په يوګوسلاويا کې دويمه نړيواله جګړه

د يوګوسلاويا په سلطنت کې د 1941ز کال د اپريل په شپږمه نېټه دويمه نړيواله جګړه پيل شوه، کله چې محوري (اتحادي) ځواکونو په دې هېواد بريد وکړ، په چټکۍ سره يې ونيو، او د المان، ايټاليې، هنګري، بلغارېې، او د دوی تر واک لاندې حکومتونو کې يې وويشلو. د 1941ز کال د جون په دوه ويشتمه نېټه پر المان د USSR (شوروي اتحاد) له بريد ډېر ژر وروسته، د کمونستانو تر مشرۍ لاندې جمهوري يوګوسلاو پارتيزاني جنګياليو (دوی د يوګوسلاويا د خپلواکۍ پوځ و)، د ماسکو په حکم، د ازادۍ چيريکي جنګ پيل کړ، چې د محوري ځواکونو او د محوري-ايتلافي کروشيا خپلواک دولت (NDH) او د المان له خوا اشغال شوې سربيا سيمه کې د ملي حل د حکومت په ګډون، په سيمه ييزه کچه د دوی له خوا د جوړو شويو لاسپوڅو حکومتونو پر ضد جنګېدل. له جګړې وروسته د يوګوسلاو په کمونستي تاريخ ليکنه کې دې ته د ملي خپلواکۍ جګړې او ټولنپال اوښتون نوم ورکړل شو. په ورته وخت کې، د يوګوسلاويا کمونستي پلوه جنګياليو او د سربيا شاهي «چيټنک»، د محوري ځواکونو ايتلافي کروشيايي Ustaše او کورنی ګارډ، د سربيا رضاکار ځواکونه او دولتي ګارډ، سالوي کورنی ګارډ همدا راز نازي ايتلافي روسي امنيتي قول اردو سرتيرو تر منځ يو ګڼ اړخيزه کورنۍ جګړه پيل شوې وه.[۱][۲][۱]

يوګوسلاويايي جنګياليو او «چيټنيک» خوځښت دواړو په ابتداء کې د محوري ځواکونو د برید په وړاندې مقاومت وکړ. په هر حال، له 1941ز کال وروسته، چيټنيکيانو په پراخه کچه او په منظم ډول له ايټالوي اشغالګرو ځواکونو سره د ايټاليې تر تسليمۍ پورې همکاري وکړه، او له هغې وروسته له المانيانو او Ustaše ځواکونو سره همکار وو. محوري ځواکونو د بريدونو يوه لړۍ پر لاره واچوله چې موخه يې د پارتيزاني جنګياليو له منځه وړل وو، او د 1934ز کال په پسرلي او دوبي کې د «نريتوا» او «سوتجيسکا» په جګړو کې دې کار ته نږدې هم شول.  [۳][۲]

له ناکاميو سره سره، پارتيزاني جنګيالي بيا هم د باور وړ جنګي ځواک و، داسې حال کې چې د دوی سازمان د تهران په کانفرانس کې د لوېديځو ايتلافيانو له خوا منښت تر لاسه کړ، او له جګړې وروسته يې د يوګوسلاويا د ټولنپال دولت بنسټ کېښود. د لوېديځو ايتلافيانو له خوا د لوژستيکي او هوايي ځواک، اود بلګراډ په جګړه کې له شوروي څخه د ځمکنيو سرتېرو د ملاتړ په تر لاسه کولو سره، بالاخره پارتزاني جنګياليو په ټول هېواد او ټريسټ او کارنتيا په سرحدي سيمو واک تر لاسه کړ. فاتحو پارتيزانيانو د يوګوسلاويا ټولنپال فدرالي جمهوريت جوړ کړ.

په دې جګړه کې د يوګوسلاويا نښتې يو له تر ټولو زياته مړينه درلوده، او اټکلاً يو ميلیون ښودل شوي دي، چې نږدې نيمايي يې ملکيان وو. د محوري ځواکونو (په ځانګړي ډول وهرماچټ) او د هغوی همکارانو (په ځانګړي ډول Ustaše او Chetniks) له خوا ټولوژنه او توکميزه تصفيه تر سره شوه، او د جګړې د پای پر لور د پارتيزاني جنګياليو له خوا په تکراري ډول د غچ اخيستنې کړنې تر سره شوې، او له جګړې وروسته هم روانې وې.

مخينه

سمول

د جګړې له پيل مخکې، د ميلان سټوجاډينوويچ (1935-1938) حکومت د بې پری حيثيت خپلولو لپاره، له ايټاليې سره د غېر جنګي تړون په لاسليک کولو او له فرانسې سره د خپلې ملګرتيا د تړون د غزولو له لارې د محوري ځواکونو او شاهي ځواکونو تر منځ د تګ راتګ هڅه وکړه. په ورته وخت کې، دا هېواد د داخلي کړکېچ له امله نا ارامه شو، ځکه چې کروشيايي مشرانو د زياتې خپلواکۍ غوښتنه کوله. سټوجاډينوويچ په 1939ز کال کې د ځای ناستي شهزاده «پال» له خوا لېرې کړای شو، او «Dragiša Cvetković» يې ځای ناستی شو، چا چې په 1939ز کال کې له کروشيايي مشر «Vladko Maček» جوړجاړی وکړ، چې په پايله کې يې د کروشيا «بنووينا» جوړ شو (Banovina of Croatia د يوګوسلاويا يو ايالت و).

په هر حال، د کړکېچ د کمېدو پر ځای، دې تړون يوازې د هېواد په اداره کې بحران لا پسې زیات کړ. د دواړو خواوو له سياسي کړيو څخه ځينې ډلې ډاډمنې نه وې: د فاشستانو پلوي Ustaše د يوې خپلواکې کروشيا غوښتنه کوله، چې له محوري ځواکونو سره ايتلاف ولري، سربيايي ولس او پوځي کړيو له لوېديځ اروپايي سلطنتونو سره ايتلاف غوره باله، په داسې حال کې چې د هغه مهال ممنوعه یوګوسلاويايي کمونستي ګوند شوروي اتحاد ته د طبيعي ايتلافي په سترګه کتل.[۴]

د 1940ز کال د مۍ په مياشت کې د فرانسې له سقوط وروسته، د يوګوسلاويا ولي عهد شهزاده «پال» او د هغه حکومت د يوګوسلاويا د پاچايۍ د ژغورلو لپاره له دې پرته بله لاره ونه ليده، چې له محوري ځواکونو سره يوځای شي. سره له دې چې د المان اډولف هټلر په ځانګړي ډول په بالکان کې د یو بل محاذ جوړولو کې لېوالتيا نه درلوده، او يوګوسلاويا خپله د جګړې د لومړي کال په اوږدو کې سوله ييزه پاتې شوه، په 1939ز کال کې د ايټاليې «بينيټو موسليني» په البانيا برید وکړ، او د 1940ز کال په اکتوبر مياشت کې يې د يو ناکام ايټالوي-يوناني جنګ پيل کړی و. د دې پېښو په پايله کې يوګوسلاويا د احتمالي ايتلافي ملاتړ څخه له جغرافيايي اړخه ګوښه کړه. حکومت هڅه وکړه چې له محوري ځواکونو سره د همکارۍ پر سر، که څومره احتمالي کم امتياز هم وي مذاکرات وکړي، په داسې حال کې چې له ايتلافيانو او شوروي اتحاد سره يې هم د پټو مذاکراتو کوښښ وکړ،، خو دا اقدامات له جګړې څخه د دې هېواد په لېرې ساتلو کې ناکام شول. امریکا ته تللي يو پټ ماموريت کومه پايله نه درلوده، چې مشري يې يو فانفوذه سربيايي يهودي کپټان «ډيوډ البالا» کوله، موخه يې دا وه چې د احتمالي بريد لپاره د وسلو د پيرودلو لپاره پانګه تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد جوزف سټالين د يوګوسلاويا سفير «ميلان ګيوريلوويچ»، له يوګوسلاويا سره د ملګرتيا د تړون پر سر له توافق يوازې یوه مياشت وروسته له هېواده وويست (له 1941 جون 22 څخه مخکې، نازي المان او شوروي روسيې د 1939ز کال د اګست په مياشت کې د دواړو خواو تر منځ د نه بريد تړون ساتنه کړې وه، او د 1940ز کال د مني په موسم کې، المان او شووري اتحاد په درې اړخيزه تړون کې د USSR د ممکنه يوځای کېدو په اړه خبرې کولې).[۵][۶]

د «Second Vienna Award» په څېر پېښو څخه وروسته، د 1940ز کال په اوږدو کې په خپلواک ډول د محوري ځواکونو په مدار کې له غورځېدو وروسته، يوګوسلاویا د بلغاريا پيروي وکړه، او د 1941ز کال د مارچ په پنځه ويشتمه نېټه په رسمي ډول په درې اړخيز تړون کې يې شموليت غوره کړ. د دې اقدام مخالفت کونکو سربيايي هوايي ځواک لوړ پوړو افسرانو کودتا وکړه، او په راتلونکو ورځو کې يې واک تر لاسه کړ. دې پېښو ته په برلين کې د ناهيلۍ په سترګه وکتل شول، او له دې امله چې المان په کوم ډول د یونان پر ضد جګړه کې د خپل ايټالوي ايتلافي د مرستې لپاره چمتوالی نيو، په دې طرحو کې د يوګوسلاويا د شامولو په موخه بدلونونه راوستل شول.

د محوري ځواکونو بريد او د يوګوسلاويا وېش (تجزيه)

سمول

د 1941ز کال د اپريل په شپږمه نېټه، د يوګوسلاويا پر پاچايۍ له ټولو خواوو برید وشو – د المان، ايټاليې او د دوی د ايتلافي هنګري له خوا. الماني هوايي ځواک (Luftwaffe) په بلګراد بمبار وکړ. دا جګړه چې له جګړې وروسته په يوګوسلاويايي ايالتونو کې د اپريل د جګړې په نوم پېژندل کېږي، له لسو ورځو څخه په لږ څه زياته موده کې پای ته ورسېده، په داسې حال کې چې د اپريل په اولسمه نېټه شاهي يوګوسلاويايي پوځ بې قيد او شرطه تسليم شو. د الماني پوځ (Heer) په پرتله نه يوازې دا چې په ناهيلۍ سره کم مجهز وو، يوګوسلاويايي پوځ هڅه وکړه چې له خپلو ټولو پولو دفاع وکړي، او خپل ډېر کم تجهيزات يې ډېر لږ خپاره کړل. سربېره پر دې، ډېرو خلکو له جګړې څخه انکار وکړ، د دې پر ځای يې د حکومت له ځورونو څخه د ازادونکو په توګه د المانيانو هرکلی وکړ. ځکه د دې معنا دا وه چې هره انفرادي توکميزه ډله به د سويلي سلاو دولت له خوا خپرېدونکي ايتلاف پر ضد خوځښتونو لور ته ځي، د محوري ځواکونو پر ضد د مقاومت په اړه دوه مختلف تصورات منځ ته راغلل: شاهي چيټنکسان او د کمونستانو په مشرۍ ازادي غوښتونکي جنګيالي. [۷]

دوه بنسټيزې تشکيل کونکې ملي ډلې، سلاويان او کروشيايان، د مسلسل سربي پاچايۍ سره، د يوګوسلاويا له دولت څخه د دفاع لپاره جګړې ته چمتو نه وې. د بريد يوازينی اغېزناک مخالفت خپله د سربيا له واحدونو څخه وو. سربيايي لويه درستيزوالي د يوګوسلاويا د قضيې په اړه متحد وو، ځکه چې په يو نه یو ډول د سربيا له خوا يوې لويې سربيا حکومت کاوه. د بريد پر مهال، د يوګوسلاو په فعال فهرست کې 165 جنرالان وو. په دوی کې له څلورو پرته نور ټول سربيايان وو.[۸][۹]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Ramet 2006، م. 142.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Ramet 2006، مم. 145–155.
  3. Tomasevich 1975، م. 246.
  4. Trbovich 2008، مم. 131–132.
  5. Gorodetsky 2002، م. 130–.
  6. Lampe 2000، م. 198.
  7. Roberts 1973، م. 26.
  8. Shaw 1973، م. 89.
  9. Shaw 1973، م. 92.