یوسیپ بروز تیتو

یوسیپ بروز (زوکړه: ۷ می ۱۸۹۲ زکال – مړینه: ۴ مۍ ۱۹۸۰ زکال) چې په عام ډول د تیتو په نوم پېژندل کېږي؛ یوګوسلاوي انقلابي او دولتي چارواکی و چې له ۱۹۴۳ زکال څخه یې په ۱۹۸۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې په بېلابېلو څوکیو خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د یوګسلاوي پارتیزنانو رهبر و چې د جرمني له خوا په اشغال شوې اروپا کې د تر ټولو اغېزمن مقاومت ګر خوځښت په توګه په پام کې نیول کېږي. نوموړي د ۱۹۵۳ زکال د جنوري له ۱۴ مې نېټې څخه د ۱۹۸۰ زکال د مۍ میاشتې په څلورمه نېټه تر خپلې مړینې پورې د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت د ولسمشر په توګه خدمت وکړ.[۳][۴][۵][۶]

یوسیپ بروز تیتو
یوسیپ بروز تیتو

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه سربي کرواتي ژبه ،  جرمني ژبه ،  روسي ،  انګرېزي ژبه ،  کرواسیایي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه ،  د روسیې کورنۍ جګړه ،  د هسپانيې کورنۍ جګړه ،  په يوګوسلاويا کې دويمه نړيواله جګړه ،  دويمه نړېواله جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
یوسیپ بروز تیتو

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

بروز د اطریش – هنګري په کومروویچ کلي کې (اوس مهال په کرواسیا کې موقعیت لري) د کرواسیايي پلار او سلواکي مور څخه وزېږېد. عسکرۍ خدمت ته په وربللو سره، هغه ځان له نور جلا څرګند کړ او د هغه مهال د اطریش – هنګري په پوځ کې په تر ټولو ځوان بریدمن واوښت. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له شدید ټپي کېدو او د روسانو له خوا له نیول کېدو وروسته هغه په اورال غرونو کې د اجباري کار کمپ ته ولېږل شو. نوموړي د روسیې د ۱۹۱۷ زکال د انقلاب په یو شمېر پېښو او وروسته له هغه د روسیې په کورنۍ جګړه کې ونډه لرله. په ۱۹۱۸ زکال کې یې بالکان ته په بېرته راګرځېدو سره د یوګوسلاویا په نوې تاسیس شوې پاچاهۍ کې ځانته ځای وموند او له همدغه ځایه د یوګوسلاویا له کمونیست ګوند سره مل شو. له دې وروسته د ګوند عمومي منشي او بیا د یوګوسلاویا د کمونیستانو د اتحادیې مشر شو (۱۹۳۰-۱۹۸۰ زکال). د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په سیمه باندې د نازیانو له برید وروسته نوموړي د پارتیزانانو په نوم د یوګوسلاویا ګوریلایي خوځښت رهبري وکړه (۱۹۴۱-۱۹۴۵ زکال). د جګړې په پای کې پارتیزانانو – د بریدګر شوري په ملاتړ – په یوګوسلاویا واک ترلاسه کړ.[۷]

له جګړې وروسته نوموړی د یوګوسلاویا د فدرال سوسیالیستي جمهوریت (SFRY) اصلي بنسټ اېښودونکی شو چې د لومړي وزیر (۱۹۴۴- ۱۹۶۳ زکال)، ولسمشر (وروسته د ټول عمر لپاره د ولسمشر) (۱۹۵۳-۱۹۸۰ زکال) او همدارنګه د یوګوسلاویا د مارشال په توګه یې خدمت وکړ؛ مارشالي د یوګوسلاویا د خلکو په پوځ (JNA) کې تر ټولو لوړه پوځي رتبه وه. په داسې حال کې چې د کمینفرم یو له بنسټګرو څخه و، خو د کمینفرم لومړنی غړی و چې په ۱۹۴۸ زکال کې یې د شوري د اقتدار څخه بغاوت وکړ. نوموړی د جوزف ستالین د واکمنۍ پر مهال یوازنی رهبر و چې کمینفرم یې پرېښود اود خپل هېواد سوسیالیستي پروګرامونه یې پیل کړل چې د سوسیالیستي بازار/اقتصاد عناصر یې لرل. په چک کې د زېږېدلي یاروسلاو وانک (Jaroslav Vanek) او په یوګوسلاویا کې د زېږېدلي برانکو هوروات (Branko Horvat) په ګډون د پخوانۍ یوګوسلاویا اقتصاد پوهانو د سوسیالیستي بازار داسې موډل ترویج کړ چې ایلیاتي موډل ورته ویل کېده. شرکتونه له ټولنیز پلوه د هغو د کارکوونکو تر مالکیت لاندې و او جوړښت یې هم د کارګرانو د خپل مدیریت له مخې و؛ دوی په آزاده توګه په آزادو بازارونو کې سیالي کوله. تیتو هر جمهوریت ته په حد اکثر کچه د واکونو د ورکولو پر بنسټ وکولای شول قومي ترینګلتیاوې تر کنټرول لاندې راولي.

د یوګوسلاویا د ۱۹۷۴ زکال اساسي قانون د یوګوسلاویا سوسیالیستي فدرالي جمهوریت «د برابرو ملتونو او ملیتونو د لرونکي او همدارنګه د ځانګړو او ملي ګټو د ترلاسه کولو په موخه د ورورولۍ او یووالي د اصولو پر بنسټ د آزاد او یو موټي فدرال جمهوریت» په توګه تعریف کړ. هر جمهوریت ته له قانوني لارې څخه د خپل برخلیک ټاکلو او یا جلا کېدو واک ورکړل شو. له دې سربېره تیتو کوسوو او ویوودینا ته چې د سربیا جوړونکي دوه ایالتونه و؛ زیات واکونه تفویض کړل چې د سربیا په پارلمان کې په عملي توګه د ویټو کولو حق هم په کې شامل و. تیتو په خپل چاپېر کې پیاوړی شخصیتي ځایګي جوړ کړ چې د هغه له مړینې وروسته هم د یوګوسلاویا د کمونیستانو اتحادیې وساته. د هغه له مړینې ۲۰ کاله وروسته په ختیځه اروپا کې د کمونېزم په راپرځېدو سره یوګوسلاویا منحل شوه او یو لړ قومي جګړې په کې پیل شوې.

په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخ پوهان د هغه ولسمشري د یوې دیکتاتوري واکمنۍ په توګه بولي، خو یو شمېر نور هغه ته د یو خیرغوښتونکي دیکتاتور په سترګه ګوري. نوموړي په یوګوسلاویا او له هغو بهر ځانګړی محبوبیت درلود چې د ملي یووالي د سمبول په توګه بلل کېږي. د هغه داخلي سیاستونو د یوګوسلاویا په فدراسیون کې د ټولو قومي ډلو ترمنځ سوله ئیز ژوند ته لار برابره کړه. نوموړي د هند د جواهر لعل نهرو، د مصر د جمال عبدالناصر او د ګانا د قوام نکرومه په خوا کې د ناپیلي خوځښت د اصلي مشر په توګه نړیوال پام ځانته واړوه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ژوند وروستي کلونه

سمول

په اساسي قانون کې د ۱۹۷۴ زکال له بدلونونو وروسته، تیتو په دولتي چارو کې ورځ تر بلې خپله ونډه راکمه کړه. هغه له هېواده بهر سفرونو ته مخه کړه او همدارنګه به یې د بهرنیو میلمنو کوربه توب کاوه؛ په ۱۹۷۷ زکال کې یې بیجنګ ته سفر وکړ او د چین له مشرتابه سره یې روغه وکړه، هغو چې وړاندې یې نوموړی تجدید پلوی بللی و. همدا و چې په ۱۹۷۹ زکال کې هوا ګوئوفنګ (د چین په کمونیست ګوند کې د مائوتسه ځای ناستی و) هم یوګوسلاویا ته سفر وکړ. په ۱۹۷۸ زکال کې تیتو متحده ایالاتو ته په داسې حال کې سفر وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د کمونیست ضد کرواسي، سربیايي او البانیايي ډلو له خوا د لاریونو په کولو سره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي و.[۱۴]

په ۱۹۷۹ زکال کې تیتو په مخ پر زیاتېدونکي ډول ناروغ شو. دغه مهال د نوموړي لپاره مورویچ ته څېرمه د سرنا په نوم ویلا جوړه شوه. د ۱۹۸۰ زکال د جنوري په ۷ مه او بیاځلي د جنوري په ۱۲ مه نوموړی د سلوانیا د سوسیالیست جمهوریت په پلازمینه کې د لیوبلیانا په نوم روغتیايي مرکز کې پښو ته د وینې د جریان د نه رسېدو له امله بستر شو. د تیتو سخت زړي توب او همدارنګه ډاکټرانو ته د ګانګرین شوې خپلې چپې پښې د غوڅولو د اجازې نه ورکولو د هغه په مړینه کې رول درلود. د هغه یاور وروسته اعتراف وکړ چې تیتو ګواښ کړی و چې که پښه یې غوڅه شي ځان وژنه کوي، همدا و چې هغه اړ شو له تیتو څخه له دې امله چې دغه چاره ترسره نه کړي تمانچه یې ترې پټه کړې وه. د هغه له دوه زامنو ژراکو او میشو بروز سره له پټو خبرو وروسته هغه بالاخره هوکړه وکړه څو چپه پښه یې د وینې د بندېدو له امله پرې شي. هغه ډېر ناوخته دغه اجازه ورکړه او همدا و چې د ۱۹۸۰ زکال د مۍ په څلورمه یې له خپلې ۸۸ مې کالیزې درې ورځې وړاندې د لیوبلیانا په روغتیايي مرکز کې ساه ورکړه. د هغه د جنازې په مراسمو کې د ۱۲۹ هېوادونو چارواکو ونډه لرله.[۱۵][۱۶]

د تیتو په جنازه کې د نړۍ ګڼ شمېر سیاستوالو ونډه واخیسته. د سیاستوالو او دولتي پلاوو د شمېر له مخې هغه مهال په تاریخ کې تر ټولو ستره دولتي جنازه وه چې په ۲۰۰۵ زکال کې یې د دویم جان پاول د جنازې او همدارنګه په ۲۰۱۳ زکال کې د نیلسون مانډیلا د جنازې تر مراسمو پورې ساری نه درلود. د نوموړي په جناره کې څلورو پاچاهانو، ۳۱ ولسمشرانو، شپږ شاهزادګانو، ۲۲ لومړي وزیرانو او د بهرنیو چارو ۴۷ وزیرانو ګډون کړی و. دوی د سړې جګړې دواړو خواو ته اړوند و چې هغه مهال یې په ملګرو ملتونو کې د غړو ۱۵۴ هېوادونو څخه د ۱۲۸ هېوادونو استازولي کوله.[۱۷][۱۸][۱۹]

تیتو د د بلګراد په مقبره کې چې د یوګوسلاویا د تاریخي موزیم (وړاندې ورته د «مۍ د ۲۵مې موزیم» او د «انقلاب موزیم» ویل کېده) برخه جوړوي خښ کړای شو. دغه مقبره د ګلونو د کور په نوم یادېږي او ګڼ شمېر وګړي له هغو څخه د «غوره مهال» د یادولو په موخه لیدنه کوي. په دغه موزیم کې هغه ډالۍ ساتل کېږي چې تیتو د خپلې ولسشمرۍ پر مهال ترلاسه کړې وې.

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118622935 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10035299
  3. "Josip Broz Tito". Encyclopædia Britannica Online. 
  4. "Tito". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  5. Jeffreys-Jones, Rhodri (13 June 2013). In Spies We Trust: The Story of Western Intelligence. OUP Oxford. p. 87. ISBN 978-0-19-958097-2.
  6. Banks, Arthur S.; Muller, Thomas C., eds. (1998). Political Handbook of the World: 1998 (په انګليسي). Binghamton, New York: CPS Publications. p. 1029. ISBN 978-1-349-14951-3. نه اخيستل شوی 13 January 2021.
  7. Bremmer, Ian (2007). The J Curve: A New Way to Understand Why Nations Rise and Fall. Simon & Schuster. p. 175. ISBN 978-0-7432-7472-2.
  8. Andjelic, Neven (2003). Bosnia-Herzegovina: The End of a Legacy. Frank Cass. p. 36. ISBN 978-0-7146-5485-0.
  9. Melissa Katherine Bokovoy, Jill A. Irvine, Carol S. Lilly, State-society Relations in Yugoslavia, 1945–1992; Palgrave Macmillan, 1997 p. 36 ISBN 0-312-12690-5 "...Of course, Tito was a popular figure, both in Yugoslavia and outside it."
  10. Martha L. Cottam, Beth Dietz-Uhler, Elena Mastors, Thomas Preston, Introduction to political psychology, Psychology Press, 2009 p. 243 ISBN 1-84872-881-6 "...Tito himself became a unifying symbol. He was charismatic and very popular among the citizens of Yugoslavia."
  11. Peter Willetts, The Non-aligned Movement: The Origins of a Third World Alliance (1978) p. xiv
  12. Shapiro, Susan; Shapiro, Ronald (2004). The Curtain Rises: Oral Histories of the Fall of Communism in Eastern Europe. McFarland. ISBN 978-0-7864-1672-1."...All Yugoslavs had educational opportunities, jobs, food, and housing regardless of nationality. Tito, seen by most as a benevolent dictator, brought peaceful co-existence to the Balkan region, a region historically synonymous with factionalism."
  13. McGoldrick 2000، م. 17.
  14. "Carter Gives Tito Festive Welcome". Associated Press. 7 March 1978.
  15. "Raj u koji Broz nije stigao". Blic. 2 May 2010. نه اخيستل شوی 2 May 2010.
  16. Glenny, Misha (2012). The Balkans. Penguin Books. p. 622. ISBN 978-0-670-85338-0.
  17. Jimmy Carter (4 May 1980). "Josip Broz Tito Statement on the Death of the President of Yugoslavia". Archived from the original on 23 August 2016. نه اخيستل شوی 26 April 2010.
  18. Vidmar, Josip; Rajko Bobot; Miodrag Vartabedijan; Branibor Debeljaković; Živojin Janković; Ksenija Dolinar (1981). Josip Broz Tito – Ilustrirani življenjepis. Jugoslovenska revija. p. 166.
  19. Ridley, Jasper (1996). Tito: A Biography. Constable. p. 19. ISBN 978-0-09-475610-6.