طبقات ناصري (کتاب)

طبقات ناصرې چي په فارسي ژبه کي دتاریخ یوله مهمو کتابونوڅخه ګڼل کیږي نژدې اووه پېړۍ مخکي دافغانستان دمشهوره لیکوال قاضي منهاج جوزجاني له لوري لیکل سوی دی . ددغه کتاب دلیکلو نېته دتاریخ دځینو حوالو پربنسټ باندي ۶۵۸هجري ق کال ښودل سوې ده او لیکوال یې (منهاج جوزجاني) دخپلي زمانې له سترو پوهانو څخه وو .

مینځپانګه سمول

دطبقات ناصري په کتاب کي له حضرت آدم(ع) څخه نیولې بیا پراسلامي نړۍ باندي دمغولو دتاړاک تروخته پوري ټول واقعات لیکل سوي دی اودغه کتاب پخپله زمانه کي له کافي شهرت څخه برخمن وو . دکتاب لیکوال جوزجاني په اوومه هجري پېړۍ کي دمغولو دتاړاک له کبله دهندوستان په لوري ولاړی اوهلته یې د ډهلي له واکمن (محمود بن سلطان التمش) سره په دربارکي ځای ونیوی چي په همدې وخت کي یې طبقات ناصرې کتاب هم سرته ورساوه اوټول یې په لیکلي ډول د ډهلي دواکمن په نامه کړ[۱].

دطبقات ناصري طبقې او جوړښت سمول

منهاج جوزجاني خپل کتاب طبقات ناصري پر درویشتو (۲۳) طبقوباندي وېشلی دی چي په دې کي لمړۍ طبقه دحضرت آدم (ع) په بیان سره پيل کیږي اواخري طبقه یې دمغولي واکمنانو په بیان سره پای ته رسیږي . دکتاب په پیل کي لیکوال دالله (ج) حمد اوبیا نعت شریف ویلي دي اوترهغه وروسته یې لمړی طبقه له حضرت آدم(ع) څخه پیل اودحضرت محمد(ص) دمبارک ژوند په بیان سره پای ته رسولې ده . دویمه طبقه دخلفاء راشدینو اویوشمېر نورو اصحابوچي عشره مبشره هم پکښي داخل دي په باره کي ده، دریمه طبقه داموي خلافت، څلورمه دعباسي خلافت اوترهغه وروسته پاته طبقې دعجمي واکمنانو په بیان سره پیل اوپای ته رسېدلي دي .

دعبدالحئ حبیبي تصحیح سمول

څرنګه چي دزمان په تېرېدوسره دطبقات ناصري نسخې په بېلابیلو هیوادونو کي خورې سوې له هغوی څخه یوه نسخه په افغانستان کي دکندهار ولایت مشهوره لیکوال عبدالحي حبیي ته په لاس ورغله . عبدالحئ حبیي چي دخپلي زماني نوموتۍ لیکوال وو دطبقات ناصري اوډنه، جوړښت، تصحیح او نورکارونه یې په غاړه واخیستل څوچي په اخرکي یې دغه لوی کار سرته ورساوه اوکتاب په دوه جلده کي چاپ سو . لمړئ جلد یې په ۱۹۴۶زیږدیزکال کي دکوټي او کابل په ښارونوکي خپور سو اودویم جلدیې په ۱۹۵۴زیږدیزکال کي دلاهور په په ښارکي دچاپ په ګڼه وپسولل سو . تردې څه عمر وروسته دطبقات ناصري دواړه جلدونه دکابل په ښارکي خپاره سول اوپه افغانستان او ایران کي یې ځان ته ځانګړی مقام خپل کړ .

سرچینې سمول

طبقات ناصري دعبدالحئ حبیبي په زیار

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)