نسته خو د ځینو سرچینوپه حواله نوموړی په غالب ګومان د۱۲۶۶ز کال په شاوخوا کي وفات سوی دی .

دجوزجاني آثار

سمول

منهاج الدین جوزجاني چي پخپل ژوندکي دعربي اوفارسي ژبي نامتو شاعر اوتاریخ پوه ګڼل کيږي دشعر دهنر ترڅنګ یې خپل نور آثارهم ټولني ته وړاندی کړي دي خوترټولو مشهوره اثر یې دطبقات ناصري په نوم یادیږي کوم چي دتاریخ په باره کی لیکل سوی دی، دغه کتاب په افغانستان کي دکندهار ولایت دمشهوره تاریخ پوه اوستر لیکوال علامه عبدالحي په تصحیح سره افغان او ایرانۍ ټولني ته په شلمه زیږدیزه پېړۍ کي وړاندي سو .

  1. {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 104278242. بياځلي سمون: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.