د روسیې کورنۍ جګړه

د روسیې کورنۍ جګړه (په روسي ژبه: Гражданская война в России، تلفظ یې: Grazhdanskaya voyna v Rossii؛ د ۱۹۷۱ ز کال د نومبر له ۷ -  د ۱۹۲۳ ز کال د جون تر ۱۶) په پخواني روسي سترواکۍ کې څو ګوندي کورنۍ جګړه وه چې د شاهي نظام په نسکورېدو او د ثبات په ساتلو کې د نوي جمهوريت د پاتې راتلو له امله رامنځته شوه، ځکه چې زیاتره ډلو د روسیې د سیاسي راتلونکي د ټاکلو لپاره سیالي کوله، چې په پایله کې یې د روسیې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریت یا RSFSR او وروسته د شوروي اتحاد په زیاتره برخه کې را منځته شو. د جګړې پای د روسیې انقلاب ته د پای ټکې کېښود چې د شلمې پېړۍ له مهمو پیښو څخه ګڼل کېږي.

د ۱۹۱۷ز کال د فبروري د انقلاب پر مټ د روسیې شاهي نظام ړنګ شو او روسیه د سیاسي بې ثباتې حالت ته لاړه. د بلشویک په مشرۍ د اکتوبر انقلاب په اوږدو کې یو کړکېچن دوبی پای ته ورسېد، چې د روسیې د جمهوریت لنډمهاله حکومت یې نسکور کړ. د بلشویک حاکمیت په ټولیزه توګه و نه منل شو او هېواد کورنۍ جګړې ته ننوت. د جګړې له دوو اړخونو څخه یو سور پوځ و، چې د ولادیمیر لینین ډوله بلشویک سوسیالیزم لپاره یې جګړه کوله او بل اړخ د سپین پوځ تر نوم لاندې منځلاري متحد ځواکونه وو چې د سیاسي سلطنتي نظام، کپیتالیستي نظام او ټولنیزې ولسواکۍ تر ملاتړ لاندې یې ډول ډول ګټې په اند کې درلودې، چې هر یو یې دیموکراتیک پلوه او دیموکراتیک ضد اړخونه درلودل. د دې ترڅنګ، سيالو وسله والو سوسياليستانو، په ځانګړې توګه د آزادې خاورې خپل سرو یاغیانو او کيڼ اړخو سوسیالیستي انقلابیانو او همدارنګه غير ايډيالوژيک شنو پوځونو، د سور پوځ، سپين پوځ او بهرنيو لاس وهنو سره مخالف وو. دیارلس بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د نړیوالې جګړې پخوانیو متحدینو نظامي ځواکونو د ختیځې جبهې د بیا رغولو په موخه د سره پوځ په وړاندې لاسوهنه وکړه. د مرکزي ځواکونو درېو بهرنیو هېوادونو د متحدینو له مداخلې سره د سیالۍ لپاره هم مداخله وکړه، چې اصلي موخه یې د هغو سیمو ساتل وو چې دوی د بریسټ لیتوفسک په تړون کې یې ترلاسه کړې وې.  [۱]

په پیل کې بلشویکانو د هېواد په زیاتره برخو کنټرول ټینګ کړ. دوی له جرمني سترواکۍ سره چې د انقلاب په ګډوډۍ او د لومړۍ نړیوالې جګړې په مهال یې د روسیې پراخه برخه نیولې وه، بېړنۍ سوله وکړه. د ۱۹۱۸ ز کال د مې په میاشت کې، د روسیې چکسلواکی نظامي ډلې په سایبیریا کې پاڅون وکړ. متحدینو یې په غبرګون کې په شمالي روسیه او سایبیریا کې لاس وهنه پیل کړه. یعنې د سوچه روسي لنډمهاله حکومت جوړول، د روسیې په اروپا یې زیاتره برخه او د منځنۍ آسیا په برخو کې د بلشویکانو د کمښت شاهد و. الکساندر کولچک د نومبر په میاشت کې د روسیې د دولت د کنټرول لپاره کودتا پیل کړه ،چې په حقیقت کې یې یو نظامي دیکتاتوري نظام تاسیس کړ.  

د مارچ په میاشت کې سپین پوځ له ختیځ لوري، د جولای په میاشت کې له جنوب لوري او د ۱۹۱۹ ز کال په اکتوبر کې له لویدیځ لوري څو بریدونه په لاره واچول. وروسته دا پرمختګونه، د ختیځې جبهې د غبرګون، د سویلي جبهې د غبرګون او د شمال لوېدیځ پوځ په ماتې سره ودرول شول. د سپین پوځ خوځښتونه له پراخو زیانونو سره مخامخ شول، ځکه چې متحدین د شمالي او سویلي روسیې څخه ووتل. کله چې د روسیې د SFSR اصلي اډه خوندي شوه، شورويانو اوس کولای شوی چې ځوابي بریدونه وکړي.

په پایله کې د کولچک تر امر لاندې ځواکونو په ختیځ کې لوی شاتګ ته اړ شول. شوروي ځواکونو په چیتا، یاقوت او منګولیا کې په مقاومت سربېره، ختیځ لور ته پرمختګ وکړ. سره پوځ ډېر ژر د ډان او داوطلب پوځونه مات کړل، چې د ۱۹۲۳ ز کال د مارچ په میاشت کې یې نووروسیسک او د نومبر په میاشت کې یې کریمیا ښارونه تخلیې ته اړ کړل. له هغه وروسته، د بلشویک ضد مقاومت د څو کلونو لپاره په نامنظم ډول دوام درلود، تر هغه چې سپین پوځ د ۱۹۲۳ز کال په جون کې په یاکوتیا کې له ماتې سره مخامخ شو، خو په منځنۍ اسیا او خاباروفسک کرای کې یې تر ۱۹۳۴ز کال پورې دوام وکړ. د اټکل له مخې:  د دې جګړې په اوږدو کې له ۷ تر ۱۲ میلیونو پورې مرګ ژوبله را منځته شوه، چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

زیات خپلواکي پلوه خوځښتونه، د روسیې د سترواکۍ له راپرځېدو وروسته راپورته او په جګړه کې ښکېل شول. د پخوانۍ روسي سترواکۍ زیاتره برخې – لکه: فنلنډ، استونیا، لاتویا، لیتوانیا او پولنډ - د خپلو کورنیو جګړو او د خپلواکۍ د جګړو په پایله کې د خپلواکو دولتونو په توګه را منځ ته شول. له دې لږ وروسته، د پخوانۍ روسي سترواکۍ پاتې برخه، د شوروي اتحاد په بڼه را منځته شوه.     [۲]

سرچينې سمول

  1. Russian Civil War Archived 26 August 2009 at the Wayback Machine. Encyclopædia Britannica Online 2012
  2. "Russian Civil War | Causes, Outcome, and Effects". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)