گلستان بابا

گلستان بابا (زوکړه ۱۸۸۱ زېږدي کال، پښتونخوا - مړینه ۱۹۵۸ ز کال) يو پښتون ژبی شاعر وو.

مخينه سمول

گلستان بابا پر ۱۸۸۱ زیږدي کال د پښتونخوا په اکبر پوره کې زیږیدلی وو. د هغه د پلار نوم پراچه کریم بخش پټواري وو. د گلستان بابا آر (اصلي) نوم گل محمد پراچه وو. هغه د ښوونځي تر اتم ټولگي پورې زده کړې کړې وې او له وړکوالي د شاعرانه مزاج خاوند وو.

گلستان بابا درې زامن او یوه لور درلودل، چې په زامنو کې یې مشر زوی عبدالله جان، دویم زوی یې نثار جان، دریم زوی یې یوسف جان او لور یی انجمن آرا نومیدله. د هغه مشر زوی عبدالله جان ډیر خوږ غږ درلود او د خلکو په فرمایش او سپارښتنه به یې سندرې ویلې، خو گلستان بابا د عبدالله جان د دغه شوق او ذوق سره همغږی نه وو. په پای کې يې عبدالله جان ته اجازه ورکړه او عبدالله جان د موسیقۍ ډگر ته د زړه د خلاصه ورودانگل.

د شاعر گلستان بابا کلام د عبدالله جان په ښکلي غږ تر لرې لرې ځایونو پورې خپور او اوڅار شو. دغه شاعر به شعرونه ویل او عبدالله جان به په خپل خوږ غږ کې د هغه شعرونه له موسیقۍ سره يوځای کول. هغه وو چې عبدالله جان د خپل شاعر پلار گلستان بابا د ښکليو شعرونو له لامله د موسیقۍ په ډگر کې د ډېر لوی نوم خاوند شو.

د گلستان بابا کلام د عبدالله جان استاد په غږ کې د افغانستان، نوي ډيلي (آل انډیاراډیو)، ایران او د پاکستان رېډیوگانو کې خپریده چې اوس هم کله کله اورول کېږي. د دغه شاعر کلام نورو گڼو سندرغاړيو هم په خپلو غږونو کې ریکارډ کړی دی.

د افغانستان واکمنانو به دغه شاعر له خپل زوی عبدالله جان سره د موسیقۍ لپاره ورغوښت. که څه هم د گلستان بابا خپله مورنۍ ژبه هندکو (اینکو) وه، خو له پښتو ژبې سره یی ډیره مینه درلوده. د همدې مینې برکت وو چې گلستان په پښتو ژبه کې ډېره ښه شاعري کړې او داسې برېښي لکه پښتو چې يې مورنۍ ژبه وي. گلستان زموږ په ولسي شاعرۍ کې ډېر لوی نوم لري، خو له بده مرغه دغه لویه هستي زموږ د زړونو او خیالونو نه هیره شوې ده، ان تر دې چی نوم یې هم څوک نه اخلي. شاعر گلستان په پښتون قام ډېر حق لري ځکه چی خپله مورنۍ ژبه یې شاته غورځولې وه او پښتو ژبې ته یې نه ډېر خدمتونه کړي دي.

اړينه ده وويل شي، چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی استاد اولمير هم دده شعرونه په خپل خواږه غږ کې ویلي دي چې د شعرونو بېلگې به يې د هغه په سندرو کې وړاندې شي.

په پای کې پر گلستان بابا داسې وخت راغی چې وټندوی (اقتصادي) ژوند یې ډیر خراب او ستونزمن شو. که څه هم د سوات، باجوړ او د دیره اسماعیل خان نوابانو گلستان بابا ته بلنه ورکړه چې هغوی ته ورشي، خو شاعر ترې انکار وکړ او خپل محنت او مزدوري به یې کوله. هغه د خپل عمر وروستۍ شپې او ورځې د پېښور په کوچي بازار کې تیرې کړې.

مړينه سمول

شاعر گلستان بابا د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې د پېښور په کوچي بازار کې تېرې کړې او هم هلته يې د غربت په تورو تیارو کې پر ۱۹۵۸ زیږدي کال له دې پاتې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه. هغه د پېښور په وزیر باغ مړستون (هدیره) کې خاورو ته وسپارل شو او کېڅ (قبر) یې اوس هم هلته شته دی. ياد يې تلپاتې، اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

د شعر بېلگې يې سمول

حمد زه به څه بیانوم ربه قدرت ستا - بادشاهان دي حیران شوي په حکمت ستا

بې لښکره بادشاهي نه ده چا کړې - بې لښکره دی خالقه سلطنت ستا

ته بې شکه لم یلد و لم یولد یې - نشته نشته دی خاونده شراکت ستا

که تمام عمر په ژبه زه گویا یم - یو ذره به پوره نه کړمه صفت ستا

سر ترپایه د گناه په دریاب ډوب یم - گلستان تل امیدوار دی د رحمت ستا

نعت

آب د گلو دې رخسار ته نه رسیږي - انبیاء دا ستا مقدار ته نه رسیږي

که آفتاب دی، که مهتاب دی، که حوران دي - ستا د مخ یوه انوار ته نه رسیږي

جنتونه که ددی نه شي دوه چنده - د مکې ښکلي دربار ته نه رسیږي

که یوسف د مصر بې مثله ښایسته دی - ستا د غاښو یو چمکار ته نه رسیږي

کل نبیان د خدای محبوب دی گلستانه - محمد (ص) خیرالابرار ته نه رسیږي


کله خزان وي کله گل کله بهار دی دا د رب اختیار دی

کله ږلۍ وینمه- کله سیلۍ وینمه

کله باران وي په آسمان کې درزهار دی

دا د رب اختیار دی

څوک بخمل اغوندي - څوک ململ اغوندي

څوک د پیسې لپاره بل ته منت بار دی

څوک عیشونه کوي - ګرځي لمونځونه کوي

څوک د نیستۍ له لاسه خپل وطن کې خوار دی

د گلستان خبرې - که وکړئ خیال چیرې

هم نصیحت دی هم مجلس دی هم گفتار دی

دا د رب اختیار دی

»»»»»»»»»»»»

زما آشنا راځي د ښاپیرو د باغ مالیاره

گلونه راوړه د گلزاره

نن مې د یار د راتلو غږ دی - ماته ریبار راغی

نیولی ما ورته خپل غوږ دی - وخت د بهار راغی

جارو کومه ورته لاره - زما آشنا راځي

د ښاپیرو د بڼ مالیاره

مالیاره وامې وره دا سوال - گل د رانبیل راوړه

چې پکې وکړې خپل کمال - داسې امیل راوړه

جارو کومه ورته لاره - زما آشنا راځي

زه د بونیر د غوث ملنگ - نوم گلستان دی زما

کوي د خوارو سره ننگ - سخي سلطان دی زما

زه یې قربان شم له درباره

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

یو د بیلتون په ناکردو مې زړه قلم دی - بل مې د ځایه نصیب کم دی

یو مې بیلتون ژړوي - بل مې غماز کړوي

ماڼۍ د زړه نړوي

څه کړمه خدایه چې دغم له پاسه غم دی

بل مې له ځایه نصیب کم دی

خال دې زهره په جبین - کالي دې وینم زرین

خال دې وهلی په تمام جبین قلم دی

بل مې د ځایه نصیب کم دی

زه گلستان لرم پیر - غوث الاعظم دستگیر

ثاني یې نشته په چین

هر یو الفاظ مې در گوهر لاچي لونگ دی

چاپ شوي نښيرونه يې سمول

اخځليک سمول

۱- ياد ويبپاڼه. https://www.facebook.com/115382055320962/posts/134366593422508/

۲- https://tatobaynews.com/archives/137267 Archived 2021-01-17 at the Wayback Machine.